پنجشنبه, نوومبر 28, 2024
Homeخبرونهپه لومړي ځل د عمران خان مېرمن د احتجاج مشري وکړه

په لومړي ځل د عمران خان مېرمن د احتجاج مشري وکړه

تاند(پنجشتبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان مېرمن بشری بي‌بي، په پای کې له سیوري راووته او په وروستیو ورځو کې یې د خپل خاوند په ملاتړ، چې د پاکستان د عدلي سیستم له لوري زنداني شوی، د خپل هیواد د یوې تر ټولو لوییې اعتراضي غونډې مشري وکړه او زرګونه خلک یې راټول کړل.

که څه هم بشری ریاض وټو له عمران خان سره له واده وروسته خپل تخلص په خان بدل کړ، خو د عمران خان ملاتړي او د پخواني لومړي وزیر پلویان عموماً هغه د “بشری بي‌بي” یا “بشری بيګم” په نوم یادوي، هغه لقبونه چې په اردو ژبه کې د درناوي لپاره کارول کېږي.

بشری بي‌بي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له زرګونو ملاتړو سره اسلام‌آباد ته ننوتله، چې د امنیتي ځواکونو له خنډونو څخه له تېرېدو وروسته د پلازمېنې په لور روان وو.

هغې د پارلمان ودانۍ ته نژدې، د یوې کوچنۍ لارۍ له سره، چې په “ډي‌چوک” کې راټول شوي وو، د تحریک انصاف ګوند پلویانو ته وینا وکړه.

دا لومړی ځل و چې بشری بي‌بي په عامه غونډه کې وینا وکړه. هغې خپلو پلویانو ته وویل: “تاسو ټول باید ژمنه وکړئ چې تر هغه وخته چې خان زموږ په منځ کې نه وي، له دی‌چوک څخه به ونه وځئ.”

رویټرز په دې اړه په خپل راپور کې ویلي چې د معترضانو هدف دا دی چې تر هغه وخته احتجاج پای ته ونه رسوي، ترڅو عمران خان خوشې نه شي.

بشری بي‌بي ټینګار وکړ چې د تحریک انصاف د ستراتیژۍ په پرمخ وړلو کې به فعاله رول لوبوي او په دې حساس ځای کې یې د اعتراضي غونډې د دوام لپاره هڅه کوله.

خو وروسته له نیمې شپې د امنیتي ځواکونو د پراخ برید په پایله کې، چې له وروستیو مرګونو شخړو وروسته ترسره شو، معترضان تیت پرک شول. د تحریک انصاف چارواکو وویل چې بشری بي‌بي د خیبر پښتونخوا ایالت ته تښتېدلې ده.

د دې پېښې په تعقیب، د تحریک انصاف ګوند چارواکو اعلان وکړ چې مظاهرې به تر بلې خبرتیا پورې ځنډول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب