تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۰ مه) د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریستي نوم، ویلي چې چارواکي باور لري هغه سړی چې د واشنګټن ډيسي په برید کې یې د امریکا د ملي ګارډ یو غړی وژلی او بل سخت ټپي کړی، په امریکا کې د اوسېدو پر مهال سخت افراطي شوی دی.
کریستي نوم د این بي سي تلویزیون په «Meet the Press» پروګرام کې د برید د انګېزې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پلټونکي لا هم د هغه د اړیکو او نژدې کسانو سره خبرې کوي او معلومات ټولوي.
هغې زیاته کړه: «موږ باور لرو چې هغه په همدې هېواد کې افراطي شوی دی. موږ فکر کوو چې دا پروسه د هغه د کورني ایالت او ټولنې له ځینو اړیکو سره تړاو لري. موږ به د هغه د کورنۍ د غړیو په شمول له هغو کسانو سره خبرو ته دوام ورکړو چې ورسره یې راشه درشه درلوده. ځینې همکاري مو تر دې دمه ترلاسه کړې ده.»
فدرالي چارواکي وايي چې ۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال امریکا ته تر لېږدېدو مخکې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو او سي آی اې سره کار کاوه. نوموړی د چهارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نژدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو تر ډېزو وروسته ونیول شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ولسمشر مرستیال ډي جې ونس، او د ادارې نورو چارواکو د بايډن حکومت ملامت کړ چې لکڼوال یې امریکا ته پرېښی و. دوی دغه برید د کډوالۍ پر ضد د لا سختو اقداماتو لپاره دلیل وګرځاوه، په ځانګړي ډول د افغانانو پر ضد او سمدستي یې امریکا ته د نورو افغانانو پر تګ بندیز ولګاوه.
د پلټنو ساحه د واشنګټن ایالت (د امریکا شمال لویدیځ) ته غځېدلې، چېرې چې لکڼوال له خپلې کورنۍ سره اوسېده، او همدارنګه د کلیفورنیا ایالت ته. د قانون د پلي کولو ادارې وايي چې هغه د برید د ترسره کولو لپاره له لوېدیځ ساحل څخه تر واشنګټن ډيسي پورې موټر چلولی دی.
چارواکي دا برید د ترهګرۍ قضیه بولي، خو تر اوسه یې انګېزه نه ده څرګنده کړې. نوم هم د شکمن د افراطي کېدو څرنګوالي په اړه نور جزئیات ور نه کړل.
دا په داسي حال کې ده چې ځینې نور خپاره شوي راپورونه وايي چې لکڼوال له شدیدې ذهني پریشانۍ سره مخامخ و، د خپلې کورنۍ له غړیو په جلا او تیاره خونه کې اوسیده او د ژوند له ستونزو یې شکایتونه لرل.
د واشنګټن ډي سي د ولسي دعوو فدرالي څارنوالې، جینین پیرو، ویلي چې شکمن به د لومړۍ درجې قتل په ګډون له ګڼو درنو تورونو سره مخامخ شي. د امریکا لویې څارنوالې، پام باندي، ویلي چې حکومت به لکڼوال ته د مرګ سزا غوښتنه وکړي.
د ولسمشر ټرمپ په شمول د امریکا اوسني چارواکي هڅه کوي چې د لکڼوال له قضیې څخه د خپل سیال دیموکرات ګوند پر ضد سیاسي ګټه واخلي او ټوله ملامتي د بایډن پر حکومت واچوي چې زرګونه افغانان یې بې له دې چې د هغو په اړه پوره پلټنه وکړي، امریکا ته راسوتي دي.
Noem: The responsibility lies with the Biden Admin
Karl: Are you saying you did no vetting before granting him asylum? pic.twitter.com/a2oyFA4AZ8
— Acyn (@Acyn) November 30, 2025