Homeخبرونهکابلوف: د داعش خراسان څانګه امریکا او برېتانیان جوړه کړې

کابلوف: د داعش خراسان څانګه امریکا او برېتانیان جوړه کړې

تاند (۵ شنبه، د حمل ۱۶ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه امریکا او برېتانیا، په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پر مهال رامنځته کړې ده.

کابلوف په یوه تازه مرکه کې دا هم ویلي، چې داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي حضور نه و ننګولی، خو د طالبانو واکمن رژیم یې ننګولی.

د ده په وینا، طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنیدو مخکې هم د داعش ډلې خلاف مبارزه کړې او هغه مهال امریکایان د داعش ډلې په خطر منکر وو او ټینګار یې کاوه، چې په دغه هېواد کې اصلي ګواښ داعش ډله نه؛ بلکې القاعده ده.

روسي استازي دا هم ویلي، چې د افغانستان په شمال کې اوس داعش وسله وال فعال دي.

د ده په خبره، په دغو وسله والو کې د ازبکستان، تاجکستان او د منځنۍ اسیا د یو شمېر نورو هېوادونو وسله وال فعال دي، چې هم د خپلو هېوادونو، هم ایران او هم روسیې خلاف ګواښیږي.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم، امریکایي او برېتانوي چارواکو د کابلوف ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تر هغه مخکې یو شمېر ایراني چارواکو او د سیمې نورو ځینو هېوادونو هم ورته څرګندونې لرلې.

طالب چارواکو بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د پراخ او جدي موجودیت ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې هم ایران او هم روسیه د یو شمېر خونړیو بریدونو شاهد وو، د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...