یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهوثیق: ملا حسن اخند ته منسوب غږیز پيغام جعلي دی

وثیق: ملا حسن اخند ته منسوب غږیز پيغام جعلي دی

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) ‏‏د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی هغه غږيز پيغام جعلي وباله، چې ويل کیدل د طالبانو د رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند اړوند دی.

ملا حسن اخند ته په منسوب کړل شوي دغه غږيز پيغام کې غږيدونکی کس په ژړغوني بڼه وايي، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) يې په خوب کې لیدلی.

دغه کس زياتوي، چې حضرت محمد (ص) له خپلو امتيانو څخه ناراضه دی.

ياد شوي کس د طالبانو له مشرانو، دیني عالمانو او خلکو غوښتي چې له شخصي غوښتنو او اختلافاتو لاس په سر او تقوا دارۍ ته مخه کړي.

په دې غږيږ پيغام کې طالب مشرانو ته ويل کيږي: د خدای او قرآن په لحاظ سم شئ، تر دې بدتره حال درباندې راځي.

سرچينه د طالبانو له مخاطبولو سره وايي، چې خپل هېواد ته وګوري، چې په څه حال باندې دی؟

له دې سره هغه طالبانو او په خاصه توګه ملا برادر اخند ته وايي، چې کفارو سره« غلطې فيصلې» ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د طالبانو تر منځ د واک د وېش او حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه د اختلافاتو د زیاتیدو خبر ورکول کېږي.

پرون د طالبانو د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني له نوم اخيستو پرته يو شمېر طالب چارواکي په نا اهلۍ تورن او وويل: څوک چې ځان کې اهلیت نه ویني، د مسلمانانو حقوق دې نه تلف کوي او خپل ځای دې بل چاته پرېږدي.

1 COMMENT

  1. بي له دجاله ابليسه به تاسي لوطيان او د انسانانو له ځورولو بل خوب په تاسي حرام دی. محمدﷺ دجال او لوطي ته په خوب کې نه ورځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب