زیات و کم پنځه لس کاله مخکي له خپل مرحوم مشرماما سره په کورکي ناست وم. ماما مي دوه ځله حج ته تللی وو او کله ناکله به یې د حج کیسې کولې. په دغه کورني مجلس کي یې وویل چي په وهابیانو پسي لمونځ ناروا دی. د هغه دې قاطع حکم ځکه حیران کړم چي دا د هغه خپله خبره نه وه ځکه چي ده د دونه لوی حکم د صادرولو صلاحیت نه درلود. دا خبره یې حتما، یا د حج د مراسمو په وخت کي او یا په وطن کي، له لویو او باوري مُلایانو څخه اورېدلې وه.
ما ورته وویل حاجی ماما ته خو دوه ځله حج ته تللی یې او دواړه ځله دي تر یوې میاشتي زیات وخت تېر کړی دی. په عربستان کي هیڅ داسي ملا امام نسته چي وهابی نه وي. نو تاسي چي لمونځونه په جماعت کړي دي هغه ټول ګواکي فاسد دي. چي د لمانځه په څېر مهمه فریضه، چي تر نورو ټولو فرایضو مهمه ده، فاسده سي نو بیا به د حج په څېر پنځمي فریضې، چي هر وخت یې کفاره هم ادا کېدلای سي، څه خوند پاته وي؟
ماما مي وویل چي هغه یو ضرورت دی او ضرور باشد رواباشد.
نه مي غوښتل چي ماما مي د کشرانو په مخ کي ملامت او خجالت کړم. بحث مي پرېښود.
یوه دوست مي نکل کاوه چي یو وخت مي له کوټي څخه اسلام اباد ته په الوتکه کي سفر درلود. د الوتکي پرواز ته لږ وخت پاته وو چي د یوه سړي غالمغال او چیغي مي تر غوږ سوې. په پښتو ژبه یې پوچ او رد ویل. لومړی پوه نه سوم چي مطلب او شکایت یې څه دی. وروسته پوه سوم چي د ده څنګ ته د یوه عرب چوکۍ وه او ده وویل چي دا وهابی دی. زه نه غواړم د هغه له څنګه کښېنم. له ده سره چي زما جامې موښلي زما جامې مرداریږي. د د غه جاهل مُلا یا مُلا ډوله د غالمغال له امله زموږ الوتکه څه باندي درې ساعته وځنډېده. هغه جاهل یې له الوتکي څخه کښته کړ او موږ پرواز وکړ.
له ۱۹۷۸ کال راهیسی چي د کابل د کمونیسټي رژیم په مقابل کي او وروسته د شوروي د سرولښکرو پر ضد جهاد پیل سوی دی ټول تنظیمونه د سعودي او متحده عربی اماراتو د وهابي حکومتونو په وسلو، پیسو مرستو او خیراتونو چلېدلي دي او دې خیراتونو تر نن ورځي پوري دوام کړی دی. پیسې او خیراتونه یې حلال دي مګر جامې یې مرداري دي او په مُلا پسي یې لمونځ نه کیږي!!!
دلایل یې څشي دی؟ د سعودي عربستان پر بیرغ باندي کلمه طیبة لیکل سوې ده. په هغه هیواد کي، له کلیو څخه نیولې تر لویو ښارونو پوري، پنځه وخته لمونځ په جماعت جبري دی. د نړۍ د هري سیمي محتاجو او نېستمنو مسلمانانو او په نړۍ کي تقریباً ټولو اسلامي موسسو او وسله والو تنظیمونو او حرکتونو ته په میلیونو ډالره مرستی رسوي. نو بیا موږ څرنګه ادعا کولای سو چي د هغوی حتی جامې مرداري دي او په مُلا پسي یې لمونځ ناروا دی.
اُسامه بن لادن یو وهابی وو او د هغه ټوله القاعده موسسه پر وهابیانو ولاړه وه. ټولو ته څرګنده ده چي اسامه د طالبانو د سقوط تر ورځو پوري په افغانستان کي اوسېدی او د طالبانو د مشرانو نازولی وو. تر هغه مخکي د مجاهدینو د حکومت او تر هغه مخکي په پاکستان کي د مجاهدو تنظیمونو له خوا ځکه حمایه کېدی او نازول کېدی چي هغه له سوومیلیونو ډالرو سره راغلی وو. که مجاهدینو د یهودو او نصارا ډالرونه رد کړي وای نو بیا به یې د اسامه مرستي هم نه منلای. د جهاد په وخت او د مجاهدینو او وروسته د طالبانو د لومړي حکومت په وخت کي چا د اُسامه د وهابي عقایدو په باره کي هیڅ ونه ویل او حتی نن ورځ هم دا خبره پر خوله نه راوړي. او دا خو ټولو ته معلومه ده چي د ۲۰۲۲ کال د جنوري پر یودېرشمه د القاعده مشر ایمن الظواهری د طالبانو د داخله وزیر سراج الدین حقانی په کور کي د امریکا د ډرون الوتکي د حملې ښکار سو. هیچا دا پوښتنه نه ده کړې چي دا وهابیان، چي په هغوی پسي لمونځ کول ناروا دي، د هغوی جامې مرداري دي او د مسلمانانو جامې په مرداریږي له طالبانو سره تر اوسه پوري څه کوي؟ دا ملایان لا ولي په خپلو کورونو کي ځای ورکوي او بیا پر منبرونو باندي د هغوی د عقایدو پر ضد تبلیغات کوي؟
دا چي امریکا او ناټو په افغانستان کي له مداخلې څخه څه اهداف درلودل دا یو کتاب خبري دي؛ خو ظاهري پلمه یې داوه چي ویل یې تاسي اُسامه راکړی موږ به حملې بندي کړو. خو طالبانو تر پایه د غرب دې غوښتني ته مثبت جواب ورنه کړ. ګواکي ټول افغانستان یې د یوه وهابي تر سر جار کړ. خو عوام تر اوسه پوري وهابیانو ته د کافرانو په سترګه ګوري او مُلایان یا پخپله نه پوهیږي او یا قصداً حقیقت پټوي. په قندهار کي د هغو عربانو هدیره ده چي پر دغه ښار باندي د امریکایی قواوو د هوايی حملو په ترڅ کي وژل سوي دي او هره ورځ یې ښځي او نارینه زیارت ته ورځي. عوام په دې عقیده دي چي د هغوی قبرونو ته د هري پنجشنبې په ماښام له اسمان څخه ډېوې راځي. دا پوښتنه هیڅوک نه کوي چي دا خو ټول وهابیان ول او زموږ مُلایان هغوی ته کافران وايی. د هغوی له قبرونو سره د شپې د اسمانې ډېوو څه کار دی؟ وهابیانو خو د خپلو اعمالو پیل د زیارتونو له ورانولو څخه وکړ. هغوی زیارت ته نه عقیده درلوده او نه یې ورته لري. حتی زیارت شرک بولي؛ نو د هغوی له زیارتونو سره د شپې ډېوې څه کار لري؟
زه یقین لرم چي د افغانستان په سلو کي لس تنه به نه وي خبر چي د دې مذهبي فرقې نوم ولي وهابي دی او دا نوم چا ورباندي ایښی دی. په سلو کي پنځه به د محمدبن عبدالوهاب ۱۷۰۳-۱۷۹۲ له نامه سره آشنا نه وي. په سلو کي یو تن به هم د دې فرقې له سرچینې، تاریخ او مذهبي اساساتو او شعارونو سره بلد نه وي. مګر تقریباً ټول یا د کافرانو او یا لږترلږه ګمراهانو په سترګه ورته ګوري په داسي حال کي چي دا یوه له اسلامي فرقو څخه وه چي د خاصو اجتماعی شرایطو محصول وه او ځانته یې خاص اسلامي عقاید درلودل « … محمدبن عبدالوهاب حتی د سنیانو ترمنځ د کلام او تصوف ټول شکلونه غندل او ویل یې چي دغه کسان د اسلام په دین کي بدعتونه راولي. ده په اطرافی یا صحرایی عربو کي هغه رواجونه غندل چي حتی د جاهلیه له وختونو څخه ورته پاته ول. سره له هغه چي محمدبن عبدالوهاب د سنیانو یوې مهمي برخي محکوم او رد کړ مګر هغه نه یوازي د سعودی عربستان له ژور اسلامي کولو سره ډېره زیاته مرسته وکړه بلکه، مخکي له هغه چي غربیان مداخله پیل کړي، هغه په عمومي توګه اسلامي شعور را ژوندی کړ» Encyclopedia of Islam, Ibn Abdulwahhab.
محمدبن عبدالوهاب په یوه مذهبي او عالمه کورنۍ کي زېږېدلی وو. هغه په ډېره وړوکوالي کي قرآن شریف په یاد کړی وو او چي لږ لوی سو نو د اسلامي علومو ټولو لویو مرکزونو او ښارونو ته یې سفرونه پیل کړل او په هر مرکزکی یې زده کړي وکړې. هغه مصر، بصرې، شام او لویو مشهورو علمي مرکزونو ته سفرونه وکړل او له علماوو سره یې دیني او علمي مناظرې وکړې. هغه ډېر تکړه نطاق وو او حاضرین یې ډېر ژر تر اغېزې لاندي راوستل. مګر هغه د خپلو عقایدو د ترویج په لاره کي، چي ده ته طبعاً تر ټولو صحیح او پر سمه لاره ښکارېدل، له ډېر سخت جدیت او قهر څخه کار اخیست. محمدبن عبدالوهاب معتدل مسلمانان د اسلام د دین په پرېښودلو تورنول هغوی یې په بدعت او حتی کفر تورنول « …. محمدبن عبدالوهاب له ابن سعود سره د وهابي پیروانو یو لوی غښتلی لښکرجوړ کړ او قرنونه یې د عربو په قلمرو کي دهشت خپورکړی وو. د نولسمي پېړۍ د یوه انګرېزي لیکوال په قول دوی په خپلو فتوحاتو کي تر چور او تاړاک د خلکو قتلولو ته ترجېح ورکوله. انسان وژنه هیڅ نه ختمېده. وهابی او سعودي اتحاد په ۱۷۰۰ کلونو کي په ټوله سعودي عربستان کي د قتل او چور کمپاین وکړ. د سعودي عربستان له مرکزي سیمو څخه یې پیل وکړ او وروسته د عربستان جنوب او یمن ته ورسېدل بالاخره ریاض او حجاز ته ورسېدل. په ۱۸۰۲ کال کي یې د شیعه ګانو د کربلا پر ښار باندي حمله وکړه او د ښار اکثر اوسېدونکي یې قتل کړل. د شیعه ګانو د مقتدا زیارت یې خراب کړ او شته مني، وسلې، قالیني، سره زر، سپین زر، د قرآن شریف قېمتي نسخې او هر څه یې ورسره یوړل….» Dreyfuss, Devils Game. P37
له دې وروستیو پورتینوخبرو څخه زموږ مطلب څه دی؟ محمدبن عبدالوهاب او د هغه پیروانو هر هغه چاته چي د دوی عقاید یې نه منل مشرکان ویل. په داسي حال کي چي د شریعت او د حضرت رسول ص د حکم په اساس هر هغه څوک چي الله یو بولي او پر پیغمبر باندي یې ایمان لری هغه مسلمان دی او مسلمان دوږخ ته نه ځي. د مومن د قتلولو سزا ابدي دوږخ او سزا یې ځکه له شرک سره برابره ده چي د بلي هیڅ ګناه سزا ابدي دوږخ نه دی او د الله لعنت نه دی ورسره ذکر سوی.
شرک او قتل:
شرک یا خدای تعالی ته شریک نیول په اسلام کي تر ټولو لویه ګناه ده او مرتکب یې تر هغه وخته پوري چي توبه ونه باسي او د شهادت کلمه ونه وايی نه بخښل کیږي او د نورو کفارو سره یو ځای به په ابدي دوږخ محکوم وي. دغه علت دی چي وهابیانو ځانونه مُوَحدین یا د یوه خدای عبادت کوونکي او د شرک مخالف وبلل او مخالفینو یې د وهابیانو لقب ورکړ. د شرک په برخه کي، که چیري ثابت سي، د اسلامی علماوو ترمنځ چنداني اختلاف نسته. البته هغه اعمال چي وهابیان یې شرک بولي ښايی نورو مسلمانانو ته عین عبادت ښکاره سي او د اختلاف یو مهم ټکی همدغه دی، چي وروسته به پر وږغیږو.
قتل، که څه هم چي په ټولو مذاهبو او مدني قوانینو کي، تر ټولو لویه ګناه ده؛ خو، لکه ټروریزم، هیڅ وخت سم او قانع کوونکی تعریف ورته پیدا نه سو. د روسي لیکوال فیودور داستایوفسکی د« جنایت او مکافات» د ناول قهرمان یوه بېګناه سودخوره بوډۍ، له هیڅ دلیله پرته، وژني. دا قتل یې وجدان دومره شکنجه کوي چي بالاخره پخپله ځان پولیسو ته په لاس ورکوي او د خپل عمل سزا ویني. خو د ناول قهرمان، د قتل په باره کي، یو وخت داسي نتیجې ته رسیږي چي قتل اصلاً له شمېر سره مستقیم ارتباط لري. څوک چي یو یا دوه تنه قتل کړي هغه قاتل بلل کیږي او د خپل عمل سزا باید وویني؛ خو هغه څوک چي زرونه او لکونه قتلوي او یا یې قتلولای سي هغه قهرمان وي.
دلته به تر نورو مثالونو تېر سو او یوازي به په اسلام کي د قتل د مسلې په باب یوه تبصره وکړو. په اسلام کي یوازینۍ ګناه چي سزا یې له شرک سره مساوي ده او مرتکب ته یې په دوږخ کي دایمي عذاب لیکل سوی دی هغه قتل دی. څرنګه چي د مسلمان لپاره دایمي دوږخ نسته نو سړی ویلای سي چي، د قرآن په نزد، قتل له شرک سره مساوي دی.
و من یقتُل مومناً مُتعمداً فجزاءُهُ جهنم خلداً فیها و غضِب الله علیه و لعنهُ و اعدّ لهُ عذاباً عظیماً ــــ النساء آیة ۴ سورة ۹۳
ترجمه: څوک چي مومن قصداً قتل کړي د هغه جزا په جهنم کي ده او هلته به د تل لپاره اوسي. الله هغه ته په غضب دی. د الله لعنت به پر اوري او هغه ته ستر عذاب ګوري.
په یوه بل آیة کي داسي راغلي دي:
…. من قتل نفساً بغیر نفسٍ او فسادٍ فی الارضِ فکانما قتل الناس جمیعاً و من اِحیاها فکانما أَحیا الناس جمیعاً الآیة سورة ۵ آیة ۳۲
ترجمه: څوک چي یو یل څوک پرته له دې چي هغه قتل کړی او یا پر مځکه باندي د فساد جوړولو مرتکب سوی وي ووژني نو لکه ټول بشریت چي یې وژلی وي او که یو څوک له مرګ څخه وژغوري نو لکه ټول جهان چي یې ژغورلی وي….
که لومړي آیة ته توجه وکړو نو ګورو چي، په مدینة کي، د حضرت عثمان بن عفان له قتلېدلو ۶۵۶ میلادي څخه وروسته د اسلامي نړۍ اکثرو مشرانو او پاچاهانو خپلي توري زیاتره د مسلمانانو په وینو سرې کړي دي. د امویانو او عباسیانو ترمنځ په جنګونو کي، د عباسيیانو ترمنځ په خپل منځي جنګونو کي، د عباسیانو او صفاریانو په جنګونو کي په زرهاوو او په لس هاوو زره مسلمانان قتل سوي دي او د هیڅ جنګ لپاره، پرته له دنیایی دلایلو او د قدرت له مسلې څخه بل څه مطرح نه وه.
ګوډ تیمور په ډهلي کي د نیول سویو او بې دفاع هندوانو له قتل عام کولو څخه پرته نور ټول جنګونه او فتوحات او انسان وژني د مسلمانانو په سیمو کي کړي دي. صفوي شاه اسماعیل، چي په ایران کي یې اسماعیل کبیر بولي، د سُني ایران د شیعه کولو لپاره په لس هاوو زره سنیان تر توري تېرکړل او بالاخره یې د ایران د اولس اکثریت نفوس په وچ زور شیعه کېدلو ته مجبور کړل. مغول بابر د ډهلی له فتح کولو څخه مخکي د پښتنو کله منارونه جوړ کړل او وروستی جنګ یې هم له یوه مسلمان پاچا سلطان ابراهیم لودي سره وکړ. دا مثالونه دونه ډېر دي چي یو کتاب تفصیل غواړي.
د عثمان بن عفان له قتلېدلو څخه وروسته، چي د اسلام په تاریخ کي لومړۍ فتنه ورته ویل کیږي، په اسلام کي دوهمه لویه فتنه پیل سوه. د حضرت علی بن ابی طالب او معاویه بن ابی صفیان تر منځ د صفین جنګونه وموښتل. په دې جنګونو کي، په دواړو خواوو کي مسلمانان او په زرګونو صحابه وو برخه درلوده. د معاویه په لښکرو کي عبیدالله بن عمر او د علي په لښکرو کي محمدبن ابوبکر ولاړ وو. په دې جنګونو کي،چي څو میاشتي یې دوام وکړ، د تلفاتو دقیق شمېر معلومول ګران دي خو ویل کیږي چي تر ۴۵ زرو پوري مسلمانان پکښی قتل سوي دي؛ چي ۳۰ زره د معاویه او ۱۵ زره د علی طرفداران ول. په دې کسانو کي په زرګونو اصحاب او په سل ګونو د قرآن شریف حافظان له منځه ولاړل. یوازي په یوه جنګ کي، له مازیګر څخه تر ماښامه پوري، د معاویه له لښکرو څخه، دوه درې سوه قاریان وژل سوي ول. تاریخ طبري ص ۲۵۳۶
مسعودي لیکي چي د صفین په جنګونو کي ۷۰ زره تنه ووژل سول چي ۴۵ زره د معاویه او د سوریې له لښکرو او ۲۵ زره د علی او د عراق له لښکرو څخه ول. د صفین جنګونو ۱۲۰ ورځي دوام وکړ او په دغه وخت کي د دواړو خواوو ترمنځ ۷۰ جنګونه وسول. مروج الذهب جلد اول ص ۷۰۹
مسعودی لیکي چي د جمل په جنګ کي، چي د صفین له جنګونو څخه مخکي وو، د عایشې له طرفدارانو یا د بصرې له اوسېدونکو څخه ۱۳ زره تنه او د علی له طرفدارانو څخه ۵ زره تنه ووژل سول. د جمل جنګ یوه ورځ دوام وکړ او د علی له خلافت څخه پنځه میاشتي وروسته پېښ سو. هغه کتاب ص ۷۰۸
طبري لیکي چي ام المونین عایشې د طلحه بن عبیدالله او زبیر بن عوام په ملاتړ د جمل جنګ پیل کړ. جنګ د عایشې په ناکامي تمام سو او طلحه او زبیر، چي د حضرت رسول اکرم صلعم په لسو یارانو او عشره مبشره کي شامل ول او جنت یې تضمین وو، ووژل سول. د جمل په جنګ کي په یوه قول لس زره تنه او په بل روایت، له دواړو خواوو څخه، ۱۵ زره تنه ووژل سول. په دغه جنګ کي یوازي د عایشې له لښکرو څخه ۷۰ تنه قاریان ووژل سول. تاریخ طبری ص ۲۴۷۱
د جمل جنګ، چي په بصره کي وسو، نسبتاً ژر پای ته ورسېدی او عایشه بیرته مدینې ته ستنه سوه. خو د صفین جنګونو په میاشتو دوام وکړ. علی او معاویه د دې جنګونو لپاره څه منطق درلودل؟ علۍ خپلو کسانو ته ویل چي خدای تعالی تاسي ته تجارت پېشنهاد کړی دی او د جهاد په بدل کي مو د آخرت له عذابه ژغوري او جنتونه در نصیب کوي او ګناهونه مو بخښي. هغه کتاب ص ۲۵۲۹
معاویه هم په مقابل کي خپلو طرفدارانو ته همدغه منطق ویل او له علی سره جهاد یې نه یوازي د عثمان بن عفان د وینو کسات باله بلکه له هغه سره جنګ یې له داسي یوه سړي سره جهاد باله چي د خدای لاره یې پرې ایښي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د اسلام خلیفه قتل کړی او فتنه یې جوړه کړې ده.
مسعودي د جمل د جنګ د تلفاتو په باره کي لیکي:
« د عبدالقیس له قبیلې څخه یوه ښځه په میدان کي ګرځېده او د خپل وژل سوي زوی مړی یې ولیدی. د هغې مېړه او دوه وروڼه هم، مخکي له هغه چي علی بصرې ته راسي، په دغه جنګ کي وژل سوی ول. هغي ښځي دا شعر ووایه:
« په جنګونو کي سپین سرې سوم. مګر د جمل د جنګ په شان ورځ مي نه وه لیدلې. دې جنګ په مسلمانانو کی داسی فتنه واچول او داسي تاوانونه یې ورسول چی تر نورو جنګونو ډېر زیات وه او ډېر زړه ور جنګیالي پکښی قتل سول. ای کاش هغه ښځه له کوره نه وای وتلې او کاش عسکرو تاسي سفر نه وای کړی» مروج الذهب جلد اول ص ۷۲۷
« له ابی ولید جهضمي څخه، چی د ازد له قبیلې څخه وو، چا بوښتنه وکړ ه چي له علي سره مینه لرې هغه ورته وویل څرنګه به له داسي سړي سره مینه ولرم چي د ورځي په یوه برخه کي یې زما د قوم ۲۵۰۰ تنه قتل کړل. هغه دونه انسانان قتل کړل چي چاته د تسلیت ویلو سړی پاته نه سو. هغه کتاب ص ۷۲۹
حسین نصر، چي پخپله یو شیعه لیکوال دی، د نهج البلاغه( د اهل تشیع د احادیثو یو معتبرکتاب او د علي ویناوي دي) په حواله لیکي چي کله علی د معاویه سره په جګړه کي وو نو ځینو ملګرو او سلاکارانو یې ورته وویل چي معاویه د خلکو د جلبولو لپاره پیسې لګوي ته هم باید خلکو ته پیسې ورکړې او خپل طرفداران زیات کړې. مګر علي ورته وویل تاسي غواړی چي زه بری په غیرعادلانه او ظالمانه وسایلو ترلاسه کړم؟ د علی ورور عقیل ورڅخه وغوښتل چی له بیت المال څخه یو څه پیسې ورکړي خو علي ورته وویل چي ته غواړې ستا ورور د خلکو پیسې تاته درکړې او پخپله دوږخ ته ولاړ سي؟ A History of Muslim Philosophy, P 661
البته تاریخی متون په دې باره کي هم بل ډول معلومات راکوي. په بصره کي د عایشې د ماتي وروسته علي د خپلو مهاجرو او انصار ملګرو سره بیت المال ته داخل سو. او کله چي یې هلته سره او سپین زر ولیدل نو وې ویل چي اې سرو او سپینو مانه سی غولولای بل څوک وغولوی. یو ګړی یې ورته وکتل او بیا یې وویل چي دا مال زما د یارانو تر منځ تقسیم کړی. له ده سره ۱۲۰۰۰ تنه ورسره وه او هر یوه ته یې ۵۰۰ درهمه ورکړل. چي په دې حساب ټول ۶ میلیونه درهمه سول؛ او په بیت المال کی نور څه پاته نه سوه. هغه کتاب ص ۷۲۸
په همدغو شپو ورځو کي د علی او خوارجو ترمنځ جنګونه پیل سول. په خوارجو کي هم په لس هاوو صحابه وو برخه درلوده او ځانونه یې تر علي او معاویه ټینګ مسلمانان او د قرآن د حکمیت طرفداران بلل. دې جنګونو له علي څخه وروسته د معاویه او نور اموي خلیفه ګانو سره هم دوام وکړ او په دې جنګونو کي په لس هاوو زره مسلمانان له منځه ولاړل چي باید د کفارو په مقابل کي جنګېدلي وای. بالاخره د دې خونړیو جنګونو دلیل څه وو؟ آیا پرته له قدرت نیولو څخه یې بل دلیل درلود؟ کله چي علی له خوارجو سره جنګ کولو ته مجبور سو نو خپلو طرفدارانو ته یې وویل چي پورته سی او د خدای له دښمنانو سره، چي غواړي د خدای نور خاموش کړي، وجنګیږی. علی خپلو پیروانو ته ، له خوارجو سره د جنګېدلو په صورت کي د حتمي جنت وعده ورکړه. تاریخ طبری ص ۲۶۰۱
په زړه پوري خبره دا ده چي علي خپلو طرفدارانو ته دا وینا هغه وخت وکړه چي خوارجو د معاویه په مقابل کي د هغه له ملاتړ څخه انکار وکړ. یعني څو ورځي مخکي خوارج د معاویه په مقابل کي د ده دوستان او څو ورځي وروسته د خدای دښمنان سول. علي تر وروستي اعلان مخکي د خوارجو رهبرانو ته لیکلي ول:
بسم الله الرحمن الرحیم
« د خدای له بنده علی امیرمومنان له طرفه زین بن حصین او عبدالله بن وهب او د هغوی ملګروته:
اما بعد، دغه دوو کسانو (ابوموسی اشعری او عمرو بن عاص، جهاني) چي موږ یې حکمیت منلی وو، د خدای له کتاب څخه مخالف کار وکړ او د خدای د هدایت په خلاف یې د خپلو هوسونو پیروي وکړه او د خدای حکم یې جاري نه کړ. خدای او د هغه پیغمبر او مومنان له هغوی څخه بېزاره دي. کله چي زما دغه لیک در ورسیږي موږ ته راسی چي موږ د خپل دښمن او ستاسي د دښمن مقابلې ته وزو او هغه څخه مو مطلب دی چي تاسي یې هم غواړی.
هغوی په جواب کي ورته ولیکل:
اما بعد، ته د خپل پروردګار په خاطر په غوسه سوی نه یې بلکه د خپل ځان په خاطر په غوسه سوی یې. که ته پر خپل کفر باندي شهادت ورکړې او توبه وباسې نو موږ به ستا سره د همکاری کولو په باره کي غور وکړو او کنه نو د انصاف له مخي د جنګ اعلان درته کوو ځکه چي خدای تعالی خاینان نه خوښوي» هغه کتاب ص ص ۲۶۰۰-۲۶۰۱
همدغه جنګونه په اسلام کي د ټولو بې اتفاقیو، بې اعتمادیو، فتنو، فسادونو او فجایعو پیل وو. په زړه پوري خبره ده چي د اسلام هیڅ مورخ او نه اسلامي علماوو په دې جنګونو کي ګنه کار او بېګناه ته ګوته نیولې ده. دا خو څرګنده خبره ده چي علی، معاویه، عایشې او د هغې ملګرو طلحه او زبیر او د خوارجو مشرانو ته، چي ټول په اسلام او د قرآن شریف په احکامو خبر وه چي د یوه مومن د قصدي قتل سزا ابدي دوږخ او د حق متعال غضب او لعنت دی نو څرنګه یې د څه باندي ۷۰ زرو مسلمانانو د قتلېدلو مسوولیت قبول کړی وو.
د قرآن شریف دا مبارک آیة « انماالمنون اخوةٌ فاصلحوا بین اخویکم» په تحقیق سره چي ټول مسلمانان سره وروڼه دي. د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړی. ټولو ته څرګند وو او هر یوه به تر سل ځله زیات لوستی وو. په دې آیة چا عمل وکړ او چانه وکړ؟ زموږ اسلامی مورخینو او دینی علماوو یا هیڅ نه دي ویلي او یا یې کافي څه نه دي ویلي.
ګواکي قاتل، اګه د فیودور داستایوسکی د جنایت او مکافات قهرمان چي وايي، په ریشتیا هم هغه څوک دی چي یو یا دوه درې تنه یې وژلي وي. د سل ګونو او زرګونو کسانو وژل او لس هاوو زرو کورونو تباه کول قهرماني ده، ځکه چي دومره ویني یوازي امیر او سپه سالار تویولای سي؛ او د هغوی ګرېوان ته د چا لاس نه رسیږي. د اسلام لومړني تاریخونه ټول هغو کسانو لیکلي دي چي پخپله به یې په دیني علومو، په تېره بیا قرآن او احادیثو کي لوی لاس درلود؛ خو له بده مرغه هیڅ مورخ په دې لویو لومړنیو جنګونو کي چي نه یوازي د لس هاوو زرو بېګناه مسلمانانو د قتلېدلو سبب سول بلکه د تل لپاره یې د مسلمانانو په صفوفو کي بې اتفاقي ایجاد کړه تقریباً هیڅ نه دي ویلي او د تاریخ د نورو عادي کیسو په څېر ورڅخه تېر سوي دي.
وهابیانو، چي پرته له خپلو طرفدارانو یې ټولو مسلمانانو ته د مشرکینو په سترګه کتل، د مسلمانانو په قتلولو کي تر بلي هري ډلي زیات افراط کړی دی. که څه هم چي دوی د شرک په مقابل کي قیام پیل کړی وو او په دې هم پوهېدل چي د هر مومن د قتلولو سزا په آخرت کي له شرک سره معادله ده. هغوی د خپلي عقیدې د رواجولو او په خلکو د توري په زور د منلو په برخه کي له هیڅ ډول قتلونو او چور او تالان او ظلمونو څخه مخ وا نه ړاوه. د وهابیانو د لنډي تاریخچي په باره کي به وروسته وږغیږو خو دلته به د هغوی د قتل عامونو یو مثال ورکړو.
د سعودي پاچا السعود په ۱۹۲۰ کلونو کي د عربستان په خاوره کي د فتوحاتو په جنګونو کي ۴۰۰ زره مسلمانان قتل او زخمیان کړل، ۴۰ زره تنه یې په عامه اعدام کړل او د ۳۵۰ زرو کسانو لاسونه، پښې او د بدن غړي یې پرې کړل. Dreyfuss p43
که څه هم چي هیري فیلبي Harry Philby په شلمه پېړۍ کي د ډیرو حوادثو عیني شاهد وو او د سعودي عربستان له وهابي پاچا سره د انګلستان د حکومت خاص استازی وو او هره میاشت یې د انګلستان د حکومت له خوا ۵۰۰۰ زره پونډه نغدي پیسې وروړلې؛ او د پورتنیو قتلونو او اعدامونو په باره کي اطلاعات هم د ده له یادداښتونو څخه اخیستل سوي دي او سړی یې د باور وړ بللای سي. خو د وهابیانو د اته لسمي او نولسمي پېړۍ د فعالیتونو، جنګونو او قتلونو په باره کي چنداني دقیق معلومات نسته. هغه لیکوالان چي د وهابیانو طرفدار دي او یا یې د هغوی په طرفداري لیکل سویو اسنادو څخه استفاده کړې ده، تر ډېره ځایه، له وهابیانو څخه سپین چرګان جوړوي او هغه کسان، په تېره بیا شیعه لیکوالان، چي د وهابیانو او د هغوی تر منځ ډېر سخت اختلاف موجود دی د وهابیانو د وحشتناکو قتل عامونو په باره کي لیکني کوي.
مثلاً سید ابراهیم سیدعلوی په خپل یوه کتاب کي چي د وهابیانو د تاریخ او عقایدو په باره کي یې لیکلی دی په یوه ځای کي لیکي:
« وهابیان د ۱۲۱۷ کال ( ۱۸۰۲ م) د ذی القعده په میاشت کي د طایف ښار ته ننونل. او د دغه ښار اوسېدونکي یې، د ماشومانو په شمول، ټول ووژل او حتی د میندو په غېږو کي یې د شیدو رودونکو ماشومانو سرونه پرې کړل. هغه کسان یې چي له ښاره څخه وتلي او تښتېتدلي ول تعقیب کړل او اکثر یې ووژل.
وهابیانو د خلکو کورونه، چي هغوی پکښي پټ سوي ول، تلاښی کول او هر څوک چي یې پیدا کاوه هغه یې واژه….
وهابیانو په دې دلیل چي د طایف خلک مشرک دي او مشرک باید وسله ونه لري له هغوی څخه وسلې واخیستلې او بیا یې نو د ټولو د قتل عام امر صادرکړ….» تاریخچه نقد و بررسی وهابی ها ص ۲۴
همدغه لیکوال بل ځای د ۱۹۲۴ کال د حوادثو په باره کي، چي فیلبي هم د وهابیانو د بې اندازې تشدد رپوټ ورکړی دی، لیکي:
د ۱۹۲۴ کال په سر کي وهابیانو پر حجاز باندي یرغل ور ووړ او طایف یې محاصره کړ. دا ځل شریف خالد بن لوی، چي د ابن سعود له خوا ټاکل سوی او د وهابیانو سخت طرفدار وو، په زور طایف ته داخل سو او د هغه ښار نارینه، ښځي او ماشومان یې ووژل. ویل کیږي چي د مړو شمېر دوو زرو ته نیژدې وو. وهابیانو د خلکو مالونه چور کړل او داسي بد کارونه یې وکړل چي له اورېدو یې د انسان پر بدن باندي وېښتان شخ دریږي» هغه کتاب ص ۷۱
احمد کسروي لیکی: « په ۱۲۰۶ هجری ( ۱۸۲۷م) کي چي وهابیانو پر عراق باندي د چور او کشتار په نیت حملې وکړې نو د عاشورا په ورځ یې پر کربلا باندي یرغل ورووړ او په زیارت کي يې د خلکو په قتلولو بنا وکړه او د خلکو کورونو ته ننوتل. پر ښځو او نجونو باندي یې تېري وکړل او د شیدو رودونکو ماشومانو سرونه یې پرې کړل. صندوقونه یې مات کړل، قبررونه یې لوڅ کړل او په څو ساعته یې تقریباً ۷۰۰۰ تنه مجتهدان او سادات قتل کړل» شیعه ګري، ص ۴۰
په حنبلي عقایدو کي، هر هغه عمل چي ریښه یې پخوانیو پرهېزګارانو یا سلفیونو ته نه رسیږي هغه غیر مشروع بدعة دی. دوی د پیغمبر ص د یوه حدیث په حواله وايی چي تر ټولو بد شی په دین کي نوې لاره ده. هر نوی والی یو بدعة دی هر بدعة ګمراهي ده او د هري ګمراهی لاره دوږخ ته ځي. David Commins. Islam in Saudi Arabia P 15
د امریکا د جورج ټاون د پوهنتون پروفیسره ناتانا جې ډیلونګ باس Natana J. Delong-Bas، چي د وهابي مذهب مثبت اړخونه یې څېړلي دي، زیاتره د دغه مذهب د موسس محمدبن عبدالوهاب د تحریک تبلیغی اړخ او په سوله او نرمي د خلکو د بلني خواته متوجه ده او وايي چي محمدبن عبدالوهاب اصلاً د زور مسلمانی ته چنداني عقیده نه درلوده او غوښتل یې چي د خپلو عقایدو د تبلیغ او د قرآن د علم د ترویج له لاري خلک قانع کړي:
« ریاض نه ژر او نه په زور او اکراه فتح سو. سعودیانو ایله په اووه ویشتو کلونو کي پر دغه مهم ښار باندي خپل کنټرول ټینګ کړ. له دې څخحه معلومیږي چي د دغه ښار اوسېدونکو ته کافی وخت ورکړه سو چي توحید درک او د هغه طرفداران سي….
د ریاض په فتح کي وهابیانو د تشدد او د ښار له اوسېدونکو څخه د انتقام اخیستلو ته مخه نه کړه. که څه هم چی وهابیانو دا قانونی حق درلود چي هغه کسان قتل کړي چي له دوی سره یې مخالفت کاوه؛ خو دوی دا کار ونه کړ. نه خلک په زور د خپلو عقایدو تغییرولو ته مجبور کړل سول او نه د هغوی شته منی ورڅخه غصب سوې. برعکس، ابن عبدالوهاب اعلان وکړ چي له دې فرصت څخه په ګټي اخیستلو سره باید د خلکو ساتنه وسي او هغوی ته عدالت راوړل سي. د وهابیانو یو مهم کار دا وو چی د لارو امنیت یې خوندي کړ…» Delong-bas, Wahabi Islam p 36
د محمدبن عبدالوهاب او د هغه د پیروانو په کتابونو کي د تشدد خبره نسته. هغوی په اسلام کي د مزخرفو او کفري عاداتو او هغو اعمالو سره د مجادلې کولو خبره کوي چي له هغوی څخه د شِرک بوی راځي. خو د فیلبي له خاطراتو څخه په څرګنده ښکاري چي دا یوازي د هغوی د عقایدو تبلیغاتی اړخ وو او په عمل کي یې د خپلو خلکو په مقابل کي تشدد د وحشت درجې ته رسولی وو. پروفیسره ډیلنګ باس یوازي د وهابیانو د مذهبي تبلیغاتو مسلې ته اهمیت ورکوي او زیاتره پر هغه څه تبصره او استناد کوي چي هغوی لیکلي او تبلیغ کړي دي:
«… که څه هم چي ډېر په دې عقیده دي چي د ابن عبدالوهاب له لیکنو څخه څرګندیږي چي سمو او صحیحو عقایدو ته د خلکو د را اړولو لپاره جهاد ته ضرورت دی؛ خو د ابن عبدالوهاب له لیکنو څخه صفا څرګندیږي چي هغه د ریښتینو طرفدارانو د پیداکولو طریقې ته ترجېح ورکوله. ده وویل چي که غواړی یو څوک ریښتونی مسلمان سي نو هغه ته باید روزنه ورکړه سي نه دا چي د مرګ د تهدید له وېري خپله عقیده دفعتاً بدله کړي….
د ابن عبدالوهاب یوه مهمه طرح داوه چي هر وګړی باید علم حاصل کړي، مطالعه وکړي او ځان پوه کړي. ده به ویل چي ټول مومنان، که نر دي که ښځي، باید علم حاصل کړي ځکه د ده په عقیده دا په اسلام د پوهېدلو یوازینی لاره ده. ده ویل چي د خلکو اکثریت باید د اسلام اساسات او تفصیلات زده کړي او ځانونه په وپوهوي؛ هغه وخت کولای سي چي هم ځانونه مسلمانان وبولي او هم پوه سي چي څشي ته عقیده لر ي….» Ibid p 194
که څه هم چي د وهابی ها د کتاب لیکوال، د محمدبن عبدالوهاب او د هغه له مکتب سره د سخت عقیدوی مخالفت له امله د وهابیانو د تحریک د وحشتونو په باره کي ښايی ډیري مبالغې کړي وي خو د پروفیسري ډیلونګ باس دا ادعا چي ګوندي وهابیانو اصلاً تشدد د خپلو عقایدو د خپرولو لپاره ګټور نه باله حتی مضر یې باله نو ځکه یې زیاتره په تبلیغاتو اکتفاء کوله د تأمل وړده. ابن عبدالوهاب به ښايي، د وهابي د کتاب او د وهابیانو د نورو مخالفینو د کتابونو په خلاف، دونه بېځایه او بې ګټي تشدد هم نه وي کړی خو د فیلبي له یادداشتونو څخه، چي اکثر وختونه عینی شاهد وو، په څرګنده ښکاري چي وهابیانو د خپلو مخالفینو په وژلو کي چنداني له نرمښت څخه کار نه دی اخیستی. که یې له یوې خوا د شرک په مقابل کي تبلیغات کول او اصلي او سوچه اسلام یې تبلیغاوه، له بلي خوا یې د بې ګناه مسلمانانو، چي یوازي د دوی له عقایدو سره مخالف ول، په وژلو کي له بې رحمی څخه کار اخیست. په داسي حال کي چي دوي پخپله، د سوچه مسلمانانو په حیث، چي د قرآن زده کړه یې تبلیغول، په دې پوهېدل چي د هر مومن د وژلو سزا له شِرک سره معادله ده.
پاته لري
ماشاء الله
شاعر جهانی صاحب د پښتو ژبی او ادبیاتو تر څنګ یو ښه ملا او عالم هم دی.
جهانی صاحب پاته ته یی منتظره یو. لطفاً دا هم ووایاست چه وهابیانو لومړی ځل چا د کافرانو خطاب وکړ او ولی او دوی د کفارو په نامه پیژندل چیری عام دی. مننه.
ښاعلی جهاني صاحب!
سلامونه او درناوی مې ومنئ !
ډېر نازکې مسئلې دي، د عقایدو په بحثونو کې ژوره پوهه، احتیاط او ځيرتیا پکار ده.
ډېره ښایسته لیکنه او ښه شننه.
موږ ریښتیا هم په باطن کې یو څه او په ظاهر بل څه یو. مومن خو دا وړ نه وي، رب دې ټولو ته هدایت وکړي لومړی ماته.
پاتې برخو ته یې منتظر یو.