شنبه, اپریل 26, 2025
Home+ژول ویرن څوک و؟

ژول ویرن څوک و؟

نن د مارچ ۲۴ مه، د نامتو فرانسوي شاعر او ډرامه لیکوال ژول ویرن له ۱۲۵ تلین سره برابره ده. ویرن د ۱۹۰۵ کال په دې ورځ د ۷۷ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د ده د تلین په مناسبت د لیکوال نجیب منلي دا لیکنه، چې پخوا خپره شوې وه، بیا خپروو.

————

ژول وېرن Jules Verne په 1828 ميلادي کال د فرانسې کې زېږېدلی. پاريس ته د زده کړو د پاره راغی. که څه هم د حقوقو لوړې زده کړې يې بشپړې کړې خو خو د ليکوالۍ شوق د حقوقو په څانګه کې مسلکي کار ته پرې نه ښود. لومړی يې د تياتر نندارې ليکلې چې ځينو ته يې کتونکو او کره کتونکو ښه هر کلی هم وايه. خپل وزګار وخت به يې د علومو او جغرافيې په زده کړه تېراوه او هڅه يې کوله چې د يو علمي ناول د ليکلو په خاطر ځان د علومو له ژبې سره اشنا کړي.

په 1863 کال کې يې ”په بالون کې پينځه اونۍ“ تر سرليک لاندې ناول بشپړ کړ او د هېڅل Hetzel په نامه کتاب خپرونکي ته يې وړاندې کړ. هېڅل دا کتاب ډېر خوښ کړ او د دې د پاره چې ليکوال د خپلې خپرندويې موسسې سره و تړي، شل کلن قرارداد يې ورسره وکړ چې پر بنسټ يې ليکوال ژمنه وکړه چې هر کال به دوه کتابه چاپ ته ورکوي او د هر کتاب په مقابل کې به ناشر لس زره فرانکه ورکوي چې د هغه وخت دپاره دا بې ساري ډېرې پيسې وې.

”په بالون کې پينځه اونۍ“ ناول تر انتظار زيات بريالی وخوت، د اروپا په ټولو ژبو و ژباړل شو.

ژول وېرن څلوېښت کاله د ساينسي کيسو ليکلو ته وقف کړل او په دغه موده کې يې په لسګونو داسې کيسې وليکلې چې نړۍ وال شهرت يې وموند.

د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې د ترانسپورت د وسايلو پرمختګ او چټکتيا د ورځې موضوع وه. ژول ويرن په 1872 کال کې ”په اتيا ورځو کې د نړۍ دوره“ تر سرليک لاندې ناول وليکه چې اتل يې، فيليياس فاګ Phileas Fog يو انګرېز جنټلمن د ترانسپورت د وسايلو پر باوري توب دومره ټينګه عقيده لري چې د خپل کلب د ملګرو سره شرط ږدي چې په اتيا ورځو کې به د نړۍ دوره پوره کوي او که بريالی نه شي نو خپله ټوله شتمني به بايلي. فيليياس فاګ د بخاري کيشتۍ، د رېل ګاډي، د بالون او د وخت د ټولو ممکنو نقليه وسيلو پرمټ له لندنه روانېږي، د مصر او هندوستان له لارې امريکې ته اوړي او بيا بېرته لندن ته راځي.

د ”وخت“ په نامه ورځپاڼې دا ناول په پرله پسې توګه چاپاوه ناول د لوستونکو علاقه تر دې حده را وپاروله چې امريکايي ژورناليستانو به هره ورځ خپلو ورځپاڼو ته د فيليياس فاګ د سفر په اړه خبرونه استول او د کشتيو کمپنيو ليکوال ته ويل که چېرې خپل اتل ددوی د کمپنۍ په مټ لندن ته ورسوي ډېرې پيسې به ورکړي.

څو کاله وروسته يوې امريکايي ژورناليستې نلي بلای Nellie Bly د ژول وېرن تخيل د حقيقت تر پړاوه ورساوه او په 72 ورځو کې يې د ځمکې دوره پوره کړه.

د ژول وېرن بل ناول چې په 1865 کال کې يې ليکلی و او نېژدې يوه پېړۍ وروسته ريښتيا شو ”له ځمکې تر سپوږمۍ“ نومېږي چې د لومړی ځل د پاره د علمي امکاناتو پر بنسټ د فضايي سفرونو شونتيا ښيي.

د ژول وېرن د ډېرو مشهورو ناولونو په کتار کې ”مرموزه جزيره“ ، ”د ځمکې تل ته سفر“ ، ”شل زره کروهه تر اوبو لاندې“ او ”ميشل ستروګوف“ يادولای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...