جمعه, مې 3, 2024
Homeادبباريس پاسترناک هغه ليکوال چې پس له مرګه د نوبل جايزه ورکړل...

باريس پاسترناک هغه ليکوال چې پس له مرګه د نوبل جايزه ورکړل شوه

ليکوال : ګل رحمن رحماني

      د١٨٩٠زيږديزکال دفبرورۍ مياشتې اوه ويشتمه هغه ورځ وه ،چې دروسي عالم اودمسکوپوهنتون دمجسمه جوړونې داستادښاغلي لئانيدپاسترناک هغه هيله په کې پوره کېدله ،چې له کلونوکلونويې په زړه کې ګرځېده اوخداى (ج ) يوداسې ماشوم ورپه برخه کولوچې راتلونکې يې ډېره له وياړونوډکه اودلمرپه څېرغوړېدلې وه اوهمغه هنرمندماشوم يې نصيب شو چې ده يې هيله درلوده په دغه ماشوم يې بوريس لئانيدويچ پاسترناک نو م کېښود .

بوريس پاسترناک په ١٩٠٢زېږ ديزکال خپلې منځنۍ زده کړې په روسيه کې پاى ته ورسولې اوپه همدې کال دمسکوپوهنتون دتاريخ اوفلسفې په څانګه کې په زده کړه بوخت شو کله يې چې په دغه پوهنتون کې زده کړې پاى ته ورسولې اوپه فلسفه وپوهېده نو په ١٩١٢زېږديزکال کې دپاتې زده کړودپوره کولوپه موخه دالمان دهامبورګ ښارته  ولاړ.

   ددغه ښارپه پوهنتون کې يې زده کړوته دوام ورکړخوهلته عجيبه داوه چې دهغه څه نه يې زړه تورشوچې دى يې دزده کولولپاره راغلى وو له فلسفې نه يې بدراغلل نوريې نوذهن نه شوکولى چې دفلسفې دروندباراوچت کړي همغه ووچې ادب ته يې مخه کړه اوادبي هلې ځلې يې پيل کړې .

  دنوموړي ملګري اکثره دسمبولېز م اوفوتورېسم له پيروانوڅخه وو، په ځانګړي توګه دروسيې ولادميرماياګوفسکي سره يې ملګري دې سبب شوه ، چې دليريکاپه کالنۍ کې يې پنځه شعرونه چاپ شي ، د دې شعرونوسره دپاسترناک دشهرت انګازې په ټول روسيه کې خورې شوې اودوه کاله وروسته يانې په ١٩١٤زېږديزکال کې يې خپله لومړۍ شعري ټولګه په خپل زيارله چاپه راويسته ، چې خوراښه هرکلى يې وشو،  ددې شعري ټولګې له چاپ نه وروسته هغه قفقازته کډوال شو.

بايدووايو، چې له دې نه وړاندې هم دپاسترناک لس ټوټې شعرونه هم خپاره شوي وو، چې په سبب يې نوموړى د((سنتريفوګا)) ډلې غړيتوب ترلاسه کړى شو، هغه په خپل يوه شعرکې په دې اړه وايي :

له خپل کوره مې پښه
په يوه لرې ميدان کېښوه
ته به فکرکوې چې
يوځل مې بيا پښه نړۍ ته ښکته شوه

پاسترناک په خپله تغزلي نړۍ اوشعرونوکې دپام وړپرمختګ وکړ، کله چې بېرته له قفقازنه هغه ښارته چې ده په کې سترګې غړولې وې راګرځېده،  نوهرڅه بدل وو، دده دتوقع سره خوشحالي اوخوښي نه وه مسکو ورته له درد اوغمه ډک ښکارېده او دفکر مرغانوپه کې سم وزرونه نه شوى غوړلى،  نوموړى له خپلې مېرمنې((بودګيناولادميرونا)) نه چې ده ته دمينې سمبول وه ، جداشوى وو.

   دهغې جدايي ورته ګرانه وه ، خوده هم ځنډ ونه کړ،  په ١٩٣٤کال کې يې (( دزيناپيدا)) سره ژوندشريک کړ، نوموړى په اند و، چې انسان ددې له پاره پيداشوى،  چې ژوند وکړي، نه ددې له پاره چې د ژوند له پاره ځان تيارکړي.

د پاسترناک دبخت وزرونه لاپسې وغوړېدل، دشهرت لوړو پوړيو ته ورسېده، په ١٩٣٤زېږديزکال کې دروسي دليکوالوپه ډله کې، دروسيې دمعاصرتاريخ دترټولو معاصرشاعر په حيث وپېژندل شو.

وخت تېرېده، ١٩٤١کال وو، چې دلومړۍ نړيوالې جګړې لمبې اوسپرغۍ مخ په خورېدو وې،  پاسترناک دچيستاپل په ښارکې اوسېده ، همدلته يې خپله هېوادپالنه په ((ډاروونکي داستان )) او(( سرحدي کرښه )) ښکلومنظومو کې څرګنده کړه .

دا، چې عادي ژوند هم پوځي بنه غوره کړې وه،  نو  دغه سترشاعر هم مجبوريت دجګړې لومړيوکرښوته مجبورکړ، خو  وسله وال نه و،  په لاس کې يې دټوپک په ځاى مايک وو اود پوځي خبريالۍ دنده يې په غاړه وه .

    هغه کس چې وړاندې به يې دمينې شعرونه ليکل،  اوس به يې هره ورځ دمړيو او ټپيانو کريږې په ليکنوکې انځورولې،  دا ديوه نازک طبيعته شاعرله پاره ډېره ګرانه ده،  خو پاسترناک مجبورو ، چې خپله دنده مخته ته يوسي، خو ددې سره سره يې هم په دغه وخت کې دلوديځي اروپا  ستاينه په شعرونوکې کړېده ، همدغه مهال دروسيې يوه بل نوموتي شاعر نيکولاى ايسېف نوموړى دروسيې دمعاصرشعربنښټګړوباله او دده شعرونه يې دروسيې دسمبولستانو وارثين وبلل .


پاسترناک له خپلې مېرمنې سره

پاسترنا ک په همدې جريان کې دسمبولستانوپه تقليدد((دحصارلپاسه )) شعري ټولګه هم خپره کړه دروسې نوماندسمبولست ماياکوفسکي په تقليديې نوي شعرونه وليکل اوپه کې بريالى هم و .

چې په همدې کال په دغه شعري ټولګه (دحصارلپاسه ) کې خپاره شوي دي خووروسته يې له تقليدي اوله بل نه له اغيزمنوشعرونوليکلولاس واخيست دزوقونوپه ازمايلواودلوړي درجې دشعرونو په ليکلو يې پلي وکړ، چې ښې بېلګې يې د ( ناروغ -١٩٢٤-١٩٢٨) اوويستوان اشميت ( ١٩٢٦-١٩٢٧)منظومې دي .

په دغه ښکلومنظوموکې له روسيې څخه دنوموړي لرېوالى اودروسيې داکتوبراوفبرورۍ دوو انقلابونوانځور وړاندې شوى دى،  هغه په خپلو شعرونو کې دغه انقلابونه ډېرښه انځورکړي دي اودحالاتوښه عکاسي يې بولو.

نوموړى دروسيي موسيقۍ دتال لپاره هم شاعري کړېده او  دروسيې دنوي شعرد دوديزنظام بنسټګردى چې په روسيي ادبياتو  په ځانګړي ډول په شعرونوکې ، يې يووالى رامنځ ته کړى دى .

پاسترنا ک په ١٩٤٦زېږديزکال کې خپل شهکار اثر(( داکټرژيواګو)) رومان باندې پيل وکړ، وروسته بياددغه تربشپړېدو اوپه روسي ژبه له خپرېدو وړاندې په اېټاليا کې ديوه کتاب خپرونکي فلترينلي له خواپه انګريزي ژبه خپورشو .

د کتاب مينه وال دومره زيات وو، چې حساب يې نه کېده او دفلترينلي تمه هم نه وه ، وروسته په روسۍ ژبه کې هم څوځله خپورشو،  په ١٩٥٨زېږديزکال کې دنوبل نړيوالې معتبرې جايزې ته هم وړاندې شو او په جګوسترګو  يې دغه جايزه وګټله، خو نوموړي دنړيوالودتوقع خلاف ددغه جايزې له اخيستلونه ډډه وکړه،  هغه هم دلويې سوسيالستي روسيې دفشارونو او جبري غوښتنو پر بنسټ .

 پاسترناک په خپل په يوه شعرکې دغه پېښې ته داسې اشاره کوي :

د حيوان غوندې شوم بندپه داسې ځا ى کې
چې رڼاشته ، خلک شته ،خپلواکي نخ شته
بس يوازې بې ماناغــــــــــــــــږونه اورم
نه تښوى شم ،نه مې ژوندکې څه خوښي شته

دهغه ځينې مخالفين په دې اړه بل نظرلري او وايي،چې پاسترناک ته ددغه جايزې ورکولو سياسي اړخ درلود، د نوبل ادارې دغه کاردامريکا د څارګرې تورې شبکې اود انګلستان په لارښوونه کړى وو.

دهغه دنوبل ګټونکي اثرداکترژيواګونه دپورلېنرپه مشرۍ يوې ډلې فلم هم جوړکړ، چې پياوړي لوبغاړي يې عمرشريف ، چولي کېستي، جرالدين ، چاپلېن ، الک ګېنس اونوردي ، چې وروسته دغه فلم داسکارلوړه جايزه هم خپله کړه ، خودپاسترناک ترګوتوونه رسېده .

لنډه داچې پاسترناک په روسي ادبياتوکې لوى حقدارګڼل کېږي اودشلمې پېړۍ دلويومفکرينو اوشاعرانو څخه دى اودلومړي ځل لپاره يې دروسيې په کلاسيکوادبياتوکې يووالى نړى ته دسمبولېزم دلاسته راوړنوسره وړاندې کړ.

دده ډېرې ليکنې په ځانګړي ډول دهغه نوبل ګټونکى رومان (( داکترژېاګو )) دروسيې يوازيني ټولمنلي ادبيات دي، چې دروسيې دشلمې پېړۍ له ادب نه ښه استازيتوب کوي .

 دغه سترليکوال دخپل ژوند وروستۍ شپې ورځې په پردلکيناکې تېرولې،  له خلکوسره يې ليدنه کتنه کمه کمه کړې وه ، لامل يې داوو، چې نوموړى دسرطان په ناروغۍ اخته وو،  دغه د زړبودۍ اوناروغۍ له درد او ځورډکې شېبې يې په بڼوالۍ او له اديبانو سره په ليدنوکتنوتېرولې .

د١٩٦٠زېږديزکال دمې دېرشمه په نړۍ کې ددغه ثمرلرونکي  ليکوال د  ژوند  وروستۍ ورځ وه،  داسې مهال يې له نړۍ سترګې پټې کړې ، چې دده په نوم دنوبل علان شوې جايزه يې ترګوتو نه وه رسېدلې .

د لويې روسيې دوېشولو نه وروسته، د نوبل دجايزې اکاډمۍ په ١٩٩١زېږديزکال کې يوځل بيادهغه ((داکترژېزاګو)) رومان ته دنوبل جايزه اعلان کړه ، خو دروسيي ادبي ټولنو له خوا داسې مها ل ومنل شوه، چې نورنو نه هغه پخوانۍ روسيه وه او نه پاسترناک، په هغه خاورې اوښتې وې، هډوکي به يې هم خاورې شوې وو، خو په هر صورت  د نوبل دغه معتبره جايزه يې دکورنۍ غړوته ورکړل شوه .

هو ريښتيا وايي، چې حق حقدارته رسېږي.

د يادونې وړده، چې د پاسترناک نه سربېره ، دغه روسيي پوهانو هم د نوبل جايزې ګټلې دي :
ايوان بونين، مېخايل شولوخوف ،سولونتسن او ايوسف رونسک .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب