یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله بې پېلوټو الوتکو څخه د پوست رسونکي کار اخیستل کېږي

له بې پېلوټو الوتکو څخه د پوست رسونکي کار اخیستل کېږي

تاند- کله چې د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو نوم یاد شي، اورېدونکي ته د القاعده شبکه ور په زړه شي چې د دې ډول الوتکو په وسیله پرې حملې کېږي.

خو بې پېلوټه الوتکې نن سبا یوازې د پوځي عملیاتو، جاسوسۍ، څارنې او د معلوماتو د ټولونې لپاره نه کارول کېږي بلکې د ملکي هدفونو او د ټولنیزو خدماتو د وړاندې کولو لپاره هم استعمالېږي.

د امازون د انلاین تجارتي شرکت عمومي رييس جیف بیزاس له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې وویل:

«پوهېږم چې په ظاهره علمي تخیلي (ساینس فیکشن) ښکاري، خو څومره موثریت چې بې پېلوټه الوتکې لري، هیڅ دلیل نه وینم چې له هغو څخه د کوچنیو بنډلونو د وړلو لپاره کار وانخیستل شي.»

جیف بیزاس پوښتنه کوي:

« ایا غواړئ څه چې انلاین په بیه رانیسئ په دېرشو دقیقو کې درورسېږي؟»

ښاغلی بیزاس وايي، هیله لري چې ژر به له بې پېلوټه الوتکو څخه په استفادې واړه شیان، پارسلونه او بنډلونه د مشتریانو کورونو ته ورسول شي.

د ده په وینا امازون شرکت پنځه پونډي (دوه کیلو او درې سوه ګرامه) کوچني بنډلونه په دېرشو دقیقو کې خپلو مشتریانو ته رسولی شي او له دې وروسته به د دغه شرکت په سلو کې ۸۶ خدمات له دې لارې وي.

امازون شرکت به له داسي بې پېلوټه الوتکو کار اخلي چې د ژوند چاپېریال ته زیان نه رسوي ځکه چې دا الوتکې به د لمر په انرژۍ کار کوي.

دا الوتکې به د شپاړس کیلومتره ساحې په محدوده کې تګ راتګ کوي چې د یوه ښار لپاره پراخه ساحه ده.

دا بې پېلوټه الوتکې به اتومات وي، له جي پي ایس سیستم څخه په استفادې به کوچني بنډلونه او پارسلونه د امازون شرکت مشتریانو ته، چې انلاین یې له دې کمپنۍ سودا اخیستې وي، رسوي.

د امازون انلاین تجارتي شرکت ريیس جیف بیزاس وايي:

«په دې کار کې تر ټولو مهمه او سخته مسله د الوتکو شمېر، پر هغو اعتبار او تخنیکي اعتماد، د الوتکو د الوت خوندیتوب او د هغو د کنټرول لپاره لازم سیستمونه دي. باید داسي ونه شي چې بې پېلوټه الوتکه د چا پر سر کښېني.»

د امریکا د هوايي چارو فدرالي اداره له بې پېلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو پر مقرراتو او قواعدو کار کوي او امازون شرکت بیا وايي، د امریکا د هوايي چارو د ادارې له لوري د مقرراتو له ترتیبولو سره سم به له ډرون یا بې پېلوټه الوتکو څخه استفاده پیل کاندي.

امازون د اوکتاکوپتر په نوم الوتکې د الوتنو لپاره تیارې کړي څو خپلو مشتریانو ته په څو دقیقو کې د هغوی له لوري د انترنټ (انلاین) له لارې پېرودل شوي وسایل ورسوي.

په راتلونکو څو کلونو کې به د دې پرځای چې د چا د کور زنګ پوسته رسوونکی ووهي، د اوکتاکوپتر بې پېلوټه الوتکې ږغ به اوري چې د امازون له لوري وروړل شوی بنډل ترلاسه کړي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب