تاند(جمعه، د سلواغې/ دلوې ۵ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د پنجشنبې په ورځ په برلین کې وویل، جرمني هڅه کوي چې په جرمونو نور تورن افغانان، افغانستان ته واستوي.
اغلې فیزر دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې یوه افغان پناه غوښتونکي د چاړې په یوه بې رحمانه برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل او وروسته ونیول شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اغلې فیزر وویل: «موږ په اروپا کې یوازینی هېواد یوو چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته مو لومړی ځل جدي مجرمان بیرته افغانستان ته استولي دي. او زه غواړم په ډاګه کړم چې موږ په سختۍ سره کار کوو چې نور مجرمان هم افغانستان ته واستوو.»
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د اروپایي اتحادیې د ډبلین پر اصولو هم نیوکه وکړه، چې پر اساس یې کډوال باید هغه هیواد ته واستول شي چې لومړی ورغلی دی. د جرمني په جنوب کې د اشافنبورګ ښار مشکوک بریدګر د بلغاریا له لارې جرمني ته راغلی و.
فیزر وویل: «موږ بیا هم په واضح ډول ګورو چې د ډبلین سیستم نور کار نه کوي.»
د جرمنی رتلونکو انتخاباتو ته په کتو سره، داسی ښکاری چی بریدګر افغان به د راسیسټی ګوندونو د پلیدو نقشو قربانی شوی وی ( هغوی به په مرموزه او ماهرانه او غیر مستقیمه توګه دا کس هڅولی وی چی دا جنایت تر سره کړی ) او غواړی لدې ناوړه پیښی څخه د خپلو ګوندونو لپاره د خارجیانو په وړاندی یوه تبلیغاتی منفی سناریو را منځته او د عامو جرمنیانو اذهانو ته هغه څه تزریق کړی کوم چی د دوی هدف دی.