تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳ مه) د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده، په یوه تازه فرمان کې د هغو ټولو انستیتیونو د بندېدو امر کړی چې نجونو ته پکې د نرسنګ، قابله توب او لابراتوار په شمول طبي او نیمه طبي زده کړې ورکول کېدې.
ویل کېږي چې د طالبانو مشر تر دې وړاندې له دې خبر نه و چې دا تعلیمي موسسې لا هم د نجونو لپاره فعالې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال وزیر د دوشنبې په ورځ د طبي انستیتوتونو ريیسان کابل ته وروبلل او هغوی ته یې اعلان وکړ چې له دې وروسته نجونو ته په خپلو انستیتیتونو کې د زده کړو اجازه ورنه کړي.
دوی وویل چې د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال د دوی پوښتنو ته ځواب ورنه کړ او ویې ویل چې په دې اړه د ځواب صلاحیت نه لري.
د طبي زده کړو د انستیتوتونو مسوولانو ته وویل شول چې سر له سې شنبې (د لیندۍ ۱۳) د نجونو پر مخ د خپلو تعلیمي ادارو دروازې بندې کړي.
دا پرېکړه داسې وخت کېږي چې وروسته له هغې چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په میاشت کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل شول، ډېرو نجونو خپلې زده کړې په طبي انستیتوتونو کې روانې کړې وې.
سربېره پر دې، له درې کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ منع شوې دي. اوس له دې نوي فرمان سره، په طبي برخو کې د زده کړو وروستی فرصت هم له افغان نجونو اخیستل کېږي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان روغتیایي سیستم له بحران سره مخامخ دی.
زرګونه نارینه او ښځینه ډاکترانې له هیواده وتلي او نوې ډاکترانې هم نه دي روزل شوي.
په اوس وخت کې افغانستان د ډاکټرانو، نرسانو او قابلهګانو له سخت کمښت سره مخامخ دی، په ځانګړې توګه د ښځو د روغتیایي خدماتو په برخه کې.
په افغانستان کې ۱۶۴ دا ډول انستیتیونه فعال و چې د قابله ګۍ، نرسۍ، د غاښونو د طب، لابراتوار او نورو طبي برخو کې یې محصلانې روزلې.
دې برخې ته د نجونو پام وروسته له هغه ډېر واوښت چې طالبانو د نجونو پرمخ پوهنتونونه بند کړل.
ستاسو په خبر کې مې ولوستل:(ویل کېږي چې د طالبانو مشر تر دې وړاندې له دې خبر نه و چې دا تعلیمي موسسې لا هم د نجونو لپاره فعالې دي.) که خبره رښتیا همداسې وې چې لوی مشر په دری نیم کاله کې خبر نه و. او دا خوارکی اوس خبر شوو. نو بیا خو دې خدای مل شي د وطن او د ملګرو. چې ۱۶۴ مرکزونه نه و. چې په کې ښايي په زرګونو نجونو زده کړې کولې، نو د یوه بندي، یوه مظلوم او یوه وهل شوي له حاله خو به ولا که بیخي خبر و او یا به له دې وروسته خبر شي.
زه ددې جاهلا نو له عمل او کردار څخه لوی نفرت لرمه ! اوس یې وخت راغلی دی چې ملت ورته پورته شي او په زیړو بوشکو یې مردار کړي !
زما ټول نفرت ددوی له داسې مردارې عقیدې سره دی ! اوس نو اسلام هم رقم رقم شه ، خو که منبع یې حق وي نو بیادا تغیر او جهالت له کومه ؟
ددی مجهول الهویه موجود دا فرمان نه انسانی دی او اسلامی خو هیڅکله کیدی نشی او د اسلام د نوم نه دا ډول استفاده د جاهل بدوی دوستانو او یا د انسانیت د دښمنانو کار دی تر څو ژوند یی د مسخرو ډک او نوامیس یی مصؤن نه وی ،افغانان دا ډول ژوند او قیادت د انسانیت تحقیر او سقوط بولی .
ښه نو که د هېبت الله د کور زنانه حامله وی او ماشوم باېد د ډاکتر تر څار او ېا د عملېات له لاری پېدا شی نو ښځی ډاکترانی خو نشته څه به کوی؟ دا شرېعت خو ورځ تر بلی سختېږی.
اوس ثابته شوه چي دا ملا انسان ندی ځکه انسانی ضروریات نه پیژنی ،انسانی روش او مکارم اخلاق ترویج ته پاملرنه نلری او هره ورځ د افغان انسان په احتیاج کی زیاتی راځی ؛ د علومو او تعلیم دروازې بندول د ملت وژنې په معنی ده ، اهلیت او کفایت دی ملا ته هیڅ قابل فهم ندی ،غیر انسانی قیودات ،تحقیر او شکنجه ،وهل او وژل دی بلا ته لذت ورکوی ،له علومو او تخصص څخه نفرت لری خو د ملت وژنی تخصص لری نو حیوان شناسان باید تحقیق وکړی چي دا موجود نا شناخته درک او خپل ځای ته رجعت ورکړی ورنه دا ملت تباه کوی .