پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د استاد پژواک د شعر مهم موتیفونه | ودود همت

د استاد پژواک د شعر مهم موتیفونه | ودود همت

(د پژواک زړه د وطن پرغرو ولاړدی…)
لوی شاعر د خپلې زمانې له انتباهي نچوړ څخه د خپل ژور، لیدلوري پربنسټ په ژوند پوري تړلو مختلفو موضوعاتو ته کره اوښکاره نظراندازي او کتنه کوي، اوپر روان بهیر د سمون او بدلون په موخه منتقدانه تردید اوپه ځينومواردوکې مشروط تاید کوي، مونږته د حال، اوراتلونکي نسل ته د آیندې پرپېشبینانه محور د خپلو مهمو پيغامونو په لړکې نوي خبري او نوي لیدلوري طرحه کوي، ترډېره بریده د هغه څه تشي محسوسوي چې د انساني ژوند د سمون او رغون لپاره اړین وي، هو؛ د ژورفکرد اوڅار ادیب ذهني فضا په هغو مهمو موضوعاتو مشغوله وي چې د انسان لپاره مهم اومعتبر دي.
ډېر کله د شاعرانه موتیفونو آډانه دوه ډوله موضوعات تشکیلوي؛ یو ډول يې د نفي موضوعات دي چې شاعر ته د شدید غبرګون اوتردید فرصت په لاس ورکوي اوبل ډول يې د تایداو ترغیب موضوعات دي چې شاعريې انساني ټولني ته هم غواړي اوهم يې د پلي کېدو او عامېدو سپارښتنه اوهڅونه کوي، اودی تل د یو ژمن او هوډمن مبلغ په توګه ددې غوره انساني ممیزو لپاره هم بلنه کوي اوهم خپله شخصي هڅه اوهاند ترسره کوي ترڅو په ټولي لېوالتیا او ژمنتیا دا غوره او ممتاز موارد لاهم ټولیز او بنسټيز شي.
زه غواړم چې په دې لنډ بحث کې د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک پرځینو شعري موتیفونو لږ تم شم او هغه مهم موضوعات چې د استاد د شعري دنیا محور اومنځپانکه جوړوي، هغه تریوه بریده له خپلو قدرمنو لوستونکوسره شریک کړم.
زه د ادبي تخلیق په برخه کې په دې آندیم چې د شاعر د ( ویلو اوکولو)ترمنځ یو متقابله نه شلېدونکي کلکه رابطه شتون لري، زما باوردادی چې هغه څه چې د ادیب فکري دنیا جوړوي هغه به حتماً ډېر یالږ د نوموړي عملي دنیاته هم لاره کوي، چې له نېکه مرغه زمونږ تر بحث لاندي شاعر (استادپژواک) ددې مصداق یو ډاډمن او بارزه مثال دی.
د استاد د شعر ټولیز موتیف ترډېره حده پر دغو لاندي مواردو متمرکزاوملتفت دی:(خدای پرستي، انسان، حق، عدالت، وطن، ملي آزادي اوملي سیالي، ملي اسطورې، تاریخ، وطندوستي، مردم دوستي، بشري مسایل، مادي استغنا، درونګرایی، خودداري، حقیقت پالنه…).
دلته دا بحث هم د یادولو وړدی چې د لیکنيز سبک ترڅنګ چې شکلي او جولي اړخ جوړوي، د شاعر د فکري_محتوایی سبک اوسیاق وجودي فلسفه هم لاډېره مهمه او د یادولو وړ ده، زمونږ ددې شاعر جهانبیني مونږته د سپړني او شنني خورا زیات موارد اوموضوعات په لاس راکوي، د استا د فکري دنیا په اړه زما برداشت دادی چې نوموړي د یو مسول اومنطقي منتقد انسان په توګه د یادو مواردو سره هم فکري اوهم عملي شعورانه چلند کړی دی، نوموړی آرماني نه؛ بلکه د یو واقعبینانه لیدلوري اوتګلوري پر اساس د انساني ژوند د بهترکېدو اوښه کېدو لپاره هم غوره فکر اوهم مثبت عمل لري.
زه فکر کوم چې استاد له یادو موتیفونو سره د تخیل په تناسب د تفکر له زاوې ډېر دقیق اوقاطعانه لوبېدلی دی.
لویه خدایه، لویه خدایه، لویه خدایه
واوره زما د زړه زاري، آه اوناله
زه پژواک یمه سوالګر داستا په ور کې
په بل چا باندي مي نه کړې حواله.
په دې بیتونوکې شاعر دیو مناجات او استدعا په اساس د خپل خدای(ج) څخه دغسي عاجزانه غوښتنه اوهیله کوي، اودا مسله مونږ ته څرګندېږي چې شاعر خپله رابطه د خپل یوازني خالق اوبادارسره د څه ډول مخلصانه میني پربنسټ ساتي.
د شاعر عقیدتي او دروني دنیا هغه کیفیت دی چې تنها دی اوخالق (ج) يې پرې اګاه دي اومونږ لوستونکي فقط دده پر مناجاتي او روحاني شاعرانه موتیف مکث او استناد کولای شو اوبس.
د خوشحال بابا ددې غنیمت بیت پر اساس:(چې دي تمه د مخلوق له دره پرې کړه_ بادشاهي دي مبارک شه که ګدایې).
استادپژواک، په دغي ویاړمني ګدایی اوملنګی کې د هغې معنوي بادشاهی ویاړمن تاج په پوره معنی په سرکړی دی.
د استاد پژواک د ادبي تخلیق ډېره عمده اوغوښنه برخه وطني اسطورې، ملي حماسې، ملي اتلان، ملي اقدار او وطنپرستي تشکیلوي، چې دابرخه يې هم د فکر اوهم د عمل له زاوې څخه د ځانګړي ژمني او اشتیاق بابونه او مضمونونه وړاندي کوي.
هزارخم نه کند مست ميپرستان را
چنانکه ذره خاکی وطنپرستان را
***
دیوانګیست عشق خدا و وطن اګر
یارب مکن حساب زفرزانګان مرا
***
وربه نه کړم د وطن یو ټوکی خاوره
که څوک راکړي ټول عالَم په قباله
***
د پژواک زړه د وطن پر غرو ولاړ دی
که هرڅه ولاړ په ځوړند چاود کمر دی
***
زه پژواک یم په پيچموکې لوی شوی
داچې چٌپ یم دلته غر اوکمر نشته
***
مورمي لور وه د سپين غر پلارمي زوی و د تور غر
زه یم زوی د افغانستان د مور اوپلار نه یمه زه
***
د وطن باغ مي سمسورکړه لویه خدایه
چې یې بیاشي بلبلان په کړېدا
***
په هرات کې زېږېدلی احمدشاه
بابا نه و د یوازي کندهار
***
د استاد د شعر دغه میهني_ حماسي برخه د یو مستحق اومسلم انساني حق پربنسټ د یو تعقلي رواني_ عاطفي روحیې سره سم د وطندوستی ژمنه اوبلنه لاپه ښه توګه رابرسيره کوي، استاد په ټوله مانا په دې پوه دی چې زما ملي حقانیت او ملي رسالت باید په داسي مثبته روحیه او ولولو  وپالم چې هم زما وجدان راحت وي اوهم د نورو اونوونسلونو لپاره درس، پند اوعبرت وي.
د حق او عدالت د عملي تحقق لپاره د استاد پژواک کردار او آثار خپل اندازاوبېل ګداز لري.
مرغ حق چون صدا کند پژواک
شعرمن انعکاس آواز است
***
مساوات به لټوم په ګورستان کې
چې پکښې شاه اوګدا شي برابر
***
حرف ما پژواک آوای دل پردرد ماست
جزحقیقت شعر مارا الهام نیست
***
سرجز آستان کرامت نمی نهیم
جایکه شان شاه وګدا اندران یکیست
***
د استاد پژواک عدالت غوښتنه د یو نړیوال محور په آډانه کې د ټولي بشري کتلې لپاره په پام کې ده، هغه پرته له ډول ډول توپيرونو د انسان کرامت اوشرافت ته په ټول درناوي د برابری اومساوات د تحقق اوبنیادي کېدو هڅه اوهیله کوي، دده جهان د سولي، امن، عدالت او حقیقت پر پخو ستنو ښاد او آباد دی، استاد د انسان اصلي هویت همیشه سرلوړی اوځلېدلی غواړي.
د استاد پژواک د شعر دا پټه فضا چې د قناعت او استغنا له روحیې مالامال ده بله اوبېله ځېرنه اوسپړنه طلبوي.
د لغړ فقیر شړی د اخلاص راکړه
د واعظ ده د ریاجامه ردا
***
د استاد له خبرو اوعمل څخه دا مسله واضح ښکاري چې نوموړی په بین المللي کچه ټوله دنیا او په ملي کچه ټول هیواد خپل کور اوګور ګڼي، نه يې د شخصي پولي پټي اونه يې د کور، منزل اوماڼی مادي غریزه پاللي ده، یو عجیب د مړښت چلند يې له دې مادي دنیا او مالي اوضاع سره عمداً کړی دی.
د استاد پژواک د پراخ نړی لید پربنسټ مونږ کولای شو چې دده د لوړو اوپياړو شعري موتیفونو مختلف ګوټونه او جدا جدا مضمونونه تربحث اوشنني لاندي ونیسو. اوس په دې لنډ تحلیل کې دې پایلي ته رسېږو چې د استاد د شعري دنیا کابو ټوله برخه دده د فکر اوعمل سره جوخت او موازي پایي، هغه مهم انساني موتیفونه چې دده د لیدلوري اوتګلوري پر بنسټ ترسترګوکېږي مونږته دا ثبوتونه اوشواهد په لاس راکوي چې استاد د ډېرو لویو اوناپایه بشري آرمانونو سره د خپل فکري اوعملي یون مسیر یو کړی او ټاکلی دی، او دا یون اوخوځون تل د ټولو لپاره د منښت، خوځښت او پایښت تضمین ورکوي.
مونږ په یو لویه اوګډه بشري دایره کې د معاصر جهان اوسمهالي انسان په حیث، د ابرومندمطلوب ژوند پرمسیر د اسلامي او انساني دستور په اساس د استاد پژواک په شعري منځپانګي کې د غوره ژوند کره لار اولوری موندلای شو…
ددې لاري پر مسیر مزلونه سخت دي
بې تقدیره د تدبیر مزلونه سخت دي
د باطن پر خَرابو سترګي زخمي شي
اورني دي د ضمیر مزلونه سخت دي.
نور؛ بیا…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...