جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونههېواد ته د څه باندې ۶ سوو څېرو ستنیدل؛ یو شمېر یې...

هېواد ته د څه باندې ۶ سوو څېرو ستنیدل؛ یو شمېر یې بیرته وتو ته اړ شوي

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه) له افغان شخصيتونو سره د طالبانو د اړيكو د كمېسيون وياند مولوي احمدالله وثيق وايي، تر اوسه د تېر حکومت ۶۰۵ سیاسي څېرې او غړي هېواد ته راستانه شوي دي.

د وثيق په وینا، په دغو کسانو کې د تېر حکومت د وزيرانو، واليانو، د پارلمان د غړو او مرستيالانو په ګډون ۶۰۵ سياسي شخصيتونه شامل دي.

دغه طالب وياند وویل، چې هېواد ته راستانه شويو کسانو ته د معافيت کارت ورکول کېږي، چې څوک یې ونه ځوروي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر ستانه شوي کسان بیرته له هېواده وتو ته اړ شوي.

له دې ډلې د کاروان پوهنتون رئیس جنت فهیم چکري رسنیو ته ویلي، چې هېواد ته له ستنیدو وروسته طالبانو ورسره ناسم چلند کړی او بیا هېواد پریښودو ته اړ شوی.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ویلي، چې بیرته له هېواده وتلی او اصلي دلیل یې د طالبانو لخوا د اساسي قانون نه جوړول، سخت دریځه کړنې، د واکمنۍ نه مشروعیت او په یو شمېر سیموکې د ظلم او ستم دوام دی.

یو شمېر څارونکي د طالبانو دغه کمیسیون او هېواد ته د سیاسي څېرو ستنول سمبولیک بولي او وایي طالبان باید په دې برخه کې د خپل دریځ له بدلون سره جدي اقدامات وکړي.

1 COMMENT

  1. مشران خو ددې نه بیا ځان نه خبروي چې په اطرافو کې چیرته چې لوچک، چرسي بنګي او بد فعله خلک دي ددوی په ډلو کې ننوتي او هغوی خلک تنګوي. مشران یې وايي مونږ عفوه کړې مګر په کلیو کې دا لوچکان چاته جاسوس وایي او چاته کافر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب