جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودله ډاکټر ماخان شینواري سره | عصمت الله شینواری

له ډاکټر ماخان شینواري سره | عصمت الله شینواری

نه پوهېږم چې هڅونه پخپله څه ده او ولې انسان په یوې وړې او ښې خبرې ډېر کار ته هڅېږي. زه خپله داسې یم چې په وړې او ښې خبره انګېزه اخلم او پارېږم، خو په پښتنو کې بیا ډېر کم خلک شته چې بل پښتون دې وهڅوي. له دغو کمو خلکو یو ستر انسان کاکا جان ډاکټر ماخان شینواری دی چې تل یې هڅولی یم او زما نشت کار یې ستایلی دی. که څه هم کاکا ماخان پخپله فزیکپوه او شمېرپوه دی او فزیکپوهنه او شمېرپوهنه کې یې تر ډاکټرۍ زدکړې کړي دي، خو له خپلې ژبې سره بې کچې مینې دې ته هڅولی چې په ژبه کې ده ته منشه شوي شیانو باندې لیکل وکړي.

ما چې کله پښتو ژبپوهنیزې لیکنې خپرې کړې، نو کاکا ماخان ډېر وهڅولم او په فیسبوک کې یې څو وارې د ستاینې او هڅونې څرګندونې راکړې. سږکال هغه وخت چې په کابل پوهنتون کې زموږ د درانه استاد پوهاند محمد اسمعیل یون «نیمه پېړۍ یون» سیمینار جوړ شو، نو کاکا ماخان هم راغلی و. هغه وخت مې له نژدې ورسره ولیدل، خو ما په پوهنتون کې درسونه لرل او ډېر بنډار مو سره ونه کړو. دی المان ته لاړو او زه دلته پخپلو درسونو بوخت شوم. اوس چې په نوي زېږدیز کال (۲۰۲۰) کې ډاکټر ماخان بېرته کابل ته راغلو، نو د ده په بلنه ورغلم او څه ناڅه نیمه ورځ بنډار مو سره وکړو. په دې بنډار کې مو د جودرې د شهیدان غم یادولو ورهاخوا پر ځینو نورو ژبنیو توکو هم خبرې وکړې چې په دې لیکنه کې یې را اخلم.

ډاکټر صاحب د ژبو په اړه پر عمومي لیارو باندې وغږېدو. ده وویل چې ټولې ژبې د لیارو او قاعدو له پلوه سره ډېرې نژدې او زیاتره یې یو شان دي، نو که چېرته یوه ژبه پخپل ځان کې څه ونه لري، کولی شو په بله ژبه کې د هغه شي انډول وګورو او خپلې ژبې ته یې د هماغه انډول له مخې ژباړه وکړو. بېلګه یې د ضمیر یاده کړه. ده وویل چې ضمیر عربي کلمه ده او انګرېزۍ کې ورته Pronoun وايي چې کله د پروناون مفهوم پخپله په انګرېزۍ کې وګورو، نو پوهېږو چې دا هغه څه دی چې د نوم پر ځای کارېږي، نو ژباړه یې که د (نومځاینیوی) شي خبره جوړېږي. هم په پښتو کې د کلمې انډول پیدا کېږي او هم یې مانا د بلې ژبې له مفهومه سره په ټکر کې نه راځي. د همدې موضوع اړوند ده د فزیک او شمېرپوهنې (حساب) اړوند ځینې نومونې لکه جامد ته کلک، مایع ته بهېدونکی او غاز ته تښتېدونکی او … نومونو بېلګې هم راکړې چې ډېرې پرځای او معقولې نومونې دي.

له ډاکټر صاحب سره مې د ده په (ئ په پښتو تپل شوې) سرلیک سره پر یوه لیکنه چې تاند خپره کړې، هم خبرې وکړې. ده ډېر ښه دلیلونه وړاندې کړل. ویې ویل چې د «ئ» غږ او «ۍ» غږ یو ډول دی، نو څه اړتیا چې یوه غږ ته دې دوه توري وټاکل شي. که خبره د نوم او کړ (فعل) د بېلتانه وي، نو دا نورې یېګانې هم باید سره توپیر شي. د بېلګې په ډول؛ (ادې) یو نوم دی او په (ې) غږ پای دی، خو (خورې) یو فعل دی او هغه هم په همدې غږ سره پای دی او دواړو ته یو توری لرو. که هلته نوم او کړ په (ئ او ۍ) سره بېلوو، نو دلته یې هم باید بېل کړو. ده وویل که چېرته دا ډول کار وکړو یانې د نومونو او کړونو لپاره بېله بېله (یې) وټاکو، نو یېګانې به تر شلو واوړي، نو پایله یې دا چې د (ئ) پر ځای که یوازې (ۍ) ولیکو، ښه به وي.

کاکا ماخان بیا ډېره په زړه پورې سکالو د (منځ کې between او په منځ کې middle) راواخیسته چې زه یې هم ورته ځیر کړم. ده وویل چې (منځ کې) یو روستربل post-position دی او هغه وخت یې کاروو چې له دوو خواوو را ایسار شی په نښه شوی وي. کاکا ماخان ما ته ډېرې ښې بېلګې راکړلې، خو دلته به زه خپلې څو بېلګې راوړم چې د ده له خبرو څخه ما خپله جوړې کړې دي او سکالو پکې ښه روښانه شوې، لکه؛

۱- زما او ستا منځ کې مننه نشته There’s no thanking between you & me.

۲- د ډانګ او پړانګ منځ کې را ایسار یم I am between the bludgeon and the tiger.

کاکا ماخان وویل چې دلته د (منځ کې) د (په) سربل یا د (تر) سربل ته اړتیا نه لري، ځکه (منځ کې) پخپله روستربل دی. او دویمه بڼه یې (په منځ کې) ده چې د (په) سربل او (کې) روستربل ترې راټول او (منځ) پخپله نوم دی. دلته د کاکا ماخان د دې خبرې لپاره زه بیا هم خپلې بېلګې راوړم:

۱- کابل پوهنتون دکابل ښار په منځ کې دی Kabul University is in the middle of the Kabul City.

۲- د خونې په منځ کې بخارۍ ده The stove is in the middle of the room.

ډاکټر ماخان دا خبره نوره هم ډېره وسپړله، خو زه فکر کوم چې د ده له خبرو زما دې کوچني اخځ به تاسې ته مفهوم در رسولی وي، نو له نورې سپړنې یې تېرېږم. 

بله خبره د یې د ژباړې یاده کړه چې په ژباړه کې باید ژباړن له خیانته او مفهوم خرابولو ځان وساتي. ده وویل چې ژباړن چې په دواړو ژبو ښه پوه وي، باید په هغې ژبې کې چې ژباړه ورته کېږي، د ژباړې مفهوم خراب نه کړي او ورسره ورسره د لیکوال امانت سم سيي ورسوي.

ده ځینو نورو موضوعګانو باندې هم خبرې وکړې چې ما تېروتنه وکړله او هغه مې یاداښت نه کړلې. د ده له بنډار وروسته زه خپله ځینو نورو موضوعګانو ته ځیر شوم او نوې سوژې مې پیدا کړلې. که ژوند و، نو لیکنې به پرې وکړم. له کاکا ماخان سره ناستې ډېره انرژي راکړله او زما دا قناعت وشو چې پښتو د پرمختګ پر لور روانه ده او اوس ورته پښتانه پوهان خپل دروند او قیمتي وخت ورکوي او څېړنې پکې کوي. 

کاکا ماخان ته د اوږده عمر او خوښ ژوند غوښتونکی یم. 

د پښتو ژبې هراړخیزې بشپړتیا په هیله

درنښت

له تاسې ټولو کشروټی، عصمت الله شینواری

4 COMMENTS

  1. د دروند ډاکټرصېب ماخان مېږي شينواري ليکنې مې دلته په (تاند) کې لوستې، له ژبې سره د ده لېوالتيا د ستايلو ده، خو له ژبې سره يې چلند مسلکي نه، ذوقي دی او ګرم هم ځکه نه دی چې دی د ژبې څانګوال نه دی.
    لومړی: د «مايع» لپاره د «اوبلن» پرځای د «بهېدونکي» ويي کارول فکر کوم سم نه‌دي. ځکه:
    تر بهېدونکي په اوبلن کې د مايع مفهوم ښه‌ترا رااخيستل شوی. بهيدونکی د جاري مانا لري، مايع تل جاري نه وي.
    «ونکی» فاعلي روستاړی دی او له بده مرغه ډېر بېځايه زيات دودی شوی دی. په په پښتو کې يې پرځای (وندوی، ونی، ی، ند، من) او ځينې نور روستاړې هم کارېدای شي. لکه: ساتونکی، ساتندوی؛ بشپړوونکی، بشپړاند؛ دردوونکی، دردناک؛ ګټونکی، ګټيالی؛ ډېرې نورې بېلګې هم شته. دا ښکاره خبره ده چې د روستاړي بدلول نوې وييونه جوړوي؛ خو زموږ دوستان يې دې باريکۍ ته پام نه‌کوي. که ډاکټر صېب د نويزونو شوقي وي، نو هيله ده چې دې ټکي ته پام وکړي. ونکی يوازې د اوسمهال او ګانده لپاره کارېږي، موږ يې په تېروتنه په تېرمهال کې هم کاروو.
    دويم، اوبلن تر بهېدونکي خوږ او لنډ دی، چې د نويزونو په جوړولو کې دې برخې ته پام اصل دی.

  2. د راته ګران واره ګل عصمت شینواري مننه، چې زما په هکله یې دا لیکنه کړې، که څه هم زه زما د ستایلو پلوی نه یم، خو بیا هم سړی خوښیږي او همداسې د منلې زاهد کریمزي صیب څخه هم مننه، چې زما لیکنې لولي او له دې د سمون له پاره او یا د سمون په هکله لیکنې څخه یې هم ډېره مننه. زما لیکنه چې په تاند درنه پاڼه کې د مای په اوم د ۲۰۱۹ کې خپره شوې په پوره پوهنیزو د لایلو سمبال ده، خو بیا هم زما دا لاندې په دې ځواب کې لنډه روښانه ونه!
    مسلکیوالي ته – د مسلک له مخې ما تراوسه داسې څه ته په پښتو کې هم ګوته نه ده نیولې، چې هغه دې یوې ژورې ژبپوهنې ته اړتیا ولري او په ژبه پوهنې اړتیا یې زما په اند پوره کولی شم. له بلې خوا هغه څه چې ما لیکلي، هغه مې له ځانه نه دي پیداکړي، د څه چې زه ورسره پوره مخامخوالی لرم.
    د نومونو ايښوول د چا د خوښې کار نه دۍ، دا د ټولیزو ژبلارو د لارو لاندې راځي که چېرته یو ژبپوه په کوم د باندني وی نه پوهیږي، نو دا باید د هغه مسلک کسانو سره په نورو ژبو کې وګوري او انډول یې په پښتو کې هرو مبرو شته، چې بیلګه یې همدلته دا مایع راوړو::
    پښتوپوهان چې دا مایع اوبلم بللې، پوره ناسم دۍ، دا ځکه چې د اوبلن او مایع په پېژند سره دا ګران نوم ايښوونکي د مسلک او عربي ژبې له مخې نه وو بلد، چې دا مایع یې داسې بللې. دا نو څنګه باید وبلل شي؟
    په دې هکله د تاند په درنه پاڼه کې زما په لیکنه کې پوره روښاتیا شته، خو بیا هم دا د یوه په ژبپوه او مسلکي کس په څیر روښانه کوم. بیا: دا مې مسلک دۍ، چې د مسلک په بنسټ مایع باید په کوم انډول نوم ونومول شي. دا نومول نه دي، دا همداسې انډول بلل دي.خبره داسې را لنډوم:
    بیلګه یې په
    2H2O
    اېچ دوه او ( لند: ا د او) یې بولو راوړم:
    ټول تنونه د تودوخۍ له مخې په درې ټولګیو وېشل کیږي:
    لومړی:کلک تنونه، چې مالیکولونه یې سره کلک نښتي وي او ځای نه بدلوي یا نه خوزیږي، لکه تیږه، اوسپنه او یخ یا ،، ایچ دوه او،، که تودوخي له صفردرچې کښته وي، نو دا ،، ا د او،، د کنګل(یخ)، واورې او د نرمو واورو، چې اوبلن یې بولو شتون لري یا شته دۍ دا په دې مانا چې دا هم د کلکو تنونو په ټولګي کې راځي یعنې دا اوبلن هم.
    دویم: مایع، چې موږ یې له دې وروسته انډول بهیدونکي بولو یا دا بهیدونکي دي، موږ یې نه بولو: دا هغه تنونه دي، چې مالیکولونه یې سره کلک نه وي نښتي او یوبل ټیلوهي او که رابند نه وي نو بهیږي لکه تیل، شړومبې شیدې او اوبه د ،،ا د او،، تودوخې له صفر پورته وي، دا اوبه دي او بهیږي. دا نو نه یخ دۍ، نه واوره او نه نرمه واوره یعنې اوبلن. د لته دې دا په ګوته شي، چې دا اوبلن خوي یواځې ،،ا د او ،، لري او شیدې، شړومبې نه شي اوبلنېدی، نو له دې امله مایلع، چې د یوه ټولګي خوي دۍ اوبلن یې انډول نه دۍ، دا مسلکي څېړنه ده.
    دریم: تښتېدونکي: هغه حه چې مالیلونه یې یو له بل تښتې، که دا په څه کې رابند نه وي، لکه غازونه، او د بوي شیان، چې بوتله دباندې شي یو له بل تښتې، چې انډول نومه ونه یې تښتېدونکي یا غازونه دي. که چېرته د ،، ا د او،، تودوخي له سلو پورته شي، نو دا بیا بخار کیږي او مالیکولونه یې یو له بل ازادیږي، دا بخار بیا تښتیدونکی دۍ، بیا وایم: د مسلک او څېړنې له مخې دا مایع انډول بهیدونکی لري او بس. دا د چا خوښه نه ده، دا همداسې دی. په لیکنه کې زه له تا سره هم هم اند نه یم، خو نور څه نه لیکم او په همدې بسیا کوم.
    اخرنۍ یادونه: په پوهنیزو څېړنو کې دا ځای نه لري، چې زما په ګومان. په پوهنه کې هرڅه باید روښانه وڅیړل شي.
    ستاسو له سړې سینې ډېره مننه.
    زما د ای مایل پته
    [email protected]
    . که غواړۍ، نو له دې لارې سره ستونځې اوبی کولی شو، هیله ده زما د لیکنو په لا سمون کې راسره مرسته وکړۍ. ستاسو ماخان.

  3. درون مشر ډاکټر صېب؛ زه تل ستاسې ليکنې په تاند کې ګورم، له ډېرو خبرو سره مو يوه خوله نه‌يم، هلته مې هيڅکله د څه ليکلو جرائت نه‌کاوه، کله چې مې ستاسې په اړه د ګران ملګري عصمت الله شينواري ليکنه ولوسته، نو د يوڅو کرښو ليکلو جرائت مې وکړ، هيله ده چې زما په خبرو مو خوا نه‌وي درنه شوي. زما د زړه‌بدۍ خو هيڅ فکر مه‌کوئ.
    لومړی، «اوبلن» د «مايع» کټ‌مټ ژباړه نه‌ده، بلکې معادل يې دی. که خپل وييونه له نورو سره پرتله کوو، نو بيا ډېر نور وييونه هم شته، چې سره کرښه پې بايد راکاږو.
    دويم، که څه هم تاسو په ژبه کې د ويي او مانا له قرارديوالی سره چندان جوړ نه‌ياست، خو دا يو حقيقت چې د ژبې ټول ويیونو او مانا ترمنځ طبيعي اړيکه نه‌‌وي. زموږ په کليوالو سيمو کې اوس هم موټرسايکل ته «ډبډبی» وايي، چې د موټرسايکل له غږ (ډب-ډب) څخه اخیستل شوی، يا چڼچڼه چې نوم او مانا ترمنځ اړيکي طبيعي ده. موږ ولې «اس» ته «اس» وايو؟ د نوم او مانا ترمنځ کومه طبيعي اړيکه نشته، دلته اړيکه قراردادي ده، يا ولې «سړک» ته «سړک» وايو؟ موږ دلته د قراردادي اړيکې له منلو پرته بله لاره نه‌لرو.
    درېيم، راځم، ستا دليل ته، تاسې «اوبلن» د عربي «مايع» سره پرتله کوئ، سبا بلڅوک راځي، له انګريزي (Liquid) سره به يې پرتله کوي، او له انګريزۍ په اغيز به ورته «روانېدونکې» وايي. ځکه په انګريزۍ د (Liquid) هممانيزونه (Fluid، Melting، Running,Wataery,Fluent) او ځينې نور هم دي. دا هممانيزونه په (بهېدونکي، ويلي شوي، روان، اوبو ته ورته، روانېدونکی) اړولی شو. دا بېلګې ځکه دلته راوړې چې موږ بايد خپله ژبه د خپلې ژبې جوړښت او سکښت ته په پام نويزونه جوړ کړو، که نورې ژبې معيار کړو، نو شل او سل لارې جوړېږي.
    څلورم، ټول شيان په کلک، اوبلن او غاز ويشل شوي، ساينسي بحث يې جلا خبره ده، خو که خبره ولس ته راوړو، نو کله چې يو شی له کلکوالي په اوبلن واوړي، نو ولس ورته «بهېدونکی» نه، ويلی شوی وايي، بيا خو نه اوبلن سم دی او نه بهېدونکی، ويلن يا ويلي شوی ورته وايو.
    تاسو په يو بله ليکنه کې د «روغتون» پرځای «ناروغتون» سم ګڼلی و؛ دا دليل چې «روغتون» د ناروغانو ځای دی او بايد «ناروغتون» وګڼل شي، د پارسي له «بېمارستان» په اغيز دا خبرې کېږي. خبره د «روغانو» او ناروغانو» نه ده. دا د رغېدلو يا روغېدلو ځای دی. همداسې که پوهنتون او پوهنځی د د پوهېدلو او پوهولو ځای ونه‌ګڼو، نو بيا خو بايد په «ناپوهنتون او ناپوهنځي» واړوو، ځکه دا به د ناپوهانو ځای وي. بلځای کې مو د «سلنې» پرځای «سلمه» سمه ګڼلې. زه خو «سلنه» ځکه سمه ګڼم چې د «له سلو نه» لنډی شوی ګڼم. لکه: له سلو نه شل کسه، نو په لنډ يې يې وايم «شل سلنه»
    ستاسې د اخرنۍ يادونې په اړه: ستاسو خبره سمه ده، په پوهنيزو څېړنو کې زما په ګومان ځای نه‌لري، ما ځکه ستاسو په مقابل کې ليکلې، چې نه مې دې غوښتنې ستاسې خبرې په تونده رد کړم او بل په څېړنه کې وروستۍ خبره نه‌وي او کله چې وروستۍ خبره نه‌وي، نو «زما په ګومان» ليکل به ډېره کمزورې خبره نه‌وي. ما خبره د ښو او بدو وييونو نه‌ده کړې، دا خبره ټوله مني چې ښه اهنګه او بداهنګه کليمې شته. بله دا چې په نويزونو کې د نورو اصولو ترڅنګ «خوږغږۍ، اساني، روانوالی او سپما» مهم آرونه ګڼل کېږي، نو دې ټولو اصولو ته په پام د اوبلن پرځای بهېدونکی پوره ناسم دی.
    په مينه او درناوي

  4. درون مشر ډاکټر صېب؛ زه تل ستاسې ليکنې په تاند کې ګورم، له ډېرو خبرو سره مو يوه خوله نه‌يم، هلته مې هيڅکله د څه ليکلو جرائت نه‌کاوه، کله چې مې ستاسې په اړه د ګران ملګري عصمت الله شينواري ليکنه ولوسته، نو د يوڅو کرښو ليکلو جرائت مې وکړ، هيله ده چې زما په خبرو مو خوا نه‌وي درنه شوي. زما د زړه‌بدۍ خو هيڅ فکر مه‌کوئ.
    لومړی، «اوبلن» د «مايع» کټ‌مټ ژباړه نه‌ده، بلکې معادل يې دی. که خپل وييونه له نورو سره پرتله کوو، نو بيا ډېر نور وييونه هم شته، چې سره کرښه پې بايد راوکاږو.
    دويم، که څه هم تاسو په ژبه کې د ويي او مانا له قرارديوالی سره چندان جوړ نه‌ياست، خو دا يو حقيقت چې د ژبې ټول ويیونو او مانا ترمنځ طبيعي اړيکه نه‌‌وي. زموږ په کليوالو سيمو کې اوس هم موټرسايکل ته «ډبډبی» وايي، چې د موټرسايکل له غږ (ډب-ډب) څخه اخیستل شوی، يا چڼچڼه چې نوم او مانا ترمنځ اړيکي طبيعي ده. موږ ولې «اس» ته «اس» وايو؟ د نوم او مانا ترمنځ کومه طبيعي اړيکه نشته، دلته اړيکه قراردادي ده، يا ولې «سړک» ته «سړک» وايو؟ موږ دلته د قراردادي اړيکې له منلو پرته بله لاره نه‌لرو.
    درېيم، راځم ستا دليل ته، تاسې «اوبلن» د عربي «مايع» سره پرتله کوئ، سبا بلڅوک راځي، له انګريزي (Liquid) سره به يې پرتله کوي، او له انګريزۍ په اغيز به ورته «روانېدونکې» وايي. ځکه په انګريزۍ د (Liquid) هممانيزونه (Fluid، Melting، Running,Wataery,Fluent) او ځينې نور هم دي. دا هممانيزونه په (بهېدونکي، ويلي شوي، روان، اوبو ته ورته، روانېدونکی) اړولی شو. دا بېلګې مي ځکه دلته راوړې چې موږ بايد خپله ژبه د خپلې ژبې جوړښت او سکښت ته په پام نويزونه جوړ کړو، که نورې ژبې معيار کړو، نو شل او سل لارې جوړېږي.
    څلورم، ټول شيان په کلک، اوبلن او غاز ويشل شوي، ساينسي بحث يې جلا خبره ده، خو که خبره ولس ته راوړو، نو کله چې يو شی له کلکوالي په اوبلن واوړي، نو ولس ورته «بهېدونکی» نه، ويلی شوی وايي، بيا خو نه اوبلن سم دی او نه بهېدونکی، ويلن يا ويلي شوی ورته وايو.
    تاسو په يو بله ليکنه کې د «روغتون» پرځای «ناروغتون» سم ګڼلی و؛ دا دليل چې «روغتون» د ناروغانو ځای دی او بايد «ناروغتون» وګڼل شي، د پارسي له «بېمارستان» په اغيز دا خبرې کېږي. خبره د «روغانو» او ناروغانو» نه ده. دا د رغېدلو يا روغېدلو ځای دی. همداسې که پوهنتون او پوهنځی د د پوهېدلو او پوهولو ځای ونه‌ګڼو، نو بيا خو بايد په «ناپوهنتون او ناپوهنځي» واړوو، ځکه دا به د ناپوهانو ځای وي. بلځای کې مو د «سلنې» پرځای «سلمه» سمه ګڼلې. زه خو «سلنه» ځکه سمه ګڼم چې د «له سلو نه» لنډی شوی ګڼم. لکه: له سلو نه شل کسه، نو په لنډ يې يې وايم «شل سلنه»
    ستاسې د اخرنۍ يادونې په اړه: ستاسو خبره سمه ده، په پوهنيزو څېړنو کې زما په ګومان ځای نه‌لري، ما ځکه ستاسو په مقابل کې ليکلې، چې نه مې دې غوښتنې ستاسې خبرې په تونده رد کړم او بل په څېړنه کې وروستۍ خبره نه‌وي او کله چې وروستۍ خبره نه‌وي، نو «زما په ګومان» ليکل به ډېره کمزورې خبره نه‌وي. ما خبره د ښو او بدو وييونو نه‌ده کړې، دا خبره ټوله مني چې ښه اهنګه او بداهنګه کليمې شته. بله دا چې په نويزونو کې د نورو اصولو ترڅنګ «خوږغږۍ، اساني، روانوالی او سپما» مهم آرونه ګڼل کېږي، نو دې ټولو اصولو ته په پام د اوبلن پرځای بهېدونکی پوره ناسم دی.
    په مينې او درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب