شنبه, اپریل 26, 2025
Home+اسطوره یي نقد | ژباړن: نثاراحمد احمدي

اسطوره یي نقد | ژباړن: نثاراحمد احمدي

لیکوال: سید خسرو خاوری

د اوسنیو لویدیزو ارواپوهانو او بشرپوهانو د افکارو او نظرونو له اغېزو څخه لرې، اسطوره یو له لومړنیو او خورا ابتدايي ادبي ژانرونو له جملې څخه یو ادبي ژانر دی.

د تاریخ په اوږدو کې د دغه ادبي ژانر د لومړنیو او اصلي بڼو پرته ډېری اسطوره یي اتلان په پراخه کچه په نورو ادبي اثارو کې د تلمېح په بڼه او یا د ورته والي/تشبه بڼو کې کارول شوي دي او ځینې ​​وختونه د ځینو اسطورو پلاټ/ جوړښت د وروستیو دورو په کیسو کې کارول شوی دی.

په اوسنۍ پېړۍ کې، فرویډ د لومړي ځل لپاره د “اودیپ پاچاه” اسطوره د استناد لپاره وکاروله.

 نوموړی په دې باوري و، چې د اودیپ پاچاه د اسطوري بنسټ د خپلوۍ په عمومي وضعیت پورې اړه لري.

په لنډ وخت کې، یونګ، په ادب، ادبي نقد او د بشري علومو نورو اړوندو برخو کې لوی انقلاب راوست.

د انسان پېژندونکو او ټولنپوهانو لکه «فریزر» یا «کاسیرر» د دې مسلې نورو اړخونو ته اشاره وکړه او ډېری لیکوالانو، د دې نظریاتو او کشفونو تر اغېز لاندې، د اسطوره یي اړخونو سره د اثارو جوړول پیل کړل. په پایله کې، د “اسطوره یي نقد” په نوم یو نوی نقد وړاندیز او تاسیس شو.

د دې مکتب منتقدین، لکه د خپلو پخوانیو په څېر، اسطوره یوازې د یو لومړني او لرغوني ادبي ژانر په توګه نه ګڼي. یا د یوې داسې جریان په توګه چې ادب پیاوړی او بډایه کوي؛ بلکې د یوې هستې په توګه یې ګڼي،کوم چې له هغې څخه ټول ادب راټوکېږي.

د یونګ د نظریې پر بنسټ؛ اسطوره یي نقد یو له بنسټیزو محورونو څخه ګڼل کېږي. اسطورې په حقیقت کې، د رواني او فطري پېښو انعکاس دی.  په بل عبارت؛ د هنر کار د متحرک او داخلي ځواکونو څرګندونه ده، چې د انسانیت د ډله ییز روح له ژورو څخه راپورته کېږي.

د یونګ په وینا؛ د شاعر هنري اثر د هغې ټولنې معنوي اړتیاوې پوره کوي، کوم چې هنرمند پکې ژوند کوي. د دې مکتب له نظره؛ د ځینو ادبي اثارو د نفوذ او اوږد عمر اصلي دلیل دا دی،  چې دوی ورته مثالي بڼې په مناسب ادبي جوړښت کې وړاندې کړې دي. یا د ځینو وسیلو له لارې دوی د مخاطبینو په ذهنونو او روحونو کې خپل خاطرات ژوندي کوي.

د یونګ په باور؛ یو لوی هنرمند هغه دی چې تلپاتې لید ولري. دا د مثالي انځورونو نمونو ته ځانګړی حساسیت دی، چې د خپلو هنري بڼو له لارې د داخلي نړۍ څخه بهرنۍ نړۍ ته تجربې انتقال کړي.

همدارنګه هغه وړاندیز کوي، چې هنرمند دې د اسطورو څخه کار واخلي ترڅو د هغو په مرسته وکړای شي چې خپله تجربه په مناسب شکل او کلمو کې واچوي او نورو ته یې انتقال کړي.

هدف دادی، هنرمند د دې لپاره نه دی ، چې خپل مطلب له دویم لاس سرچینو څخه غوره کړي. یعنې ابدي تجربه د هنرمند د خلاقیت او اختراع سرچینه ده.” یوه داسې سرچینه چې هېڅ پای یې تصور نشي کېدلی. له همدې امله، یو څوک باید د اسطورې له انځورونو څخه کار واخلي، تر څو هغو ته یو دایمي بڼه ورکړي.

له دې نظره، په افسانوي او تخیلي آثارو کې کرکټرونه نور د “طبیعت ساده استازیتوبونه” نه، بلکې د څو اسطوره یي ثابتونمونو مجسم کوونکي دي. هره تراژیدي د ژمي موسم په څېر ده او هره کومیډي د پسرلي موسم په څېر ده.

په لنډه توګه، د اسطوره یي سېمبولونو د قاموس سره چې په ادبي اثارو کې وړاندې کېږي او د دې سېمبولونو لپاره بیان شوې معنا او ریښتیني مثالونه او ادبي اثار چې اسطوره یي نښې لري، په حقیقت کې د خوبونو په څېر دي چې سېمبولیک اړخونه لري او د اسطوره یي سېمبولونو د قاموس پر بنسټ – کوم چې د خوبونو د تعبیر د ساینس په اړه د تعلیمي کتابونو په څېر دي – باید تعبیر شي.

اسطوره یي نقد د ادبي پوهې او تفسیر لپاره ډېرې نوې دروازې پرانیستې؛ په داسې ډول چې د مبصرینو یوه ډله په دې باور ده چې د نورو انتقادي طریقو څخه هېڅ یو دومره ژوروالی او پراخوالی نه لري.

 په هرصورت، د انتقاد دا طریقه په لاندې ډول خپل محدودیتونه، نیمګړتیاوې، نواقص او ننګونې هم لري:

۱-د مختلفو دورو په ادبي اثارو کې تکرار شوي مثالي بڼو او ځانګړو پلاټونو کې د اسطوره یي نقد د منتقد ډوبېدل، اکثرا د جمالیاتي اړخونو او د هغه ځانګړي ادبي بڼې/ قالب اړتیاوو ته د هغوی د غفلت لامل کیږي.

۲- د هغو د سېمبولونو د کشف او تفسیر اصول ثابت دي، لکه څنګه چې په لرغونو کتابونو کې د خوبونو د تعبیر اصول شامل دي؛ دا په اسانۍ سره هر هغه چا ته تدریس کېدلی شي چې علاقه ولري. په بل عبارت، اسطوره یي تعبیرونه، د لنډ وخت وروسته، یو بې خونده، تکراري او ستړي کوونکی بڼه اخلي.

۳- د لیکوالانو ټینګار چې خپلو اثارو ته یې اسطوره یي اړخونه ورکړي، یو څه وخت وروسته د دوی اثارو ته یوه کلیشه یي او مصنوعي بڼه ورکوي؛ کوم چې د هغې اعتبار د پام وړ کموي.

 ۴- دا نظریه چې اسطوره د ټولو ادبیاتو بنسټ، لامل او رحم دی، په هره دوره او وخت کې او د هغې بڼه د ډېر غور وړ ده. دا په ساده ډول د منلو وړ نه ده.

 ۵- اسطوره یي نقد؛ د آثارو د ارزښت په اړه له قضاوت کولو څخه ډډه کوي.

ظاهري/فورمي نقد (فورمولېسټي)

په عام ډول؛ ظاهري نقد هغه دی چې د یو اثر د څېړلو پر مهال، بڼې (جوړښت: بڼه) ته اصالت ورکوي او خپل اصلي پام پرې متمرکز کوي.

په ادبي اثارو کې جوړښت او بڼې ته پاملرنه له لرغونو وختونو راهیسې عامه وه.

کله چې ارسطو په خپل “شاعرۍ” کې د تراژیدي شپږو اصلي عناصرو او په آثارو کې د هر یو رول، د دوی د یو بل سره د یوځای کېدو څرنګوالي او نورو موضوعاتو په اړه بحث کوي، هغه د کار بڼه یا جوړښت معاینه کوي او نیوکه کوي.

له هغه لږ وروسته، هوراس، په خپل د شعر هنر کې هم ورته کټګورۍ وړاندې کوي او د هغوی په اړه خبرې کوي. په نورو تاریخي دورو کې، د ادبي اثارو د محتوا او موضوعاتو په اړه د بحث سربېره، د هغو عناصرو په اړه هم بحث شوی چې بڼه جوړوي او څنګه دوی یو له بل سره یوځای کیږي – تر ډیره حده یا لږ حده؛ خو دا یوازې د اتلسمې پېړۍ له وروستیو او د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې وه.

هغو کسانو چې رومانتیزم سره علاقه درلوده، په تدریجي ډول د هنري اثارو د جوړښت په معاینه کې د رسمي انتقاد ځینو عصري معیارونو ته پاملرنه پیل کړه.

په دې توګه، دې ډلې د ادبي کار د مختلفو برخو او د هغې د ودې او پراختیا ترمنځ د عضوي اړیکو اړتیا ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ – د ژوندیو موجوداتو په څېر شاید د رومانتیزم د طبیعت سره د مینې له امله، دا خلک ډېری وخت د خپلې مطالعې په دې اړخ کې د هنر کارونه د طبیعي مخلوقاتو لکه؛ ګلانو، بوټو او ونو سره پرتله کوي.

د دوی په نظر، د شعر اجزا، په داسې حال کې چې یو له بل سره نږدې متقابل اړیکه لري، یو بل ملاتړ او پیاوړی کوي او ټول، په خپله طریقه، د شعر د متریک ترتیب د هدف او حیرانونکي اغېزو په همغږي کولو او تقویه کولو کې برخه اخلي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...