سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د مشروطه غوښتونکو غورځنګ

د مشروطه غوښتونکو غورځنګ

افغانستان یوه پېړۍ کې

۵ څپرکی

استادشهسوار سنګروال

د امیر حبیب الله خان یوشمېر کورنۍاوباندینۍستونزې درلودې ،لارډ کرزن دهند هغه ویسراې و چې ډېره موده په دې دندې پاتې سو ،هغه دفارډورډ دپالیسي له لیونتوب سره جوړ نه و، نه یې غوښتل چې په هرجنګ کې دې انګریزان ښکېل وي دا دنده یې سیمه ییزو ځواکونوته سپارلې وه.

دکرښې کمشنرروز کیپل په ۱۹۱۶کال ووېل ،دبوچر اوبولډ تګلاره نوره زړه سوې ده ،هرڅه باید دجګړې له لارې حل نه شي. هغه وخت باید دډیورنډ دکرښ نه وروسته بایدټوله سیمه نیول سوې وی ، سره ددې چې نړیوال فکر کوي چې اوړي کې به دوۍ په امیر برید وکړي.

انګریزانو له دې ویره درلوده چې جرمن په کابل کې سفارت پرانيزي اوهم دهند  دموقت حکومت اعلان دایوبل ګواښ وواودرېیمه اندېښنه یې له نصر الله خانه درلوده.

انګریزانو کوښښ کاوه چې دوۍ سره بېل کړي ،خوډاکتر تورن بېرډ وایي کله چې ما دامیرپه عملیاتو پیل وکړ نصر الله خان ډېر خپه و، برعکس ما فکر کاوو چې دی به خوشحاله سي، ولې ژړل یې.

که څه هم دحبیب اله خان دوزلویوبل داستان چې یوسند په برټش کتابتون کې خوندي دی دبریتانیایوه جاسوس چې مصطفی صغیر نومېده ، دانګریزانودباندینېیوچارو دوزیر په خدمت کې و، چې دترکې ولسمشرمصطفی کمال له مینځه یوسي ، خو ونیول شو اودتحقیق په نتیجه کې ده اعتراف وکړچې ماته دنده راکړ شوې وه چې په افغانستان ، پارس،هند اوترکیه کې یوشمېروژنوته لاره اواره کړم.

تاریخپوه غباردده نوم دامیر حبیب الله خان دقاتل په توګه یاد کړی دی ،خو پرته له سپینا وينه یې بیادامیر قاتل شجاع الدوله یاد کړی دی.

قاتل که هرڅوک وو،که په دې توطیه کې دانګلیس لاس هم و،خو دامیر دوژلوتوطیه دافغان په لاس عملي شوه ،ښایي چې دهند دانتقالي حکومت تاسیس انګرېزانو ته دځغم وړ نه وو.

انګریزانو ته داهم ګرانه وه چې دنړیوالې جګړې په موخه دافغاني ځواکونو پروړاندې پوځونه واستوي … امیر هم په دې پوهېده چې انګریزان دده پروړاندې دتوطېې په لټه کې دي.

  دامیرد واکمنۍ یوه بله مهمه پېښه داوه چې نوموړي هغه شمېر وګړي بېرته هېوادته را وبلل چې د امیرعبدالرحمن خان د واک او ځواک پرمهال له هېوادنه شړل شوي وو.

د دغو فراریانو او شړل شویو په لړکې یوه کورنۍ هم د طرزي وه.

 «غلام محمد طرزي له خپلې ټولې کورنۍ سره یوځای د امیر عبرالرحمن خان په امر او سپارښتنه له افغانستان نه بېرون کړی شو او په پای کې په عثمانې سورې کې استوګن شول»[1]

ولې د امیرحبیب الله خان د فرمان له مخې کله چې محمودطرزی بېرته هېوادته ستون شو، نو هغه څه چې یې په عثماني ترکیه کې لیدلي ول، خپلې تجربې یې له ځانه سره هېوادته راوړې.

د دوه شهزادګانو خسر طرزي(امان الله خان او عنایت الله خان) د خپل یوه زوم عنایت الله خان پرمټ د سراج الاخبار افغانيه د بیا خپرېدو ویاړ تر لاسه کړ.

د سرج الاخبار خپرونې نه یوازې ښونیز او روزنیز ارزښت درلود بلکې په څنګ کې یې سیاسي ارزښت او پایښت هم د پام وړ و چې چې د مشرطه غوښتونکو د غورځنګ د پراختیا او پرمختیا لپاره یې لاره پرانسته.

انګریزان هم په دې پوهېدلي وو،چې سراج الاخبار (۱۹۱۱)هره دوه اونۍ یووار خپرېده سیکولر اسلامي مطالب اودنړې پېښې ،دملت پالنې،تکنالوجي دودې اوپرمختګ مطالب دطرزي په مدیریت خپرول.

د افغانستان دغه سیاسي غورځنګ په داسې مهال کې مینځته راغی چې په نړۍ او سیمه کې هم د مشروطه غوښتونکو غورځنګ خپلې سیاسي رېښې د ولس په مینځ کې ځغلولې وې.

په بریتانیه کې دپارلمان له خوا د مشروطیت  بنسټ په داسې مهال کېښودل(۱۷مه پېړۍ) شو چې په هندوستان کې د دوی لخوا ختیځه کمپنۍ جوړه شوې وه.

په ۱۷۸۹ز کال د فرانسې انقلاب هم د واکمنو زور واکۍ ته د پای ټکی کېښود.

په ترکیه کې د« د رشید پاشاه او مرحت پاشاه) تر مشرۍ لاندې هم یو شمېر پرمختګونه دیادولو وړ ګڼلی شو.

د ناصرالدین شاه ځای ناستی مظفرالدین شاه هم (که څه هم اقتصادی ستونزې یې لرلې) د مشروطیت (۱۹۰۷زکال) پلان اعلان کړ.

که څه هم میرزاتقي خان یو شمېر اصلاحي پروګرامونه طرح کړي ول.

په ترکیه کې دوم سلطان حمید هم (۱۹۰۸) د مشروطیت فرمان خپور کړ. له دېنه سربېره په مصر، عراق او سوریه کې هم د مشروطه نظام بنسټونه کېښودل شول.

په روسیه کې د ۱۹۰۵ او ۱۹۰۷ کالو انقلابونو په نړۍ کې په تېره په منځنۍ اسیا کې ژور سياسي بدلونونه منځته راوړل.

د هند په نیمه وچه کې د انګرېزانو په وړاندې پرله پسې پاڅونونو په سیمه کې ستر سیاسي بدلونونه په ځانګړې ډول د سیاسي شعور د ودې او پرمختګ لپاره رامنځته کړل.

په افغانستان کې هم دې موخې ته درسېدو لپاره د یوه مشروطه نظام د ټینګښت په هيله دمشروطه غوښتونکو مبارزه په دری برخوکې روانه وه.

لمړی هغه ډله وه چې په دربارکې د ننه یې د مشروطیت نارې وهلې. هغسې خو سردار نصرالله خان (نایب السلطنه) او شهزاده امان الله خان هم د امیر حبیب الله خان له دریځ سره مخالف وو چې له انګرېزانو یې د هېواد خپلواکۍ په کلکه ونه غوښته. نو ځکه خو یوشمېر درباریانو او«غلام بچه ګانو) هم زړه وموند چې د امیر تر ږیرې لاندې خپل سیاسي فعالیتونه پرمځ بوځي.

د همدې(غلام بچه ګانو) سیاسي هلې ځلې وې چې شجاع الدوله د امیر په وژلو تورن ګڼل کيږي.

دویمه هغه ډله وه چې د حبیبیې په ښونځي کې فعاله وه. په دغه ډله کې  ښوونکي، لیکوال، شاعران او پوهان راټول ول.

نه یوازې د کور دننه لیکوال او پوهان بلکې له هېواد نه بهر یو شمېر نور هم د مشروطه غوښتونکو په کتار کې درېدلي ول چې موږ ډاکټرغني د سارې په ډول یادولي شو.

یو شمېر نور چې نه په دربارکې ول اونه د حبیبیې په ښونځي کې، دوی په ازاده بڼه د مشروطیت ملاتړ کاوه ،او له دواړو ډلو سره یې سیاسي اړیکې پاللې.

دغو روڼ اندو او روښان فکرو کسانو د سباسي تشکیلاتو له مخې یو«پټ ملي ګوند» هم رامنځته کړ.

د دغه ګوند «دیوې ډلې مشرتاج محمدخان بلوچ پغمانی او دګوند دیوې ډلګۍ یو غړی جوهر شاه خان غوربندی او دهغه منشي میرسیدقاسم لغمانی» (د حبیبیې ښونځي ښوونکی)، په ګوند کې دهندوستان د مسلمانانو یوه ډلګۍ هم وه چې مشري يې ډاکټر عبدالغني خان پنجابي په غاړه وه او غړي يې مولوي نجف علي خان او محمد چراغ(د غني وروڼه)، مولوي محمدحسین خان پنجابی (ټول په حبیبیه کي ښونکي ول) او امرالدین خان ول…

د ګوند په یوې عمومي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ګوند هر عړی باید یوه تمانچه ولري…د دغه پرېکړه لیک کاغذونه تاج محمد خان پغماني ته وسپارل شول.[2]

د دغه پټ راز په تړاو انګېرنې داسې وې چې د دغو پېښو د رسوا کولو ریښتينی لوبغاړی ډاکتر عبد الغني خان او د ده وروڼه ول.

وروسته پېښو وښوده چې دده ورور نجف علي خان اروپا ته د امیر امان الله خان او دده  مېرمنې «ملکې ثریا» د تللو په تړاو په قبایلو کې په ډاګه دا ډنډوره ګډه کړه چې دافغانستان پاچا او مېرمنه یې ثريا له دین نه او ښتي دي، او په ناوړه کړو وړو بوخت دي.

ښایې د ډاکټر عبد الغني خان (دی په لندن کې د نصرالله خان ژباړن وه) موخه داوه چې له یوې خوا د افغانستان د خپلواکۍ مخه ونیسي اوله بلې خوا دغه غورځنګ چې په افغانستان کې د هند د انتقالي حکومت د غړو جې مشریې مهندراپرتاب، صدراعضم یې مولوي برکت الله او د بهرنیوچارو وزیر مولوي عبیدالله سندي وه، ملاتړکاوه هم له پښو و غورځوي.

ولې افغان تاریخ پوه غبار په خپل کتاب کې کښلي دي چې:

«محمد شریف خان او تاج محمد خان پغمانی چې دواړه وروڼه وه په یوه کورکې اوسېدل ولې دخپل ورور د دریځ سره مخالف وه. ده د حکومت دیوه مامور په توګه د غونډې ټول کاغذونه تر امیر پورې ورسول»…

هفه مهال چې امیر(۱۹۰۹زکال) په جلال اباد کې وو. ددې ګوند دوه غړي استاد محمد عظيم خان او ملا منهاج الدین خان« د شهزاده محمد کبیرخان ښونکي» د ګوند د غړو لست امیرته و ښود او ورته یې وويل چې د دوی موخه د امیر وژل او د مشروطه دولت جوړول دی.[3]

د همدغه لاملونو له کبله امیر دېته ولمسول شو چې د دغه ګوند یو شمېر مخکښ او نامتو غړي چې شمېریې لسګونو ته رسېده یا زنداني کړل اویایې له منځه یو وړل. ولې پوهاند حبیبي هم په لږ توپیر ورته شمېر په ګوته کړی دی. خو میر محمد صدیق فرهنګ د غبار او حبیبي (جنبش مشروطیت) لیکنوته په دغه برخه کې د شک په سترګه ګوري.

«عبدالحی حبیبي جنبش مشرطیت»(د چاپ کال ۱۳۶۴) په کتاب کې ۴۷ تنه یاد کړي دي او له هغې جملې ۴ تنه (محمد ولی خان بدخشي، میر زمان الدین بدخشي، شجاع الدله خان غوربندی او عبد العزیز خان کندهاری) په ناڅاپي توګه خلاص شول او نور زنداني شول.

حبیبي دغه لست له يوې مقالې نه چې د کاروان په جریده کې (دچنګاښ ۱۸-۱۳۵۱ کال) د سید قاسم خان له خولې د پښتونیار په قلم خپور شوی دی په شخصي بڼه تر ګوتو کړی دی.

ذکر شوي میر چې د جنبش فعاله غړی وه ډېره موده یې په زندان کې تېره کړه. دده څرګند ونې د باور وړدي ولې دا هم د پام وړ دی، د مولف په قول، میرصاحب د عمر د زیات والي له بابته د حافظې ستونزې لرلې (جنبش مشروطیت ۶۶مخ) نو ځکه خو ځینو تېروتنو ترې سر واهه.

فرهنګ وړاندې کاږي: دغه څرګندونې د تامل وړ دي چې د مولوي عبدالروف زامن دمولوي عبدالواسع کندهاری او مولوي عبدالرب چې د بندیانو په جمله کې وه. ولې غبار په خپل نوملړکې نه دي یاد کړي.

له دې سربېره ښاغلي حبیبي د مولوي عبدالواسع خان (هماغه کتاب ۲۷مخ) په اړه لیکلي دي چې نوموړي د امیر حبیب الله خان دواک په وروستیوکې د کندهار د ښونځیو«سره رشته دار وو). دا خبره له احتمال نه لرې ده او عقل یې هم نه مني، امیر هغه څوک چې د ده په وژلو تورن وه او بيا يي څرنګه ده ته د ښوونې او روزنې چارې ورسپارې؟.[4]

د دغه مهال کوم نوم لړ چې میر غلام محمد غبار خپور کړی دي په دې ډول دي:

۱ – لعل محمدخان(د امیر غلام بچه) د جان محمدخان زوی

۲- محمدعثتان خان پروانی د محمدسرورخان پرواني زوی

۳- جوهر شا خان غوربندی (غلام بچه) دی هم په جلال اباد کې د امیر پر وړاندې د نورو په څېر اعدام شو.

۴- محمدایوب خان پوپلزی د تاج محمدخان زوی

۵- ملامحمدسرورخان دحبیبیې ښوونکی د مولوي احمدجان الکوزي زوی.

۶- سعدالله خان الکوزی په کابل کې په توپ والوزول شو.

۷- عبالقیوم خان الکوزی په کابل کې په توپ والوزول شو.

د همدې ګوند هغه غړي چې په بند محکوم شول.

۸- غلام محمدخان میمنه ګی (رسام او پروفیسر).

۹- تاج محمدخان پغمانی د علي محمدخان بلوچ زوی.

۱۰- میرزا محمدحسن راقم کابلی.

۱۱- میرزا عبدالرزاق کابلی.

۱۲- میرزمان الدین خان بدخشانی.

۱۳- محمد انور بسمل د محمد صفرخان ناظر زوی چې دغه ناظر دقطغن والي وو.

۱۴- احمد قلي خان قزل باش چنداولی.

۱۵- عدالوهاب خان کرنیل.

۱۶- پادشاه میرخان لوګری (غلام بچه)

۱۷- نطام الدین ارغندیوال (غلام بچه)

۱۸- قاضي عبدالاحد خان سلېمانخېل ارغندیوال

۱۹- میرسید قاسم خان لغمانی (میر صاحب)

۲۰- میرزا غیاث الدین خان د مستانشاه کابلي زوی.

۲۱- حافظ عبدالقیوم خان د حافظ مجذوب زوی.

۲۲- محمد ابراهیم خان (ساعت ساز کابلی)

۲۳- عبدالمجید خان (ساعت ساز کابلی)

۲۴- عبدالرحمن خان د مولوي محمد سرورخان ورور.

۲۵- شېرعلي خان بارکزی.

۲۶- ملامحمداکبراسحق زی.

۲۷- جلال الدین کندهاری.

۲۸- کاکا سید احمدخان لودين.

۲۹- عبد الرحمن خان محمدزی د سردار عبدالوهاب خان زوی.

۳۰- حبیب الله خان د سردار عبدالوهاب خان زوی.

۳۱- محمدرسول خان محمد زی.

۳۲- امرالدین خان.

۳۳- مولوي مظفرالدین خان بلوچی خروټی.

۳۴- ډاکټر عبدالغني خان پنجابی.

۳۵- مولوي نجف علي خان د عبدالغني خان ورور.

۳۶- محمد چراغ د داکتر غني بل ورور.

۳۷- مولوي محمدحسین پنجابی.

هغه کسان چې د امیر لخوا عفوه شول:

۳۸- مولوي غلام محی الدین افغان د حبیبې ښوونکی.

۳۹- سردار حبیب الله طرزی محمد زی.

۴۰- حاجي میرزا محمد اکبرخان یوسفي.

۴۱- حاجي عبد العزیز خان «لنګرزمين»

۴۲- محمد اسلم خان سیغاني.

۴۳- صاحب زاده عبدالله خان مجددي.

دګوند هغه غړي چې دولت  دوی د خدمت په بدل کې ونازول:

۴۴- استاد محمد عظيم خان.

۴۵- ملا منهاج الدین خان د شهزاده محمد کبیرخان ښوونکی.

له یادو کسانو ۷ تنه اعدام او پاتې نور یې زنداني شول چې یو شمېر یې د امیر د مرګ نه د مخه ازاد شول، او نور دده د واک تر مهاله په زندان کې پاتې شول.

امیر حبیب الله ولې ووژل شو؟

امیر حبیب الله خان د جولای په دویمې (۲) نېټې ۱۸۷۲ز کال په سمرقند کې زېږېدلی دی، او دوخت دودیزې زدکړې یې دهغه مهال له استادانو او پوهانونه هم په ښه توګه ترسره کړې.

یو شمېر لیکوال انګېري چې د ده مور د روسي ترکستان د کوم مشر لوروه ولې حقیقت دادی چې دی دهغې وینځې زوی وه چې دامیر عبدالرحمن خان د مېرمنې په چوپړ کې وه.

د امیر هغه مېرمن چې د بدخشان د يوه نامتو  مير جهاندارشاه لور کېده خو اولاد  یې نه کېده، شنډه وه، ولې د هغې له مرګ نه وروسته (که څه هم د امیر عبدالرحمن خان بله مېرمن چې دده د کاکا لور وه حلیمه نومېده) امېر د دې له وینځې سره واده وکړ چې «ګلرېز» نومېده.

سردار نصرالله خان او امیرحبیب الله خان د همدې ګلرېز زامن ول چې امیر د اوه څلوېښت (۴۷) کالو په عمر د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو.(٢٠/۲/۱۹۱۹)

داچې امیر حبیب الله خان ولې ووژل شو ددې لاملونو لنډ جاج اخلو:

۱ – امیر حبیب الله خان ته یو څه ستونزې له خپل پلار نه په میراث پاتې وې چې موږ د ساري په توګه ۱۸۸۰ز کال تړون یادولی شو چې ګڼې د افغانستان د بهرني سیاست واک به د انګرېزانو په ولکه کې وی.امیر به د برتانوي هند یو مسلمان داستازی په توګه مني.

انګرېزان به اوځي د امیر حکومت به په رسمیت پېژني. په پای کې همدغه تړون د هغو درې مکتوبونو پر بنسټ ترتيب شو چې د امیر عبدالرحمن خان او برتانوي هند د بهرنیو چارو سکرتر«ګریفن» تر مینځ تبادله شوی ول.

۲- د ډېورېنډ موافقه لیک (۱۸۹۳ کال) دا یو بل ناورین وه چې حبیب الله خان یې دېته اړکړ چې د خپل پلار  موافقه لیک ور غبرګ کړي.

۳- د ډېورنډ د کرښې د نا څرکندو سیمو په نښه کول یو ځل یبا دامیر په وړاندې غبرګونونه را وپارول.

۴-د انګرېزانو په سپارښتنمه د کرښې پورې غاړې پښتنو مشرانو سره په نه اړیکه ټینګار، د ولس دخوا بدۍ لامل شو.

۵- هغه غبرګونونو ته دپای ټکی اېښودل چې دانګرېزانو په وړاندې چمن ته یې د اورګاډي کرښه کاږله.  د خلکو دناهیلۍ سبب شوه.

۶- کابل کې د برېتانیا د استازي منل، هم په هرات او کندهار کې د انګرېزانو د خبریالانو ملاتړ د امیر پر وړاندې کرکه او وېره هم زیاته کړه.

۷- هغو پېښو ته د پای ټکی اېشودل چې د برتانوي هند او افغانستان په پوله د انګرېزانو په وړاندې پېښېږې. خلکو د امیر دغې پرېکړې ته په ښه سترګه نه کتل.

۸- د برتانوي هند استازي «دېن» کوښښ کاوه چې د امیر حبیب الله خان نه داسې ژمنه تر لاسه کړي چې د اورګاډي کرښه تر کرمې  او خيبر دري پورې و غوځوي. دغو ګونګوسيو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې.

۹- د امیر ورور نصرالله خان او زوی یې امان الله خان هم کوښښ کاوه چې امیر دېته وه هڅوي چي په لمړۍ نړیواله جګړه  کې چي له انګرېزان وه غواړي د افغانستان ازادۍ ته غاړه کېږدي، او هغه سیمې چې د ډېورنډ د موافقه لیک له مخې بېلې شوي دي افغانستان ته بېرته پرېږدي او که نه دعثماني ترکې او جرمني په ملاتړ باید د پښتنو سیمه کې پاڅونو ته لاره پرانیزي.

۱۰- په ډېرې نا هیلۍ اروپايې پلاوى له افغانستان (۱۹۱۶ ز کال) نه بېرون شو خو ترکان د جګړې تر پایه پاتې شول او د برتانیې په وړاندې تبلیغ کاوه.

یو شمېر داسې انګرنې د امیر غوږ ته ورسېدې چې د هند د نیمې وچې او د منځنۍ اسیا مسلمانان به د عثماني ترکیې په ملاتړ او په تاشکند کې د جرمني زندانیانو په وسله وال کېدو عمومي پاڅون پیل شي چې د بریالیتوب په پایله کې به امیر حبیب الله خان ټولواک و ټاکل شي.

ولې امیر له دغو سرچینو سره کومه مرسته ونه کړه.

۱۱- کله چې نړیواله جګړه پایته ورسېده. انګرېزانو د امیر غوښتنو ته کوم مثبت جواب ونه ویل، نو ځکه خو دترکې مسلمانانو، دامير ورور، د امير زوي مشروطه  غوښتونکو او نور ملي شخصیتونو دامير په وړاندې کرکه پیداکړه.

۱۲- امیر حبیب الله خان چې کله له «لارډ چیلسفورد» (د هند وایسرای) نه وه غوښتل چې (د فبرورۍ ۲-۱۹۱۹ ز کال) د پاريس په کنفرانس کې برخه واخلي او د افغانستان د ازادۍ غږ راته پورته کړي، ولې هغه دغه غونډه هغو هېوادونو پورې ځانکړې وبلله چې ګنې په جګړه کې ښکيل ول.

۱۳ – د مشروطه غوښتونکو اعدامول دا یوه بله غمیزه وه جې په ټول هېواد کې د امیر په وړاندې یې غبرګونونه را وپارول. دغو غبرګونونویوه بېلګه دا شوه چې له یوې خوا دامیر په وړاندې «شبنامې » خپرېدلې او هم عبدالرحمن لودين د همدې مشروطه غوښتونکو له وژلو څخه ۹ کاله وروسته په ۱۹۱۸ کال کې د جشن په شپه په امیر حبیب الله خان برید وکړ ولې امیر ونه لګېد او وژغورل شو.

عبدالرحمن لودين چې د سراج الاخبار محرر وه پلار یې سید احمد «کاکا» د مشروطه غوښتونکو په تور په بند کې وه. د تومانچې له ډز نه وروسته د پېښې له ځایه وه تښتېد.

خو په دا سبا د میرزا محمد حسین خان مستوفي له خوا ونیول شو. دی او عبدالهادي خان داوي زنداني شول.

۱۴- د هغې پېښې رسوا کېدل چې د هند د لنډ مهالې ادارې پیغام یوه غړي مولوي عبيدالله لخوا کابل نه مولوي عبدالرحیم خان سندي او بیا دهغه په وسیله شیخ الهند محمود الحسن ته چۍ په عربستان کې وه ولېږه چې د خپلو کړو نچوړ ورپه ګوته کړي، خو د انګرېزانو د لاسپوڅو لخوا (خان بهادر او رب نوازخان) دغه لیک رسوا شو.

د امیر حبیب الله خان او دبرتانوي هند د چارواکو د ګواښ په وړاندې سردار نصرالله خان، سردار عنایت الله خان او سردار امان الله خان غبرګون و ښود. ولې یو شمېر درباریان په سرکې  عبد القدوس په دې هیله ول چې دانګرېزانو سره باید دوستانه اړیکې و پالل شي.

۱۵- امیر حبیب الله خان د خپل واک په لمړیو کلونو کې د خپل پلار په پرتله د پام وړ کارونه تر سره کړل. ولې د خپل واک په وروستیو کې امیر دومره عیاشۍ ته مخه کړه چې یوه (شپه د چهلستونپه ماڼۍ کې چې د امان الله خان مور) ‎«علیا حضرت سرور سلطان» هم وه حبیب الله خان پخپلو ناوړه کاروکې دومره بېباکه شو چې د ملکې علیا حضرت غوسه یې هم را وپاروله» [5]

که څه هم دا د ې ایراني لیکوال (سید مهدي فرخ) د لیکنې غټ ټکي ول چې ده هم د خپل تعصب له مخې یادې څرګندونې غبرګې کړېدي.

ده په خپله لیکنه کې ډېره (غلوه) کړېده، چې ده ته ورته څرګندونې میر محمد صدیق قرهنګ د«هملتن) له قوله هم په خپل کتاب کې لیکلي دي.

« نوموړې ملکه ډېره مغروره او جاه طلبه وه ».

داد « شاه اقاسي خېل» له کورنۍ نه وه لومړى کوښښ وکړ هغه مېرمن له منځه یوسي چې د امیر د پاملرنې وړ وه. هغه دوه وینځې چې د امیر له خوا بلاربې شوې وې هم ووژلې.

او د دوه نورې مسخه کړې».[6]

په دې کې شک نشته چې امیر یو عیاش انسان وه او دې کې هم شک نشته چې د امان الله خان مور دشاغاسی شېردل خان لور او د بارکزیو له ټبره وه. ورور یې خوشدل خان نومېده چې زوی یې والي شاغاسي علي احمد خان وه او د ملکې زوم هم کېده.[7]

امان الله خان او موریې (علیا حضرت سراج الخواتین) چې له دې خبرتیا تر لاسه کړه چې میرزا محمدحسین خان(د استاد خلیلي پلار) د امیر تر غوږرسولې ده، ګنې امان الله او مور یې غواړي چې تاسې په خپلو مامورینو له منځه یوسي.

اوس نو حبیب الله خان پرېکړه کړې چې امان الله خان وه وژني او مور یې طلاقه کړي.[8]

زوی او مور له ډېرې وېرې د نصر الله خان په پښو کې سر کېښود چې امیر ته د دوی شفاعت وکړي.

دې پېښو د خنځیر د کړیو په څېر یو بل ته لاس ورکړ او په پای کې امیر حبیب الله خان د دې پېښو قرباني شو.



[1] :-طرزی محمود، د یوې دورې لنډ تاریخ

[2] :- غبار میرغلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۷۱۷مخ

[3] :- همدغه اثر۷۱۷-۷۱۸مخونه

[4] :- فرهنګ میر محمدصدیق افغانستان در پنج قرن اخر ۴۶۶مخ

[5] :- سید مهدي تاریخ سیاسي افغانستان ۴۳۰مخ

[6] :- فرهنګ میر محمد صدیق افغانستان در پنج قرن اخير انګوس هملتن افغانستان ۱۹۰۶ لندن ۴۰۲مخ

[7] همېلتن ٣٦٢مخ

[8] Hamiltan, Afghaninstan, 1906 London. P:402

له امیرحبیب الله سره، د انګریزانو اړیکې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب