پوهنیار ایمل ښمر /پکتيا پوهنتون
لنډیز
د بېلابېلو لهجو شتوالی دی چې زموږ ژبه یې ښکلې کړې او همدا یې بډایوي هم خو ځیني خلک بیا پخپله سیمه یزه او نارسمي لهجه کې تر دې حده ښکېل وي چې له رسمي ویناو یې نیولې ان تر رسمي لیکنو پورې ځان نه شي ترې ژغورلی ځکه خو یې لوستونکي او اورېدونکي له ستر کړاو سره مخ کړي دي، د دوي د وینا او لیکنو پر مهال، اورېدونکي او لوستونکي د دوی د څه ویلو پر ځای، څنګه ویلو ته ځیرېږي او اصلي چاره نه ترسره کېږي؛ د دې لیکنې له عنوانه هم ښکاري چې زه دا نه غواړم چې لهجه دې له سره وي نه، یا دې لهجه له منځه یوسو، بلکې غواړم لهجې مو مدیریت شي، کنټرول یې کړو او د مفهوم د لېږد خنډونه له منځه یوسو.
کلیدي کلیمې: ګړدود/لهجه، د لهجې مدیریت، د وینا او خبرو اغېز.
سریزه
زموږ ډېر ویناوال او لیکوال په ویناو او لیکنو کې د خپلو سیمه یزو لهجو د کارونې سره لاس و ګریوان وي او ځان نه شي تر ې ساتلی، دوی د ویناو او لیکنو پر مهال دا هېروي چې دوی ته د یوه ګړدود خلک مخامخ نه دي بلکې د لسګونو لهجو خلک ورته غوږ دي او لیکنې یې لولي، د لهجې د مدیریت زدکړه او دې اصل ته پام لکیوالو په تېره بیا ویناوالو ته ځکه مهم دی چې د مطلب رسول او مفاهمه اغېزناکه کوي او مخاطبینو ته یې پیغام او مطلب نېغ په نېغه رسېږي. هر ویناوال باید خپلو مخاطبینو سره ریښتونی وي او خواخوږي ورسره ولري، خلک زموږ د ویناو اورېدو ته د دې لپاره نه راځي چې وخت پرې ډېر شوی دی بلکې غواړي نوي څه واوري او نوي څه زده کړي، دوی د دې لپاره هم زموږ ویناو ته نه وي ناست چې ګواکې زموږ د اصلي مطلب پر ځای دې زموږ سیمه یزې لهجې واوري بلکې هیله یې دا وي چې په رسا ډول مطلب تر لاسه کړي او له بې ځایه قضاوتونو، ناسمو تعبیرونو او ناسمو پوهاویو څخه وژغورل شي.
موخه
د دې لکینې موخه دا ده چې ویناوال د وینا، سمینار او لېکچر په مهال د لهجې مدیریت زده کړي او یوه اغېزناکه وینا وکړای شي یا دا چې یو ویناوال باید داسې وینا وکړي چې پر خپلو مخاطبینو یې ډېر اغېز وکړي او د ده خبرې خپلې کړي، دا اغېز هغه مهال د ویناوال په وینا کې رامنځ ته کېږي چې بې له لهجې وینا وکړي. ډېری وخت پر یوې خاصې لهجې د هغو وګړو پوهېدل چې له نومړې لهجې سره بلد نه وي، سخته چاره ده، کله چې پخپله ژبه بې له لهجې خبرې وکړو، زموږ له ویناو به پوهاوی او اخیستنه زیاته شي. کله چې موږ د دې وړتیا پیدا کړو چې په رسمي لهجه وینا وکړای شو نو پر ځان به مو باور ډېر او د ونیا ګټه به مو څو ګرایه زیاته شي.
په وینا کې د ګړدود مدیریت
ګړدود څه ته وایي؟ ګړدود به ژبپوهانو او ګرامرپوهانو ډېر در پېژندلې وي، ښایي ډېر پېژ تعریفونه یې همدا اوس هم ستاسو زده وي خو زه غواړم د لهجې پېژند لنډ او د لهجې له یوې بدۍ یا بدګڼې وکړم او هغه دا چې د الفاظو، ویونو، ګړنو (اصطلاحاتو) او جملو د ارایې/کارونې هغه ډول چې زموږ په وینا (کلام) اغېزه وکړي او اورېدونکي/لوستونکي مو د څه ویلو پر ځای څنګه ویلو ته توجه وکړي، لهجه بلل کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د لهجې لرل ښه دي که بد؟
لهجه ژبپوهانو ته خپل ارزښت لري او د ژبې د بډاینې لپاره اړینه ورته ېسي خو که موږ په ویناکې لهجه یا سخته لهجه لرله/کاروله نو وینا به مو لاندې ستونزې ولري (په لیکنه کې خو ښکاره ده چې لهجه لرل علمي او اصولي نادوده ده):
۱ــ که وینا کې خپل خاص سیمه یز ګړدود ولرو شونې ده چې مفهوم او مطلب ښه و نه لېږدوو یا کیدای شي مخاطب (اورېدونکی) و نه پوهېږي چې موږ څه وایو.
۲ــ اورېدونکي مو سملاسي پرېکړه کوي چې دا څوک دی؟ دا ولې داسې وینا کوي؟ دا د کوم ځای دی؟ دا او دې ته ورته نورې لسګونه پوښتنې په ذهن کې ور ګرځي چې دا بیا زموږ له کار او موخې سره د اورېدونکي اړیکې بیخي له بېخه نړوي نو موږ باید د وینا پر مهال داسې فضا را منځه ته نه کړو چې هلته خلک زموږ د وینا او مفهوم د اورېدو پر ځای، زموږ د شخصیت په اړه قضاوتونو ته وهڅېږي.
۳ــ بله ستونزه دا پېښیږي چې د مخاطب حواس بلې خوا ته ځي، د دې پر ځای چې زموږ خبرو او موضوع ته پام وکړي زموږ لهجې ته یې پام ور اوړي.
۴ــ لهجه لرل د مخاطبانو تمې منفي خوا ته بیايي، که مو په یوه رسمي ځای کې په یوه رسمي موضوع پخپله سیمه یزه لهجه خبرې کولې، کیدای شي داسې کسان هم را ته غوږ وي چې له موږ سره یو ډول یا ګډه لهجه لري نو ارو مرو به یې زړه کې دا تمه پیدا کېږي چې دا خو نو زموږ د لهجې سړی دی نو که ما خپل رسمي مکلفیت تر سراوه یا نه ، دی به مې غم خوري نو په دې توګه به مو ډېر خلک لټ او له خپلو مسوولیتونو نه په تېښته روزلي وي.
بله پوښتنه دا را ولاړیږي چې ایا په وینا کې د لهجې مدیریت د یو چا/یو قوم د فرهنګي هویت د له منځه وړلو په مانا دی؟
موږ باید دا ومنو چې لهجه لرل اصلا ښه کار دی ځکه په زرګونو ژبني توکي، ترکیبونه او کلمې ترې په اسانۍ په لاس راتلی شي خو مدیریت یې تر دې هم اړین کار دی، ځکه د لهجې مدیریت د دې لامل کېږي چې خپل ژبنی معیار لکه څنګه چې ښایي، همغسې بډای کړو نو ویلی شو چې د لهجې مدیرت د چا د فرهنګي هویت د له منځه وړلو په مانا نه دي بلکې دا یو هویت لا بډایوي.
ما مخکې وویل چې لهجه لرل ستونزه نه ده، خو که موږ یې د مدیریت هنر ولرو، یعنې که لهجه زموږ په ټولنیز، علمي او د اړیکو په چاپېریال اغېز و نه کړي یا دا چې بد اغېز و نه کړي او زیان ور ته و نه رسوي نو په وینا کې لهجه لرل ستونزه نه ده.
څنګه کولای شو چې د لهجو له اورېدو سره ستونزه و نه لرو او پرته له ګړدوه خبرې وکړو؟
د وینا د فن ماهرین د دې کار لپاره موږ ته د ځینو ځانګړنو لرل اړین بولي.
۱ـ د ښې غوږ نیونې ځواک لرل؛ یانې دا چې زموږ د اورېدو ځواک باید دومره غښتلی شي چې د ځینو کلمو، ترکیبونو او جملو په مفهوم چې د لهجې لرونکی کس یې را ته وایي، باید پوه شو او د مانا ژورو ته یې باید ورسېږو.
۲ـ مغز او د اورېدو حافظه مو باید غښتلې وي.
۳ـ خوله او د ویلو سیسټم مو باید حرفه یي وي.
دا درې ځانګړنې د نړۍ په کچه د هرې لهجې د زدکړې لپاره اړینې دي.
که موږ د لهجې د زدکړې ځانګړنې و نه لرو نو یو رواني معیبویت به په موږ کې ایجاد شي، بیا به لږې خبرې کوو ځکه دا وېره به را سره وي چې څوک به مو په خبرو پورې وخاندي، جرات به مو مات شي او بله دا چې په دې توګه به مو بیا د لهجې د سمون او مدیریت وړتیا هم لږه او کمزورې شي.
دا پورته درې خو هغه ځانګړنې وې چې د لهجې د اورېدو سره زموږ ستونزه را لږوي، اوس به په ځینو تکتیکونو وغږېږو چې د لهجې په مدیریت کې له موږ سره مرسته کولی شي.
ـــ د پښتو ژبې اعرابو( الف ، ی، و یا زور، زېر، پېښ) ته پام او توجه کول؛ زموږ ډېرې داسې لهجې شته چې ډېری کلمې یوازې د اعرابو په بدلون سره وایي، که ور ته ځیر شو په اسانه کولی شو په خبره یې پوه او مطلب ترې واخلو، یا دا چې که موږ خپله داسې څوک وو چې لهجه مو لرله او په مختلف ډول مو د اعرابو په کارونه د کلمو بڼه ور بدلوله نو یوازې یو څه پام او ځیرتیا را نه غواړي بیا نو په اسانۍ کولی شو لهجه مو سمه کړو، لکه د منګلو د قوم خلک چې د خپلې لهجوي ځانګړنې له مخې الف په واو تلفظوي. لکه کابل، کوبل؛ اسمان، اسمون؛ شاته، شو ته او … تلفظوي نور نو په دغه ډول کلمو کې کوم بدلون او اوښتون نه راولي، یوازې یې توری ور بدلوي، یا لکه د د ځدراڼو خلک چې (و) په ډېریو کلمو کې په (ی) تلفظوي لکه څوک، څېک، مور، مېر، خور، خېر او… تلفظوي.
ـــ د خولې وازولو او بندولو او په مناسب سرعت او نه سرعت د کلمو ویلو ته باید توجه وکړو.
ـــ له رسمي، کره او په معیارونو برابرو رسنیو څخه باید تقلید وکړو.
ـــ په نفس باور او اعتماد، چې په دې برخه کې څو خبرې دي:
۱ــ د خپلې لهجې په کارولو باید شرمنده او خجالت نه شو او په ویاړ ووایو چې د کوم ځای یو او څه ډول لهجه لرو، دا کار له موږ سره مرسته کوي چې په پوره جرات پخپله لهجه وغږېږو او د خپلو خبرو او لهجې ستونزې له منځه یوسو.
۲ــ په واضح او رسا غږ خبرې کول ، ځینې خلک د دې لپاره چې لهجه یې ښکاره نه شي خپل غږ ټيټوي یا یې بدلوي، دا کار د دې لامل کېږي چې سړي پخپله لهجه کې پاتې شي او د سمون چاره یې ترې پاتې شي.
۳ـــ د نورو قومونو او لهجو مثبت شیان او توکي یادول یا د لهجو تر منځ توپیرونه پېژندل او یادول.
دا خو په وینا کې د لهجې د مدیرت خبره وه، په لیکني ډول هم بویه چې د لهجې مدیرت ته لازم پام وکړو او هغه داسې چي باید خپلو جملو ته ځیر شو چې کوم/څه ډول جوړښت او د کومو لفظونو او ترکیبونو ( چې زموږ په لهجه کې شته) کارول پکې ښه برېښي او د مطلب لېږد مو اسانوي؛ د پښتو ګړدودونو په اړه شوی وېش او د لهجو بیان شوې/ په ګوته شوې ځانګړنې د تامل وړ دی، یو ستر وېش یې دا دی چې په سیمو یې وېشلې دي او توپیرونه یې یوازې د ځینو تورو د ویینګ له مخې کړي دي، لکه (ږ) په کندهارۍ لهجه کې داسې ویینګ لري په ننګرهارۍ کې داسې او په منځنۍ کې داسې؛ همداسې ځینې نور توري، خو د لهجو په اړه یې ډېرې خبرې او اړین جزیات لا هم ناویلي پریښي دي، هغه دا چې دوی په لوی لاس په نورو قومي او سیمه یزو ګړدودونو کې د شته ژبنۍ پانګې او ارو پښتو وییو په اړه هېڅ کار نه دی کړی چې د پښتو له ودې، پراختنیا او بډاینې لپاره ستر کار تر اخیستی شو، دا هر یو ګړدود په رزګونو ویي، ترکیبونه، ګړنې او نور ژبني توکي لري چې تراګټنه یې د ژبې د بډاینې لپاره اړینه ده او د تراګټنې لارې چارې یې باید رڼې شي، د دې وېش یوه بله ستونزه دا هم ده چې په لوی لاس پکې د ډېرو پښتني سیمو او پښتنو قومونو هویت هم یا په نورو ګړدودونو کې ګډ شوی دی او یا هم اصلا یاد شوی نه دی؛ نو اوس که څوک لیکل کوي ممکن ډېر ځله داسې ور سره وشي/شوي وي چې ډېر فکرونه او ډېرې خبرې په پښتو کې د کوچني ژبني چوکاټ له امله ناویلې پاتې شوې وي، دوی ممکن په همدې کوچني ګړدودیز وېش او له دې ژبنۍ تنګنا څخه وتل،د ځان او خپلو لیکنو لپاره یو ډول نیمګړتیا وبولي خو په دې اړه نیاومنه خبره دا ده چې باید لیکوال او ژبپوهان د پښتو د ټولو ګړدودونو له کارېدونکو، ګټورو او اړینو توکو او پانګې څخه خبر وي او په لوس لاس او ازاد مټ یې وکاروي( البته د ځای او ځانګړنو په پېژندلو سره) لکه: که موږ ( وکسه، کسم، کسو او … یا ماسکه وېل، راشکه او د ګړدودونو نور دا ډول ترکیبونه او ویي ) په لیکنو کې پخپل ځای او داسې چې زموږ جملې او متن لا ډېر ور سره ښکلی او د پوهاوي وړ وګرځوي، وکارو، نه یوازې ستونزه به یې نه وي پېښه کړې، بلکې لا به یې زموږ متن او لیکنه بډایه او ښکلې کړې او په دې ډول به مو په زرګونه ان لکونه ویي له مرګه او له نه کارونګه خوندي کړي او کارېدونکي او ژوندي ويي په مو ترې جوړ کړي وي.
مناقشه
وینا کول یوازې د ځان مطرح کولو او د اوریدونکو د وخت تېري په مانا نه ده، بلکې یو ستر مهم رسالت او مسولیت دی او باید په اغېزناک ډول تر سره شي.په دې لیکنه کې د ګړدود د مدیرت په اړه لنډ بحث شوی دی، که کوم ویناوال غواړي په وینا کې د ګړدود مدیریت یې لا پیاوړی شي، بویه په دې اړه لا ډېر کار، تمرین او مطالعه وکړي.
له دې خو انکار نه شي کېدلی چې هغه کسان چې سخته لهجه لري او له خپلې سیمه یزې لهجې څخه د وینا پر مهال ځان نه شي را باسلی، ډېری وخت په بېلابېلو ځایونو لکه پوهنتونونو، کارځایونو او … کې د خلکو له خندا او تمسخر سره مخ کېږي او په ناځانخبري ډول د نورو د لهچې تقلید کوي چې په دې توګه هم خپله لهجه خرابوي هم د بلې لهچې ناسم تقلید ته مخه کوي.
کیداشي د یوې ځانګړي ګړدود لرل زموږ پر علمي، رسمي، مسلکي او ټولنیز ژوند او چارو منفي اغېز وکړي او ورو ورو زموږ پر ځان باور ته زیان ورسوي.
پایله
ګړدودونه په ّهر ځای او هره ژبه کې شته، ګړدودیزه رنګارنګي د پرګنو ژبڼۍ ښکلا بللی شو او هر ګړدود د ارزښت او احترام وړ دی. ډېری خلک غواړي پرته له کوم خاص ګړدود څخه وینا وکړي خو په څرنګوالي یې نه پوهېږي. ما ته په نارسمي ځایونو او وختونو کې د بېلابېلو سیمه یزو ګړدودونو اوریدل په زړه پوري وي خو په رسمي ځایونو او وختونو کې مې په رسمي ګړدود وینا او خبرې خوښېږي.
که موږ په وینا کې د ګړدود مدیریت زده او پلی کړو، هم به مو ځان ته هم اوریدونکو ته له څنګه چې ښایي همغسي ګټه رسولې وي. خو که د وینا پر مهال مو د ګړدود مدیریت ناسم وي یا هېڅ نه وي نو بیا به (غږېدلي یو خو څه به مو ویلي نه وي.)
وړاندیزونه
۱: په هغو کاري ځایونو کې چې ویناکول، سیمنار وړاندې کول او لېکچر ورکول اړین او بنسټیز دي باید د سمې وینا د زدکړې په تېره بیا په وینا کې د لهجې د مدیریت زده کړه ډېره او لازمي شي.
۲: په رسمي ځایونو او محیطونو کې باید لیکنې او ویناوې ډواړه په رسمي کړدود وشي چې خلک له خبرو او لیکنو د ناسم پوهاوي له ستونزې وژغورل شي.
۳: خلک دې خپل نارسمي ګړدودونه هم ژوندي وساتي خو په دې اړه دې له تنګ نظرۍ او ځانپالنې تېر شي، هر ځای او په هره موقع د خپل ګړدود له کارولو ډډه وکړې، تر څو یوه معیاري او کره پښتو ګړدود لرلو ته ورسېږو.
اخځليکونه
۱: زیار، مجاور احمد، پښتو ګړدودنه، پشتو څېړنې، پرلپسې نومره ۲۲۳ . (۱۳۵۶ل.ل) . پښتو ڼولنه
۲: تږی، حبیب الله، نوې ژپپوهنه او ژبني مسایل (۱۳۴۵ ل.ل) پښتو ټولنه
۳: غوربندی، میراجان، ګړدود(لهجه)پوهنه، (۱۳۹۵ل.ل) جهان دانش خپرندویه ټولنه
۴: منګل، علي محمد، پښتو لهجې (۱۳۶۶ ل.ل) د دفاع وزارت د نشراتو ریاست
۵: رضایي، هادي، فن بیان و سخنوري، (۱۳۹۷ ه ش) انتشارات فرزانګان دانشګاه
۶: غضنفر، اسدالله . (۱۳۸۹ل.ل). د نثر لیکلو هنر . کابل : مومند خپرندویه ټولنه
۷: عطایي، زهره، سخنراني کنید و بدرخشید، (۱۴۰۰ ه ش) ، نشر بید
۸: کېنګ، لاري، د بریالۍ وینا فن، ژباړن: سليمي نړیوال، شبیر احمد، ۱۳۹۶ ل.ل) اکسوس کتابپلورنځی
۹: تریسي، برایان، قدرت بیان، مترجم: فلاح، سمانه، (۱۳۹۲ ه ش ) انتشارات طاهریان
۱۰: زیار، مجاور احمد، پښتو پښویه (ګرامر) ۱۳۸۴ ل.ل)، دانش خپرندویه ټولنه
۱۱: هوتک، محمد معصوم، د معیاري ژبې یوه څېړنه، ۲۰۰۷ م ) رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار
۱۲: الهام، محمدرحیم، ژبه او ګړدود، ۱۳۶۶ ل.ل، کابل مجله
۱۳: زیار، مجاور احمد، پښتو لیکلار، ۱۳۶۰ ل.ل، د لوړو زدکړو او مسلکي تحصیلاتو وزارت، کابل
۱۴:تڼیوال، مولا جان، ژبه او ټولنه، ۱۳۸۰ ل.ل، د علومو اکاډمي، کابل
۱۵: دوست محمد، د افغانستان ژبې او توکمونه، ۱۳۵۴ ل.ل، پښتو ټولنه، کابل
Dialect Management in Speech
Emal
Paktia University, language and literature Faculty, Pashto Department
ABSRTRACT
The existence of different dialects has enriched and adorned our language but some people are so engrossed in their own regional and informal dialects that they cannot escape from it during their formal speeches and formal writings. It causes great distress to the readers and listeners, they have to focus at how the dialect is used not at what they are saying; as a result, the real purpose (transmission of the meaning) is not being met. As the title of this article articulates, I do not argue against the dialect or against its existence but rather to manage our dialect, control it and remove the barriers to the transmission of the meaning.
Key words: Dialect, Dialect Management, Speech Effect