Homeخبرونهبلاول بوټو: له افغانستان سره د پاکستان ستونزې په اسانه نه شي...

بلاول بوټو: له افغانستان سره د پاکستان ستونزې په اسانه نه شي حل کېدای

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د پاکستان د پیپلز ګوند مشر د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې پېچلې وبللې او ویې ویل چې ګومان نه کوي چې په داسانه دې حل شی.

بلاول بوټو زرداري د دوشنبې په ورځ په پېښور کې وویل چې د دوو خواوو ترمنځ ستونزې افغانستان ته په سفر کولو یا هلته د چای په څښلو نه حل کېږي.»

د شهباز شریف د حکومت په تېره دوره کې، چې بلاول بوټو د باندنیو چارو وزیر و، ځینې سیاستوالو پر بلاول بوټو انتقادونه کړي وو چې ولې افغانستان ته سفر نه کوي او له طالبانو سره د پاکستان پر ستونزو خبرې نه کوي.

خو ظاهراً د ده د څرګندونو اشاره د پاکستان د استخباراتو پخواني ريیس جنرال فیض حمید ته وه چې د طالبانو له واکته رسیدو سره سم کابل ته لاړ او په سرینا هوټل کې یې د بري د نښې په توګه د چایو پیاله پورته کړه.

بلاول بوټو وویل: «د افغانستان او پاکستان ستونزې باید حل شي او دا باید ومنو، چې ټولې مسلې د افغانستان په واک کې نه دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...