یکشنبه, نوومبر 3, 2024
Home+لیکوالي او ناسم پوهاوی | وحیدالله مومند

لیکوالي او ناسم پوهاوی | وحیدالله مومند

   رنځېدلي خلک تر ډېره ښه لیکوالان وي، ځکه دوی د ژوند هره برخه عادي نه ګڼي، فکر پرې کوي، له خپل ځان سره یې په لاملونو، ستونزو، حل‌لارو، ګټو او زیانونو په مجادله کې وي. د هرې پدیدې او پېښې په اړه غواړي جدي واوسي، هره صحنه غواړي ذهن کې حس‌ کړي، او له دې ذهني بوج وروسته د لیکلو پر مهال نور ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړخونو باندې یې فکر کوي، وېره یې پر وجود ننوزي، او له هغې وروسته په قفس کې د بندي مرغه په څېر لیکل کوي.

 دا یوازې زموږ په ټولنه کې نه، بلکې په پرمختللو هېوادونو کې هم لیکوالان له دا ډول ستونزو سره مخ دي، دوی نشي کولای خپل فکر او تجربې په خپلواکه او سالمه بڼه بیان کړي. که د سیاسي فساد بربڼده څېره بیان کړي، د زور واکو له ستونزو سره مخ کېږي، که د خپلې ادارې منفي اړخونه بیانوي، له دندې لرې کېږي، که د ګډ ژوند په تړاو لیکنې کوي، لوستوونکي یې خپلې شخصي تجربې بولي، که د دیني ارزښتونو په اړه غږېږي، د نورو مذهبي ډلو او خلکو له سخت غبرګون سره مخېږي. په همدې ډول له سلګونو نورو ربړو له کبله لیکوال نشي کولای، خپله انساني دنده او حقیتونه پرته له وېرې بیان کړي. د هنر پرمختګ په نوښت کې دی، هر څه چې په فکر را لنډ شي، خرابېږي، شاتګ کوي او ستونزې ډېرېږي. انساني ارزښتونه له ګواښ سره مخېږي، د بېلګې په ډول؛ زه چې کله ماشوم وم، ټوله نړۍ مې د خپلو سترګو تر دیده بلله، ویل مې که د غرونو ورهاخوا وړاندې لږ لاړ شې، لاندې به وغورځې، ځمکه به خلاصه شي، کله کله به مې فکر کاوه، چې د ځمکې لاندې به همداسې کنده او خالي فضا وي، که ځمکه سورۍ شي، لاندې به وغورځوو او همداسې به مخ په کښته روان یوو.  کله مې چې پوهنتون لوسته، فکر مې کاوه استادان، مشران او شتمن خلک یوازې پلانکی او پلانکی دي، اوس مهال فکر کوم، هر څوک چې په هره برخه کې پوره زیار وګالي، په هغې برخه کې مسلکي شخص جوړېږي. انسانان ټول یو ډول ګډ ژوند، فکر او بدن لري، تر منځ یې توپير یوازې په کوښښ او سالم فکر کولو کې دی. یعنې کله مې چې فکر کوچنی کاوه، هر څه راباندې را لنډ شوي و، له نورو څيزونو مې ځان محروم احساسوو، همداسې لکه چې ځینې بې باوره خلک هیله یو خوب ګڼي، خو ما داسې کسان ولیدل چې د خپلو افکارو له وجې له هېڅ نه هست شول، خپلو هیلو ته ورسېدل، ارامه ژوند یې جوړ کړ، ښې او مشهورې څېرې ورنه جوړې شوې، دا ټول د دوی د لوی فکر او پراخې سینې برکت و.

هنر او لیکوالي هم همداسې ده، پرمختګ په بدلون کې دی، موږ باید هر ډول افکارو ته اجازه ورکړو، تر څو حقیقونه را برسېره شي، بحث وشي، یوې مطلوبې، ارزښتمنې انساني ګډې پایلې ته ورسېږو او ټولنیز ژوند مو ورسره د ښه والي لپاره بدلون وکړي. زموږ د ټولنې اساسي ناپوهاوۍ د ریالېزم پر بنسټ د علمي لیکنو نشتون دی. هر انسان هوش او هوس لري، فکرونه یې یو ډول دی، موږ یوازې په ظاهر سره ځان بل ډول معرفي کوو، په ځان دوکه کولو او مصنوعي خوښۍ ژوند پایوو، موږ د کلتوري ستونزو له امله د خپل زړه خبرې ټولنې ته د سم پوهاوي په موخه نشو وړاندې کولی، د خپل ځان په تهمت، د بدکارۍ په لقب، ګواښ او نورو خلکو له تهمتونو وېرېږو، چې دا په لیکوالۍ کې یوه عمده خنډ دی.

کله چې یو کور جوړوئ، پر پخواني ډیزاین، رنګ او شکل یې اوس نه جوړوئ، د ژوند او وخت په تېرېدو انسان په کارونو کې اساني غواړي، پیاده نه ځي، بایسکیل باندې ځي، چې هم یې روغتیا جوړه وي او هم ژر ورسېږي، په موټرسایکل نه، موټر او په موټر نه په الوتکې کې ځي. بدلون د ژوند اصل دی، پرته له بدلون نړۍ هېڅ پرمختګ نه کوي، هر نوښت د افکارو په تضاد رامنځته کېږي، په همدې دلیل لیکوالان باید په خپلواک ډول پرېښودل شي تر څو عیني واقعیتونه په ډاډه زړه او اغېزمن ډول روښانه کړي.

مخاطبین د لیکوال له لیکنې د خپل عمر، چاپیریال، زده کړو، تجربو او دندو له مخې پيغام اخلي، چې تفکر یې یو له بل سره ډېر په تضاد کې وي. په ټوله کې پر یوه لیکنه مطلقه نیوکه، سم کار نه دی. موږ باید هرې لیکنې ته د خپل مسلک له مخې وګورو او د خپلې زده‌کړېزې برخې له مخې پرې نیوکه وکړو، په دې سره به نه یوازې لیکوال د خپلې لیکنې سم سپیناوی وکړي او هم به بدلون ته لار هواره شي. تاسو پوهېږئ چې زموږ په ټولنه کې پر لیکنې نه، بلکې د لیکوال پر شخصي ژوند، کار، دندې، چاپیریال او ظاهري څېرې نیوکې کېږي او نه پرېښودل کېږي، چې په خپلواکه بڼه خپل نظر او عیني واقعیت بیان کړي. کله چې تاسو د هر چا لیکنې لولئ، هڅه وکړئ چې لیکوال، دنده، موقف ، څېره او شتمني یې هېره کړئ، یوازې پر لیکنې یې  پوره تمرکز وکړئ، له دې لارې کولای شئ، سم او ناسم په ښه بڼه سره بېل کړئ. د لیکوال پر وړاندې ډېر کلتوري، مذهبي، ټولنیز، سیاسي او حقوقي خنډونه پراته وي، چې له فزیکي ناارامۍ تر ذهني شکنجې رسېږي. د لیکوال پر وړاندې د ټولنې بدبیني یوازې تر دې نه ده، بلکې لسګونه نور داسې ګواښمن اړخونه دي چې خپله لیکوال یې هم پر لاملونو نه پوهېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب