جمعه, جنوري 24, 2025
Home+د هیڅ درد دوا نه شوم / واجد منګل

د هیڅ درد دوا نه شوم / واجد منګل

زیات وخت تېر وو، پوره دولس کاله له کورنۍ، کلي او وطنه لیرې وم, په کوچنیوالي مې دې بیلتون ته غاړه ورکړې وه.

کور کې یوې کوچنۍ خبرې زما د ژوند برخلیک بدل کړ او تر بل هېواده یې ورسولم.

پوهېدم، کورنۍ به مې ډېر ځایونه را پسې لوټ په لوټ کړي وي، دومره انتظار به یې، لکه ستوري یې چې د شپې راتلو ته کوي، کړی وي، یا شاید له څو کالو وروسته یې په مرګ حساب کړی وم.

خو زه، د کلونو دردونو له زغملو سره سره بیا هم ضد نیولی وم. نه پوهیدم چې ولې، بېرته کور ته تلل مې نه غوښتل.

د نړۍ تر ټولو ښایسته ځای کې، له ښایسته خلکو سره اوسیدم، خو دا ښایسته ځای راته وروسته دوزخ ښکارېده.

هر څه مې لرل خو د زړه سکون نه وو.

هڅه مې کوله، ټول هېر کړم، نه کیده، ورځ په ورځ مې زړه را تنګیده، له ژونده ستومانه وم، زړه مې د مور غېږه غوښته، هغه غېږه چې د نړۍ تر ټولو ستړی زوی پکې آرام وکړي.

بله لار نه وه، لیونتوب مې په ځان نه لوریده، دوه اختیاره مې لرل، بېرته کور ته تلل یا همداسې سرګردانه پاتې کېدل.

له ځان سره مې وویل: تر کله به ضد نیولی وم؟، ایا ښه نه دی چې نور باید کور ته لاړ شم؟، ایا ما بد نه دي کړي؟

نه پوهیدم، نور مې دا بیلتون نه شو زغملی، افغانستان ته لاړم…

کور مې له ښاره لیرې په یوه کلي کې وو.

نه وم خبر چې کورنۍ مې لا تر اوسه هلته اوسیږي یا نه؟

زړه نا زړه مې له یو سراچه ډوله موټر لرونکي کس سره خبره وکړه، د کلي نوم مې ورته وویل.

پاو مزل مو وکړ، سر مې د موټر د دروازې له شیشې سره لګولی وو، د وطن ننداره مې کوله، له سترګو مې بې اختیاره اوښکې تویېدلې، هره سیمه را ته نوې ښکاریده، باید نوې وای، دولس کاله ترې لیرې وم.

د اوړي موسم وو، هوا ګرمه وه، د مازدیګر لمر د افغانستان د غرو په لوړو څوکو خپلې وړانګې غوړولې وې.

وروسته موټر چلونکي مې فکر را خراب کړ:

– را ورسیدو.

دوه سوه افغانۍ مې ور وشمیرلې، موټروان اکسیلیټر ته پښه ورکړه، شاته په سرک خړې دوړې پورته شوې…

شاوخوا مې وکتل، ټول ځایونه نا اشنا وو، د کلي بڼه زیاتره بدله وه، ډېر کورونه په کنډوالو بدل شوي وو، خاص څو لویې، نوې ودانۍ تر سترګو کیدې.

وړاندې لاړم، هیڅ نه پوهیدم، چې کوم ځای ته روان یم، خلکو هم نه پیژندم، د کلي ماشومان اوس زلمیان شوي وو او زلمیان بیا په پخه عمر کې وو.

د سیمې د بڼې بدلیدو له امله مې کور نه شو پیدا کولی, دومره مې په ذهن کې وو چې له یو سپین رنګه جومات سره نیږدې اوسیدو.

یوې او بلې خوا وګرځیدم، مخې ته له یو دېوال سره شنې ګڼې ونې ولاړې وې.

دا هغه ونې وې چې ما او ورور مې کېنولې وې.

بیا مې جنوب خوا ته وکتل، لویې لویې ودانۍ جوړې وې خو سپین رنګه جومات هماغسې ړنګ وو.

سم باوري شوم، کور مې سم کړ، دروازې ته ور ورسیدم، شاته مې د موټر غږ تر غوږو شو، د خام سړک په یو ړنګ ځای کې تور رنګه موټر په ډېرې تېزۍ سره ودرېد، د ښي اړخ ټایرونه یې د سړک ړنګ ځای ته برابر شول، له کندې اوبو څړیکه وکړه، پاکې جامې یې په خړو اوبو را ولړلې، پاس مې ور وکتل، یو ځوان هلک ترې راښکته شو، زړې او خیرنې جامې یې اغوستې وې، ستړی ښکاریده، لاسونه یې په رنګ تور شوي وو، شونډې یې چاودې وې.

فکر مې وکړ، ښایي د کلي یو کس دی. وروسته ښه نیږدې راغی، په حیرانۍ یې را ته وکتل، بیا مې له مخې تېر شو، د یوې ماتې خړې لرګینې دروازې خوا ته یې ګامونه واخیستل…

اټکل مې غلط وو، له کاره ستړی ستومانه راستون شوی دا هلک مې کشر ورور وو.

څو شیبې په ځای کې ولاړ وم، کور ننوتلو ته مې زړه نه شو ښه کولی، سل زړونه مې سره وتړل، په انګړ ور ننوتم.

اه! هغه پخوانۍ لویه حویلۍ نوره نه وه پاتې، چارچپېره خام دېوالونه تاو وو، یوازې یوه کوټه او تشناب ور پاتې وو.

کشر ورور مې په داسې حال کې چې ځمکه یې جارو کوله، را وکتل، زما څیرې ډېر بدلون کړی وو، نه وم یې پیژندلی.

مور مې د کوټې ته جوړ کوچني سالون کې په ویل چیر (معیوبینو چوکۍ) ناسته وه، له اوږو مې بکس ښکته کړ، ور منډه مې کړه، په پښو یې ور پرې وتم، له اوښکو ډکې سترګې مې ور واړولې:

-مورې! عابد یم.

غلې وه، د خبرو سېکه نه وه ور پاتې، زه هم چوپ وم، ذهن کې مې را تېر شول؛ ولې مې مور عکس العمل وه نه ښود؟ شاته مې مخ واړو، ورور مې هماغسې ولاړ وو، جارو ېې لاس کې نیولې وه، را ویې کتل، په تندي کې یې ګونځې پیدا شوې، په زوټه (زوره) یې را غږ کړ:

-زموږ له ځوریدو دې ډېر خوند واخیست؟، کور ته نه راتلل درته ډېر خوند در کړ؟ ها؟

ویې ټوخل، مخ یې سور واوښت، جارو یې له لاسه وه غورځیده، په خشکه (غوسه) یې وویل:

-ته به اوس زموږ د کوم درد دوا شې؟ مور به مې هماغسې روغه کړې؟ پلار به مې بېرته را ژوندی کړې؟

د ښي اړخ دېوال ته یې ګوته ونیوله:

-هغه دوه مشران ورونه به بېرته سره یو ځای کړې؟

وروسته غلی شو، چا خبرې نه کولې، ما مې د مور سترګو ته وکتل، خړه پرده پرې راغله، بېرته یې خلاصې کړې، غټه اوښکه یې له سترګو اوغورځیده…

ورور مې په حقه وو، مور مې را پسې د خبرو او ولاړیدو سېکه له لاسه ورکړې وه، پلار مې د غم او خفګان له امله مړ وو، دوه مشران وروڼه مې جدا شوي وو، د کور دروازې اوس د یوې پر ځای، دری شوې وې, لنډه دا چې هر څه بدل وو. زه بېرته راغلم خو د هیڅ درد دوا نه شوم…

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب