شنبه, اپریل 20, 2024
Home+پښتو؛ د اریایي یوه تر ټولو لرغونې ژبه | ژباړن: ضمیر ساپی

پښتو؛ د اریایي یوه تر ټولو لرغونې ژبه | ژباړن: ضمیر ساپی

لیکوال: ډاکټر محمد حلیم تنویر

افغانستان د تاریخي او کلتوري لرغونتیا په درلودو سره د اوېستایي ژبو او کلتور په وده کې ارزښت‌من رول لوبولی او د دې تر څنګ دا هېواد د نړۍ د ادبیاتو تاریخ په غني کېدو کې مهم ګڼل کېږي.

د نړۍ د ژب‌پوهنې د څېړنو پر بنسټ، پښتو د اریانا یو له پخوانیو او لرغونو ژبو څخه ده چې له سانسکرېت او دري سره ډېر ورته‌والی لري. کله چې اریایي قومونه له خپل اصلي ټاټوبي «اریاناویجه» او «بخدي» یا اوسني بلخ څخه جنوب لوري (هند) او لوېدیځ (ایران او اروپا) ته کډه وکړه، له دې قومونو یو شمېر یې د هریرود سیند په اوږدو، هلمند او د سپین‌غر په لمنو کې مېشت شول او هلته یې د اقتصادي بسیاینې لپاره څړځایونه هم جوړ کړل. په‌دې مهال کې د دې قومونو په ژبه کې بېلابېل لهجوي تغیرات راغلل.

“د (پکهت) په نوم قبېله چې په بلخ کې د اریایي قبېلو یو له مشهورو هغو څخه وه، د افغانستان په شمال کې یې نږدې درې نیم تر څلور زره کاله پخوا ژوند کاوه. په‌دې مهال کې د اریایي قومونو دویمه کډوالۍ پیل شوه چې یوه ډله یې د هند او نور یې د سپین سمندرګي پر لور وخوځېدل. داسې هم ویل کېږي چې د دې قومونو ځینې ډلې د نیل رود خواته هم تللې وې.” (ت، ص ۹)

هغه اریایان چې د هند لور ته تللي وو، سانسکرېت او عشایري ژبو او هغه قومونه چې د ایران لور ته تللي وو، د پهلوي (پخواني فارس) ژبې د لهجوي او لیکلې بڼې د غوره‌والي دستور هم ورکړی و چې اوس یې هم په اوېستایي ژبې، پښتو، دري او سغدي کې نښې-نښانې موندل کېږي.

هغه ډله چې د هندوکش په لمنو کې مېشت شوه، خپله ژبه یې هېره کړه. د هندوکش په شمال کې دري ژبه پختګۍ ته ورسېده او ټولې سیمه‌ییزې لهجې یې هضمې کړې. د افغانستان په جنوب کې هندوکش، د غور له غرونو نیولې د سپین‌غر او سېستان تر درو پورې پښتو د یوې اریایي ژبې بڼه خپله کړه.

لکه څنګه چې د پښتو او دري تر منځ ډېر نږدې‌والی او ورته‌والی شته، تر ډېره همداسې پر پهلوي فارسي، سانسکرېت، اردو، بلوڅي او اذري ژبو هم تاثیر او ورته‌والی لري.

نو په وضاحت سره ویلای شو چې د دې ټولو ژبو اصلي ریښه له لرغونې اریانا اوېستا څخه اخېستل شوې ده او دواړه پښتو او دري د اریایي ژبو له لرغونو هغو څخه ګڼل کېږي چې تکامل یې اوېستایي دی.

یو فرانسوي ختیځ پوه جېمز دارمستتر وایي: “پښتو له اوېستایي ژبو یوه ژوندۍ ژبه ده چې د زردشتیانو سپېڅلی کتاب هم په‌دې ژبه لیکل شوی دی.” ( الف، ص ۱۰۰)

د جېمز دارمستتر د څېړنو پر بنسټ، لکه څنګه چې د زردشتیانو کتاب په‌دې ژبه لیکل شوی، ښکاره ده چې د دې ژبې تاثیرات د اریانا په نورو ژبو کې هم پیدا کولای شو او په پاتې شویو اثارو کې هم د دې ژبې کتبي ورته‌والی لېدل کېږي.

د بشریت له لرغونو تمدنونو څخه یو د سومریانو دی چې نږدې شپږ زره کاله وړاندې یې د عراق فرات سیند ته څېرمه ژوند کاوه او په لومړي ځل یې د زرینو او میسي توکیو په جوړولو سره د انسان تحول د مدنیت لور ته برابر کړ.

“د سومریانو په ژبه کې هم پښتو کلمې او توري لېدل کېږي. د بېلګې په توګه (زک، کرت) چې په سومري ژبه کې (لوړ ځای) ته وایي. په پښتو کې هم (زک) یا (جګ) د لوړ ځای مانا ورکوي او  (کرت) بیا (ځای) یا (غره) ته ویل کېږي.” (ب، ص ۳۲ پ، ص ۳۱)

“ځینې تاریخ لیکونکي بیا پښتانه له قبطي نسل قومونو څخه – چې د نیل سیند په تړانګه کې یې ژوند کاوه – حسابوي.” (الف، ص ۱۰)

سید جمال‌الدین افغان لیکي: “ځینې تاریخ لیکونکي فکر کوي چې افغانان له اشوري او کلداني څخه دي او د سیلانیانو ځینې ډلې بیا دعوه کوي چې په پښتو توریو کې  کلداني لغات هم پیدا کېږي. د دوی ځینې طایفې بیا فکر کوي، کومې قبېلې چې د اټک او خراسان سیمو کې مېشتې شوې وې، مصریاني پاړکي دي چې په‌دې کې د بلاد فتحې پر مهال د (سوزستریس) عسکر هم شامل وو.”

د زمره په نوم یو تاریخ لیکونکی لیکي: “دوی د بني اسرائیلو له اولادې دي او (بخت نصر) د بقیة السیف له زیاتو وژلو وروسته دوی د غور په غرونو کې مېشت شول.” ځینې لیکوال بیا لیکي چې افغان ملت خپل نوی مېشت ځای د یادګارۍ په توګه – چې په شام کې و – (غور) ونوماوه.” (ج، ص ۶۶)

د “استرابون” په نوم یو یوناني څېړونکی د میلاد په لومړۍ پېړۍ کې لیکي: “باختریانو، پارسیانو او سغدیانو په یوه ګډه-رېتمي ژبه افهام او تفهیم کاوه.” لا هم مالومه نه‌ده چې دوی په کومه ژبه خبرې کولې، خو پښتو او دري ژبې چې له اوېستایي سره ژورې ريښې لري، نورې ټولې ژبې یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستې وې.

د اریایي ژبو په څانګو وېشلو کې، ځینو څېړونکیو دا ژبې په درې څانګو وېشلي دي:

۱ – هندي یا هندیک: په‌دې څانګه کې سانسکرېت، پراکرېت، هندي، اردو، پنجابي، ګجراتي او نورې کوچنۍ سیمه‌ییزې ژبې شاملې دي چې د هند په شمال او ختیځ کې پرې خلک ګړېږي.

۲ – پارتیک: په‌دې څانګه کې پخوانۍ دري، ساساني، پهلوي، فارسي او اشکاني، گېلکي او کردي لهجې شاملې دي.

۳ – باختري یا پشتیک: په‌دې څانګه کې پښتو، بلوڅي، اورمړي، پراچي، پشه‌یي او د افغانستان د جنوب نورې سیمه‌ییزې ژبې شاملې دي.

ځینو څېړونکو بیا اوېستا، سانسکرېت او پښتو ژبې د نږدې خویندو ژبو په صفت هم پېژندلي چې له دې ژبو پښتو یوازېنۍ ژوندۍ ژبه ده چې خلک پرې خبرې کوي. (ب، ص ۴۱)

پښتو ژبه اوېستایي ریښه هم لري چې په ځینو اوېستایي کلماتو کې یې ریښه هم مالومولای شو.

ډاکټر براون “د ادبیاتو تاریخ” په نوم کتاب کې لیکلي: “پښتو ظاهراً د “پښتون” یا “پختون” له کلمې څخه اخېستل شوې چې په اریایي کې د یوې قبېلې نوم هم دی. دا ژبه په اصل کې د هند او اروپایي ژبو څخه ګڼل کېږي چې د اریایي لرغونو ژبو سانسکرېت او اوېستایي سره خپلوي لري.” (ث، ص ۱۳۱)

یو ناروېژی ژب‌پوه پروفیسور مارگنسترن لیکلي: “د اریایي ژبو د مطالعې لپاره افغانستان ډېر ارزښت لري، ځکه افغانستان د اسیایي او اروپایي ژبو مرکز و چې پښتو بیا د اریایي ژبو له ډلې یوه مهمه هغه ګڼل کېږي.” (ب، ص ۴۴)

په ریکویدا کې پښتانه د (پکهت، پکهتا) په نوم یاد شوي او د دوی ټاټوبی د (پکتیا) او (پکتین) نوم ذکر شوی. په اوېستا کې د (اوغنه، اپغنه او اپغانه) کلمات د قبایلو خلکو لپاره یاد شوي. په سانسکرېت کې هم (اوګهنه، اپګهنه) کلمې د پښتنو لپاره کارول شوي چې دا کلمې د غرونو او لوړو ځایونو د ساتوونکي مانا هم ورکوي.

په ارمني ژبه کې د (اوغان) کلمه د ساتوونکي مانا ورکوي. د (ابګان، اپګان او اپاګهان) کلمې هم د افغان مانا ورکوي چې دا القاب لومړي او درېیم شاه‌پور ته هم ورکړل شوي دي او دلته یې مانا “زمری او زړور” دی چې په کتبیه او بیستون کې د رستم نقش تر اوسه هم شته دی.

“پښتو” کلمه په عشیره نوم سره (شا) یا (پکت) سره مسقیم اړیکه لري. په ویدا کتاب کې (پکت) د اریایي له لسو قومونو یو قوم ګڼل کېده. (د، ص ۳۳۴)

د هیرودوت په نوم یو مهشور یونانی تاریخ لیکوونکي په کال ۴۸۴ ق.م. کې پښتانه د (پکتي) یا (پکتویس) په نوم یاد کړي او د اوسېدو ځای یې هم (پکتیا) او (پکتیخاب) ذکر کړی دی او د پښتو په پخوانیو ادبیاتو کې د دوی مېشت ځای د (پښتنخا) په نوم هم یاد شوی. (ذ، ص ۳۳۰)

کتاب: د افغانستان د ادبیاتو تاریخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب