په دې لیکنه کې د مختلط او کیفي تحقیق ترمنځ ځینې توپیرونو ته لنډه کتنه کوو. د دې دوو میتودونو توپیرونه په یوه لیکنه کې په اساني خلاصه کیدای نه شي، خو دا لیکنه به په دې اړه د لا زیاتې مطالعې لپاره دروازه پرانیزي.
د ټولنیزو علومو په برخه کې د څېړنو ساحه ډیره پراخه ده او په دې برخه کې ډول ډول څېړنې له خپلو میتودولوژیو، تخنیکونو او مقصدونو یا هدفونو سره عملي کیدای شي، چې هدف ته په کتو باید مناسب او وړ میتود غوره شي. په دې برخه کې دوه مهمې کړنلارې، مختلط او کیفي څېړنې، د انساني چلندونو او ټولنیزو متحرکاتو یا ډاینامیکونو پر پوهېدلو ټینګار کوي او له همدې امله د ټولنیزو څېړنو تر منځ ځانګړی ځای لري. دا دوه کړنلارې د ځینې مشابهتونو او ورتهوالي سره سره د هدف، میتود او پایلو په برخه کې توپیرونه هم لري. نو ځکه دا مهمه ده چې د څېړنې هدف ته په کتو باید وړ کړنلاره انتخاب شي. همدارنګه، په دې ځان پوهول لازمي دي چې دا دوه کړنلارې د بشري ټولنې اړوند د پیچلو پدیدو په شنلو کې څنګه او څومره مرسته کوي.
په لاندې برخه کې د مختلط او کیفي تحقیق تر منځ د هدف، ډاټا را ټولولو، تحلیل، او په ځینې نورو برخو کې توپیرونو ته اشاره کوو.
- د تحقیق هدف:
کیفي تحقیق په اصل کې د یوې ټولنیزې پدیدې په منځ کې د ژورې مانا، انګېزې، او بنسټېزو پروسو د کشف او درک کولو لپاره کارول کیږي. دا کړنلاره د خلکو یا ټولنو اړوند موضوعي تجربو سره اړیکه لري او د دوی لید، عقیدې، او احساساتو په اړه مالومات را ټولوي. ډيری وختونه بډایه او متناسب بصیرت او پوهه رامنځته کوي، چې بیا دا پوهه د تیوري او فرضیې د تولید په برخه کې مرسته کوي. له بل لوري مختلط میتود څېړنه د کیفي او کمي سرچینو څخه د تر لاسه شوې ډاټا په تثلیث یا مثلثسازي ټینګار کوي او د دې ډول څېړنې هدف یوازې د انساني تجربو په ژورتیا پوهېدل نه؛ بلکه د دې تجربو تر منځ د نمونو یا ماډلونو، اړیکو او تر منځ یې د اغیزو اندازه کول هم شامل دی، یانې د انساني تجربو تل ته رسیدل او هلته د مختلفو متحرکاتو اندازه کول د دې میتود دنده ګڼل کیږي. مختلط میتود څېړنه د کیفي او کمي میتودونو په یو ځای کولو سره د څېړنیزې ستونزې په اړه ډیر هراړخیز او کُلي پوهاوی او مالومات رامنځته کوي، چې یوازې د کیفي او یا کمي میتود پر مټ تر لاسه کیدای نه شي.
- د ډاټا او اطلاعاتو را ټولول
په کیفي تحقیق کې د ډاټا را ټولولو لپاره د ژورو مرکو، فوکس ګروپ/ګروپي بحثونو، مشاهدو، او د منځپانګې یا محتوا د تحلیل میتودونه کارول کیږي. دا میتود له څېړونکي سره د پېچلو ټولنیزو پدیدو په سپړنه، او د خلکو د تجربو، انګېزو، ټولنیزو شرایطو، او کلتوري اغېزو د کشف په برخه کې نه یوازې مرسته کوي؛ بلکه ژور پوهاوی هم رامنځته کوي. څېړونکی له برخه اخیستونکو سره د ازاد بحث له لارې د هغوی ژوندی تجربې او د تجربو څخه د تر لاسه شوې پوهې په اړه بحث کوي. خو بل لور ته په مختلط میتود تحقیق کې د ډاټا را ټولولو میتودونه د تحقیق ډيزاین ته په کتو کیدای شي ډير متفاوت وي. په مختلط میتود کې کیفي برخه، لکه مخکې چې یادونه وشوه، ډير بډایه متناسب او غني مالومات را ټولوي. او کمی برخه لکه سروې، تجربوي تحلیل او د دوهم لاس ارقامو تحلیل د څېړنیزې ستونزې اړوند د متحرکاتو په اندازه کولو کې مرسته کوي. په مختلط میتود څېړنه کې د کیفي او کمي میتودونو په یو ځای کولو سره د یوې څېړنیزې پدیدې اړوند پراخ او هر اړخیز اطلاعات تر لاسه کیږي.
- د ارقامو یا اطلاعاتو تحلیل
د کیفي تحلیل په برخه کې د اطلاعاتو کوډ کول، د موضوعاتو موندل او د ماډلونو یا نمونو په ګوتهکول شامل دي، چې څېړونکی ځان د ډیټا تل ته رسوي، تکراري موضوعات په نښه کوي، مانا او مفهوم تشریح کوي، او له عمومي ډاټا څخه داستان جوړوي. دلته اصلي هدف دا دی چې د ګډون کونکو په لیدونو کې د پروت بصیرت او تجربې اصلي مانا را پیدا کړي، او په کُلي او هراړخیز ډول یې وړاندې کړي. خو په مختلط میتود تحقیق کې د ډاټا د تحلیل لپاره د کیفي او کمي تحلیل تخنیکونو ته اړتیا ده. د کیفي برخې د تحلیل لپاره هغه څه لازم دي چې دلته مو یې یادونه وکړه؛ مګر د کمي تحلیل په برخه کې د احصائیوي ټسټونو، توصیفي او استنتاجي تحلیلونو په شمول نور کمي احصائیوي تخنیکونه کارول کیږي. په دې برخه کې د میتودونو ادغام کیدای شي د پایلو د پرتله کولو، د یو پر مټ د بل د تصدیق او یا یو د بل لپاره د متمم یا مفسر په توګه وکارول شي. د مثال په ډول، کیفي برخه د څېړنیزې موضوع اړوند د متحرکاتو په اړه ژور پوهای رامنځته کوي او کمي میتود د متمم په توګه د همدې متحرکاتو تر منځ د اړیکو او اغېزو د اندازه کولو لپاره وکارول شي، نو دواړه یو ځای د هر اړخیز پوهاوي په رامنځته کولو کې پوره مرسته کوي.
- د پوهې رامنځته کول
کیفي تحقیق د خلکو د تجربو، کلتوري شرایطو، او ټولنیزو پروسو په اړه د هر اړخیز پوهاوي او جامع اطلاعاتو په راټولولو له ټولنیزو علومو سره د علمي او مالوماتي بډاینې په برخه کې مرسته کوي. دا مرسته د نویو تیوریو، مفکورو او فرضیو د رامنځته کولو لپاره ارزښتناکه او اړینه ده، ځکه بغیر له دې اطلاعاتو مفکوریې یا نظریې رامنځته کیدای نشي. د دې میتود بله خاصه ځانګړنه دا ده چې د څنډېته شویو او حاشیه شویو غږونو، نظرونو، لید او مفکورو لپاره ښه فرصت او پلیټفارم برابروي. خو مختلط میتود تحقیق د پوهاوي د ژوروالي او پراخوالي یا پلنوالي تر منځ د تشې په ډکولو کې مرسته کوي. دا څېړونکو سره د کمي ډیټا پر مټ د کیفي اطلاعاتو د تائید او یا د کیفي اطلاعاتو په کارولو سره کمي موندنو ته قرینهای زمینه برابروي. د دې میتود یوه بله ځانګړتیا دا ده، چې له څیړونکي سره د پدیدې یا موضوع په اړه یوازې د پوهاوي د رامنځته کولو نه؛ بلکه په هر اړخیز ډول د هغې موضوع د پراخوالي، اهمیت او اغېزو د ارزونې په برخه کې مرسته کوي. دا په دې مانا چې، کیفي میتود پوهاوی، او کمي میتود اندازه او اغیزه راښیي، خو په مختلط میتود کې دا دواړه سره یو ځای کیږي او د پوهاوي سره سره د موضوع اندازه، اهمیت او د اغیزو هر اړخیزه ارزونه هم ترسره کوي، چې دا د دې میتود د قوت خاص ټکی بلل کیږي.
د تحقیق دا دواړه کړنلارې د انعطاف او شرایطو له نظره نور توپیرونه هم لري؛ خو دومره ویلی شو چې د ټولنیزو علومو په برخه کې دواړه جدا او بېلې خو له یو بل سره تړلې کړنلارې دي. په داسې حال کې چې کیفي څېړنه د انساني تجربو او انګېزو یا هڅونو ژورو ته ننوځي؛ خو مختلط میتود هڅه کوي چې د کیفي او کمي میتودونو قوت سره یو ځای کړي او د موضوع اړوند هراخیز او هولیسټیک پوهاوی رامنځته کړي. د دې دواړو کړنلارو تر منځ انتخاب د څېړنې له هدف، د ستونزې نوعیت، او د مطلوبې پوهې ژورتیا او پراخوالي سره تړاو لري. دواړه کړنلارې د ټولنیزو علومو او د بشري ټولنې اړوند د پیچلو پدیدو په اړه زموږ د پوهاوي د بډاینې په برخه کې مرسته کوي.
د دې دواړو کړنلارو په اړه لا ډيرې مطالعې او څېړنې ته اړتیا ده، چې د توپيرونو سره سره یې باید د میتودولوژیکي نیمګړتیاوو په اړه هم مالومات راټول او په خپله ژبه ولیکو. په راتلونکې لیکنه کې به د دې دواړو میتودونو د میتودولوژیکي نمیګړتیاوو او ورتهوالي په اړه بشپړ مالومات ولولو.