جمعه, مې 3, 2024
Home+نثرم ـــ یو حماقتي بحث | نعمت الله صدیقي

نثرم ـــ یو حماقتي بحث | نعمت الله صدیقي

د نثرم یا منثور شعر (نثري نظم) او یا هم د نثري شعر په اړه چې په پښتو ژبه او ادبیاتو کې تراوسه څومره خبرې هم شوي دي، له لږ و ډېرې استثنا پرته اکثریت یې په همغه روایتي ژانر او چوکاټونو بحث دی او ښايي همدا علت وي، چې زموږ دا لیکنه او غږېدا هم شاید داسې ډېره مختلفه ځکه نه وي، چې د ځېنو عامو مغالطو او او ورانپوهاویو لوري سمول مو هدف او موخه ده. له تېرو څو کلونو راهیسې مسلسل په خپلو لیکنو کې د ژانر یا صنف سره د هیئت په هغه عام توپیر او فرق خبرې کوم؛ خو زموږ زیاته برخه ادبي او نقادان ملګري د دې توپير او فرق په اړه اوس هم ځان نه پوهوي او یا په نورو ژبو کې د پېچلو مباحثو لامله د دوی برداشت یا اخیستنه په همغه روایتي ناسموالي ولاړه وي.
د نثري نظم د ژانر هندسي شکل دا دی، چې هر هغه نثري کرښې، چې شاعرانه توکي په کې ځای شوي وي او هیڅ کوم د وزن، قافیې او ردیف پابند نه وي، معاصر ادبپوهان یې نثري نظم بولي، چې زموږ په ژبه کې د منثور شعر په نامه هم عام دی، پوهاند زیار یې درې ډوله د بې قافیه نظمونو په کټګورۍ کې د (ازاد، سپین او منثور شعر) په نومونو معرفي کوي، ازاد نظم خو د بڼې له مخې همغه دی، چې قافیه نه لري؛ مګر موزون وي، سپين شعر زیار صاحب هغه بولي چې موزون نه وي، یوازې یو خیالي انځور او لنډ پېغام لري؛ خو د منثور شعر (نثري نظم) لنډ شکل وي، یعنې منثور شعر سره یې توپیر یوازې د لنډوالي دی، دوه یا درې نثري شاعرانه بې وزنه کرښې یې عام شکل دی، چې د ده په وینا په پارسي کې یې هم شعرسفید بولي، استاد زیار منثور شعر همغه نثري نظم ته وايي، چې اوسمهال په ټولو پښتو ادبیاتو کې ډېرعام او مشهور دی، زیار صاحب د سپين او ازاد شعر دواړه په یو ځای د لیکلو بېلګې هم راوړي، چې دی يې ګډوله شعر بولي او نیمه برخه یې بې قافیې ازاده موزونه او نیمه یې منثوره هغه وي. (پوهاند مجاور احمد زیار Zyar. nat)
زیار صاحب له دې وروسته د افغاني منثورو شعرونو د ځېنو لیکوال او شاعرانو نومونه هم قطار کړي دي او ترڅنګ یې ښه په زغرده د ځېنو لنډو کیسو ټولکې او لیکوال لکه د موسی شفیق (عبقریان) د پسرلي صاحب (سره غالۍ) د روغ لېوني ادبي لیکونه د کاروان او بېنوا صاحب ځېنې لیکنې د شهرت ننګیال هره لیکنه، خاطره او یونلیکونه یې هم په دغه ډله کې شامل ګڼلي دي، دا یوازې زیار صاحب نه دی، چې د نثري نظم یا منثورو شعرونو په قطار کې یې لنډې کیسې یا هنري نثرونه یو بللي دي؛ بلکې زموږ اکثر لیکوال د وروستیو هنري نثرونو یا ادبي ټوټو په اړه چې څو کلونه وړاندې یې په برې پښتونخوا کې د پېراګرافونو په ډول د لیکلو تمایل زیات و، دوه زړي دي. دا ځکه چې د منثور شعر یا نثري نظم د بڼې دواړه ډوله روایتونه او بېلګې له همغه اوله په دوه بېلا بېلو شکلونو راروان دي، چې یو ډول یې د پېراګراف په شکل د پېیلو جملو به بڼه و او بل یې د مسرو د کرښو غوندې په لنډو او اوږدو جملو لکه د ازاد نظم د کرښو بېل بېل په غېر موزون شکل لیکلی کېدو. معاصر نثري نظم یا منثور شعر د همدا وروستي شکل له مخې ډېر ټولمنلی او عام دی؛ خو دومره ورک او پېچیده کله هم نه دی، لکه زیار صاحب چې یې په لنډو کیسو، راپورتاژونو او خاطرو کې ویني؛ اما د نثر په بڼه یې روایت سم دی؛ نه یوازې سم دی، بلکې د استاد زیار په قول مخینه یې د تېرې پېړۍ له لومړنیو څخه تراوسه پاینه وربښلې ده. استاد زیار یې د استاد هېوادمل او سنګروال په استناد په کوزنی خوا کې سرلاري مولوي احمدجان، رضواني، زاخیلي او منشي احمدجان یاد کړي او بره خوا کې یې علامه حبیبي، استاد بېنوا، مولانا خادم، استاد رښتین او استاد الفت مخکښان بولي.(مجاور احمد زیار. Zyar. nat)
د زیار صاحب د ذکر شویو مخکښانو له نومونو هم مالومېږي، چې دوی د نثري نظم بڼه د همغه نثري نظم د پخوانۍ یا ابتدايي بڼې یعنې د پېراګرافونو په شکل اخلي، کومې بڼې ته چې موږ پورته اشاره وکړه. د منثور شعر یا نثري نظم موسس که څه هم فرانسیسي بادلیر(Baudelaire) بللی شي؛ خو په خپله بادلیر یو بل ځوان مرګ شاعر برتران(Bertrand) بولي؛ خو بودلیر ته نثري نظم ځکه منسوب دی، چې همدا د نثري نظم اصطلاح (poem in prose) ده وضعه کړې ده؛ حال دا چې له دوی ډېر پخوا یعنې په شپاړسمه پېړۍ کې سرفلپ سډني په خپل کتاب (School of abuse) کې دا خبره کړې وه، چې شاعري یوازې په نظم کې نه؛ بلکې په نثر کې هم کېږي، له دې لنډې تاریخچې مو منظور دا دی، چې ووایو د نثر په بڼه هنري او شاعرانه لیکل که څه هم پخوانۍ سابقه لري او دا دواړه بڼې هم یې د نثر په شکل او هم یې د کرښو په ډول د ليکلو بېلګې شته؛ خو دا په دې مانا کله هم نه ده، چې موږ دې د نورو ژانرونو هویتونه پرې مشکوک او تحریف کړو. په معاصره ادبپوهنه او شعرپوهنه کې د ژانرونو یا صنفي امتیار بحث د معید رشید په قول د حماقت بحث دی. (معاصر تهیوري اور تعین قدر، دانیال طریر)  خو دا زموږ په څېر له درنو او خورا مهمو علمي مباحثو د پاتې شویو ژبو تقدیر وي؛ چې هره هغه مساله، چې په نوره نړۍ او ژبه کې پای ته رسېږي، موږ یې دلته له سره په همغه روایاتي او کلیشيي ډول پېلوو او کله کله خو بیا داسې هم وشي، چې مثلاً په همغه مباحثو کې خو خبرې پای ته رسېدلي وي؛ مګر موږ یې په خپله ژبه کې له لږ و ډېر اضافي یا غېر ضروري بدلون سره د نویو تمایلاتو او تجربو مباحث او ادعاوې راپورته کړو، چې ښه مثال یې په دې وروستیو کې د منثور یا نثري نظم له هویت او ژانره د نثرم په نامه (نه اصطلاح) په پښتو ژبه کې د نوي تمایل او خوځښت د ادعا بحث دی او بیا دې ته دومره هوا ورکول، چې هیڅ بې هیڅه د نورو ژانرونو شعري تجربې او هویتونه پرې ننګول؛ همغه د معید رشید له خبرې پرته نور څه کېدای شي؟ البته له ژانرونو سره دغه ډول چلن له یوې مخې حماقت بلل هغه وخت جواز لري، چې مباحثین یې له کوم منطقي استدلال پرته یوازې پر شخصي تمایل او ذوق د امتیاز او تعین قدر (ارزښت ټاکنې) خبرې کوي؛ مثلاً زه غزل نسبتاً ښه نشم لیکلی، د غزل د فورم یا ژانر وزن، قافیه، ردیف یا یې په سیلابوتونیک فن کې د تغزل او تخیل د شاعرانه ظرفیت توان نلرم؛ خو برعکس د نظم هر ډول ژانر په خورا ښه او اسانه لیکلی شم؛ دا نو بیا نه ښيي، چې زه یې په همدې شخصي تمایل غزل نفي کړم او نظم ته یې په همدې شخصي سلیقې د امتیاز او اولیت جوازونه ورکړم. د نړۍ د ټولو ژبو په معاصرو ادبیاتو کې دا قاعده اوس ټولمنلې ده، چې لوی پنځګر د قالبونو یا ژانرونو محتاج نه دي او نه یې هم شهکارونه د ژانرونو په وجه شهکار دي، بلکې یوازې په همدومره توپير او جوهر پېژندنې، چې مثلاً کومه خبره یا مضمون په کوم ژانر یا فورم کې په موثر او مناسب انداز او شکل تخلیق کېدای شي، په همغه فورم کې یې د لیکلو فکر کوي، زه باوري یم، چې لوی شاعران او پنځګر په هر قالب او ژانر کې لویه شاعري کولای شي.
له پورته خبرو مو هدف دا نه دی، چې ژانرونه پرې نفي کړو او بېخي یې ارزښت له پامه وغورځوو؛ بلکې موږ یې پر یو او بل د امتیاز په مواردو کې په هغه انتها خبره وکړه، چې اصلاً د همدې ژانرونو او فورمونو نفي کوي. ادبي اصناف یا ژانرونه د ادبي ارزښت له مخې بلکل په مساوي ارزښت اخیستل پکار دي، یعنې څومره چې یو شهکار د متن او اهمیت له مخې مهم وي، په همدومره کچه یې ژانر او صنف ته هم اهمیت ورکول پکار دي، افتاب ګلبڼ یو ځای د نثرم د ځانګړنو د یادولو په وخت اوزان، قافیې او ردیف مصنوعي شی بولي (نثرم، شعریات او نړیواله ارتقا ۳۸ مخ) دا د ژانرونو ترمنځ د امتیاز د رامنځته کوونې یو بد او نامناسب چلن دی، په پخوانۍ کره کتنه کې نظم یا وزن د شعر لپاره یو توکی و، خو وروسته یې بیا دغه توکی له شعریته بېل ګاڼه اوسنۍ کره کتنه یې بېرته په همغه استدلال د شعریت برخه ځکه بولي، چې وزن یا ترتیب چې عموماً یې نظم هدف دی، د شعر په موسیقۍ کې مهم نقش لري. همدا علت دی، چې له سلیقوي او امتیازي چلن پرته ژانرونه او فورمونه پخپله په ادبي مباحثو کې هم د یوه ادبي ارزښت په توګه یې منل خورا مهم او د تامل وړ مساله ده.
د پښتو ادبیاتو د تخلیقي ژانرونو په منځ کې چې له موږ سره د نظم کوم مروجه ژانر دی، د هغې څو ډوله یې پابند نظم، معرا نظم، ازاد نظم، قافیه وال نظم او نثري یا سپين شعر یې ډېر عام دي، چې دا هر ډول یې بېلا بېل هندسي شکلونه لري، چې زموږ نصابي کتابونه پرې ډک دي او دلته یې د معرفي کولو اړتیا نشته. په دې ټولو ډولونو کې د نظم د نوعیت یا هیئت له مخې پرته له منثور یا نثري نظم ټول یې ټولمنلي دي، هغه ژبې او ادبیات چې د نثري شعر ژانر یې خپل کړی، تقریباً اکثریت یې د ژانر د هویت په اساس یو څه جنجال لري، سره له دې چې معاصره شعرپوهنه له دې بحثونو راوتلې ده؛ مګر اوس هم دا کلیشيي پوښتنه خصوصاً له نثري نظم اصطلاح سره ډېره کېږي، چې که نثري نظم شعر دی؛ نو نظم ولې دی؟ او که نظم دی؛ نو شعر څنګه دی ؟ دا هغه پوښتنه ده، چې موږ پورته هم د خپلې ادبپوهنې یا شعر پوهنې له لیده ورته اشاره وکړه؛ مګر دلته بیا غواړم دا خبره په یو څه تفصیل وکړم، ځکه زما په نظر اصل غوټه او مغالطه له همدې ځایه منشا اخلي.
 د مخیل او موزون کلام په اړه لومړۍ خبره ډېره پخوا ارسطو هم کړې وه، چې وروسته یې د شعر او نظم په توپير او تفکیک بریدونه معالوم کړای شول، یعنې هر هغه وزن لرونکی کلام چې به یې شعریت نه لاره، هغه ته یې شعر نه وې؛ بلکې شعر یې په معاصره ژبه ادبیت لرونکي کلام ته ویل، په بله ژبه نظم یې ضرف (لوښی) او منځپانګه یا شعریت یې په لوښي کې خواړه (مضروف) بلل. دا د نظم او شعر په اړه خورا اسان، لنډ او معلوم توپير دی، چې نظم او شعر سره بېلوي. د نثري نظم په موارد کې چې کومه مساله یا پوښتنه زموږ مخې ته راځي، هغه بلکل زموږ د پښتو ژبې او ادبیاتو پوښتنه نه ده، دا نه زموږ خپله پوښتنه ده او نه یې هم نوعیت سم دی، دا ځکه چې نثري نظم له اردو ژبې راغلې نومونه یا اصطلاح ده، چې له همغه ځایه یې همدا د غلط نوعیت پوښتنه هم له ځانه سره راوړې ده، موږ په خپله ژبه او ادبیاتو کې ان له ډېر پخوا دې ډول نثري نظمونو ته د (منثور شعر) نومونه کارولې ده او په دې نومونه کې مشکل یا دغه ډول پوښتنه ځکه نشته، چې موږ وینو، دلته نثري شعر ته نظم نه دی ویل شوی؛ بلکې منثور شعر بللی شوی دی، اوس که څوک دا پوښتنه کوي، چې دا شعر دی که نثر؛ نو دا خو ظاهره خبره ده، چې که کوم منثور کلام شعریت لاره؛ نو هغه منثور شعر دی او که یې شعریت نه لاره منثوره لیکنه یا نثر دی، په دې کې د نظم هومره پېچيدګي ځکه نشته، چې موږ پورته وویل، دا د ظرف او مضروف د لوښي او یا په لوښي کې د خوړو په مثال دي او دا دواړه د یو او بل په تکمیل کې ونډه لري، شعریت د شاعرانه ژانرونو لپاره خاص اهمیت لري او بلکې په تخلیقي ادبیاتو کې د یوه بېل خصوصیت ځای لري؛ نو ځکه د (منثور شعر) اصطلاح یا نومونه هم د قدامت او هم له منطقي پلوه د نثري نظم په پرتله زیاته موزونه او مناسب ده. په نثري نظم کې د لفظي ترکیب نثر+ نظم د دوه بېلا بېلو ژانرونو تقابل او نومونې دي، چې نه منطقي ربط لري او نه یې د همدې ژانر د انګلیسي (poem in prose) او د فرانسوي لفظونو ژانري معادل دی، ځکه دا نومونې هم د نثر او د شعر مفهوم افاده کوي، نه ده نظم !! د منثور شعر یا نثري نظم اساس د نثر او شعر دی نه ده نظم؛ نو اردو ته راغلې یا ایجاد کړې د (نثري نظم) نومونه یا اصطلاح د همدې (منثور شعر) او د انګلیسي (Poem in prose) مطلق غلطه او ناسمه اصطلاح ده، دا د همدې منثور شعر د هویت او اساس برعکس د دوه وو ژانرونو له ترکیبه جوړه اصطلاح او نومونه ده، چې اصلل یې له نظم سره نه؛ بلکې له شعر سره پېوند دی.
موږ که په خپله ژبه کې د نثري نظم پر ځای د منثور شعر نومونه وکاروو؛ نو هغه کلیشیي پوښتنه په خپله له منځه ځي، چې وايي دا نثر دی او که نظم؟ دا رښتیا هم متضاده پوښتنه ده، د ژانرونو د تقابل او خلط ملط کولو پوښتنه ده، د منثور شعر په نومونه به کله هم څوک دغه ډول پوښتنه راپوته نکړي، ځکه معاصرې شعرپوهنې دا پوښتنه ځواب کړې ده، چې شعر د یوه هنري خصوصیت په توګه د ټولو هنري شاعرانه ژانرونو یو جلا مهم ضرورت دی او ژانر هغه یې بېله اړتیا ده.
اوس راځو دې ته چې کله نثري نظم اصطلاح هم غلطه ده او هم زموږ خپله نه ده؛ نو ویلی شو، چې دې اصطلاح ته منسوبه هره پوښتنه او له دې اصطلاح راوتلې هره علمي توجیه جوړونه هم ناسمه او غلطه ده؛ مثلاً همدا پورته د نظم او نثر پوښتنه او یا له همدې اصطلاح رغېدلې د (نثرم) اصطلاح یا نومونه ده، چې د همدې نثري نظم غوندې مطلقاً ناسمه او غلطه اصطلاح ترې سازېږي.
ښاغلی فېصل فاران چې همدا د نثرم نامه یا اصطلاح یې د منثور شعر لپاره جوړه کړې ده، دی په دې اصطلاح یو شمیر دلایل وايي، چې اکثریت یې زموږ د پورته خبرو غېر شعوري تایيد هم کوي او ترڅنګ یې یو شمیر نورې خبرې هم داسې دي، چې یو څوک اسانه ورباندې پوهېدلی شي، چې دا اصطلاح په څومره غېرمنطقي توګه رغېدلې ده او بیا نامناسبه یې دا، چې څومره انحراف یې کړی دی؛ مثلاً د ده یو څو مختلف پېراګرافونه دلته راوړم، چې د همدې اصطلاح په برخه کې سخت ضد و نقیض دي:
(نثرم لپاره یو شمېر نور نومونه هم ټاکلی شوي وو، لکه شعر منثور، نثر لطیف، ادب لطیف، نثري شعر، نثرنما، شعري نثر، نث نظم، نثم ولې د نثري نظم دا متنازع اصطلاح اردو کې اوس عامه پکارېږي اګر که دا مناسب نه ده، ځکه دا د صنف پېژندګلوي نه کوي، بس ترکیبي وصف یې بیانوي…) (فانوس ۸ مخ)
(په دې بنیاد نثرم منلې شوې اصطلاح ده، چې اردو د یو نامنلې یا یو غلطې اصطلاح باندې د بدلون هېڅ جواز نلري؛ خو د نثرم دا اصطلاح ما په دې غوره کړې ده، چې دې یو خو (برزخي کیفیت) په ګوته کېږي او بل د صنف (ژانر) په توګه یې ټاکنه کېږي؛ خو د نثري نظم دا د اصطلاح دا ټاکنه نه کوي او نثر او نظم بېل بېل ښايي… ) (فانوس ۹ مخ)
یعنې ښاغلی فاران دا مني، چې د نثري نظم اصطلاح نامناسبه ده او یو ترکیبي وصف یې بولي حال دا چې موږ پورته هم وویل، چې دا وصف هم نه ده او پېژندګلوي یې هم مشکوکه څه چې غلطه ده، خو فاران په پورته دویم پېراګراف کې د ده په اصطلاح د همدې نامناسبې او غلطې اصطلاح په وړاندې د خپلې اصطلاح جواز هم ځانته نه ورکوي؛ مګر مجبوریت دا بیانوي، چې نثرم اصطلاح برزخي کیفیت او د ژانر ټاکنه کوي، په برزخي کیفیت به یې وروسته خبره وکړو؛ دمګړۍ دا خبره هم په ټول دقت د تامل وړ ده، چې کله د نثري نظم اصطلاح د ښاغلي فاران په قول هم غلطه ده؛ نو بیا له نثري نظم د رغېدلي ژانر لفظ یا اصطلاح څنګه د ژانر ټاکنه کوي؟ دا د نثرم اصطلاح هم اصلاً فاران جوړه کړې اصطلاح نه ده، بلکې دا د نثري نظم اختصار دی، چې دی یې اصلاً په لاشعوري ډول رد هم کوي. ولولئ د فاران همدا لاندې اعتراف:
(هم دې شالید کې ما دې اصطلاح کې نثر ته زیاته برخه کړې نثرم د نظم غوندې د بحر او عروض په حواله د خارجي اهنګ یا نظمیت بنیاد نه لري ولې نامیاتي اهنګ لري. دغه اهنګ د ښودنې لپاره د نظم نه د میم حرف بس و…) (فانوس ۹ مخ)
په دې برخه کې نثرم وال د نثرم لفظ په اړه یو دلیل دا هم راوړي، چې له یوې اصطلاح یا له یو نوم سره دا ضروري نه وي، چې د هغې ځانګړنې او د پېژندنې کټ مټ تصور دې وړاندې کړي، دا یوازې علامتي بڼه وي، دا خبره له اردو ژبي نقاد عباس نير څخه مستعار خبره ده؛ خو نیر یوازې دا خبره نه کوي؛ بلکې هغه د رسمیاتو خبره هم ورسره ضمناً غوټه کوي، یعنې کله چې نوم رغېږي دا سمه ده، چې کټ مټ د هغې پېژندګلوي ممکن هم نه ده؛ خو همدا رسمیات دي، چې د یو قراردادي علامت په توګه د لفظ پېژندګلوي هغه وخت مني کله چې یو منطقي ربط ورسره تړلی وي، مانا دا چې که نوم ایجادول کلتوري عمل وي؛ نو رسمیات هم ورسره لازمي وي. زموږ خبره هم همدا ده، چې یو خو له اوله د نثري نظم که څه هم د نثرم غوندې غلطه اصطلاح وه، د نثرم په پرتله زموږ رسمیاتو منلې وه، دویم که یې سموالی یا د نېولوجیزم پيریان ډېر هم غالب و؛ نو بیا خو یې سمه بڼه راوړل یا ایجادول پکار و، نه د نثرم، په څېر د نثري نظم اختصار او هغه هم په داسې یو موارد کې چې موږ په هممهاله توګه د منثور شعر اصطلاح هم رسمیاتو منلې ده.
د نثرم په اړه د ښاغلي افتاب ګلبڼ په کتاب (نثرم، شعریات او نړېواله ارتقا) کې د ژانر په اړه هم لږ و ډېره خبره شوې ده؛ خو په هېڅ مانا یې د یوه مستقل ژانر په توګه د ادعا واضح او کوټلي دلایل نه دي وړاندې کړي؛ بلکې لکه د ټولو نثرم والو غوندې د جنګ په موډ کې د ځېنو جملو او توجیو په توګه خو کله کله دا ووايي، چې موږ دا وضاحت وکړو، هغه مو وویل دا طفلانه او کلیشیي سوالونه مو ځواب کړل؛ خو اصلاً دوی په دې ډول خبرو یوازې خلک تېرباسي؛ مثلاً د ژانر په اړه د ګلبڼ په کتاب کې د (نثرم ګړنه، پېژندګلوي او څو سپیناوي) تر سرلیک لاندې مضمون کې په خورا جدي ډول د نثري نظم او نثرم د توپير خبره کوي؛ خو د لیکنې تر اخره خبره د نثرم او شعري ځانګړتیاوو په اړه کېږي. یوازې یو بل ځای د نثرم او نثري نظم توپير په باغیانه تخلیقي چلن توجیه کوي؛ حال دا چې د هندسي جوړښتونو فارم یا روایتي ژانرونه کله هم په تخلیقي ځاتګړتیاوو څوک نشي ثابتولی، دا یو ډول عمومي چلن وي، چې وروسته ورباندې خبرې هم لرو.
 نثرم له نثري نظم یا له منثور شعر پرته بل کوم ژانر نه دی، په بله وینا همدا منثور شعر یا نثري نظم ته دوی نثرم وايي، په دې اړه چې دوی (نثرم وال) هر څومره دلایل قطاروي، هغه د شعر یا د منثور شعر ځانګړنې وايي؛ البته یوه ډېره فاحشه غلطي دا کوي، چې همدا د نثري نظم یا د نثرم د اصطلاحاتو پر بنسټ د منثور شعر یا د نثرم هیئت په بې هیئتی کې ویني، د ګلبڼ په کتاب او د فاران او ارمان د دواړو په لیکنو کې دا لولو، چې د نثرم هیئت په بې هیئتی کې دی. ما پورته هم وویل، چې د هیئت بحث زموږ په ادبیاتو کې بېخي په نیشت حساب دی، دا مو باید په ذهن کې وي، چې په معاصره ادبپوهنه کې د یوې پنځونې دوه ډول هیئتونه د پام وړ بللی شي، یو یې د هندسي جوړښت یا د روایتي ژانرونو شکل او صورت وي او بل هیئت یې د تخلیقي شکل او صورت وي، د لومړي هیئت په اړه زموږ په ادبیاتو کې کافي بحثونه شته؛ خو د دویم هغه په اړه یې اوس اوس پېل شوي دي، د منثور شعر یا د نثري نظم یا د دوی په اصطلاح د نثرم هیئت دا دواړه هیئتونه لري، دا کله هم بې هیئته نه دی، نثرم وال، چې همغه د نثر او نظم په مغالطه کې دې ژانر ته ګوري؛ نو نه یې نثر کولای شي او نه یې هم نظم کولای شي، همداسې یې بې هیئته وبولي، خو موږ چې د منثور شعر په لرلید د دې په روايتي یا د هندسي جوړښت په هیئت خبره کوو، بېخي واضح شکل لري؛ مثلاً منثور شعر د همدې خپل لفظي ترکیب په اساس د اوزانو له قید و بنده خلاص دی، یعنې د نثر په ډول دی؛ خو نثر ځکه نه دی، چې یو بل ځانګړی او اساسي یا هیئتي توکی شعریت لري، همدا دوه توکي (نثر او شعریت) د منثور شعر د روایتي ژانر یا هیئت شکل دی، اوس که یو څوک ووايي، چې که شعریت یې نه لاره؛ نو هغه بیا منثور شعر یا نثري نظم دی؟ زموږ ځواب دا دی، چې پرته له شعریته چې کوم منثور شعر یا نثري نظم ولیکل شي، هغه شعر نه دی، هغه بلکل نثر دی او بې له نثره خو اصلاً شعریت په نورو ژانرونو کې لیکلی شي، مانا دا چې دلته یوازې د نثر په ډول د لیکلي منثور کلام خبره کوو، چې شعریت یې لازم توکی دی، سره له دې چې موږ پورته د روایتي ژانر په برخه کې د شعر یا تخلیقي ځانګړتیاوې رد کړې؛ خو دا یوازینی استثنايي ژانر او ځای دی، چې یوه عمومي او خارجي ځانګړنه یې د خپلې داخلي ځانګړنې په توګه د ژانر برخه ګرځولې ده، مګر دا په دې مانا نه ده، چې موږ د نثرم والو د نثرم یا نثري نظم د ځانګړنو هغه خودساخته قطار او ځانګړنې د دې ژانر اصل ومنو، چې دوی یوازې خپل نثرمونه پرې لر و بر کوي چې اکثریت یې د منثور شعر یا نثري نظمونو په زمره کې هم نه راځي. دا شعریت همغه د معاصر شعر ټول خصوصیت دي، چې موږ یې د خپلو او نړېوالو ادبیاتو د معاصرې شعرپوهنې او ادبپوهنې په روایت او شالید کې وینو او لولو. ښايي همدا علت هم وي، چې نثرم وال له سختې متضادې ازموینې سره مخ وي، چې نه خو نثرم بېل ژانر ګڼي او نه یې په منثور شعر یا نثري نظم ګډ بولي.
پاتې شوه په منثور شعر یا نثرم پسې د یو شمېر شعري ځانګړنو تړل، هغه هم د یوې اصطلاح د رغونې په برخه کې بلکل یو غېر ضروري عمل او دلیل دی لکه فاران چې د عمومي شعریت پر ځای د (برزخي کیفیت) یا د نثرم د نامیاتي اهنګ کومې خبرې یا تشریحات ورکوي، دا یې اکثریت له ځانه جوړې کړې توجېیې دي، چې ناسموالی یا د مغالطو سرچېنه یې همغه له اوله د نثرم په برخه کې له نثر او نظم سره غوټه ده. البته په نامیاتي اهنګ يې هم خبره تراوسه ټولمنلې نه ده.
د نثرم د اصطلاح په اړه تراوسه هیڅ کوم داسې ټولمنلی بحث او دلایل نشته، چې یو څوک دې پر هغه اجماع ته ورسېږې، چې په علمي اصطلاح سازۍ کې ورته کلتوري یا ثقافتي ارزښت ترلاسه دی، هغه ارزښت، چې نثرم وال خو یې یادوي، مګر علمي او منطقي دلایل ورته نه لري، له ښاغلي فاران د دې اصطلاح په اړه ډېر علمي او دقیق ښاغلی ارمان غږېدلی دی؛ خو دا غږېدا هغه وخت له سقوط او جمود سره مخ شوه، کله چې د پښتو د یوه ډېرسنجیده عالم او دقیق نقاد ښاغلي جاوید احساس ارګومنټ د ښاغلي ارمان د مقالې په وړاندې زموږ مخې ته راغلل، زه ګڼم، چې که د نثرم د رد لپاره د ښاغلي جاوید احساس همدا ارګومنټ یو څوک ولولي مجال دی، چې بیا یې د نثرم نوم لا واخلي. کلیزې او نمانځنې خو یې لا بله خبره ده. د ښاغلي احساس نقد یوازې د اصطلاح په اصطلاحي او علمي موارد کې نه دی؛ بلکې هغه عموماً د اصطلاحاتو د لساني، لغوي او فني روایتو په اړه هم د لارښود وړ خبرې او درس لري. د نثرم والو د بحث له جدیته ښکاري، چې د دوی د بحث نوعیت د پښتو ژبې د منثور شعر یا د نثري نظم په اړه نه دی؛ بلکې د مباحثې مېز یې بلکل لکه د اردو ژبې د ادبیاتو مېز وي، دوی بېخي په یوه دفاعي حالت کې دا مباحث وړاندې کوي یا لکه له سختو اعتراضونو سره چې مخ وي، حال دا چې د ښاغلي احساس له اعتراضونو سره ټول (د دوی په اصطلاح تحریک) له یوې ژورې او ساقطې خاموشۍ سره مخ ده. یوازې شعارونه او سوشل میډيايي څنګلزني ده، لکه علمي او ادبي مباحث او منطق، چې معاصرې مطبوعاتي پروپاګنډې ته پاتې وي.
د نثرم په اړه یوه بله خبره، چې زما ذهن یې مخشوش کړی دی، هغه د تحریک او مکتب یا د طرز ډول او طرز فکر په اړه اصطلاحات دي، چې تقریباً د دوی د ټولو نثرم والو په لیکنو کې دا هر لفظ د یو او بل پر ضد یا له یوه بله په مختلفه مانا راغلی دی، یو یې مکتب بولي، بل یې طرز ډول ګڼي او بل یې د پښتو ژبې سوچه تحریک نوموي، خو ما چې څومره په دې اړه د دوی په لیکنو کې دا اصطلاحات ولوستل، دوه حالته یې لرل، یو دا چې دوی د یو او بل ضد دي؛ بلکې د یو او بل ځوابونه وايي او دویم دا چې دوی د دې اصطلاحاتو په اړه بلکل ناخبره او لاعلمه دي، حال دا چې په دې ورستیو کې د همدې اصطلاحاتو په اړه د سهېلي پښتونخوا نامتو محقق نصیب الله سېماب ډېر بهترین تحقیق او تشریحات مخې ته راغلي، چې هېڅ ډول علمي او تعریفي کنفېوز ته نور اړتیا نه پېښوي، داسې متضادې خبرې له نثرم سره دوی کله شعوري کوي او کله غېر شعوي، افتاب ګلبڼ په خپل کتاب کې یو ځای د همداسې یو ناسم برداشت له مخې د نثرم یا د منثور شعر او نثري نظم په اړه لیکي(په پښتو ادب کې دغه بحث موږ سپړدلی دی، د کال ۲۰۱۸م نه وړاندې دا په ټول پښتو ادب کې په نظر نه راځي…) (نثرم، شعریات او نړیواله ارتقا ۲۸ مخ) بیا بل ځای همدا مفهوم په بل ډول ردوي (ولې دې سره بیا دا طفلانه قسم نېوکه هم تکراري وګرځېده، چې د خوځښت نوښتګر نه مخکې هم دا رنګ نظمونه لیکلې شوي دي؛ نو په هغې (نثري نظم) او په دې (نثرم) کې توپیر څه شو؟ حالانکې موږ د دې خبرې اعتراف بیا بیا کړی دی، چې پښتو کې د خوځښت نوښتګر نه مخکې هم د نثري نظمونو په نوم نمونې خوندي دي…) (نثرم، شعریات او نړیواله ارتقا ۳۷ مخ)
د نثرم د نوم غوندې دوی نثرم ته د فورم نوم هم غلط ایښی، یعنې نه خو نثرم اصطلاح ده او نه د همدې نوم د بحث د فورم همدا نوم د تحریک، یا د دوی په اصطلاح مکتب فکر یا د طرز ډول په توګه کومه معنوي افاده کوي؛ بلکې په نحوي یا ګرامري ډول هم غلط دی، تاسې وګورئ (نظم خوځښت نوښتګر) په دغه نوم کې صفت، اسم او وصف درې واړه سره خلط ملط شوي دي؛ بلکې بېخي د ژبې د عامې محاورې برعکس لکه موږ چې د (خدایي خدمتګارۍ) پر ځای (خدمتګاري یې خدای) ووایو .
د نثرم شعریات بله هغه موضوع ده، چې وخت نا وخت د دوي د ټولو نثرم والو په لیکنو کې د یوه مهم مبحث ځای نیسې؛ مګر دا یې هم جالبه ده، چې تر اخره نه خو د نثرم شعریات داسې کوم ځانګړي شعریات دي، چې له نثرم پرته موږ ورسره مخ نه وو یا دومره له نثرم سره تړلي او ځانګړي دي، چې پر بل هیڅ  کوم شعري ژانر یا پنځونې نه عملي کېږي؛ بلکې زه خو وایم، چې دا تقریباً له زړې شعرپوهنې په لږ و ډېر بدلون کټ مټ رااخېستل شوي شعریات دي، معاصریت خو یې لا همغه وخت وننګول شي، چې کله دوی د تخلیقي ادبیاتو ارزونه په موضوعاتي یا د خارجي ځانګړنو په اساس پېل کړي، لکه ښاغلی ګلبڼ چې د حیات روغاني او فېصل فاران (د ده په اصطلاح نثرمونو) باندې خبرې کوي، دلته یې له معاصرې شعرپوهنې سره د علاقه لرونکیو لوستوالو لپاره د ده همدا ارزونه رااخلم، چې پرته له کوم تشریح یو څوک اسانه پوهولی شي، چې د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په شاعرانو یې څنګه د نثرم د شاعر د سوانحي اظهار او د اوزانو رد توجیه کړی دی:
(در اصل نثرم د شاعر سوانحي اظهار ته ازادانه تخلیقي لار ورکوي، دې کې د قافیو له پاره د خیال او مضمون د مصنوعي بندش مجبوري مخې ته نه ودرېږي او نه په کې د وزن او بحر اوصولي یا پابندي فکري ډهانچه مسخ خالت ته اړوي، ځکه دا موږ لوستلي دي، چې د بادلېیر او رابو د شاعرۍ او د هغوی د ژوند خپلو سره کلک تړون دی، د بادلېیر نجي خطونه او د ژوند حالت چې په انګلیسي کې یې هم ژباړې شته، د هغه د زیاتو نظمونو د متن سره نزدې دي، په ټولو کې رابو چې زیات ډرامايي ژوند یې لرلو، د هغه خو نوي فېصد شاعري داسې ده، چې د نجي ژوند نه عبارت ده او دغه مثال د اردو د شاعرې سارا شګفته د شاعرۍ هم دی، یعنې نثرم د شاعر د ذات هغه رښتونی Reflection  دی چې د سرمایه دارانه نظام د ټاکلیو شاعرانه موضوعاتو او د الهامونو د کیسو بودو تصور شکني کوي) (نثرم، شعریات او نړیواله ارتقا ۷۳ مخ)
دا ډول تبصرې او یا له نویو او پخوانیو شعریاتو سره د دوی چلن بېخي عادي او ډېر غېر مناسب عمل دی، دوی همدا شعریات هم د حاجي بازۍ (زه تاته حاجي وایم او ته ماته حاجي وايه) له مخې پر یو او بل تطبیق کوي؛ یعنې ګلبڼ به د ارمان نظم شهکار بولي او ارمان په د ګلبڼ او فاران!! او فاران، خو چې خپل شهکار لري، بل ته یې اړتیا څه ده؟ ګلبڼ په خپل کتاب کې د فضل محمود مخفي دوه نظمونه راوړي دي، چې د ده په وینا پښې او کره خبرې اقوال زرین زیات ښکاري او د فاران د ماهیت نېوکه یې هم تاید کړې ده. د مخفي صاحب یو نظم دا دی:
اصل کې
ماښام
زما سحر و
خو زه
د سحر رڼا
او د ماښام تیارې
تېرباسلم
زه هم د مخفي صاحب د همدې نثري ټوټې د شعریت ډېر جدي دلیل نه راوړم، کنه د رڼاوو او تیارو یو څوک تېرباسل لکه هغه چې څوک(سا اخیستونکی یا انسان) وي او بل تېر باسي دا د پرسنفکشن (یو شي ته شخصیت ورکول) یا نااشنا کول د معاصرو شعریاتو یو شاعرانه ځلک ضرور ده، چې د یوې ادبې پنځونې هیئت هم جوړوي او ماهیت یې هم سازوي؛ خو د ګلبڼ او فاران په وینا یو یې اقوال زرین بولي او بل یې د ماهیت له مخې مشکوک بولي؛ فرضاً موږ د مخفي صاحب هم دا شعر د دوی په تله اخلو او له دوی سره همدا خبرې د یو څو دقیقو لپاره منو؛ مګر بیا به دا هم ګورو، چې دوی د نثرمونو لپاره د همدې تلې یا ارزونې تطبیق نور څومره او په خپلو نثرمونو په کومه کچه کړی دی؛ یعنې د دوی په بېلګو کې راوړي نثرمونه د کوم معیار یا په کومو تلو د تلنې او ارزونې وړ دي؟ تاسې ولولئ دفاران دا نظم، چې ښاغلی ګلبڼ یوه وړه غوندې تبصره هم ورباندې لري:
زما د بهترینو نظمونو او زما قسمت یو شانتې و
زه هم دې دنیا مسترد کړم
د یو ګستاخ په توګه یې زما د کردار تشریح وکړه
بې له دې چې په ما د سوچ یوه شېبه ضایع کړي
او زما بهترین نظمونه هم لوستونکیو مسترد کړل
د مجهولتیا په نامه د استهزا په صورت یې ناشاعري وګڼل
بې له څه غوره
چې دې نظمونو کې خبره څه ده؟
دغه نظمونه څه ویل غواړي؟
زما د بهترینو نظمونو او زما قسمت یو شانې و
د استرداد سانحه
یو مونږه د رد غمېزه
اوس تاسې وګورئ د ښاغلي فاران په دغه نثري ټوټه کې د شعریت کوم داسې عناصر موجود دي، چې یو څوک دې یې د مخفي صاحب د پورته نثري ټوټې بېله وګڼي، البته موضوعي ماهیت یې ضرور بېل دی؛ مګر جالبه دا ده، چې هغه اقول زرین دي او دا د ښاغلي ګلبڼ په وینا د نثرم د حسیاتې ژبې معیاري بېلګه!؟ که د ښاغلي فاران په قول په (ماهیت) يې یو څوک اساس ګوري؛ نو زه بیا دا څنګه شاعرانه ماهیت وګڼم؟ چې (زما نظمونه هم زما د قسمت غوندې دنیا مسترد کړل) په معاصر تله نه؛ بلکې دا په پخوانیو شعریاتو کې هم چندان شاعرانه ماهیت نه و، یوازې خپل نظمونه له خپل قسمت سره تشبېه کول هیڅ کومه خوندوره عمومي تشبېه نه ده، بلکې یو ذاتي او غېر شاعرانه تاثر دی، چې شاعرانه ماهیت یې بېخي نه جوړېږي. د فاران د نثرم په پرتله د مخفي صاحب د شعر هیئت او ماهیت دواړه معلوم او واضح دي؛ خو نثرم وال یې باید په خپلو ذاتي ارزونو او تنقیدي بصیرت هغه اقوال زرین وبولي او دا خپل هغه شاهکار!؟ د ګلبڼ کتاب اکثریت همداسې بېلګې او معیاري تله د نثرم لپاره غوره کړې ده. تاسې دلته د ښاغلي ګلبڼ یوه بله لنډه تبصره هم د ښاغلي ارمان د نثرم په اړه ولولئ:
(د نثرم دا بیا یو جدا فیچر دی، پښتو کې د نثرم پنګه غالباً اول دومره نه وه، چې د دې ټولو فیچرز مطابق پرې پوره خبره شوې وه؛ خو اوس زه ګڼم چې د معیار او مقدار د دې دومره شتمنۍ په سبب پرې د دغو نړیوالو پېمانو په اساس خبره کېدی شي، ځکه نو د دې بېلګې که چرې مونږ کتل غواړو؛ نو د سمیع الدین ارمان نثرمونو کې موندی شي، د موصوف ټوله شاعري تقریباً په شارټ لاین اډانه ده. لکه دلته به دا وګورو:
د دوښمن دیانتداري
څلور اویا کلونو کې
یو رېپېډیز (Euripides Bc 480_ 406) پینځه نوي ډرامي تخلیق کړي
د دې نه دوه چنده د وخت په ژرنده دل کسکر شوې ورکې شولې
سپارټا او اېتهنز په جنګونو سره وو
د ادب تخلیق جوبڼ جوبڼ و
ډارمه د فکر د عمل د تربیت چینه وه
له دې نه وړاندې د ډرامې مرکزه اساطیري افکار وو
یو المیه یو طربیه وه رواج
ده په کې وپېرله مینه سیاست او سماج
عام وګړۍ د جذباتو ګوډی
د مینې جبر او ناز
د ژبې جبر او زور
لیدونکي اورېدونکي او لوستونکي
زیات تره ټول سوپر ویورز، سوپر لسټنرز سوپر ريډرز وو
یو ژانر یې هم په قېد د تقسیمونو کې بندي او بندیوان نه ساتو
یوې ډرامې ته به په یو وخت په زرګونو مخلوق غوږ غوږ او سترګې سترګې پروت و
د ده تخلیق خو دومره زورورو و
چې فاتح سره د فتحې په کې فېل و
مفتوح سره د ماتې په کې پاس و
د ده مکالمې د اېتهنز لویو وړو ته لکه د ایتونو یادې وې
دې دیانت ته وګوره چې د اېتهنز قېدیانو زمزمه به د دې ستر لیکوال په خوله کړه
نو قېد نه به ازاد کړې شول
فلمون (Philemon Bc 368_ 264) خو هسې نه ویل
چې که د مړو د شعور خبر رښتیا وي
زه د دې لیکوال دیدن له په خندا په سولۍ کېږم
د اتلسمې او نولسمې پېړۍ ستر لیکوال ګویټی وايي
د ده نه پس په یو قام کې هم داسې ډرامه لیکونکی ونه زېږېد
چې د ده د پېزار د سمولو اهلیت هم لري!
سپارټا چې اېتهنز له شکست ورکړو
نو د ده کلي کې راټول وو دې له
چې کلی وسیزي او خلق غلامان قېدیان کړي
خو د اولس په خوله کې نغمه نغمه د یورپېډیز ټکي وو
 د دې کبله کلی بچ شو د سیزلو
خلق بچ شو د زندانه
ادبي دیانت دومره و سپېڅلی!
خو ته ګوره خپلو دواړو کورودانو ده ته مینه خو لا پرېږده
د نفرت توره تېره کړه
بې وفا وې
درغلي یې سرمایه وه
ده ورته کور او کلی دواړه پرېښود
لاړو په غار کې میشت شو
رهبانیت یې خپل کړو
د دغه غار تیرې اوس هم لګیا دي
زرګونه کاله تېر شو
د ده د زړه اهونو له حوصله ورکوي خو ناکامه دي
په پښتنه نړۍ کې لکه د هند او سنده
لکه المان او فرانس
لکه عرب او یونان
په زرګونه کال ژوند کې یو لیکوال ته خپل مطلوب مقام ورکړی؟
دلته وینم د مودو مودو نه
لیکوال غلام دی د عهدې پېسې او عقیدت غلام
سیاستدان یې د خپل کور د وینزې د سطحې نه هم لاندې ساتي
اولس کې هسې د دروغو احترام چې ورکړي
د دې پوره پوره قیمت او وصولي کوي بیا
ما د بلها سترو لیکوالو سجدې
په خپلو ګنهګارو سترګو جاهلانو ليډرانو ته بیا بیا ليدلي
او په دې عمل باندې خوشحال هم وي
داسې لکه خان چې دله ووايي غریب ته
او غریب هغې نه پس جامو کې نه ځایيږي
زه وایم
تر کومې چې لیکوالانو خپل مقام نه وي موندلی پېژندلی
 د نړۍ په مخ به دا رنګه قومونه
 قتليږي
 زهیريږي
 په شرمونو به شرمېږي
په نثرم کې د فېچرز دوه اړخیزه څېړنه د نثرم نګار په اسلوب پېژندنه کې کلیدي کردار لوبوي، دا ډېره لویه خبره ده، چې ښاغلی ارمان د نثرم سره وړومبۍ ورځې نه په علمي او تنقيدي میدان کې څومره کمېټډ راروان دی اومره په تخلیقي مېدان عمل کې هم دی، ځکه نثرم سره د ده دغه سنجیدګۍ ده ته په خاصه توګه دا ګټه ورکړې ده، چې که پښتو کې مونږ د نثرم د صاحب اسلوب شاعر کتنه وغواړو؛ نو هغه به سمیع الدین ارمان وي.) (نثرم، شعریات او نړیواله ارتقا ۸۴، ۸۵، ۸۶، ۸۷،)
موږ د ښاغلي ارمان دا دومره اوږد نثرم له هغو نورو ګڼو بې خونده نثرمونه ځکه انتخاب کړ، چې د ټولو نثرمونو راوړل ناممکن دي، که څه هم ښاغلی ګلبڼ په پورته حواله کې د فیچرز او د شارټ لاین خبره هم کوي؛ خو تاسې یې دا ادعاوې وګورئ، چې یو خوا هغه په دغه نثرم د نړیوالو پېمانو د اساس خبره کوي او بله خوا یې د پښتو په نثرم شاعرۍ کې صاحب اسلوب بولي. زموږ مساله دا نه ده، چې ښاغلی ګلبڼ د ارمان او فاران یا د دوی د نورو ملګرو نثرمونه ولې شهکار او نړېوال بولي، دا شاید د دوی د نقد او کره کتنې د ظرف خپل معیار او اساس وي؛ البته په دغه ځای ضرور نېوکه لرو، چې باید ادبي اقدار په ذاتي نوعیتونو او قضاوتونه منحرف نشي.
تاسې د ارمان دا نثرم وګورئ او بیا یوه شېبه د معاصرو شعریاتو حتی واړه توکي ورباندې وارزوئ، دا په هېڅ مانا نه د شعري هیئت شاعري ده او نه د شاعرانه ماهیت په اساس ورته منثور شعر ویلی شو؛ البته نثرم به ځکه وي، چې د دوی په اند نثرم شاید همداسې یو شی وي.
تاسې په سمیع الدین ارمان د ښاغلي ګلبڼ له تبصرو وروسته د ښاغلي ارمان لورېینه (حاجي بازي) هم د ښاغلي ګلبڼ په یو نظم ولولئ:
ای د یونان عظیمې شاعرې
ستا شاعري نن زما مخې ته پرته ده
نن په زرګونه کاله پس هم
د دومره بدلون باوجود
بېخي د نن دور شاعري لګي
ای بلای ټس
زه هم شاعر یم
د داسې نظمونو چې د مشاعرو ویلو نه دي
د لوست دي
 د موسیقي سرپرستي هم ورته نه ده حاصله
او دا نظمونه بیا زه په داسې وخت کې لیکم
چې د کتاب لوست د نوي کهول په ترجیحاتو کې هم نه دی شامل
په رسنیو د بخت زاده دانش زور دی
د وینا انداز یې نوي کهول نه زړه وړی دی
ممتاز هم ښه دی مشهور دی په کې
خلک خو اوس چې هغه ته په شعر کې داد ورکوي
نو د واه په ځای ورته ایي لب یو وايي
بل تسنیم و چې به د سړبن د دبستان دعوی ګیر ورته وې
خوښ یې نه وم
هغه هم د خپلو مینه والو يوه حلقه لرله
هاغه حلقه چې د هغه د شخصیت مطابق
د هغه په نزد کافي نه وه
شعر یې حواله کې کله کله راشي
ای شاعرې بلاټس
ستا خو د سیفو موجودګۍ کې دا حال نه و؟
د هغه سیفو چې د شاعرۍ د عظمت نه یې نه هم منکره نه وې
هغه سیفو چې د تنکیو جینکو نه د سینو سرونه به یې رودل
په شاعرۍ به یې د جونو زړونه تنزول
ته خو هم یوه سیفوسټ وې
خپلې شاعرۍ کې دې برملا د دې اظهار کړی دی
هغه وخت چې په لېسبوس کې ښځو د ښځو سره عشقونه کول
ستا د شاعرۍ مداح خو به وو
ولې زما شاعري زما خیال دی، چې صرف زما خوښه ده
داسې لکه ستا چې ښکلو جینکو نه پرته
اورم چې دې هم خوښ و، خپل ښایست دې خوښ و
او دا ګواهي ستا هغه نظم هم ورکوي
چې افرودیتي ته په کې په خپل تېر عمر ګویا یې
ځکه خو ستا قبر کې تا سره ستا سوېلیو
د عطرو بوتل یوه شيشه او ستا ګلي بند هم دفن کړی و
بلای ټس! ای بلای ټس!
هغسې دلته کې څوک نه کوي
بې د کافورو د لونګو ارزان بيعه عودو
 او په کفن یې د تبلیغیانو د سخا عطرو د چڼکاوه بغیر
مړي سره هېڅ نه ږدي
او زما نظمونه چې زما نه پس به څه کېږي؟
څه به کېږي؟
ای د یونان عظیمې شاعرې!
دا فنپاره په ټول پښتو ادب کې د نوې شاعرۍ په نماینده نظمونو کې د اېښودو جوګه ده، د دې په وساطت شاعر، متکلم د ادب افاقیت له یو رښتونی جواز ګټلی دی، د زمان او مکان د قېد نه ازادي یې لکه د لمر روښانه کړې ده، د تطبیق، تعلیق او انسلاک بلها ادبي رشتې په کې په اتڼ دي… دلته د وارداتو یو بهیر دی، د احساساتو د شدت یو طوفان دی، چې د لوستونکي رګ، رګ د کرب په یو سمندر کې ور ډوبوي او چې کله دا کرب خپل کلایمکس ته ورسي؛ نو بیا یو بل ډېر سوړ کوز پرېوتی غېر ادبي خو څه چې غېر انساني رویه موږ ته د دې دور د محقق رښتونی مخ راوښايي، واه افرین په داسې تخلیقي فنپاره!!!) (نړیوال تنقيدي معیارونه
۱۰۰، ۱۰۱، ۱۰۲، ۱۰۳ مخونه)
سره له دې، چې د ګلبڼ نثرم د ماهیت له مخې د فاران له نثرم ډېر بېل او مختلف نه دی، خو ښاغلی ارمان یې باید د ګلبڼ غوندې په ټول پښتو ادب کې ځکه د نوې شاعرۍ نماینده او افاقي وبولي او افرینونه ورته ووايي، چې پور باید په پور خلاص شي؛ نور نو د (تطبیق تعلیق او نسلاک!!؟) په لفظونو او د دوی په ادبي رشته کې اتڼ تاسې خپله ووینئ!!
 د نثرم پورته بېلګې مو دلته په دې موخه هم راوړې، چې زموږ د مجموعي رایې او تاثر سره یې هم وارزوو، تاسې همدا یو څو بېلګې په پام کې ونیسئ او بیا د نثرم والو دوه هغه ادعاوې هم ورسره په ضمني ډول پرتله کړئ، چې څه ترې جوړېږي؟ اوله ادعا یې دا ده، چې موږ نثرم ځکه لیکو یا یې تحریکوو، چې پښتو ادب له تخلیقي جمود سره مخ ده، دویمه ادعا یې دا ده، چې نثرم د تخلیق باغیانه او د ازادۍ رویه تمویلوي. زه د دوی دا دواړه خبرې د پښتو د معاصرو ادبیاتو د تخلیقي ضرف او عظمته ناخبري ګڼم او دلیل دا وایم، چې کوم عصر له حمزه بابا وروسته، د اجمل، قلندر، غني خان، سایل، کاروان، اندیش، ګران، لایق، خېرمحمد عارف، درویش، مفتون، سعیدګوهر، جاوید احساس، تسنیم ممتاز اورکزی، قېصر اپریدی، رازق فهیم، همیم، محمود ایاز، کاوون، سالک، شا سعود، ننګیال (دا نومونه نور هم ډېر دي) په څېر د تخلیقي نومونو او د دوی ګڼ شعري اثار یو لوی قطار ولري؟ بیا نو څوک څنګه د جمود او د تخلیق د باغیانه رویې د نشتون توجیه او خبره کولای شي؟ او جالبترینه یې دا، چې ګویا د دوی د نثرمونو چاپ درې کتابونو د افتاب ګلبڼ (اختلاف) د سمیع الدین ارمان (ادرک) او د فېصل فاران (یوه شپه د خوب په ښار کې) د پښتو ادب تخلیقي جمود مات کړی دی!!؟ ازاد تخلیقي ډسکورس يې رامنځته کړی دی !!؟ او په لومړي ځل یې باغیانه چلن عام کړی دی!!؟ حال دا چې دا درې واړه کتابونه د منثور شعر یا د نثري نظم او یا هم د دوی په اصطلاح د نثرمونو هیئت او ماهیت دواړه یې له تخلیقي پلوه کمزوري، فرسوده، کرخت او غېرشاعرانه دي، ښايي همدا علت وي، چې نامتو محقق حنیف خلیل وايي (چې د دوی نثرم دوی د یوې منصوبه بندۍ لاندې ليکي) (وي. او. اې ډېوه راډیو سره مرکه) یعنې تخلیق یې مصنوعي وي، دا خورا لویه خبره ده، همدا یو دلیل هم کافی دی، چې یو څوک نثرم ولې باید ولیکي؟ اردو ژبی نقاد شمس الرحمان فاروقي خپلې ژبې او ادبیاتو ته په کتو غالباً همداسې یوه پوښتنه کوي، چې منثور شعر ته ولې دومره ضرورت پېښ شو، ایا زموږ ژبه یا ادبیات داسې کومه ابلاغي مساله لري؟ چې یو څوک ووايي دا په دې ژانر کې ممکن نه وو؛ نو ځکه یې دا لار، ژانر یا هيئت غوره دی. دوی ښايي له همدې پوښتنو هم دا غېر ضروري بحثونه او یا دا تیورۍ ځانته توجیه کوي، چې دا تخلیقي ازادي، بیاني انداز او باغیانه رویه لري، حال دا چې زموږ پښتو تخلیقي ادبیات د پورته شاعرانو په قطار کې یې اکثریت له دې رویو او چلندونو ډېر لوی او عظیم دي.
نثرم وال یو بل تبلیغ چې د ځان لپاره یې د یو شعار او پروپاګنډې په بڼه ګرځوي، هغه د شاعرانو صنفي یا ژانري تعین قدر(ارزښت ټاکنه) ده، چې دوی یې په ژانري یا فورمي خواوو ویشي؛ مثلاً د ارمان او ګلبڼ په دواړو کتابونو کې دا خبره بیا بیا لولو، چې (په نثري شاعرۍ کې ځان شته کول، په غزل کې د ځان شته کولو نه ډېر ګران دي) (نړیوال تنقیدي معیارونه ۱۱۱ مخ) دوی شاید په همدې علت هم یو او بل نړیوال او د پښتو ادب استازي معرفي کوي، چې یوازې دوی نثرمونه یا نثري نظمونه لیکلي او په کې شته شوي هم دي او د خپلو شعرونو منځپانګې یا مضامین ورته شاعرانه او شهکار ښکاري او ګیلې مانې هم په کې کوي، چې زما نظمونه مسترد شول یا زما نظمونه څوک نه لولي، دا ټول تخلیقي کوښښونه او تنقیدي صورتونه له نرګیست پرته نور هیڅ نه دي.
وروستۍ او منځلارې خبره بیا هم دا، چې یو څوک باید زما له لیکنې دا انګېرنه وانخلي، چې ګواکې زه د منثور شعر یا په نثري نظم مشهور د دغه ډول نظم یا شعر مخالف یم؛ بلکې زه د منثور شعر بلکل حمایت کوم؛ خو منثور شعر په نثرم یا په ورته نورو نومونو او ځانګړنو ځکه نه پېژنم، چې موږ يې پورته دلایل وویل، همداسې یې د پښتو معاصرو منثورو شعرونو په قطار کې د ځوانو لیکوالو او شاعرانو له پنځونو هم خبر یم، لکه د واحد یوسفزي، وصاف باسط، نسیم خان نسیم، قېصر اپريدي او رحماني منثور شعرونه، چې اکثریت یې د همدې فورم اصل هیئت او ماهیت دواړه افاده کوي.
۲۰۲۳ جولایي ۱۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب