سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+شاعري او مطالعه | طارق وزیر

شاعري او مطالعه | طارق وزیر

یو ځای مې اوریدلي ؤ چې بې فلسفې څوک شاعر کیدی نۀ شي؛ شاعر هم باید یو نظر او فکر ولري، چې دا په مطالعه او تجربه ترلاسه کیږي.

یوه خبره خورا مشهوره ده چې څوک نظریه ولري نو شعر یې شعر نۀ دی او دې خبرې زموږ شاعرانو ته ښه بهانه ورکړي، چې که نظریه او فکر راوړم نو بیا شعر نۀ پاتې کیږي.

خو ګمان کوم په دې خبره سم پوه شوي نۀ یو، هدف دادی چې هر څۀ چې شعر ته راوړو نو باید شاعرانه شي او وچ فکر نۀ وي؛ نور موږ کولی شو چې له شعر نظریې راوباسو.

نور باید دا خالونه، زلفې، ماران… پرېږدو او هڅه وکړو چې ادبیات مو د نورو ژبو سره د سیالۍ جوګه شي.

زۀ نۀ وایم چې د ښایست او جانان ستاینې مه کوئ، بلکې هدف مې دا دی چې نوښت وکړئ؛ که نن څوک څیړنه وکړي نو تۀ وا څو زره ځله به همدا څو خبرې نرۍ ملا، تورې سترګې، تورې زلفې، سرې شونډې، د زړۀ درد، ژړا، لیونتوب… تکرار شوی وي، اصلاً بیا، بیا تکرار ته یې ضرورت څۀ دی؟

شاعر دې خپل شعر تر هغې له ځان سره کېږدي، چې تر څو یې په شعریت او پوخوالي باوري شوی نۀ وي، ولې یې نشر ته بیړه ده؟

هغه ډاکټر چې تخصص نۀ لري، د معاینې خانې د خلاصولو اجازه نۀ لري، انجینر اړ دی چې مسلکي زده کړې وکړي، اقتصاد پوه باید لیسانس او ماسټري ولري؛ نو ولې شاعره! تۀ نۀ مطالعه کوې، نۀ خپلو تجربو ته متوجه یې، نۀ نوښت کولی شې، نۀ دې د ژبې لوی شاعران او کره کتوونکي مطالعه کړي؛  نو ولې شعر لیکې یا یې ولې نشر ته بیړه کوې؟

تاسې به د تکړه ځوان نبیل خان څیړنه (د غني خان د خدای تصور) لوستی وي، چې څنګه د غني له شعره د غني د خدای په اړه نظریه راوباسي.

د همدې ځوان بله څیړنه کې د خالق زیار په شعر کې د مارکېستي فلسفې طرف تمایل په نښه شوی چې (جګه شمله او مارکسېستي) فلسفه نومیږي.

استاد اجمل پسرلي د خوشال بابا له غزله د ښکلا په اړه نظریات راوباسلي او بیا د معاصرو نړیوالو نظریه سره پرتله کړي دي، (ښکلا د خوشال په غزل کې) کې لوستلی شئ.

د ړوند تقلید په اړه د استاد پسرلي پریمانه شعرونه شته، چې هم د هنریت اوج دی او هم یوه نظریه لري چې هېڅکله باید په پټو سترګو چا پسې ولاړ نۀ شو او په دغو شعرونو د څیړنې په پایله کې موږ کولی شو، د تقلید په اړه د استاد پسرلي نظریه وښیوو.

   لمر بویه چې لوړې او ژورې راته وښیي

   ړوند خو نۀ یم یاره چې رهبره به امسا منم

   ***

   پټه خولۀ چې ځې د بل په لاره تۀ به پاتې یې

   ستن به ځان ایستلی وي خو تاره تۀ به پاتې یې

   ***

   نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي

   ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ

   ***

   مه کوه پسرلیه! له تقلیده د عروج تمه

   وګوره سایې ته، که د غرونو هم وي پسته ځي

   ****

   پل د رهنما په پلۀ که ږدې نو هم دیده یې ږده

   پټې سترګې،پټې خولې په نورو پسې سیوري ځي

ځینې وخت شاعران مستقیماً خپل فکر بیانوي او د هنر په جامو کې یې نغاړي، خو ځینې د پوښتنو له هنر کار اخلي، چې د لوستونکي فکر ننګوي او یا په یوې مسئلې بیا ځلې فکر کولو ته اړ باسي، چې دا ډول

پوښتنې مطرح کول او شعریت ورکول یوه بله لاره ده او د برخمن کیدو لپاره ژور فکر، تجربو ته توجه او مطالعه مهمه ده.

   ښه بې حسابه حیران کړی یمه دې خبرې

   ګني زۀ ملنګ به چاته حساب هم ورکوم؟

   ممتاز

   ***

   ما خو ډیوه هم نۀ لرله نو بیا ولې اخر؟

   چې چرته تلم راسره سمه هوا هم ګرځیده

   ممتاز

   ***

   خدایه عقل چې ؤ زړۀ دې ولې راکړو؟

   په یو ملک کې دوه خودسره باچاهان

   ولې غم لکه اسمان په جهان خور دی؟

   خدایه ولې خوشالي دې کړه نایابه؟

   ولې جوړ دې کړۀ اغزي د ګل په خوا کې؟

   ولې زړۀ مې پاک خو جسم مې ناولی؟

   غني

له شعر ښکلا او خوند نۀ شو نفي کولی، ځکه په نشتون

خو یې شعر پاتې نۀشو او بیا د انسان جمالیاتي غرایز اشباع کولی نۀ شي، خو د کاروان صیب خبره چې پیغام دې پکې پټ او حل شي.

د استاد پسرلي یو بیت مې ولوست (دقیق راته یاد نۀ دی) مفهوم یې داسې ؤ چې ډېر مشکلات خپله نوي حل لارې راوړي او د دغه ادعا د اثبات لپاره یې دلیل دا راوړی ؤ، چې کله واوره یخ شي نو تګ سخت شي، نو دا مشکل واورې جوړ کړ؛ خو که بېرته پر یخ نوره واوره وشي نو تګ اسانیږي.

دلته فکر څومره ښۀ بیان شوی او کله چې لوستونکی د ادعا او دلیل اړیکه پیدا کړي نو هم خوند اخلي او هم پیغام هضموي.

زما ټینګار په نوښت او د خپلو تجربو په بیان دی، هغه شعرونه چې فکر او نظریه ونۀ لري خو ښۀ تصویرونه، تشبیهات… ولري یا رومانټیک شعرونه به ووایو، چې دا هم عالي شعرونه بللی شو او فقط چې خوند وکړي دا هر څۀ دي، ځکه د انسان د ټولو خواریو هدف خوند اخیستل دي.

خو دلته هم باید دوه خبرې په نظر کې ونیسو، چې ټوله شاعري فقط رومانټیکه نۀ کړو او بل څۀ چې وایو باید لوستونکي ته دا احساس ورنۀ کړي، چې دا مې پخوا هم څو څو ځله اوریدلی.

اوس څو بیتونه راوړم چې فکر او نظریه نۀ لري خو نوښت لري او د شعر خواږۀ پکې شته نو د خوند حس مو تعذیه کولی شي.

   په لیمو خو مو ډېر څۀ سره بیان کړل

   څۀ خبرې اوس په خوله غواړم چې وشي

   دروېش

   ***

   د جهان په مخ به نۀ وي هسې تا غوندې دلبره

   پري رویه، عنبر مویه،سنبل مویه ،سمن بره

   خوشال

   ***

   د سیند د سپینو شګو نه مې جوړ کړو یو محل

   د ټول خرګي جهان ورته حیران،حیران کتل

   غني

   ***

   ډېره موده پس مې د زړۀ کلي ته راغلي دي

   نن به دې هوښیار،هوښیار خیالونه لیونی کمه

   سایل

   ***

   زۀ چې راتېرېږمه نو پړک دې په هندارې که

   خیر دی کله کله لیونۍ لیونۍ چارې که

   درمان

   ***

   تۀ چې په خوب کې راځې تۀ چې په خیال کې راځې

   سپینې شاهینې وایه کله په جال کې راځې

   کاروان

پورته اووۀ بیتونه یو څو خوږې خبرې او تصویرونه دي، کومه علمي او فلسفي نظریه نۀ لري، خو شاعرانو نوښت کړی او د لوستونکي د خوند حس یې تعذیه کړی او ددې ترڅنګ همدغه شاعرانو افکار او نظریات هم وړاندې کړي او مسایلو ته یې د یو مفکر په حیث نظر کړی دی، یعنې تعادل یې ښۀ ساتلی دی.

د درمل صیب په دې بیت به یې پای ته ورسوو.

   سخت د بد ذوقو، بې هنرو شور و شر کې ګېر شو

   فنکاره خدایه! کاشکې ته آبرو د فن وساتې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب