جمعه, جنوري 24, 2025
Home+ژوندښوونکي کتابونه | تاج وحدتیار

ژوندښوونکي کتابونه | تاج وحدتیار

(( د رباب له ترنګه د همیانۍ شرنګ خوږ او ارامونکی دی.))
(( موږ ځکه شتمن نه یو، چې د شتمنی هوډ لا نه لرو.))
((بریالیتوب پر لټې اروا له لاسبري پرته ناشونی دی.))
((تر هغې چې خپل کور ونه لرې، له ژوند خوند نشي اخیستای.))
((د عاید و معاش لسمه برخه ستا ده، ښخه یې کړه.))
((ډاډمنه خو لږه ګټه، د خطرناکې او ډېرې ګټې غوره ده.))
((ناسم ادرس ته ځو. د غنمو او ډوډۍ د کیفیت او نوعیت پوښتنه د بزګر و نانوای پر ځای له موچي کوو.))
((که ما صلاحیت درلود، دا او دې ته ورته روزي بودوونکي کتابونه مې د کال تر ټولو غوره کتابونه نومول.))
پښتانه متل کوي، ((ساتندوی ښه دی، که ګټندوی؟)) او یو بل ځای وایي چې پیسې که په دروازه هم راننوځي او بېرته په دورڅه وځي هم، نه ډېریږي. دا دوه متلونه بیخي د کاڼې کرښې دي. په ښکاره خو ګټندوی د شاباسي وړ دی، خو د د دویم متل مصداق مو په خپله لومړۍ خبره پښېمانوي چې نا، ساتندوی آن تر ګټندوی غوره دی. د بابل خان او داسې نور کتابونه موږ ته د مالي ژوند د سمبالښت خوږې او زرینې مشورې راکوي. د بابل خان کتاب له نورو ډېرو سره متفاوت دی او آن دا کتاب د ځمکې پر سر هر تن ته درس لري. زما پورته خبرې به ځيني لوستونکي اندېښمن کړي چې بابل خان کې به هم خیالي مشورې، له سینده د ښوروا او غر د غوښې کیسې وي، یا به په وچ ډاګ د لمبا هنر درښیي او یا به اسمان ته درباندې زینې ږدي. اصلاً داسې نه ده. د بابل خان کیسه د هغه هڅوونکو ویناوالو (موټیوېشنل سپیکرانو) غوندې نه ده چې په یوه وریژه دې په خیال کې د هوټل څښتن کړي. نه له لسم پوړه د ټوپ زړه در کوي. خو سوال اوس دا چې د بابل خان ما ته څه راښيي؟ د بابل خان  مشخصې قارې او کوم ملت ته نه دی لیکلی شوی؛ بلکې هر سړی ترې مستفېدیدی شي. درسونه یې خورا زړه راښکونکي، بیخي آسان او پلي‌کېدونکي دي. دا کتاب سړی انقلاب ته نه؛ منطقي او محاسبوي  ژوند ته رابولي.  بېلګې یې درته ږدم:
د بابل خان کتاب تا ته وایي چې ته څنګه سپما وکړې، څنګه له بیخي کم عایده او لومړۍ سکې د شتمنۍ ونه زرغونه کړې، شتمني اصلا ده څه، د هوډ مانا څه ده، د سپما غوره لارې چارې کومې دي، څوک د سلا و مشورو اهل دي، پور چا ته ورکړو، د بوډاتوب غم څنګه وخورو، بابېزه لګښتونه کوم دي او څنګه او ولې پانګونه وکړو؟ راځئ د کتاب له ۴۱ پاڼې وروستی پارګراف راوړو او خپل بحث وروسته وغځوو: زما په نظر دا یو خدایي قانون دی چې د هغه چا کڅوړې ته سکې په اسانۍ ورځي چې خپلې ټولې پیسې او معاش نه خراباتي کوي؛ بلکې یوه برخه یې ساتي هم. موږ پیسې په دوه ډوله لګوو: یو د ژر او تېرېدونکو هوسونو د خړوب لپاره؛ بل پر سبا ضامنو شیونو باندې. لومړۍ ډول پیسې پر هېرو شویو شیانو لګوو، هوسونه سړوو، قیمتي ګاڼې، جامې او مضر خوراکونه کوو او نور… دویم ډول هغه پیسې دي چې د ګټې وټې لامل کیږي او د سباني هوسا ژوند سینه درته ډبوي. په دویم ډول لګښتونو کې د ځمکو، جایدادونو، کاروبارونو، غواوو، پسونو او نورو رانیونه ده. هوسونه کټ مټ لکه بې کاره واښه او بوټي، هر کښت کې د خپلو ریښو د غځولو هڅه کوي. چې موقع ویني، هلته تېغ وهي. د شتمنۍ له ډېرېدو سره هوسونه هم راپورته کیږي. که پر خپلو ورځنیو چارو فکر وکړو، حتمي به داسې لګښتونه لرو چې ګټه یې کمه او یا حتی مضره وي. باید تر وسې وسې دا لګښت پرېږدو او یا یې کم کړو.
د کتاب لوی او ډېر متمرکز‌ونکی بحث هم پر واقعي سپما دی. لیکوال وایي چې په خپل عاید و معاش کې لسمه برخه ستا ده، دا ښخه کړه، ټوله کړه او کله چې ډاډه شوې، راویې باسه او پانګونه پرې وکړه. اوس به لوستونکو سره بیا پوښتنه پیدا شي، چې پر کومو شیانو پانګونه وکړو او د پانګونې هنر څنګه زده کړو. راځئ زه به په خپلو خبرو د لیکوال خبرې درته رڼې کړم. د لیکوال ټینګار بیا هم دا دی چې د عاید لسمه برخه ستا مسلم حق دی، دا لسمه برخه په یوه کال کې ستا د یوې میاشتې له عاید سره برابری کوي. ته دا پټه کړه، ښخه کړه چې پوه شوې کښت ته برابره ده، ویې کره، ویې پاله او حاصل ته یې په تمه شه. د لیکوال په وینا« ډاډمنه خو لږه ګټه، د خطرناکې او ډېرې ګټې غوره ده.» ته به دا په شواخون راټولې شوې او بچت شوې پیسې په قمار نه وهې، نه به پرې په توکل کاروبار پیلوې. نه به یې د انلاین کاروباریانو خولې ته غورځوې، ته به ډاډمنې ګټې پسې ګرځې. رښتیا هسې نه چې د کلونو بچث شوې پیسې په شراب و کباب و مېلو خرابات نه کړې. خپلې پیسې په خطر کې مه اچوه؛ بلکې په عیني او ممکنه ګټه یې واچوه. ډېرې خو خطرناکې ګټې پسې مه ځه، پر هوس دې پښې کېږده.
لیکوال یوځای وایي: د شتمنېدو چل مې هله زده کړ چې پوه شوم د عاید یوه برخه زما خپل حق دی او باید ویې ساتم. ته هم همداسې وکړه. زما دا خبرې کولی شي د یوه شپون زړه د صراف په زړه بدل کړي.
لیکوال شتمني دې ته نه وایي چې له پیسو صندقونه ډک کړه، بانک او صرافیو کې یې کېږده، بلکې دی رښتینې شتمني لکه مقناطیس داسې بولي، باید نوره راټوله او راکش کړي. کتاب وایي چې ستا شتمني او سپمول شوې پیسې او حتی هره سکه باید د یوه غلام په توګه درته چوپړ ووهي او نور اولادونه درته وزېږوي چې یوازې ستا چوپړ وکړي. بیا هم د سپما پر نکتې ټینګار کوم: عاید که دې هر څومره کم هم وي، بیا به هم لسمه برخه ځنې سپموې. البته که تر دې زیاتې سپموې، هم ستا خوښه ده. د هر معاش تر اخیستلو وروسته خپله برخه لومړی بېله کړه او پاتې پیسې پر اړینو لګښتو، اړتیاوو؛ خو پام چې خیر خیرات له یاده مه باسه. لکه څنګه چې ونه له یوه دانه تخمه زرغونیږي، همداسې شتمني هم له کمو پیسو راپیدا کیږي. لومړۍ سپمول شوې مسې سکه هماغه تخم دی چې د شتمنۍ ونه ځنې راشنه کیږي. هر څومره چې یې ښه روزنه او پالنه کوې، هغومره ښه لویېږي او هر څومره ژر یې چې وکرې، هومره وختي په مېوه راځي او تر سیورې لاندې یې د سکون ساه اخیستی شې.
شتمني په کڅوړو کې پرتې سکې نه دي، بلکې له هغو څخه دوامداره ترلاسه کېدونکې ګټه او د طلاوو ویاله ده چې همدغې کڅوړې ته رابهیږي او همېشه یې ډکه ساتي. یعنې خپله خزانه مزدوره کړه، ته که ویده وې، په سفر وې او یا پل بل څه بوخت وې، تاته به ګټه راروانه وي. هره سکه پر کار واچوئ چې یوه بله درته وګټي، لکه د پسونو او غوایانو رمې چې وار په وار زیاتیږي.
د لیکوال په خبره سلا وړیا ورکول کیږي، خو باید وکتل شي او تر ټوله ارزښتناکه هغه یې عملي شي. پام مو وي چې د هغه چا مشوره به اخلئ چې واقعي په هغه برخه کې پوهیږي. زموږ د انسانانو یوه بدبختي دا چې ناسمو ادرسونو ته مخه کوو. له هوښیارو او باتجربه خلکو سره سلا وکړئ. له داسې کسانو څخه لارښوونه وغواړئ چې له پیسو سره یې سروکار وي او همدا یې دنده وي. وړاندې زیاتوي: تر څو په نړۍ کې یاست، خوند ترې واخله، مه تر حده زیات ځان ستړی کوئ او مه بیخي ډېره سپما کوئ. له کومې سختۍ او فشار پرته د عاید لسمه برخه وساتئ، پر همدې قناعت وکړئ. له عاید سره سم لګښت وکړئ، مه کنجوسي کوئ او مه هم د پیسو پر لګولو وېرېږئ. لیکوال بار بار د خپلو سپمول شویو د ساتنې ټیګار کوي. دی سپمول شوې سکې اولادونه ګڼي او په خبره یې چې که ته خپل اولادونه خورې، نو له هغوی بیا د خدمت تمه مه کوه او کله ممکنه ده چې هغه به نور اولادونه درته وزېږوي. ته باید لومړی د طلایي مریانو یو لښکر جوړ کړې او تر هغې وروسته لویې مېلمستیاوې جوړې کړې، هله به بیا پښېمانه هم نه شې.
د لیکوال یو بل بحث پر رښتیني او کوټلي هوډ دی. دی اراده هغه وزن ته نه وایي چې انسان یې له پورته کولو عاجز دی؛ بلکې د کوټلي هوډ مانا دا ده چې یوه ثابته او نه بدلېدونکې موخه وټاکو او هغې ته د رسېدو په پار ځیني کارونه پر ځان واجب وګرځوو. کله چې یو وړوکی کار هم ټاکو، باید خامخا یې ترسره کړو. کتاب کې یوه بېلګه راغلې، همدا یې ستاسو مخې ته ږدم. د بېلګې په توګه، هر ځل په پل تېرېږې او اراده دي وي چې یوازې یوه یوه شګه به سیند ته غورځوې او دا کار به سل ورځې ترسره کوې. خپله دا پرېکړه باید پلې کړې. فرض کړئ په شلمه ورځ به نه وایاست چې راځه نن مه ځه، سبا به دوې شګې وروغورځوې. یا څه یې کوې، خو په سلمه ورځ یو موټی شګې وروغورځوه، ځان ترې بې غمه کړه، دا بې ګټې کار اوس څه مانا؟ نه د کوم کار هوډ چې دې وکړ او مسوولیت دې ومانه، باید ترسره یې کړې؛ خو هېڅکله هڅه مه کوه چې ډېر سخت و نه عملې کېدونکی کار وټاکې. د لیکوال په وینا هر ځای چې هڅه او کوښښ روان وي، هلته د شتمنۍ ویالې بهیږي.
د پور په تړاو وایي چې یو چا ته پور ورکړه، د ثواب کار دی؛ خو له پور ورکولو وړاندې له ځانه وپوښته چې آیا هغه کس دا پور بېرته پرې کولی شي او آیا د باور وړ دی که نا؟  خدای مه کړه په زیار ګټلې پیسې سیند ته وانه چوې. د ملګري او تربور لاس ونیسه، خو داسې هم مه کوه چې ټولې ستونزې یې سبا ستا پر څټ سپرې وي.
لیکوال د بوډاتوب ژوند هم له پامه نه دی غورځولی. انسان تل ماشوم و ځوان نه پاتیږي، یو وخت راځي چې په امسا به ګرځې او نور به لاس درکوي. د خپل بوډاتوب غم سر له اوسه وخوره او یو څه پیسې ورته پټې کړه. له هر چا سره باید د خپل زړښت غم وي او سر له اوسه یې غم وخوري. آن په خپلو اولادونو مه ډاډه کېږه، کېدای شي هغه تر تا ډېر فقیران واوسي. خپل بوډاتوب او لیري راتلونکې په پام کې ولرئ.
لیکوال یو ځای د خپل کور په لرلو ټینګار کوي. له کتابه یو متن راخلو: «اکثره بابلیان په کنډوالو کې اوسي او په یوه ککړ او ناوړه چاپېریال کې خپل اولاد رالویوي. دغه راز د کور څښتن ته د کرایې په نوم یو عالم پیسې بښې، په داسې حال کې چې نه دې مېرمن د ګلانو، بوټو کرلو ځمکه لري او نه دې هم ماشومان د لوبو ځای؛ حتی په شنه ژمي کې دې پیتاوی نشته. په دې د انسانانو اروا خوښیږي چې د خپل کور او بڼ له ونو انځر او یا یوه تاکه انګور راوشکوي. هر چا ته مې همدا سپارښتنه ده چې لږ ځمکه راونیسي او خپل کور اباد کړي. لږ ځمکه رانیول د هېڅ هوډمن انسان له وسې وتی کار نه دی. همدا اوس ډېرې ځمکې شته چې په مناسبه بیه خرڅیږي.»
د بابل خان کتاب امریکایي پانګوال جورج ساموېل کلاسن لیکلی او پښتو ژباړه یې جبار فراز بشپړه کړې ده. دا کتاب په داستاني ډول لیکل شوی. ځیني جملې یې دومره خوږې او ارزښتمنې دي چې د سروزرو په اوبو باید ولیکل شي او دومره لوړې کېښودل شي چې نړۍ هر انسان یې ولوستلی او ګټه ترې واخیستلی شي. دداسې کتابونو پښتو کول بې له شکه د ثواب و خرما کار دی. تېره ورځ یوه بل افغان ورور د کاروبارونو کیلي په نوم د کتاب زېری ورکړ. د نوموړي په قول چې دا کتاب دده د کلونو د زیار او کار ټولګه ده. د نوموړي په خبره د ۱۲۰ سکټورونو او ۱۲۰۰ عملي بېلګو دا شامل کامل کتاب ضرور د یوه کار لار در پرانیزي.
د کورنیو چرګو د پالنې – روزنې پر یوه کتاب استاد لېوال ګل خبرې لیکلې وې؛ زه یې نقلوم: ((داسې کتا بونه ژبه او فرهنګ د خلکو له ورځني ژوند سره تړي.
زموږ ملي ربړه ولږه او بېوزلي ده او د دې ربړې حل په همدغو نسخو کې نغښتی. که ما صلاحیت درلود، دا او دې ته ورته روزي بودوونکي کتابونه مې د کال تر ټولو غوره کتابونه نومول.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب