Homeخبرونهپاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیلوي

پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیلوي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۸مه】پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي.

سرچینو ویلي چې، په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بې ځایه‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

سرچینه د رسمي اسنادو پر بنسټ زیاتوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي.

د مالوماتو له مخې دمګړۍ، شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې د اې‌ سي‌ سي په نوم د استوګنې په لنډمهاله کارټونو ژوند کوي.

څو ورځې وړاندې پاکستان په یوه تازه خبرداري کې ویلي، چې په دغه هېواد کې مېشت هغه افغانان چې د امریکا له‌خوا د بیا مېشتېدو لپاره نه دي منل شوي ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به واېستل شي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوه مرکه کې ویلي وو چې، پاکستان له امریکا سره د دې موضوع په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو هغه کډوال چې د بیا مېشتېدو غوښتنې یې رد شوې وي، له اېستلو سره به مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...