جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهخوارځواکي د ۴۵ سلنه افغان ماشومانو ژوند ګواښي

خوارځواکي د ۴۵ سلنه افغان ماشومانو ژوند ګواښي

تاند (۵ شنبه، د حمل ۱۶ مه) د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې خوارځواکي د ۴۵ سلنه افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

د راپور له مخې، تر ۲ میلیونو زیات افغان ماشومان دا اوس په خوارځواکۍ اخته دي.

ویل شوي، چې یوازې ۲۴ سلنه افغان شپږ میاشتني ماشومان تر دوه کلنۍ پورې لازم خواړه ترلاسه کولی شي.

بي بي سي فارسي تلویزون په دې اړه په یوه راپور کې یو شمېر کورنیو سره خبرې کړي، چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي.

دغو کورنیو ویلي، چې نه یې د ماشومانو میندې خپله لازم خواړه خوړی شي، چې ماشومانو ته د اړتیا وړ شیدې ورکړي او نه ماشومانو ته اړین خواړه برابرولی شي.

دوی دغه راز، د خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو د روغتیایي امکاناتو له کمښت هم شکایت کړی.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې یې وخت پر وخت په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین د شدت راپورونه رد کړي.

نړیوال سازمانونه وایي، چې خوارځواکي یوازې ماشومانو پورې محدوده ستونزه نه ده؛ بلکې د افغان میندو او نورو وګړو ژوند هم تهدیدوي.

په ورته وخت کې اندېښنې دا دي، چې افغانستان ته د غوښتل شویو بشري مرستو د تامینولو لپاره د مرستندویانو لېوالتیا ډېره کمه ده .

2 COMMENTS

  1. د ټرلیب جنایتکاره ډلې ډیرې مشران او جګپوړي ترهګر د حقاني او عمري تخلصونه خپل کړي او د هغه ترڅنګ د ملا او عالم په تصنعي القابو د ملت سترګو ته خاوري شیندئ. د عمر رضی عنها د نوم بلا دی دغو جوهالو ، تکفیري خوارجو ته ور واوړي. د امیر المؤمنین عمر ابن الخطاب رضی عنها ، د عدل او انصاف خلافت وو، چې له رسول ص څخه وروسته یې بشریت د مثال په وړاندي کولو کې پاتې راغلي. ټرلیب او د هغوې جنایتکاره ګوډاګیانو ته خپل اعمال معلوم دئ، نو د دغه مبارک امیر المؤمنین نوم په ډیره سپین سترګي استعمالوي او حیا هم نه ورته دریږي. چیرته یوه جنګي جاهله ډله او چیرته هغه هستې او سټه چې د اسلام تاریخ یې په ایمان، میړانه او د صاحب وحي رالیږل شوي نبي ص سره د میړاني او ملاتړ او دفاع په بزمونو او رمزونو ویاړئ. خیر حقانیان خو په قوم مثلیان (مصلیان) یا خلیفه ګان دئ.

  2. که په اسلام کی امیر د قوم ،خادم د قوم وی زموږ امیر پدی برخه کی کوم احساس د مسؤلیت کړی ؟
    څنګه چي لیدل کیږی طالب حکام اوس ورځ تر بلی د ودونو د مسابقی تر څنګ ګیډی نه بلکی جوالونه ګرځوی ، لباس یی نوی اود موډ مسابقی هم لری، په غوشو ماړه او تر جمهوریت یی اړولی .
    وسایل سواری متکبرانه ، شاهانه خوراکونه،په لباس او پوشاک کی طفلانه او حتی احمقانه مسابقی ‌، په لوکسو کورونو کی نسوار بادول او نور اخلاقی انحرافات او تندی ،او دی ذوق او سلیقی ته د اسلام نوم ورکول او افراطی ویل نه بلکی ددی خوار ځواکه اکثریت په وړاندی احمقانه او ډیر فرومایه موقف دی ؛ دا ټول خیټه او …. انسانیت ته څه کولی شی ، خوار ځواکی د غیر عادلانه ویش سره مستقیم تړاو لری
    په اسلام او انسانیت کی حکومتونه د خدماتو لپاره ترتیب او سنجش لری هیڅکله هم یو عالم مسلمان مباح ته پر فرایضو ترجیح نه ورکوی یا د اهم او مهم تمیز وی خو زموږ دا خیټور چی تل یی له نورو په ټیټ لاس خوړلی ،بل ته د ورکولو او خدمت عادت نلری فقط راکړه او بس.
    دا نه دین دی او نه آدمیت ؛بلکی د پردی پټی شفتلی بادول دی.
    د ژوند علوم حذفول ،حیاتی ارزښتونه نه پیژندل او د لیوه ویش دا خوارځواکی په ټول ژوند کی تعمیموی نو چي پدی مبارکه روژه کی زما خوار ځواکی ماشوم او مور ته څه ونه رسیدل د حافظ خبره [بر او نه مرده به فتوای من نماز کنید]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب