Homeخبرونهسراج الدين حقاني د څرخي پله زندان يو شمېر بنديان خوشې کړل

سراج الدين حقاني د څرخي پله زندان يو شمېر بنديان خوشې کړل

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) ‏د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په لارښوونه د پلچرخي له زندانه لس ناروغ او عمر خوړلي بندیان آزاد شول.

وزارت د حقاني په حواله وايي چې شر جوړونکي دهېواد او ولس د بې ثباتۍ لامل کېږي او طالبان. مکلف دی چې هغوی دشریعت په رڼا او دحدودو په آډانه کې مجازات او توقیف او ټولنه یې له شره خلاصه کړي.

د دغو بنديانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د کابل د څرخي پله زندان په زرګونو بنديان د تېرې اګسټ مياشتې په پینځلسمه يانې هغه ورځ، چې طالبان پر کابل حاکم شول، له زندانه ووتل.

معلومه نه ده، چې خوشې شوي بنديان پخوا بندیان شوي او که د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بنديان شوي وو.

د هغوی د جرمونو او نورو ځانګړنو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د جمهوري نظام په وروستيو کې د افغانستان د زندانونو د تنظيم ملي او ملکي اداره جوړه شوې او د ټولو زندانونو واګې ورته سپارل شوې وې، خو د طالبانو له واکمنیدو سره زندانونه بيرته د کورنيو چارو وزارت اړوند شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...