شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبخپل زوی ته د ویکتور هوگو لیک/ ژباړن: حزب الله اتل

خپل زوی ته د ویکتور هوگو لیک/ ژباړن: حزب الله اتل

تر هر څه وړاندې هیله لرم چې عاشق شې،

او که یې، هیله ده هغه کس هم له تاسره مینه وکړي،

او که داسې نه وي، نو هیله ده یوازیتوب دې لنډ وي،

او له یوازیتوب وروسته دې، له چا کرکه ونه کړې،

او هیله لرم، چې داسې څه پېښ نشي. …

که چېرې پېښ شول، باید و پوهېږې، چې څنګه له ناهیلیو خلاص ژوند وکړې.

زه هیله لرم چې دوستان او ملګري ولرې،

ښه او بد دواړه ډلې ملګري. …

ځینې یې مینه ناک او ځینې یې بې مینې….

چې حد اقل یوه ډله خو یې ستا د باور وړ وي.

او دا چې ژوند داسې دی، نو

هیله لرم دښمن هم ولرې….

نه زیات او نه کم… برابر،

دا ځکه چې ځینې وخت دې باور او اعتماد تر پوښتنې لاندې راشي،

چې حد اقل د یوې ډلې اعتراض خو به په حقه وي کنه…

دا ددې لپاره چې په ځان ډېر غره نشې.

همدارنګه هیله لرم، چې یو څه ګټندوی هم واؤسې، بلکې هر وخت نه…

تر څو په سختو شېبو کې،

هغه وخت چې هېڅ درته نه وي پاتې،

همدغه یو څه ګټه ستا د راتلونکي ژوند توښه وي.

همدارنګه هیله لرم، چې صابر واؤسې.

خو د هغو کسانو پر وړاندې نه چې ستا هیلې کوچنۍ کوي….

دا ځکه چې دا کار ډېر اسانه دی،

خو د هغو کسانو پر وړاندې ډېر صابر اؤسه چې لویې او نه جبرانېدونکې تېروتنې کوي…

او ته پخپل ډول کې د صابرانو تر منځ یوه نمونه واؤسې.

همدا ډول هیله لرم؛ ځوان واؤسې،

او ډېر زر زوړ شوی نه وې…

که چېرې زوړ شوی یې، نو بیا په ځوان څرکندېدو ټینګار مه کوه!

که چېرې بیخي زوړ شوی یې، نا هیلی کېږه مه!

دا ځکه چې د عمر هر پړاو خپلې خوښۍ او ناخوښۍ لري، نو چې داسې ده،

پرېږده چې دغه خوښي او نا خوښي په موږ کې جریان وکړي.

هیله لرم یو سپی وروزې، یوه الوتونکي ته دانه ورکړې او هر سهار د یوه مارغه خوږ اواز ته غوږ ونیسې، کله چې هغه په سهار کې خپل اواز پورته کوي.

دا پدې چې پدې اواز کې به د خوښۍ او ښکلا احساس ومومې…

او دا ټول په وړیا…

هیله لرم په خاوره کې دانې هم وشیندې….

که هر څومره وي…

او د لوېدنې پالنه یې وکړه.

دا ددې لپاره چې پوه شې په یوه دانه کې څومره ژوند شته.

سربېره پردې هیله لرم، پیسې ولرې، ځکه ورته اړتیا لرې…

او په کال کې یو ځل خپلې پیسې خپل مخ ته کېدې او ووایئ :((دا زما دي!))

دا یوازې ددې لپاره چې درته څرګنده شي، کوم یو د بل رهبر یئ!

او په پای کې که نر یې هیله لرم ښه ښځه ولرې….

او که ښځه یې، ښه خاوند ولرې،

که سبا څومره هم ستړي یاست یا سبا نه بل سبا خوشاله یاست،

بیا هم خبره له عشق او مینې پیل کړئ، له سره نوی ژوند پیل کړئ…

دا ټول څه مې چې درته وویل، که درته مهیا شول،

نور درنه څه هیله نه لرم…
                                                            ویکتور هوگو

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب