سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+ګيدړه |دولت وزیري

ګيدړه |دولت وزیري

مکارې ګيدړې د خوړو او خوندونو د موندلو لپاره هر پلو منډې ترړې پیل کړي. پر دې مهال د چرګانو په یوه ګوډله ور پیښه شوله. فکر يې وکړ چې په څه چم به یو چرګ د خپلې شومې موخې خوراک کړي. د ګوډلې خاوند هم دلته نیږدې په کوم کار بوخت و. کیدړې د ګوډلې د خاوند له ویرې نه شو کولای چې خپل موخه چې د یوه چرګ ماتول و تر لاسه کړي. نو په پلمو او مکاریو سر شوه. چرګانو ته یې وویل: د خدای کم بختو وږي په دې ګوډله کې ایثار یاست. زړه مې در ته بد شو. هلته د باندې ښې ښې غلې دانې پرتي دي. راځئ زه به يې د زړه خوږۍ له مخې درته وښیم. زما په کې کومه بده موخه نشته. یواځې تاسو ته مې خدمت هدف دی او بس.

ګيدړه چې په چمونو، مکاریو، غولولو او چلونو کې ډیره نامې ده. نورې يې هم له ډول ډول مکاریو څخه کار واخیست. چرګان له ګوډلې را بهر شول او د غلو دانو لپاره له کیدړې سره رهي شول.

کله چې کیدړه او چرګان د ګوډلې د خاوند څخه لرې شول. کیدړې بیا په پلمو پیل وکړ. یوه غونډ منډ چرګ ته يې کړه. زه له تا یوه پوښتنه لرم. ته ملا يې که پلار او نیکه دې ملا و، چې ټوله ورځ په اذانونو بوخت يې. چرګ ځواب ورکړ. نه زه ملا یم، نه مې پلار او نیکه ملایان تیر شوي دي. دا چې ته ورته اذان وايې دا زما عادي خبرې دي.

کیدړې ورته وویل: ښه سمه ده خو دا راته ووایه ستا پلار پاچا و او که نیکه دې پاچا و چې د پاچاهي تاج دې پر سر کړی دی. چرګ ورته وویل: نه زه، نه مې پلار او نه مې نیکه پاچایان یو. دا د خدای ج له پلوه زما د وجود جوړښت دی او بس.

ښه نو چې داسې ده اوس دا را ته ووایه چې د دې جرګې سره چې پردۍ نامحرمه ده ولی ازادانه ګرځي، تا سره يې کوم مولا نکاح تړلې ده؟

په دې اساس ستا سر د وهلو دی. په یوه ټوپ يې چرګ د خپل شوم هدف خوراک کړ.
اوس هم زړه ګيدړه کله د دموکراسۍ، کله د بشر حقوقو او کله هم د داعش په نامه پلمې جوړوي، تر څو خپلې شومې موخې چې د هیوادونو ځپل او ويجاړول دي تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب