یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د ماناپوهنې له پلوه د ابهام ځیرنه | عبدالحنان آرمل

د ماناپوهنې له پلوه د ابهام ځیرنه | عبدالحنان آرمل

استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی

لړلیک

سریزه ۱

ابهام (Ambiguity) ۲

د ماناپوهنې له پلوه ابهام ۲

وییز (لغوي) ابهام (lexical ambiguity) ۳

په لیکنۍ ژبه کې ابهام د لاندې برخو په شتون او نشتون کې موندلای شو. ۳

الف: هاموګرافونه: (Homographs) ۴

ب: ټاکلي هوموفونونه:  (Homophones) ۵

ج: نازنځیري اوازونه: (Super segmental phonemes) ۵

الف: خج. ۵

ب: آهنګ… ۵

په ګړنۍ ژبه کې د وییز ابهام بېلګې په هوموفونونو کې موندلای شو. ۶

الف: هوموفونونه (Homophone) ۶

نحوي ابهام (Syntactic ambiguity) ۶

د نحوي ابهام ډولونه ۷

عبارتي ابهام. (phrasal ambiguity) ۷

رغښتي ابهام: (Structural ambiguity) ۷

د ابهام د له منځه وړلو لارې چارې. ۷

پایله ۸

اخځلیکونه ۹

نوم: عبدالحنان آرمل

ایمل: [email protected]

شمېره: ۰۷۹۸۴۸۲۲۸۸

اداره: کابل پوهنتون ژبو ادبیاتو پوهنځی ماسټري پروګرام دویم ټولګی

د مقالې عنوان: د ماناپوهنې له پلوه د ابهام ځیرنه

ارویونه: ابهام، د ابهام ډولونه، وییز ابهام، همتوریزونه، هموفونونه، نازنځیري اوازونه، خج، آهنګ، نحوي ابهام، عبارتي او رغښتي ابهام.

سریزه

که اړتیا د نَوِیسٌتنې (اختراع) مور وي، تر ډېره برېده ابهام هم د علم مور ګڼلای شو. کله چې د انسان په زړه کې د اړتیا انګېرنه ځای ومومي سم لاسي ابهام منځته راځي. وروسته بیا همدغه اړتیا (انګیزه) انسان په عملي توګه د پرمختګ لوري ته ورټیلوهي او د پرمختګ له پاره یې د پوهنېزو موندنو ډګرته بیایي  ترڅو له خپل ذهن څخه د اړتیا څرنګوالی وپوښتي او د حل او موخې ته د رسېدو له پاره یې لارې چارې ولټوي. د دغه بهیر (اړتیا، ابهام او علم) وروستی محصول په هغه څه بدلېږي چې نوم یې نَوِیسٌتنه ده.

په ورته وخت کې د انسان په ذهن کې د ادب او هنر لویه برخه له له عاطفې، تخیل او فکر سره تړاو لري. د هنر او ادب یوه ځانګړنه دا ده چې لوستونکی یا اورېدونکی په ناڅرګند، پیچلي او پټ حالت کې واچوي. په پایله کې دا پټ حالت د ذهن د غوړېدا سبب ګرځي.

ابهام د اوڅارتیا پر وړاندې دی. که له یوې جملې نه یوه څرګنده مانا وانخلو، مانا د ا چې جمله ابهام لري. په دې څېړنه کې مې هڅه کړي چې د ماناپوهنې له پلوه د ابهام په ډولونو بحث وکړم. ابهام به لغت او اصطلاح کې وپېژنو؛ په دې به پوه شو چې د ژبې په کومه برخه کې ابهام پېښېږي. وییز او نحوي ابهام څه او کوم کوم ډولونه لري.

که ابهام نه وایې انسانانو به څېړنې ته زړه نه ښه کاوه. ابهام د دې سبب شوی چې انسان یې له یوه پټ، ناڅرګند او تیاره حالت نه را ایستلی دی. د دې مقالې په لیکلو کې مې له ډېرې ځیرتیا کار اخیستی خو که بیا هم کومه نیمګړتیا وي او چېرې تیروتی وم. هیله لرم چې نور څېړونکي به یې را پسې بشپړه کړي. په پای کې د کابل پوهنتون له محترم استاد پوهاند ډاکتر اجمل ښکلي نه مننه کوم چې په ځینو برخو کې یې بې درېغه مرسته وکړه.

کابل پوهنتون پښتو څانګې د ماسټري د دویم ټولګي محصیل: عبدالحنان آرمل.

ابهام (Ambiguity)

د ابهام کلمه په عربي ژبه کې مصدر او حاصل مصدر ده چې په پښتو ژبه کې هم په ورته بڼه کارېږي. ابهام د اوڅارتیا پر وړاندې دی. په زاهد پښتو پښتو، معین او دهخدا قاموسونو کې په ترتیب سره د مصدر په بڼه داسې مانا شوی: پټ ساتل، پټ ایښودل، پټه خبره کول، تړل، پوښل او د حاصل مصدر په بڼه بیا د پټوالي، ناڅرګندتیا، تاریکي، پیچلتیا او بې تړه (بې شرطه) د یو شي د خوشي کولو په مانا راغلی دی (امام وردی، ۱۳۹۵، ۲۱۰ مخ).

په ګړنیزه مانا که په ژبه کې له یوې کلمې، ګړنې، جملې یا کوم بل متن څخه لوستونکی یا اورېدونکی د لوستلو یا اورېدلو پر مهال څرګنده او پرېکنده مانا وانه خیستلای شي او ذهن یې په بې مانا لارو یا هم څو داسې ماناو سر کړي؛ چې له خپل صورت څخه نا اشنا شي؛ ابهام ګنل کېږي (رحماني،  ۳ مخ).

ابهام یو ډول ګډوډي ده چې د متن او لوستونکي یا اورېدونکي د اړیکې پر وخت د یوې څرګندې مانا د پیدا کولو په وخت کې پېښېږي.  که څه هم ډېری ګډوډۍ له لږ ځیرتیا وروسته هوارېږي خو هماغه لږ ځیرتیا هم لوستونکی یا اورېدونکی د مانا په پیدا کولو کې له شک سره مخامخوي. دغه لږ ځیرتیا خپله یو ډول ګډوډي ګڼل کېدای شي. ابهام په ګړنۍ او لیکنۍ ژبه کې را څرګندېدای شي (شیرزی، ۱۳۹۰، ۱۶ مخ).

په انګریزي ادب کې د “Ambiguity”کلمه د پېچلتیا او داسې کلمې په توګه کارېږي چې څو تعبیرونه ورڅخه وشي او د اصل موندل یې اسانه نه وي. یو اروپایې څېړونکي د ویلیام  اِمپسون په نوم په  (۱۹۳۰ زېږدېز) کال یو کتاب (د ابهام اووه ډولونه) په نوم خپور کړ چې د ابهام په اړه یې پراخې څېړنې پکې ترسره کړې وي. په شعر او ادب کې د ژبپوهنې په پرتله د ابهام تله درنه وي (رحماني، ۳ مخ).

د ماناپوهنې له پلوه ابهام

په عمومي ډول ابهام د ژبې په دوو برخو کې را ښکاره کېږي. دغه راښکاره کېدنه یا د ژبې په ګړنۍ برخه کې وي یا د ژبې په لیکنۍ برخه کې.

صفوي د ابهام د ډولونو په ټاکلو کې د ماناپوهانوو په پیروي ابهام په دوو سطحو، وییز (لغوي) او نحوي برخو کې څېړلی دی. وییز ابهام هم په لیکنۍ او هم په ګړنۍ ژبه کې راڅرنګندېږٍي (شیرزی، ۱۳۹۰، ۲۴ مخ).

 مخکې له دې چې وییز ابهام په نورو برخو کې وڅېړو راځو دې ته چې وییز ابهام څه ته وایې.

وییز (لغوي) ابهام (lexical ambiguity)

وییز ابهام بېلابېل تعبیرونه او ماناوې لري چې په یوه جمله کې د یوې کلمې د څوګونو دلالتونو له لارې پیدا کېږي. کله چې یوه کلمه څو ماناوې ولري وییز ابهام ورته وایې. په جملو کې د څو مانیزو لغتونو کارول د دې سبب کېږي چې مبهمې جملې رامنځته کړي. د دې له پاره چې وییز ابهام ښه وپېژنو څو بېلګې به ولولو (صاحب ارغند، ۱۳۹۶، ۹۱ مخ).

احمده! زما لور ته ګوره زه بېرته راګرځم.

په  پورته جمله کې لور ګڼ مانیز لغت دی چې د طرف یا خوا او داس (د بزګري یوه اله ده چې غنم او رشقه ورباندې رېبل کېږي) مانا لري. داسې کلمې که په خپلواک ډول له جملې بهر هم وکارول شي سړی نه پوهېږي چې د متکلم په ذهن کې به کومه مانا وي او په همدې اساس د مخاطب په ذهن کې دوه تعبیرونه رامنځته کوي.

دنیا له هرچا پاتېږي.

د دنیا کلمه څو مانیز لغت دی، د نړۍ، شته او شتمني ماناوې لري. که دا کلمه په جمله کې هم وکارول شي مبهمه جمله رامنځته کوي لکه په دغه جمله کې مخاطب په دې نه پوهېږي چې د لیکونکي یا ویونکي موخه شتمنې ده که دغه مادي نړۍ چې موږ په کې ژوند کوو.

څانګې ته وختم.

څانګه څو مانیز لغت دی چې د ښاخ، دیپارتمنت او مسلک مانا لري. په پاس بېلګه کې لومړۍ دوو ماناوو ابهام پیدا کړی دی. سړی نه پوهېږي د متکلم موخه دا ده چې پښتو څانګې ته وختم که ښاخ ته وختم.

I went to the bank last month.

په انګلیسي کې (bank) څو مانیزه کلمه ده. دوې بېلې ماناوې لري. د سیند غاړې او بانک ته وایي. که په خپلواک ډول او یا هم په جمله کې وکارول شي سړی نه پوهېږي چې د متکلم په ذهن کې به کومه مانا وي ځکه د مخاطب په ذهن کې دوه تعبیرونه رامنځته کېږي. په پورته بېلګه کې مخاطب نه پوهېږي چې زه تېره میاشت د سیند غاړې ته تللی وم او که بانک ته تللی وم (ښکلی، ۱۴۰۱، ۷۰ مخ).

په لیکنۍ ژبه کې ابهام د لاندې برخو په شتون او نشتون کې موندلای شو:

وییز ابهام په لیکنۍ ژبه کې د همتوریزونو او ټاکلو هوموفونونو په شتون او د نازنځیرې آوازونو د نشتون په صورت کې راڅرګندېږي.

الف: همتوریزونه: (Homographs)

هغه لغتونه دي چې لیکلي بڼه یې سره ورته وي خو په وینګ او مانا کې سره توپیر ولري. که مخاطب د لور کلمه یا (داسې نورې کلمې چې لیکلي بڼه یې سره ورته خو په وینګ او مانا کې سره توپیر ولري) کوم ځای د سترګو د حس په واسطه ولولي ذهن یې د پرېکنده مانا په تر لاسه کولو کې له ستونزې سره مخامخېږي ځکه د لور (lur)کلمه د دختر او د لور (lor)کلمه د طرف او داس په مانا ده چې په لیکنۍ ژبه کې د ابهام سبب کېږي. همدا راز لاندې کلمې هم په لیکنۍ ژبه کې د وییز ابهام سبب کېږي.

برج (braj): د کلا په کونج لوړه وداني.

برج (burj): میاشت.

بدله (badala): ولسې سندره.

بدله (badla): غچ، انتقام.

بادرو (badro): په پشکال پسې موسمې میاشت.

بادرو (badraw): کړکۍ، دریڅه.

بعد (ba?d): وروسته.

بعد (bu?d): لریوالی، فاصله.

بل (bal): بل شوی، رڼا، ورپسې.

بل (bil): د اخیستل شوي مال سند.

ډول (dol): زموږ د کلیوالي موسیقي یوه آله.

ډول (dawl): طریقه، لار.

مهر (mahr):  جایداد او پیسې چې مېړه یې د نکاح تړلو په وخت کې خپلې مېرمنې ته د ورکول اقرار کوي.

مهر (mihr): مینه، وفا.

مهر (muhr): ټاپه.

ب: ټاکلي هوموفونونه: (Homophones)

هغه لغتونه دي چې هم یې غږېزه او هم لیکلي بڼه سره یو ډول وي خو له یوې څخه ډېرې ماناوې ولري لکه:

لور: طرف.

لور: داس.

ج: نازنځیري اوازونه: (Super segmental phonemes)

په لیکنۍ ژبه کې د نازنځیري اوازونو خج، آهنګ، بېلتون او پیوستون…  د ګرافیمونو نه شتون د دې سبب کېږي چې ابهام رامنځته شي. نازنځیري آوازونه په ډېرو مواردو کې له مانا سره سروکار لري.

الف: خج

خج د یو لغت د یوې څپې پر واول فشارته وایې. خج فونیمکي ارزښت لري او د مانا د بدلون سبب کېږي. په لاندې بېلګو کې د خج بدلون د لغتونو مانا بدلوي.

غوټه د ګیره په مانا.

غوټه غوطه په مانا.

ب: آهنګ

 آهنګ د زیروبمي یو ډول دی چې په پښتو جملو کې فونیمکي ارزښت لري. په نړۍ کې داسې ژبې شته چې کله یې لغتونه په لوړ، متوسط او یا ټیټ آهنګ ولوستل په مانا کې یې بدلون راځي. خو د لغت په برخه کې پښتو ژبه داسې ځانګړنه نه لري. البته دغه خبره د بېلتون او پیوستون په برخه کې هم صدق کوي خو په جمله کې فونیمکي ارزښت لري. (صاحب ارغند، ۱۳۹۶، ۹۲ مخ).

په ګړنۍ ژبه کې د وییز ابهام بېلګې په هوموفونونو کې موندلای شو.

الف:  هوموفونونه (Homophone)

هغه لغتونه دي چې  یوازې غږېزه بڼه یې سره ورته وي خو املایې بڼه سره توپیر ولري د دې له پاره چې ښه پوه شو لاندې بېلګې به ولولو لکه په دری ژبه کې دغه بېلګه. پدر حیات حیاط دارد.

په ګړنۍ ژبه کې د وییز ابهام بېلګې په دغو لغتونو کې ولولئ!

 خت د کمیس او خط د لیک مانا لري.

 صور د سپېلۍ او سور د یو ډول رنګ مانا لري.

ثواب د بدلې (عوض) او صواب د خطا مقابل مانا لري.

 سفر د تګ او صفر د قمري کال د دویمې میاشت په مانا (زاهد مشواڼی، ۱۳۸۵).

نحوي ابهام (Syntactic ambiguity)

 نحوي ابهام هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د جملې جوړښت له یوې څخه ډېرې ماناوې ولري. نحوي ابهام د ټولې جملې په کچه وي مخکې له دې چې د نحوي ابهام په ډولونو بحث وکړو دلته د نحوي ابهام څو بېلګې لولو:

  • آریا ماشوم خپلې مورته ورکړ او دا په خپل کار پسې ولاړه.

په پورته جمله کې دوې ماناوې نغښتې دي. اول: آریا خپل ماشوم خپلې مورته ورکړی او دا په خپل کار پسې تللې ده. دویم: له آریا سره د بلې مېرمنې ماشوم و کله چې په خپل کار پسې تله ماشوم یې بېرته هغې مېرمنې ته ورکړی دی.

د نحوي ابهام ډولونه.

عبارتي ابهام. (phrasal ambiguity)

  • سر یې ور خلاص کړه.

په پورته جمله کې «سر یې» یو عبارت دی چې له څوګونې دلالت څخه برخمن دی. د متکلم په موخه سړی نه پوهېږي چې موخه یې د یو کس سر ورخلاصول (پوه کول) دي او که د قوتي یا کوم بل څیز سر خلاصول دي.

  • زما لورته ګوره.

په پورته جمله کې «زما لورته» یو عبارت دی چې له څوګونې دلالت څځه برخمن دی. دلته هم سړی د متکلم په موخه نه پوهېږي چې موخه يې خپل لور (داس) دی که موخه یې خپل طرف دی.

  • شانه ام شکست.

په پورته جمله کې «شانه ام» یو عبارت دی چې له څوګونې دلالت څخه برخمن دی. دغه عبارت هم ابهام لري مخاطب په دې نه پوهېږي چې د متکلم موخه خپله اوږه ده او که خپله ږمونځ (د ويښتانو ږمنځولو وسیله) (امام وردی، ۱۳۹۵).

  رغښتي ابهام: (Structural ambiguity)

په جمله کې د توکیو له ناسم ترتیب او رغښت نه پیدا کېږي.

  • د هغوی خبرو بریالی وځوراوه.

په پورته جمله کې رغښتي ابهام نغښتی دی. دوې ماناوې لري ځکه لوستونکی/ مخاطب په دې نه پوهېږې چې د هغوی د خبرو موضوع بریالی و چې وځورېد او که هغوی د بریالي په اړه خبرې کولې چې بریالی وځورېده.

  • بریا آریا ولیده.

په پورته جمله کې بریا او آریا دوه ښځینه نومونه دي او رغښتي ابهام په کې نغښتی دی؛ دوې ماناوې لري. لوستونکی/ مخاطب په دې نه پوهېږي چې بریا را پاڅیده آریا یې ولیده او که آریا را پاڅیده بریا یې ولیده.

د ابهام د له منځه وړلو لارې چارې

د وییز ابهام د له منځه وړلو له پاره دوې مهمې لارې موجودې دي. یو داچې ګڼ مانیزه کلمه په یوه هم‌مانا هغې واړو د بېلګې په توګه که د څانګې پر ځای ديپارټمنت ووایو ابهام له منځه ځي. بله لار داچې د وراشې (مکالمې) پر وخت د ویناوال او اورېدونکي ترمنځ خپلمنځي پوهاوی شته وي ابهام له منځه وړي. (ښکلی، ۱۴۰۱، ۷۰ مخ).

پایله

ابهام په ماناپوهنه کې یوه مهمه او په زړه پورې موضوع ده. په تطبیقي ماناپوهنه کې د ابهام د پېښېدو امکان شتون نه لري ځکه مخاطب د ژبني او ناژبني اوب سره سم ابهام حلوي.  په نظري ماناپوهنه کې ابهام هغه وخت پېښېږي کله چې څوګونې دلالت د یوې مشخصي مانا له پاره ټاکلې پرېکړه ونشي کړای.

که په ژبه کې له یوې کلمې، ګړنې، جملې یا کوم بل متن څخه لوستونکی یا اورېدونکی د لوستلو یا اورېدلو پر مهال څرګنده او پرېکنده مانا وانه خیستلای شي ابهام ګڼل کېږي. په عمومي ډول ابهام په ګړنۍ او لیکنۍ ژبه کې راښکاره کېږي. ماناپوهنه کې ابهام په دوو برخو ویشي: وییز او نحوي ابهام چې هر یو یې په ګړنۍ او لیکنۍ ژبه کې راښکاره کېږي.

وییز ابهام په لیکنۍ ژبه کې د هاموګرافونو او ټاکلو هوموفونونو په شتون او د نازنځیرې آوازونو د نشتون په صورت کې راپېښېږي. په ګړنۍ ژبه کې هوموفونونو کې را ښکاره کېږي. نحوي ابهام د عبارت په کچه او د رغښت په کچه راښکاره کېږي.

د ابهام د له منځه وړلو له پاره په کار ده چېګڼ مانیزه کلمه په یوې هم‌مانا هغې ولیکو د بېلګې په توګه که د څانګې پر ځای ديپارټمنت ولیکو یا ووایو ابهام له منځه ځي. بل کله چې د وراشې (مکالمې) پر وخت د ویناوال او اورېدونکي ترمنځ خپلمنځي پوهاوی شته وي ابهام له منځه وړي.

اخځلیکونه

  • ارغند، ذبیح الله صاحب. ۱۳۹۶ ل.ل.ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
  • امام وردی، محمد حسن. ۱۳۹۵ هـ.ش. ابهام زدایی از طریق ویرایش قوانین. دوره ۱۳، شماره۲. ایران: دانشگاه بین المللی امام رضا (ع)، مشهد.
  • انټرنیټ. http://linguist87.blogfa.com/post/222
  • رحماني، ګل الرحمن. ابهام او لوستونکي. کابل: علوم اکاډمي.
  • زاهد مشواڼی، عبدالقیوم. ۱۳۸۵ ل. ل. زاهد پښتو- پښتو سیند. پېښور: دانش خپروندیه ټولنه.
  • شیرزی، قهرمان. ۱۳۹۰هـ. ش. فنون ادبی (علمی – پژوهشی). سال سوم، شماره ۲. ایران: اصفهان.
  • ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱ ل.ل. د ژبپوهنې نظريې. کابل: پکتوس خپروندویه ټولنه.
  • غوربندی، میراجان. ۱۳۹۴ ل.ل. لکسیکالوژي (لغت پوهنه). کابل: انتشارات نام.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب