شنبه, اپریل 26, 2025
Home+د وطن مور / ليکواله: پلوشه شمس/ لنډه کیسه

د وطن مور / ليکواله: پلوشه شمس/ لنډه کیسه

ښوونکې د تختې مخې ته ودرېده، کتاب یې بند کړ، موسکۍ شوه او ویې ویل:

-بچو، نن مو د مور د مهربانۍ په اړه زده کړل. هره مور د خپلو اولادونو لپاره تر ټولو مهربانه ده، هغوی ته د زړه له تله خیر غواړي.

په ټولګي کې چوپتیا وه، خو ناڅاپه دولس کلنې لاس پورته کړ. 

احمد د دولسو کلونو یو تنکی زلمی و، خو د سترګو ژور تاثیر یې داسې و، لکه د ډېرو پخو خلکو.

سپين مخ یې لمر سوځولی و. اوږه ور بدن، او یو څه ټيټه ونه یې وه. تکړه لاسونه یې درلودل.

ده د ښوونځي زوړ یونیفورم یې یو څه تنګ شوی و، خو ښه پاک وو.

بورې سترګې یې تل د ژور فکر، هیلې او پوښتنو ډکې وې.

په وشو شونډو یې وويل:

-ښوونکې، زه یوه پوښتنه لرم!

ښوونکې وخندل، په نرمۍ یې وویل:

-هو، احمده! څه غواړې وپوښتې؟

أحمد وويل:

-تاسو وایاست چې ټولې میندې مهربانه دي، نو ولې زما مور مهربانه نه‌ده؟

ښوونکې لږ غلې شوه، په ټولګي کې چوپتیا خپره شوه.

-احمده! ته ولې داسې فکر کوې؟

-ځکه چې د نسیم مور ورته هره ورځ نوي کالي، میوه او ښه خواړه اخلي، خو زما مور نه. زموږ کور تل چوپ دی، خو د نسیم په کور کې تل خندا، خوشالي او میلمانه وي.

ښوونکې د احمد خړو سترګو ته ځير وه:

-زما د نسیم بڅیر بایسکل خوښېږي، خو زه هیڅکله خپل بایسکل نه‌لرم.

مور مې تل ستړې ښکاري، خبرې نه‌کوي، ځینې وختونه خو داسې ښکاري لکه زه یې چې نه‌یم لیدلی.

ښوونکې ورو وړاندې شوه، په نرم غږ یې وویل:

 عایشه نامهربانه نه‌ده، احمده! ستا مور زما پخوانۍ زده‌کوونکې وه.

-رښتیا؟

-هو، کله چې واده شوه، یوازې د شپږم ټولګي زده‌کوونکې وه.

له ښوونځي سره یې مینه وه، کتابونه یې خوښ وو، هر ښوونکي یې راتلونکی ځلاند کاڼه، خو ناڅاپه یې د ژوند مسیر بدل شو.

احمد حیران و.

-چا د هغې ښوونځی بند کړ؟

ښوونکې ژور نفس واخیست، بیا یې ورو وویل:

-ستا پلار.

-ولې؟

-ځکه چې ستا پلار ښوونکی و، خو ده نه‌غوښتل چې خپله ښځه ښوونځي ته لاړه شي. اوتحصيل وکړي.

احمد چوپ شو.

-مور دې لا ماشومه وه، لا یې د ښوونځي خوبونه درلودل، خو ناڅاپه یې ځان د یوې نوې نړۍ په منځ کې ولید.

هغه نړۍ چې هلته د مور نوم یوازې د زحمت، صبر او نه ختمېدونکې مبارزې مانا لري.

-احمده، ته پوهېږې چې عایشه هر سهار له خدایه یواځې یو شی غواړي؟

-څه؟

-چې ته خوشحاله واوسې.

احمد کرار کرار سر پورته کړ، بورې سترګې یې له اوښکو ډکې وې.

-ته فکر کوې عایشه د خپل ژوند لپاره وخت لري؟ نه، هغه د سهار تر ماښامه د نورو خلکو کورونه پاکوي، پخلی کوي، خو نه د دې لپاره چې هغوی خوشحاله کړي، بلکې د دې لپاره چې ته وږی پاتې نه‌شې.

ته د بایسکل هیله لرې، خو پوهېږې مور دې شاید د بایسکل پیسې د کور کرایې ته سپموي؟

ته وایې چې مور دې چوپ ده، خو پوهېږې دا چوپتیا د ستړیا، غم او بې‌وسۍ له امله ده، نه د نامهربانۍ؟

احمد ژور فکر وکړ.

کله چې به نارامه و، پوزه به یې چینجوله، او کله چې به خپه شو، ځېرځو سترګو به یې ويده حالت ونېوه. خو تر ټولو مهمه دا وه چې احمد له دننه یو ځواکمن زلمی و.

-مور مې دا هر څه زما لپاره زغمي؟

-هو، ځکه ته یې ټوله نړۍ یې!

خو ته پوهېږې؟ ستا پلار عایشه یوازې پرېښوده، بل واده یې وکړ، هیڅکله یې شا ته و نه‌کتل.

-له چا سره واده یې وکړ؟

-له یوې ښوونکې سره.

احمد چوپ شو، په سترګو کې یې اوښکې ځلېدې.

-نو ځکه مور مې دومره ستړې ده؟

-هو، ځکه دا یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د تا لپاره هم جنګېږي.

عایشه – ښکلا، زحمت، او نه ختمېدونکی صبر ده بچو!

احمد لکه له خوبه چي راويښ شي د مور د ژوندانه تير تريخ انځور يې وليد. سترګو یې سرې وې. ژوره ساه یې واخیسته  او په فکر کي ډوب شو.

خو په رښتيا سره عایشه یو وخت د کلي د ښکلو نجونو له ډلې وه، د رڼو سترګو، سپېني صافې پوستکي، او اوږدو تورو وېښتانو سره.

کله چې به موسکۍ شوه، د شونډو ورو حرکت به یې داسې ښکارېده، لکه شنې چینې چې د صحرا په منځ کې اوبه غوړوي.

خو اوس؟

کلونه تېر شوي وو، خوږې شونډې یې د چوپتیا له امله وچې شوې وې، رڼې سترګې یې تل له ستړیا ډکې وې، او مخ یې له هغه ښکلا سره، چې کله یې درلوده، خفه و.

هغه لا هم ښکلا درلوده، خو دا ښکلا اوس د ژوند د قربانیو، د بې‌خوبه شپو، او ستړیو ورځو عکس و.

ښکلي نري لاسونه یې، تکړه و، داسې چې که هرڅه ته لاس وروړي، هغه به یې په زحمت ښکلی کړي.

کله چې به ستړې وه، لاس به یې اوږدو وېښتانو ته وړه، ورو ورو به یې وروکتل، او بیا به یې ژور نفس واخیست.

خو دا هر څه، د زحمت نښې وې، نه د کمزورۍ.

احمد چې کور ته لاړ، مور یې د پخلنځي په یوه کونج کې ناسته وه.

لاسونه یې د زړې جامې یوې څنډې ته نیولي وو، داسې ښکارېده چې هڅه کوي دا پاکه کړي، څو ښه ښکاره شي.

سترګې یې ستړې وې، بدن یې کمزوری، خو بیا هم غلې وه.

چې که څه هم د ژوند ستونزو ټیټ کړی و، خو نه ماتېده.

احمد ورو ورنږدې شو، مور ته یې غېږ ورکړه، او د اوښکو سره یې وویل:

-مورې، زه پوه شوم. ته تر ټولو مهربانه یې!

ته ماته تر ټولې نړۍ مينه ناکه یې مورې. ته زما لپاره ټول کاينات يې زه ستا د ټولو زخمونو ټکور کېږم او هرڅه به په ګډه سم کړو.

مور حیرانه شوه، خو بیا یې سترګې له اوښکو ډکې شوې.

دا وار دا اوښکې د درد نه، بلکې د خوشحالۍ او ارامۍ له امله وې.

خو دا ځل، د هغې ترڅنګ یو څوک و.

یو څوک چې نور به یې هېڅکله یوازې نه‌پرېږدي.

پای،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...