جمعه, مې 10, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهغه خطرونه چې د ځمکې پرمخ ژوند تهدیدوي

هغه خطرونه چې د ځمکې پرمخ ژوند تهدیدوي

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

                                                  ( دریمه برخه )

     یادوونه : په دویمه برخه کې د یو شمیر بیلابیلو ژوند ته تهدیدونکو خطرونو د ځانګړتیاوو څرګندونی وشوی چې خبریدل ورباندی په زړه پوری دی . که مو لوستی نه وی ، د همدغی ویبپاڼی په ارشیف کې یی موندلای شئ .

۵ ـ  د لمرد مدار په اوږدو کې د خطرونو شتون :

یو شمیر پوهان پدی اند دی ، کله چې زموږ لمر د خپل حرکت په وخت د کهکشان له پیچومیز ښاخونو څخه تیریږی ، دا امکان شته چې د بیلابیلو جسمونو یا ګازونو سره ټکر وکړی . داچې اکثره سوپرنووا د کهکشان په شاخونو کې منخته راځی ، کېدلای شی مضر راډیاشن ( تشعشع ) د لمریز نظام سره په تکر کې راشی . د امریکایی پوهانو یو ټیم دا تائیدوی او پدی اند دی چې کېدلای شی ددغی لاری د ګرد او غبار کتلی د ځمکې د ستراتوسفیر طبقی ته ور ننوزی او ځمکې ته د لمر د تودوخی او روښنایی مخه ونیسی . داهغه څه چې له کبله یی پر ځمکه ټول موجود حیوانات او نباتات له منځه ځی .

۶ ـ د سوپرنووا ستورو د انفجار خطرونه :

کېدلای شی کلونه کلونه وړاندی دغه ډول ستورو انفجار کړی وی او اغیز یی پدی وختونو کې تر موږ پوری راورسیږی . دا ډول مضر او زهری راډیاشنونه ( تشعشع ) کولای شی پرخمکه باندی هر څه له منځه یوسی . دداسی ناوړو پیښو وړاندوینه د دومره لیری واټن څخه او د نور د چټکتیا په پام کې نیولو سره د امکان نه بهر خبره ده . تر څو چې د داسی ناخوالو له پیښیدو انسانان خبریږی ، د ځمکې پر مخ به هرڅه تبا او له منځه تللی وی . د ستورو انفجار بیحده زیاته روښنایی تولیدوی چې کېدلای شی څو هفتی او ان څو میاشتی بشپړ کهکشان د خپلی روښنایی تر اغیز لاندی راولی . د سوبرنووا انفجارونه په ډیره کمه موده دومره انرژی چې لمر یی پخپل ټول عمر کې تشعشع کوی ، را منځه ته کړی . پدغو انفجارونو کې د منفجر شوی ستوری زیاته برخه او یا یی هم توله کتله په ثانیه کې د ۳۰۰۰۰ کیلومترو په چتکتیا چې د نور د چټکتیا د لسمی برخی سره برابره ده ، هوا ته پاشل کېږی او په اړوند چاپیریال کې یو موجی شوک  Shock wave  منځته راولی .

د ستورو انفجار یا سوپرنووا Supernova کولای سی په دوه ډوله پیښ شی :

الف ـ د ستوری د هستوی امتزاج یا ادغام nuclear fusion له مخی ناببره انفجار له کبله .

ب ـ د یوه داسی سترستوری چې کتله یی د لمر دکتلی څو برابره وی ، د مرکزی هستی د سره پاشل کېدو له کبله چې داخلی انرژی یی ختمه او پای ته رسیدلی وی . پدی حالت د جاذبی قوه زوروره شی او ستوری کښیکښل کېږی ( انقباض کوی ) . داچې داخلی فشار شتون نلری نو سره پاشل کېږی . په پایله کې پوتنشیاله جاذبوی انرژی gravitational potential energy ازادوی او کولای شی د انفجار لامل و ګرځی .

په سوپرنووا انفجارونو کې د سره پاشل کېدو چټکتیا باید زیاته وی . پدی حالت کې نو پر مرکزی هستی باندی فشار نوموړی هسته متراکمه کوی چې له کبله یی یو دبله جدا الکترونونه او پروتونونه سره یوځای او نیوترونونه جوړوی دا ځکه چې تر داسی فشار لاندی لاندی یوازی نیوترونونه اوسیدلای شی . پدی وخت کې د خارجی برخی د انفجار له مخی ستوری منفجر او سوپرنووا منځته راځی .

1د ستوری پیژندونکو د اټکل له مخی په هره پیړی کې لږ تر لږه ۳ سوپرنووا په هغه کهکشان ( د شیدو لاره ) کې چې زموږ لمریز نظام ور پوری تړاو لری ، را منځته کېږی . څیړنی همدارنګه ښئی چې هر کال د کائیناتو په ټول عالم کې څو سوه سوپرنووا پیښی تر سره کېږی . په ۱۶۰۴ کال په چین کې یوه سوپرنووا او په ۱۹۶۰ کال د ځمکې په جنوبی نیمه کره کې یوه سوپرنووا لیدل شویده .

۷ ـ د لکۍ لرونکی ستورو Comets څخه را پیښیدونکی خطرونه :

لکۍ لرونکی ستوری دا هغه خیالی جسمونه دی چې د ګنګل شوو ګازونو او غبار یوه ګډوله ده . دغه جسمونه د لمریز نظام په منځ کې د څو کالو څخه تر څو زرو کالو پوری اوږده مدارونه وهی . اټکل کېږی چې د په زرګونو میلیونو لکۍ لرونکو ستورو اوریځ د یوه نوری کال په موده دلمریز نظام په کمربند کې موجود وی . داسی ښکاری د ځینو نورو ستورو د جاذبی ( کشوونی ) قوه چې د نوموړی اوریځی څنګ ته نژدی تیریږی ، ددغی اوریځی ځینی برخی د هغوی له مدار څخه باسی  او د لمر په لور یی خوشی کوی . دغه خوشی شوی ټوټی د حرکت پر مهال موږ ته د لکۍ داره ستورو په بڼه څرګندیږی . دا چې یی واټن له موږ نه زیات وی نو ډیر واړه او کمرنګه ښکاری . ددوی جسم تر څو کېلومترو پوری رسیږی او لمر ته په نژدی کېدو یی ګنګل په ویلی کېدو شی . د لمر د تشعشع تر اغیز لاندی یی ګازونه د نیون د ګروپ د ګازونو پشان روښانه شی او د نژدی ۱۰۰۰۰۰ کیلومترو په اندازه پرخپل شاوخوا یوه هاله جوړوی چې Coma یی بولی .

د لکۍ لرونکی ستوری په مرکز کې یوه هسته ده چې څو کیلومتره قطر لری . همدغه یی یوازنۍ برخه ده چې سخته وی ځکه تیږی او ګنګل شوی مواد لری .

1نژدی د زر میلیونه کومیټونو ( لکۍ داره ستورو ) کتله زموږ دځمکې د کتلی سره برابره ده . ددغو ستورو لکۍ تل د لمر څخه د خارج خواته وی چې اوږدوالی یی تر سل میلیون کېلومترو پوری رسیږی . هر کال نژدی ۲۵ کومیټونه د تیلیسکوپ په مټ لیدل کېږی . تر ټولو مهم کومیټ د Halley’s Comet پنامه یاد شوی او په هرو ۷۶ کالو کې یو ځل ځان څرګندوی . څو کاله وړاندی د Comet Shoemaker  پنامه یوه لکۍ داره ستوری د مشتری ( ژوپیتر)  د سیاری سره ټکر وکړ او د ځمکې د مخ په اندازه یی یوه برخه ورڅخه ورانه کړه ( مشتری سیاره د ځمکې ۱۳۰۰ برابره ده ) . د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۸ نیټه د ځمکې د کری په شمال کې د Pan-Stars پنامه یو کومیټ ولیدل شو چې د اټکل له مخی به ښایی ۱۰۰۰۰۰ کاله وروسته یوار بیا ښکاره شی .

داسی خطر شتون لری چې په لیری راتلونکې کې به د Shoemaker کومیټ په لویوالی یو کومیټ د ځمکې د کری سره ټکر وکړی او ژوند ته به د پای ټکی کښیږدی . پوهان اټکل کوی چې دا کار به د څو سوو کالو څخه تر څو زرو کالو په موده سر ته ورسیږی . پوهان دا هم وایی چې ځمکه د خپل منځته راتګ له وخته یو په بل پسی د کومیټونو لخوا بمبارډ شویده . ځینی پوهان لکه Lain Thomson د سانفرانسیسکو او سِر فرد هویل د انګلستان نه پدی اند دی چې پر ځمکه باندی د ژوند تخم د همدغو لکۍ لرونکو ستورو په مټ راوړل شوی دی .

۸ ـ لمر ته بیښیدونکی خطرونه :

لمر د ځمکې پر مخ د ژوند کولو دپاره د انرژۍ اصلی سرچېنه ده . لمر د خپلی کورنی د نهو ( ۹ )  نورو سیارو سره یوځای د کهکشان پر شاوخوا راګرځی او په ۲۱۰ میلیونو کالو کې دا مدار سرته رسوی . پدغه سفر کې کېدلای شی لمر د یوی بلی سیاری سره ټکر وکړی ، ټوټه ټوټه او له منځه ولاړ شی او یا داچې کېدلای شی لمر د مضرو ګازونو او خطرناکو تشعشع ګانو له منځه تیر شی . پداسی حالت د لمر د وړانګو مخه نیول کېږی ، پر ځمکه باندی بیساری یخنی راځی ، ټول شیان ګنګل او ژوند محوه کېږی . دا امکان هم شته چې کلونه وړاندی کومه سوپرنووا ځمکې ته نژدی منفجره شوی وی ، د انفجار ناوړی اغیزی یی کېدلای شی کلونه وروسته تر موږ پوری راورسیږی او ژوند د خطر سره مخامخ کړی . د داسی پیښو دقیقه وړاندوینه ځکه امکان نلری چې د لمر سرعت ثابت او سوپرنووا له موږ څخه په ډیر لیری واټن کې انفجار کوی ، تر څو چې یی موږ له اغیزه خبریږو ، ټوله ځمکه به راډیواکتیف ذرو پوښلی وی .

دڅیړنو او محاسبو له مخی د لمر عمر تر اوسه پوری ۵۰۰۰ میلیونه کاله دی او اټکل کېږی چې پنځه میلیارډه کاله به نور هم کار وکړی . کله چې تر دی مودی وروسته یی ټوله انرژی ختمه شی ، لمر د یو لړ بدلون ادلون له مخی په یوه « ستر سره ستوری  red giant star » باندی اوړی چې د اوس په پرتله ۵۰۰ ځله لوئیږی . پدی کار سره د ځمکې پرمخ تودوخه دومره لوړه ځی چې د بحرونو اوبه په ایشیدو راځی او بخار کېږی ، د ځمکې اټموسفیر له منځه ځی او ژوند نور امکان نلری . لمر د لوئیدو سره سم عطارد ، وینوس او ځمکه ور سره خوری او ژوند محو کوی .

                                              د دریمی برخی پای .

                                                                      پاته برخه مه هیروی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب