پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپه ۳ میاشتو کې د تنفسي ناروغیو له امله د ۱۱۰۰ افغانانو...

په ۳ میاشتو کې د تنفسي ناروغیو له امله د ۱۱۰۰ افغانانو مړینه

تاند (۵ شنبه، د حمل ۱۶ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تنفسي ناروغیو له امله د ۱۱۰۰ افغانانو د مړینې د ثبت خبر ورکړی.

د دغه وزارت ویاند زمان امر ویلي، چې د دې پېښو د ثبت ارقام په دې مانا نه دي، چې ګواکې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.

د ده په وینا، دوی د یادو ناروغیو په اړه خپل فعالیت پراخ کړی او زیات مرکزونه یې جوړ کړي، چې ښایي له دې امله د مړینو د ثبت شمېر ورسره زیات شوی وي.

د ماشومان د روغتیا د اندرا ګاني روغتون د داخلې څانګې مسوول محمد عارف حسن‌زی بیا وايي:«موږ په یوه بستر دوه تر درې ناروغان لرل.»

روغتیایي چارواکو د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي د لاملونو او ممکنه حل لارو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د افغانستان له روغتیایي سیستم سره هم د نړیوالو مرستندویانو په مرستو کې د پام وړ کمښت راغلی، چې د روغتیا پوهانو په باور روغتیایي خدمتونه یې ډېر بې اغېزې او محدودو کړي دي.

سربېره پر دې د خلکو ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت او په خپلو امکاناتو درملنې ته نه لاسرسی هم یوه جدي ننګونه ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب