شنبه, مې 18, 2024
Home+د مارانو باچا او ملنګ | محمود مرهون

د مارانو باچا او ملنګ | محمود مرهون

یو وخت راجه هري هرن د راجه زوی او وزیر په ښکار پسي ځنګله ته ولاړه هلته یې خېمې ودرولې وروسته دوی د ښکار په نیت دباندي راووتل. دوی په ځنګله کي وګرځېدل ډېر ستړي سوه بیرته د خېمې پر خوا را روان سوه هلته یې ډوډی وخوړه بیده سوه ماښام د راجه زوی پر آس سپور سو په ځنګله کی شاوخوا ګرځېدی. راجه خپل زوی ته ویل ماښام دی دا وخت څوک پر اس نه ګرځي زوی يې ویل بابا زه ډېر ليري نه ځم دلته شاوخوا ګرځم. راجه نور څه ونه ویل چپ سو.

 د راجه زوی پر آس سپور پر خېمو شاوخوا راوګرځېدی اخيري وار د خېمو څخه ليري ولاړی بیا  را نه غلی. یو وخت د راجه خپل زوی ته پام سو چي دا پر کمه خوا ولاړی چي نسته ،د خېمې څخه راووتی شاوخوا یې وکتل زوی یې ونه لیدی. راجه پرېشانه سو دستي یې څو عسکر په زوی پسي واستول عسکر په ځنګله ور ګډ سوه هلته وګرځېدل آخر یې د ليري څخه یو شی تر سترګو سو چي ښه ورنژدې سوه د زړونو یې درب سو.

پر مځکه یوې خوا ته د راجه زوی او بلي خوا ته آس مړ پروت وو. درې کسه د اسانو څخه راکښته سوه د راجه زوی ته ورنژدې سوه یوه یې نبض وکتی بل یې یوه پښه او بل یې پر تندي لاسونه ور کښېښول. د راجه زوی مړ وو. دوی په خپلو منځو کي سره وویل د راجه زوی به پر آس وتړو یو به یې سو په دې وخت کي هغه عسکر چي د راجه د زوی نبض یې کتلی وو پورته وغورځېدی هلته ځای پر ځای راچپه سو دوهم عسکر ورمخته سو چي پر ملګري مي څه ټکه ولوېده. دوهم عسکر هم راچپه سو وروسته دریم عسکر هم راواوښتى درې سره مړه سوه.

 دې نورو عسکرو چي وکتل وبېرېدل چي دلته څه بلا ده پر شا سوه دستي یې اسونه وځغلول بیرته پر شا را روان سوه. پر لاري راجه سره د عسکرو په مخه ورغی راجه پوښتنه ځني وکړه:

– څنګه سو زما زوی مو پیدا کړی؟

عسکرو په ډېر خفګان ورته و ویل:

– راجه زموږ درې انډیوالان یوې بلا ووهل مړه یې کړه.

 راجه وویل:

-زما زوی مو پیدا کړی که يا؟

 -ستا زوی هم هغې بلا وهلى وو.

د راجه تر خوله یوه لو چغه ووتله عسکرو ته یې و ویل:

– دا څه وایاست.

راجه بې سده سو او د آس څخه را و لويدى.

 عسکرو ژر راپورته کړی را یې وړی خېمو ته هلته یې پر مخ اوبه ور واچولې پښې یې ور موږلې ډېر کوښښ یې وکړی چي راجه پر سد راسي مګر راجه هیڅ په سد کي نه راغی دوی ټوله سره کښېنستل چي اوس څه په وکو؟ په دې وخت کي یوه عسکر وزیر ته ول دلته نژدې په ښار کي ډېر پوهان طبیبان سته یو طبیب به راولو. وزیر هم دا خبره خوښه کړه عسکر ته یې ول ورسه یو پوه طبیب راوله. عسکر ښار ته ولاړی هلته یې د څو کورو دروازې ور وټکولې د خلکو څخه یې د طبیب پوښتنه وکړه. یو چا د یوه طبیب کور وروښوی عسکر د طبیب د کور دروازه وروټکوله طبیب راووتی ده ورته ول د تګ تیاری ونیسه یو مریض دی د هغه د علاج دپاره دي بیایم.

 طبیب نور بحث ونه کړی کور ته ولاړی هغه سندوخچه یې راواخیستله چي دواوي او ملهمونه پکښي پراته وه. طبیب د عسکر تر شا پر آ س سپور سو را روان سوه هلته د طبیب په کور کي ژړا سوه چي عسکر طبیب چیري بیايي پر کور یې خلک راټول سوه پوښتنه یې کوله مګر هیچا ته حقیقت معلوم نه وو.

 پر لاري عسکر طبیب ته ټوله کیسه وکړه وروسته دواړه راجه ته ورسېدل طبیب چي څنګه راجه ولیدی دستي یې د سندخچي څخه یوه دوا راوایستله د راجه سږمو ته یې ونیوله. دوا دستي اثر وکی راجه پر هوښ راغی وزیر او عسکر ډېر خوشاله سوه راجه د وزیر څخه پوښتنه وکړه :

 – زما زوی څنګه سو را مو وستئ؟

 طبیب راجه ته و ویل:

 – تاسي اول دوا وخورئ.

 یوه دوا یې راجه ته ورکړه هغه وخوړه دا دوا د طاقت وه د راجه په بدن کي یو څه طاقت پیدا سو د وزیر څخه یې بیا پوښتنه وکړه چي زما زوی مو راوستئ؟ طبیب د وزیر څخه پوښتنه وکړه د راجه په زوی څه سوي دي چي دی یې دونه زیاته پوښتنه کوي؟ وزیر طبیب ته وویل:

– د راجه زوی په ځنګله کي یو شي خوړلی دی مړ سوی دی.

 طبیب و ویل:

– د راجه زوی او نور عسکر خامخا یو خطرناکه مار خوړلي دي او د دې علاج امکان نه لري.

 وزیر و ویل:

– پر راجه خپل زوی ډېر ګران دی که یې د زوی علاج ونه سو راجه لېونی کیږي.

 طبیب په سوچو کي ډوب سو یو ګړی بعد یې و ویل:

– زه د مار د زهرو علاج نه سم کولای مګر ما ته یو سړی را معلوم دی هغه د راجه د زوی علاج کولای سي.

 راجه دستي د ځایه را وغورځېدی طبیب ته یې ول ژر یې راوښیه که مي زوی جوړ سو په زرو به دي بار کړم.

 طبیب ورته و ویل:

– د ښار څخه بهر یو څو کنډوالې دي په دې کنډوالو کي یو ملنګ اوسېږي پیر حفیظ الله نومېږي خلک پير ورته وايي دا سړی ستا د زوی علاج کولای سي بل څوک نسته چي دا کار وکي.

 وزیر و ویل:

– راجه زه به پخپله ورسم پیر ته به زارۍ وکم رابه یې ولم.

 راجه وزیر ته و ویل:

 – يا ته به نه ځې زه پخپله ورځم د پیر پښو ته ورلوېږم.

 راجه آس را و غوښتی پر سپور سو طبیب او وزیر هم سره د څو عسکرو پر اسانو سپاره سوه د راجه سره یو ځای روان سوه. راجه او دا نور ټول خلک پیر ته راوستل پیر په یوه مسجد کي اوسېدی دوی ټول د مسجد د باندي ودرېدل راجه وزیر ته و ویل:

 – دا خو د مسلمانانو د عبادت ځای دی او زه هندو یم څنګه په مسجد ور ننوزم.

 په دې وخت کی د مسجد څخه یو ږغ پر وسو چي راځه مسجد ته دننه راسه.راجه د آس څخه راکښته سو بوټونه یې وکښل ډېر په ادب مسجد ته ورننوتی وزېر او نور خلک د باندی پاته سوه.

راجه چي په مسجد ور دننه سو د یوې خوا څخه یو سړی راغی ول راجه خیر خو و څنګه دې ملنګ ته راغلې؟ راجه وپېژندی چي داغه پیر حفیظ الله دی دستي یې پښو ته ورولوېدی ویل اې د خدای دوسته زما زوی او څو تنه عسکر یوه مار خوړلي دي او هغه اوس مړه پراته دي زه تا ته په ډېر لوی امید راغلی یم د دې خلکو چاره به کوې که نه وي زه هم مرم.

پیر و ویل:

 – تر ټولو د مخه خپل خلک د ځنګله څخه را وباسه داسي نه وي چي تر سهاره پوري یې درنده ګان وخوري.

 راجه و ویل:

–  پيره! ما چي عسکر د خپل زوی په تلاښ ور واستول هغه هم مار وخوړل اوس څوک د وهمه نه سي ورتلای که ته راسره ولاړ سې نو دا کار به وسي.

پیر و ویل:

–  سمه ده زه درسره ځم پیر غوښتل چي خپل بوټونه راواخلي په پښو یې کړي راجه ورمنډه کړه بوټونه یې راواخیستل د پير مخته یې کښېښول وروسته پیر د مخه سو راجه په پسې سو دواړه د مسجد څخه راووتل. وزیر او نور ټولو عسکرو چي پير ولیدی دستي د اسانو څخه را کښته سوه د پیر لاسونه یې ورمچ کړه. وروسته یې پیر پر آس سپور کړی د ځنګله پر خوا روان سوه.

 کله چي دوی ټول ځنګله ته ورسېدل پیر دستي عسکرو ته امر وکړی چي مار پیدا کړئ دوی شاوخوا پسي وګرځېدل مار یې پیدا نه کړی اخير پیر و ویل:

– مړي را واخلئ درځئ.

 عسکرو دستي مړي را پورته کړه خېمو ته یې راوړه ورسته پیر امر وکړی چي په دې مخامخ غټ میدان کي یو د سروزرو تخت کښېږدئ او دوه زره وو پنځه ویشت د خاورو کټوریان کښېږدئ وروسته دونه شېدې راوړئ چي دا ټول کټوریان په ډک سي دوه زره ګزه ټوکر هم ورسره راوړئ. راجه وزیر ته و ویل:

 د پير امر دي پر ځای سي وزیر دستي عسکر ښار ته واستول عسکرو د ښار څخه ټول شیان راوړه په میدان کي یې د سرو زرو تخت کښېښوى د تخت یوې خوا ته یې د راجه زوی او عسکر کښېښول بلې خوا ته یې د راجه د زوی آس کښېښوى یو کټوری یې پر تخت کښېښوى دا نور کټوریان یې تر تخت لاندي کښېښول وروسته یې ټول کټوریان د شېدو ډک کړه یوې خوا ته یې لاره پرېښوله دا کار عسکرو د پیر په امر وکړى وروسته پیر راجه د تخت یوې خوا ته ودروئ او خپله بلي خوا ته ودرېدی نور عسکر یې د تخت څخه ليري ودرول.

 وروسته پیر سترګي پټي کړې وظیفه یې شروع کړه یو ګړی بعد یې سترګي را روڼي کړې اسمان ته یې وکتل بیا یې د جیب څخه یو کاغذ را و ایستى پر کاغذ یې یو څو لیکي وکښلې او په زوره یې وظیفه شروع کړه راجه وزیر او عسکر پټه خوله ولاړ وه. د وظیفې د شروع کېدو یو ګړی بعد د یوې خوا څخه د مارانو یوه ډله خورا په تلوار را روانه وه پښهاری یې ورنګ په رنګ ماران وه څوک تور وه څوک شنه او سره وه څوک یوه لوېشت اوږد وو څوک بیا پنځه ګزه. ماران په میدان راګډ سوه د کټوریانو مخته کښېنستل د پیر وظیفه لا شروع وه. راجه وزیر او عسکر د وهمه کپېدل که پير موجود نه وای دوی به وختي لا تښتېدلي وای.

 یو ګړی بعد یو لوی تور مار را روان وو د بدن څخه یې توښونه ولاړېدل وچو پاڼو د مار د بدن د توښ څخه اور اخیست. دا مار هم راغی د دې نورو مارانو په منځ کي کښېنستى اوس نو د خلکو پام سو چي د تور مار پر سر یو کوچنی سپین مار ناست دی پر سر یې تاج دی. پیر وظیفه بس کړه سپین مار ته ئې مخ ور واړاو ویل:

 -زه د مارانو پاچا ته سلام وایم او دا عذر بیانوم چي موږ د مارانو پاچا ته ډېر تکلیف ورکړی چي دلته مو را وغوښتی اول د دې مارانو پاچا پر تخت باندي کښېني نو به موږ خپل عرض بیان کړو.

سپین مار هم د تور مار د سره څخه را کښته سو د سرو زرو تخت ته وختی هلته کښېنستى. وروسته پیر د مارانو پاچا ته و ویل:

– دا د راجه زوی او دا نور ئې عسکر دي او بلي خوا ته د راجه زوی پروت دی دا ټول هغه بدنصیبه خلک دي چي ستا په مارانو کي یو مار چیچلي دي تا ته هم معلومه ده چي بې ګناه د یو چا وژل ناروا کار دی اوس ته خپله فکر وکړه چي دا خواران څنګه د زهرو څخه خلاص سي او هغه مار ته چي دا بې ګناه خلک ئې چیچلي دي باید سخته جزا ورکړې.

 د مارانو پاچا د پیر د تقریر په جواب کي پښ وهل مانا دا چي خبري دې پر ځای دي وروسته د مارانو پاچا د تور مار سره خبرې وکړې مشوره ئې ورسره کوله. په دې وخت کي پیر هغه پیالې ته ورغی چي پر تخت پراته وه پوښ ئې ځني ایسته کړی د مارانو پاچا ته ئې و ویل:

– اې د مارانو پاچا دا شېدې ستا په خدمت کي حاضري دي.

 سپین مار شیدې و څښلې وروسته پیر عسکرو ته امر وکړی چي د دې نورو پیالو سرونه لڅ کړئ عسکرو داغسي وکړه نورو مارانو هم شیدې وخوړلې او راجه او عسکر حیران وه چي څونه ماران وه هغونه پیالې وې هر مار ته یو یوه پیاله پرته وه دوی د ځانه سره ویل: پیر ته څه معلومه وه چي دونه ماران به راځي خو ږغ ئې نه کوى.

کم وخت چي مارانو شېدې وخوړلې د مارانو پاچا تور مار ته اشاره وکړه چي ورسه. تور مار د راجه زوی او عسکرو ته راغی پر کم ځای چي مار خوړلي وه پر هغه ځای يې خوله ورکښېښوده زهر ئې ځني کش کړه وروسته آس ته ورغی د هغه څخه ئې هم زهر کش کړه بیرته ورغی د مارانو په منځ کي کښېنستی. وروسته د مارانو پاچا پیر ته سر وښوراوه چي کار دې وسو اوس وایه.

پیر ډېر خوشاله سو او وې ویل:

 -کور دي ودان مګر د مجرم مار درک نه سو معلوم.

 د مارانو پاچا بیا سر وښوراوه چي دا نو اوس څنګه پیدا کړو. پیر د مارانو د پاچا په خبره پوه سو دستي ئې و ویل:

 – مجرم زه معلوموم وروسته ئې وظیفه شروع کړه.

 یو ګړی بعد یو مار د مارانو د ډلي څخه راووتی دا مار ډېر په خښم وو د پیر پر خوا را روان سو غوښتل ئې چي پیر وچیچي.

 ده پر چوف کړه مار پر هغه ځای ودرېدی پیر وظیفه بس کړه او د مارانو پاچا ته ئې و ویل:

– مجرم مار دغه دی اوس ما ته اجازه راکړه چي جزا ورکړم د مارانو پاچا مجرم مار ته وکتل وروسته ئې پیر ته سر وښواروه چي اجازه ده.

 پیر چي پر کم کاغذ لیکي کښلي وې هغه کاغذ ئې په دواړو لاسو کي ټینګ ونیوی پر چوف ئې کړه وروسته ئې کاغذ پر منځ څيري کړی د کاغذ د څیرېدو سره سم مجرم مار هم پر منځ دوه ځایه سو. دې نورو مارانو چي د مجرم مار انجام ته وکتل دستي ئې سرونه پر مځکه وموږل توبه ئې وکښله چي بیا به څوک بې ګناه نه خورو. مجرم مار مړ شو. وروسته پیر د مارانو پاچا ته و ویل:

– مجرم مار په سزا ورسېدی ستا څخه ډېره مننه اوس درته اجازه ده تلای سې.

د مارانو پاچا د پیر څخه رخصت واخستى وروسته د هغه تور مار پر سر سپور سو تور مار حرکت وکړی روان سو دا نور ماران ورپسې سوه په یوه ګړي کي ټول ماران ولاړه میدان خالي پاته سو.

پیر عسکرو ته و ویل چي یو څه اوبه د راجه د زوی عسکرو او آس پر مخ ور واچوئ چي راپورته سي. د راجه د زوی عسکرو او آس پر مخ ئې اوبه واچولې دستي د راجه زوی عسکر او آس راپورته سوه راجه خپل زوی پر تندي مچ کړی ول ورسه د پیر  لاسونه ورمچ که که دی نه وای ستا ژوند هیڅ امکان نه درلودى د راجه زوی او عسکر پیر ته ورغله غوښتل ئې چي د پیر لاسونه ور مچ کړي مګر پیر دوی د دې کار څخه منع کړه او راجه ته ئې و ویل زموږ په مذهب کي د انسان لاسونه مچول نه دي روا زه هم ستاسي په رقم انسان یم د دې خلکو ژوند پر دنیا باقي وو زه يې سبب سوم کنې هیڅ څوک مړي نه سي را ژوندي کولای دا ټوله د خدای د کلام تاثیر وو بیا پیر راجه او دا نور ټول خلک د ځنګله څخه را روان سوه ښار ته راغله بله ورځ راجه ټول خلک دربار ته وروغوښتل بیا ئې ټولو خلکو په مخکي د پیر کرامت بیان کړى او ټولو ته يې وويل

 د قران شریف په برکت سره الله تعالی زما زوی ته ژوندی ورکړی او موږ ټولو ته ئې دا معجزه ښکاره کړه. وروسته راجه اعلان وکړی چي زه مسلمانېږم بیا به هیڅ کله بتانو ته سجده ونه کم. راجه د راجه زوی او وزیر مسلمانان سوه. خلکو چي راجه ته وکتل دوی هم مسلمانان سوه. پیر هري هرن اسلامي نوم سلېمان شاه کښېښوى. وروسته سلېمان شاه د پیر لاسنیوی وکړی مرید ئې سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب