سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهراشد خان بیا د نړۍ د غوره توپ اچوونکو د جدول سر...

راشد خان بیا د نړۍ د غوره توپ اچوونکو د جدول سر ته وخوت

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) د کرکټ نړیوالې شورا “ICC” پرون (چهارشنبه د لیندۍ ۷مه) د نړۍ د غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو تازه درجه‌بندي اعلان کړه، چې په کې راشد خان د ۶۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو او د یوې درجې په پورته کېدو سره یو ځل بیا د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په سر کې ځای خپل کړ.

راشد خان په دې درجه‌بندۍ کې د یو ورځنیو نړیوالو یا “۵۰ اوریزو” سیالیو د بالرانو یا توپ اچوونکو په برخه کې یوه درجه پورته شو او د پښتونخوا له شاهین اپریدي څخه وړاندې شو. د جنوبي افریقا لوبغاړی کیشاف مهاراج له راشد خان او شاهین اپریدي وروسته د نړۍ درېیم غوره توپ اچوونکی شو.

همدارنګه، د افغانستان بل لوبغاړی محمد نبي د “آلرونډرانو” په برخه کې خپل لومړی ځای ساتلی، او راشد خان هم په دې برخه کې د نړۍ په درېیم ځای کې پاتې شوی دی.

په شل اوریزو سیالیو کې، د هند لوبغاړی جسپریت بومرا د ۸۸۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دوو درجو په پورته کېدو سره د سر ځای خپل کړ. د سویلي افریقا ربادا یوه درجه ښکته شو او دویم ځای یې ترلاسه کړ.

افغان توپ وهونکی رحمان الله ګوربز، په خپل ځای کې پاتې شوی او په ۵۰ اوریزو سیالیو کې د توپ وهنې په برخه کې د نړۍ په اووم ځای کې دی، او په شل اوریزو کې لسم ځای لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټیمي درجه‌بندۍ کې په درې واړو برخو (شل اوریزې، ۵۰ اوریزې، او ټیسټ) کې په خپل حال پاته شوې. افغانستان په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د نړۍ اتم، په شل اوریزو کې لسم، او په ټیسټ سیالیو کې دوولسم ځای لري.

د افغانستان لوبډلې د ټیست لوبو ډېر لږ چانس موندلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب