پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د ښځو پر مظاهرې ډزې شوي

په کابل کې د ښځو پر مظاهرې ډزې شوي

تاند(سې شنبه، د جدي ۷مه) راپورونه وايي چې طالبانو نن په پلازمېنه کابل کې پر یو شمېر ښځو چې په مظاهرې راوتلې وې، ډزې کړي دي.

د بېلابېلو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، دا پېښه د ایټالیا ایمرجنسي روغتون ته څېرمه شوې خو تر دې دمه پر مظاهره چیانو د طالب ځواکونو د ډزو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځايي رسنیو هم ویلي چې یو شمېر ښځو په کابل کې نن مظاهره وکړه او د ښځو پر خلاف د طالبانو د حکومت د بندیزونو د لېرې کېدو او د خپلو روا حقونو غوښتنه یې کوله.

په خپرو شویو ویدیوګانو کې د /مظاهره چي/ ښځو شمېر لسګونه تنه ښودل کېږي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري پر مظاهرو له بندیز سره سره په ځلونو ښځو مظاهرې کړي دي.

وروسته له دې چې د اګست په ۱۵ طالبانو کابل ونیوه، د نجونو لیسې یې بندې کړې او ښځې یې په کور کښېنولې.

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بندولو او کار ته د هغوی د نه پرېښودو لپاره بېلابېلې پلمې وړاندې کړي. کله وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره یو طرزالعمل جوړوي، کله وايي چې په ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو د بېلولو لپاره یې ښوونځي بند کړي او اوس وايي چې کال ته به ښوونځي پرانیزي.

خو د ښځو د حقونو فعالانې وايي، چې دا څه ډول طرزالعمل دی چې په ۴ میاشتو کې جوړ نه شو او هغه کوم طرز العمل دی چې په شمالي ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي خو په پلازمینه او جنوبي ولایتونو کې یې نه ورکوي.

دوی همداراز وايي چې په هیڅ دولتي ښوونځي کې مختلطې زده کړې نه کېدې او طالبان د ښځو له زده کړو سره د دښمنۍ په خاطر دا ډول پلمې کوي.

روانه اوونۍ د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ښځو د لا منزوي کولو په خاطر اعلان وکړ چې نور ښځې بې محرمه سفر نه شي کولی او ټکسي چلوونکي بې حجابه ښځې په خپلو موټرونو کې سپرولی نه شي.

1 COMMENT

  1. تالب اوس ځان ته دنړۍ ځبر ځواک وايی خو کله چی یو څو میرمنی د خپل حق غوښتلو لپاره غږ پورته کړی نو دا څبر ځواک بیا په یو وحشی او ډزو ځواک بدل شی او د ویری له لاسه بیا ځمکه ځای نه ورکوی.

    دا ځل به که خدای کول دا وحشی ځواک او د جهالت پیروان به د میرمنو سره د ناروا سلوک له امله داسی راوپرزیږی چی ټول افغانان به يی له شره خلاص شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب