اوبلنې سترګې یې ونغاړلې، لاس یې شاته کړ پاڼې یې پرځمکه وغورځولې، زر زر یې پوښتنې پیل کړې، کور کې څه حال وو؟
ټول ښه وو؟
زما دتګ نه روسته لږ زما په قدر پوه شوې کنه!
ورور یې مسکی شو، غوږ یې تاو کړ، ښه شوې واده شوې، هسې تانه جدایي کې اوس هرڅه تنها خورم نیم په نیم حساب چا سره نه لرم.
دری سهاره شول غږ دې نه شته، آواز نه کړې، تر ډېره ویده وو، جګړه جګړه خو بیخي نشته!
نو څه له پاره تردې ځایه راپسې راځې هسې زه دې یادېږم که څنګه!
ځلا درد تېر کړ او دتېر په څیر یې په مغرور انداز ځان خوشحاله وښود.
بس بس ماویل واده روسته به دې ژبه لږه وړه شوې وي، اوس هم داسې لګیا یې، رشتیا آښی مو چیرته؟
ورشه دننه دی زه به چای دروړم.
ځلا دخپل لیکلي کتاب پاڼې پلاستیک ته کړې په تېز آواز سره یې مېړه غږ کړ، اوس هم څه لیکي که چای راوړې، ځلا د پیالو آواز اوچت کړ وښودل چای تیاروي.
ځان سره یې ویل زما ګناه څه وه او څه ته دې ددې خلکو ترمنځ زېږولم او که زېږولم دې، بیا دې ولې ددوی همفکره او همغږه نه کړم.
کاشکی هرڅه خوب وی کاشکی داصحاب کهف خوب وړې وی، سَوونه کاله روسته ویښه وی، دا نسل او سوچونه يې ختم وی، چې ښځې سره لیکوالي او سیاست ښه نه دی! دښځو دپرمختګ او کار په وړاندې حساسیتونه نه وی.
دځلا وړو وړو هیلو ته دهغې په نوي ژوند کی بالکل ځای نه وو، ددې سره سره د تکنالوژي کارول یا څه خپرول کوم، چې ددې شوق وو او کالونه یې دزړه درد او دنړۍ رنګ خپرول، دقلم سره سره ختم شول.
هغې دا حس کړل؛ چې تعلیم دښځو له پاره په دې ټولنه کې فضول دی، ورځ تربلې یې هیلي داوبو سره لاهو شوې، هغه که دنده وه اوکه شوق ټول ختم شول، هغې دکورنۍ دټولو غړو زړه لاس ته راوړ، مېړه او کورنۍ یې ترې خوښ وو، خو ځلا خپل زړه او روح وخته خاورو ته سپارلي وو، بې روحه جسد وه، ژوند یې نه کړو، بلکې ژوند یې تېرولو، هغه پوه وه ټولنه یې بغاوت نه مني او نه هم اجازه او حق دبغاوت ورکوي، دې ومنله ښځه ترڅو دټولنې په خوښه ناڅي تر هماغه کولئ شي د عزت ژوند وکړي، کنه دفاحشې او بدلمنې خطاب ورته کوي. هغې دجبر ژوند تېراوا او خلکو د ښې مېرمنې لقب ورکړ او پاتې ښځې یې هم هڅولې، ترڅو ځلا په څېر تتې شي او درڼا مخه یې دپ کړي.
خوند یې ونه کړ، کوم شی پکې کمبود شته دی نور نه پوهیږم تر اخره مې ونه لوسته
قلم د تاند او غږ اوچت اوسه!
درنـی پښتنی خوری قلم د هڅانـد او غږ دی اوچت اوسه!