یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د مارتین لوترکینګ ورځ

د مارتین لوترکینګ ورځ

تاند- له نن څخه ۵۶ کاله پخوا د ۱۹۶۸ م کال د اپریل په ۴ مه مارتین لوتر کینګ (Martin Luther King, Jr)  ووژل شو. دا مهال کینګ ۳۹ کلن و.

مارټین لوتر کینګ په ۱۹۵۰-۱۹۶۰ کلونو کې په امریکا کې د تورپوستو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه پیل کړه.

مارټین لوتر کینګ به ویل چې د هغه مبارزه د هند د عدم تشدد د مبارزې له مشر مهاتما ګاندي څخه یې الهام اخیستی دی. مهاتما ګاندي د عدم تشدد مبارزې سرلاری بلل کېږي، چې د انګریزانو په خلاف یې مبارزه کوله.

مارټین لوترکینګ د ښو فعالیتونو له امله په ۱۹۶۴م کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

د ډاکتر لوتر کینګ له وژل کیدو څلور ورځې وروسته د امریکا د استازو جرګې یوه غړي وړاندیز وکړ چې د کال یوه ورځ دې د مارتین لوتر کینګ یاد ته ځانګړې او د درناوي لپاره یې عمومي رخصتي شي.

پنځلس کاله وروسته په ۱۹۸۳ م کال د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس د مارتین لوتر کینګ په یاد یوه ورځ عمومي رخصتي ومنله او د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګن لاسلیک کړه.

د دغه ستر مبارز د ورځې په مناسبت د پوهاند محمد بشیر دودیال لاندینۍ لیکنه بیا خپروو:

مارتین لوتر کینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول

(د کینګ د ورځې د لمانځنې په مناسبت)

په دې ورځو کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د لوترکینګ (Martin Luther King) د ترور د ورځې د یادښت په مناسبت او د ده د ډیر عالی شخصیت او مدنی مبارزې درناوی کیږی. لوترکینګ په نړۍ کې د مدنی حقوقو ستر مبارز پیژندل شوی دی. هغه له تعصب، تشدد او ټولنیزی بې عدالتی سره بریالۍ مبارزه وکړه، په تیره بیا د ۱۹۵۰-۱۹۶۰ کلونو په بهیر کی یې د نړیوالو پام خپل  شعار (زه یو ارمان “خوب” لرم) I Have a Dreamته را  واړاو. د ده دغه انسانی خیال او خوب ټولنیزه سوکالی، عدالت، زغم، تساند او تساهل وو، چې بالاخره یې په مدنی ټولنو کې تحقق وموند.

دا هغه مهال و چې په اسیا کې ګاندهی او پاچا خان (خان عبدالغفارخان) همدا داعیه چلوله، په افریقې کی نسلن ماندیلا هم د تور پوستو په وړاندې د غیر انسانی تعصب او تبعیض په ضد پاڅیدلی و. 

اوس مارتین لوترکینګ په توله امریکا او نړۍ کې د تور پوستو نامتو مبارز  او هغه ټولو ته ګران او خوږ نوم دی چې د نړۍ ادبیاتو کې د اتل په توګه پېژندل شوی دی. هغه څیره چې په ۱۹۶۸م. کال کې یې له ترور څخه ورسته د دده د پلویانو له خوا داعیه نوره هم توده او ځلنده وساتل شوه. مارتین لوترکینګ دی، چې د خپلو خلکو د مدنی او سیاسی حقونو ستر مدافع او په دې برخه کې تر ټولو  بریالی اتل و، د زغم له لارې یې وکولای شول چې ځان خپل مقصد ته ورسوی.

 د غه په نړۍ کی خوږ نوم چی اوس ډیر ځایونه لکه ښوونځي، مدنی بنسټونه، علمی مرکزونه او نور  دده په نوم نومول شوی دی، د دې ښودنه کوی چی د عدم تشدد او زغم چلند یو انسانی، اخلاقی، معقول او د منلو وړ او بریالی کیدونکی چلند دی. نوموړی د یوه متعصب نظام په دننه کی د تعصب او تبعیض او ښکیلاک پرضد له زغم ډک ژوند وکړ. د دوی د سوانحو په لوستلو سره پوهیدای شوی چې زغم نه یواځې دا چې د دوی د بریالیاتوب راز دی، بلکې د دوی د نیک شهرت او محبوبیت لامل هم دی.

په افریقا کې د نلسن ماندیلا خوب ریښتیا شو، په امریکه کې د کینګ ارمان ترسره شو، هند کې د ګاندي جی  درناوی کیږی، او ورځ تر بلې یې ارمانونه تحقق مومي، خو ایا د خان عبدالغفار خان خوب او خیال څنګه شو؟ 

له نیکه مرغه افغانان هم دا ډول یو مشر لري، چې د خپل ملت لپاره  یې ارمان څه چې ارمانونه لرل. د بنو د تیرې اونۍ جلوس یې د ارمانونو یو انځور و. هیله ده افغانان کولای شی چې د اړتیا پر مهال نړۍ ته خپل (کینګ) وروپیژني، هغه خان عبدالغفار خان دی، خو سوال دا دی: «آیا موږ کله د دغه لوی شخصیت په نوم کومه ورځ لرو؟ آیا موږ ترټولو زیات د تشدد قربانیان نه یو؟»

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د پوهاند دودیال بشير صاحب په تایید، دنړۍ ولسونه د خپلو اتلانو او مشرانو په حیات کې او ممات نه وروسته قدر کوي او ورځې ېې په نامه لمانځي .
    زمونږ لرو پښتنو/افغانانو خو بیا هم د خان عبدالغفار خان یا فخر افغان باچا خان د پوهنتون، چوک یا هسپتال نومونه ورکړي دي ،او زما په فکر، د ځوان منظور پشتين په نوښت د پي ټي ایم (پشتون تحفظ موفمڼټ) په پلاټفارم کې د لراو بر پښتنو د حقه حقوقو داعیه د عدم تشډد او سوله ایزو لاریونونو ، پرلتونو او کنفرانسونو له لیارې د بابا تګلارې او جد وجهد دوام سره په کروړونو پښتانه/افغانان خپل اصلي دشمنانو ته متوجه کړي او مزاحمتی مبارزې ته د ۲۱.پیړۍ د انساني ،اسلامي او ملي آیډیالونو په رڼا کې پر مخ بیایی!!!
    تاریخ به د منظور او ملګرو نوم هم لکه د مارتین ل.کینګ په شان په الماسی کرښو ولیکي؛ ان شاء الله.
    خو په بر افغانخوا کې هسې چې لازمه وه نه د فخر افغان په نوم کوم بڼسټ شته او نه ې ورځ ؛ او هم د خان شهید عبدالصمد خان بابا!! ؛
    باچا خان بابا خو دومره کولای وشول چې د مړي دفن ې جلال آباد کې وصیت وکړ او د پښتنو /افغانانو پټ او شکاره دښمنانو ته ې دا سبق ورکړ چې کرغیړنه ډیورنډۍ کرخه مانا نلری ؛ اخوا دیخوا یو افغان دی!
    او همدا راز ، شهید ډ. نجیب الله هم د سوله ایزی لارې اتل شو!!!!!!
    زما جانان جانان وطنه ای افغان وطنه
    ستا د دخمن اورونه ستا پر دشمن پورېشه!!

    • الله ج دی شهیدان د جنت په نعمت ونازوي او ژوندي مبارزین د یریالیتوب په هسکو او ډنګو منارو ودروئ.

  2. د جان اِف کِنِډی مرموزه وژنه هم د مارتین لوترکینګ د مبارزی د مثبتو نتایجو سره مستقیمه اړیکه درلوده.
    په غرب خصوصاً امریکا کی بیا هم د نژادپرستانه اذهانو غوټیانی همداسی غوړیدلی پاتی دی ( د غزې ناورین ئی یوه ښکاره نمونه ده) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب