د عشق په اړه په ادبیاتو کې بېلا بېل تعریفونه شوي دي ،هر شاعر عشق د خپل ذوق په بنا تعریف کړی دی.
ځیني شاعران عشق هغه لوړ مقام بولي چې انسان غواړي هغه ته ځان ورسوي.
زنده بې عشق ،کسې در همه عالم نیست
وانکه بې عشق بماند نفسې ادم نیست (نشاط)
خو ځینو شاعرانو بیا دعشق دغه لوړ مقام آن د رواني ناروغیو تر حده پورې راټیټ کړی دی:
نیست از عاشق کسې دیوانه تر
عقل از سودای او کور است و کر (مولوي)
خوشال خان بابا بیا دتورې وژنه او د بڼو په غیشي وژنه یو ډول بولي ، وايې یا شهید شه یا عاشق شه :
یا عاشـــــــــــــــــــــق شه یا شهید شه
چې یادېږې په په ســــــــــندرو په بدلو
*****
صد رحمت دعاشـــــقانو په همت شه
چې په تمه د دیـــــــدن د سر سودا کا
رحمان بابا بیا بې د عشق څخه پرته بل شی نه پېژني .
زه عاشق یم سرو کار مې دی له عشقه نه خلـــــــــــیل نه داودزی یم نه مومند
بل ځای د دې ټول جهان د پیداښت لامل عشق بولي او وايي:
دا جهان دی خدای له عشقه پیداکړی د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا
تر عشق غوره بل څه کار په دنیا نشته تر همه کارونو غوره کاردی دا
حمید ما شوخېل د عاشوق او عا شقۍ په اړه وایي:
عاشقي ده واقعـــــــــــــي د سود سودا ځکه سر ورکوي شـــــــمع په خندا
چې بازه شي سرومال په عاشــقي کې دا سودا ده دغه ســـــــــود لره پيدا
بل ځای د هر علم استاد عشق بولي:
د حمـــــــــــــــــید رښتني عشقه په هر علـــــــــــــــــم کې استاده
خو دلته بیا د رښتین والي صفت هم ورسره ملګری شوی دی. د دروغو عشق خو هېڅ شی دی ، نه استاد دي او نه دټولو مخلوقاتو پلار، په عشق او مینه کې صداقت او رښتیا اصلي جوهر او اساسي عنصر دی اوکه دغه نه وي، نو بیا خالي هوس او تش جوش دی. رحمان بابا په بل ځای کې په هغه عاشق سلام وایي چې دغه جوهر په کې ځلیدونکی وي:
چې مجنون غوندې په مینه کې صادق وي
رحمان وایي په هــــــــغو باندې ســــــــلام
عشق د مینې ،محبت او ډېرې ټینګې او کلکې دوستۍ په مانا دی. د عشق کلمه د (عشقه) کلمې څخه اخیستل شوې ده او عشقه یو ډول نبات دی چې د ونو بېخونو کې شین کېږي او دونې د تنې څخه تاویږي او دهغې د اوبو څخه ګټه اخلي.
: د میل یا میل درلودلو په مانا دی. (PASSION) هوس
(SENSUALISM( هوسي: هوسراني
هغو کړنو ته ویل کېږي چې انسان یې دخپل میل او احساس له مخې تر سره کوي.
دعشق او هوس پرتلنه (مقایسه):
. اوتلپاتی وي (Permanent) دایمي عشق
هوس موقتي وي او ژر له منځه ځي ، هوس د اور په څېر دی چې په تیزۍ د انسان وجود کې رامنځ ته کېږي او انسان دې ته مجبوروي چې د هغه د خاموشولو لپاره کو ښښ وکړي
دعشق موخه عرفان ته رسېدل ، پيژندنه او پرختګ کول دي
دهوس موخه خوند او لذت اخیستل دي.
عشق له تفکر ،تخیل او شناخت څخه منځ ته راځي ،ځکه یو کس که یو څوک يا شی ښه ونه پیژني نو په هغه باندې نه مینیږي.
هوس دانسان له نفساني خواهشاتو،دانسان دبدن د داخلي ضرورتونو او احساساتو څخه رامنځ ته کېږي ځکه ټول انسانان مخکې له دې چې وتوانیږي د عقل او منطق له مخې عمل وکړي احساساتي کېږي، او د احساساتو او عواطفو له مخې عمل کوي
په عشق کې اوږد مهالې موخې په پام کې نیول کېږي .
په هوس کې لنډ مهالې موخې په پام کې نیول کېږي ،لنډ مهالې په دې مانا چې دغو موخو کې کومه ځانګړې برنامه وجود نلري او ژر بدليږي.
په عشق کې انسان دکلکې او ټينګې پېژندنې سره واقعیت ته نږدې کېږي .انسان دخپل عشق په دوام سره شناخت او معرفت ته نږدې کېږي اودغه شناخت او معرفت انسان واقعیت ته نږدې کوي او انسان د واقعي ژوند په لوري بیایي . د انسان تر ټولو لوی هنر د واقعیت پیژندل دي او د انسان ښه عمل د یوه بد او تریخ واقعیت منل دي او د انسان په ژوند کې تر ټولو لوی واقعیت مرګ دی.
په هوس کې انسان د خپلو هوسونو له امله له واقعیت نه لرې کېږي ، واقعت ته نه رسیږي ځکه انسان په هوس کې د احساساتو له مخې قضاوت کوي. هيڅ انسان باید د خپلو احساساتو له مخې قضاوت ونکړي ځکه دغه قضاوت چې د احساساتو له مخې کېږي انسان له واقعیت څخه لرې کوي
په عشق کې احساسات د عقل او فکر تر اغېز لاندې وي یعني ټول تصمیمونه د عقل او فکر له مخې نیول کېږي نه د احساساتو له مخې.
په هوس کې عقل او فکر د احساساتو تر اغيز لاندې وي. ټول تصمیمونه په هوس کې د احساساتو له مخې نیول کېږي او د عقل او فکر څخه د دې تصمیمونو په عملي کولوکې کار اخیستل کېږي ،هیڅ انسان باید د احساساتو له مخې تصمیم ونه نیسي، دعقل او فکر څخه کار واخلي.
ځینو عقل دعشق مخالف ګڼلی خو عقل د عشق مخالف نه دی بلکې هوس دعشق مخالف دی ،عشق خو تفکر او پېژندنه ده نه مخالف دعقل.
په عشق کې ازادي او استقلال موجود وي ،عاشق پرته د معشوق د موجودیت څخه هم ژوند ته دوام ورکوي او له معشوق سره کوم مادي او معنوي تړاو نلري.
په هوس کې ترډېرې اندازې اسارت لېدل کیږي.انسان د خپلو هوسونو او احساساتو په منځ کې راګیر وي او له دې نه وتل ورته ډېر ستونزمن وي . اوکله یې چې هوس پوره شي بیا په خپل تر سره شوي عمل پښېمانه کېږي ځکه ددې عمل په ترسره کولو سره پرته د یوه خوند څخه بل شی نه شي ترلاسه کولای او په همدې ډول دنورو هوسونو د پورکېدو په لټه کې وي او په خپلو هوسونو کې غرق او راګير وي
په عشق کې ثبات او تعادل موجود وي او دا تعادل او ثبات د عشق د دوام سبب ګرځي . واقعي او حقیقي عشق د انسان روان او جسم ته څه زیان نه رسوي ، واقعي عشق د شمعې په څېر دی چې د عاشق په لاس کې وي او د دې شمعې په رڼا سره د معرفت او عرفان له لارې ځان خپلو هدفونو ته رسوي.
هوس په ژوند کې د افراط او تفریط لامل ګرځي .په هوس کې انسان یواځې دخپلو غوښتنو په فکر کې وي ،کلیت په پام کې نه ساتي نویې په ژوند کې د ستونزو درامنځ ته کېدو لامل ګرځي.
دعاشق هویت په عشق کې ساتل کېږي .
هوسي سړی خپل هو یت د خپلو هوسونو په منځ کې له لاسه ورکوي ځکه یواځې په دې فکر کې وي چې څنګه ځان خپلو هوسونو ته ورسوي د هویت ساتل یا نه ساتل ورته مهم نه وي
عاشق خپله معشوقه په خپل ملکیت کې نه بولي.
هوسي سړی هغه څه چې هوس یې لري په خپل ملکيت کې بولي ځکه هوسي سړی په خپلو هوسونو کې راګېر وي او هوس نه پوره کېدل ورته ډېرګران پرېوځي نو کوښښ کوي دهغه څه چې هوس یې لري په خپل اختیار کې راولي.
عشق یوه پیچلې مسأله ده خو د حقیقي عشق پېژندل او د هغه کاره ونه په خپل ژوند کې د ډېرو کاميابۍ لامل کیږي.
ژباړه او پنځونه : حمیدالله عمرخېل