تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې په نوشکي کې یې په یوه برید کې د پاکستان د پوځ درې سرتېري وژلي دي.
دا بېلتون غوښتونکې ډله همداراز وايي چې په دې برید کې یې چې د دوشنبې په ورځ یې وکړ، یو بل پوځي ټپي شو.
دوی د خپلو جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
دې ډلې تر دې یوه ورځ وړاندې هم پاکستاني پوځیانو ته د مرګ ژوبلو د اړولو ادعا کړې وه.
په پاکستان کې هغه اداره، چې د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، وايي چې په تېر نوومبر میاشت کې د پاکستان په ناکرایو کې د ۶۸ امنیتي ځواکونو په شمول ۲۴۵ تنه وژل شوي دي.
دا اداره عموماً یا د احتیاط له مخې یا د دې لپاره چې اکثره پېښې تاییدولی نه شي، د مرګ ژوبلو او حملو شمېر تر هغه څه چې د پاکستان د دولت وسله وال مخالفان یې ادعا کوي، خورا لږ ښيي.
د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت پرون په خپل میاشتني راپور کې وویل چې د ۶۸ پوځیانو او ۵۰ ملیکانو ترڅنګ ۱۲۷ وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په خیبرپښتونخوا کې پېښه شوې ده.
په دې ایالت کې په ۵۰ بریدونو کې ۷۱ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.
په بلوچستان ایالت کې بیا په شلو بریدونو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي.
په راپور کې د سند ایالت او اسلام اباد په اړه څه نه دي ویل شوي خو خیبرپښتونخوا ته څېرمه د پنجاب په میاوالي سیمه کې د یوې حملې راپور ورکړل شوی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انستیتیوت د روان ۲۰۲۴ په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په وسله والو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر یوزرو ۸۰ تنه ښودلی دی.