شنبه, جولای 19, 2025
Homeخبرونهله اوږدې مودې وروسته د پاکستان شارژدافېر له یوه جګپوړي طالب چارواکي...

له اوږدې مودې وروسته د پاکستان شارژدافېر له یوه جګپوړي طالب چارواکي سره ولیدل

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) له اوږدې مودې غیابت وروسته د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني پرون (چهارشنبې) په کابل کې د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب سره ولیدل.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي نظاماني په دې کتنه کې د ګډو همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ملا یعقوب مجاهد هم په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان اړیکې مضبوطې وبللې او ویې ویل چې د دوی حکومت له اسلام‌آباد سره په اقتصادي، تجارتي او نورو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ لپاره چمتو دی.

له ډېرې مودې راهیسی په کابل کې د نظاماني د فعالیت او لیدنو کتنو په اړه هیڅ خبر نه و خپور شوی.

تر دې وړاندې منظور احمد خان، چې د طالبانو د واک ته رسیدو په لومړیو کې په کابل کې د پاکستان سفیر و، تر دې حده فعال و چې ځینو هغه ته د وایسرای لقب ورکړی و. خو نظاماني په تیره بیا وروسته له دې چې یوه ناکامه حمله پرې وشوه، نه یوازې دا چې په کابل کې له طالب چارواکو سره لیدنې کتنې نه دي کړي، بلکې ویل کېږي چې ډېر وخت یې د کابل پر ځای په اسلام اباد کې تېر کړی دی.

پاکستاني چارواکو او په کابل کې د دغه هیواد سفارت تر اوسه د ښاغلیو مجاهد او نظاماني د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

خو دا کتنه وروسته له هغو راپورونو کېږي چې پر اساس یې ویل شوي چې طالب چارواکو خپل څو قوماندانان په دې تور نیولي چې د ټي ټي پی د ملاتړ لپاره له ډیورند کرښې هغې خوا ته اوښتي وو.

په دغو راپورونو پسې د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: “تمه کېږي چې د افغانستان موقته اداره به اجازه ور نه کړي چې د دې هیواد خاوره د خوارجو له خوا د پاکستان پر وړاندې د تروریستي اقداماتو لپاره وکارول شي.”

د پاکستان پوځ د ټي ټي پي غړیو ته خوارج وايي.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د ټي ټي پي جنګیالیو ته یې پناه ورکړې او دا ډله د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

1 COMMENT

  1. شازدافير بايد له خارجه وزارت سره وګوري نه له دفاع وزیر سره چې دا خپله يو ډول سوال راپورته کوي او ابهام مينځته راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...