پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبد ټرای هېلن، رام او سيتا او بهرام او ګل اندامې د...

د ټرای هېلن، رام او سيتا او بهرام او ګل اندامې د خيالي کيسو حقيقت

ژباړن: نظرمحمد افغان ||

روحاني بابا

     د نړۍ له خوندورو کيسو څخه يوه هم د «د ټرای د هېلن» کيسه ده، چې له امله يې د لويديځ يعنې يونان او ختيځ يعنې کوچني آسيا (اناتوليې) ترمنځ لويه جګړه رامنځته شوه. په حقيقت کې دا کيسه هم بل ډول ده. دا کيسه په اصل کې سرترپايه خيال دی. سرچينه يې د آريايانو د دوو کورنيو، کوچيانو او بزګرانو ترمنځ جګړه ده. کله چې دا آريايې قومونه د نړۍ په مختلفو ګوټونو کې خواره شول؛ نو  د دې کيسي بنسټيز توکي (عناصر) يې هم له ځان سره ولېږدول او هر چا له خپل ليد لوري څخه ترې بېلې کيسې جوړې کړې.

يونانيانو له دې کيسې څخه د ټرای د هېلن افسانه جوړه کړه. هندي آريايانو ورځنې د رام چندر او سيتا خيالي کيسه سازه کړه او ايراني آريايانو ورته د بهرام او ګل اندامې د افسانې څېره ورواغوسته. د دې خبرې ثبوت، د کيسې اصلي کرکټرونه دي. په درې واړه داستانو کې اصلي لوبغاړې يوه داسې الهه يا د رب النوع مېرمن ده، چې پس له ډېرو خواريو او ستونزو د کيسې د اتل په لاس کېوځي. په درې واړه کيسو کې ګډ ټکی دا دی، چې واده شوې ښځې په کې تښتول کيږي او د دې کار انګېزه مينه او د زړه خوښه نه، بلکې غچ اخيستل وي. په درې واړه کيسو کې د مختلفو قومونو يا ولسونو تر  منځ يوه لويه نښته رامنځته کيږي. په درې واړه کيسو کې شهزادګۍ په يوه ستونزمن ځای کې ايساريږي. د درې واړو د خلاصي لپاره له يو نه يو ځناور څخه مرسته اخيستل شوې ده. په درې واړو افسانو کې تښتوونکی خورا ځواکمن او د يوه بېل نسل يا طبقې واکمن وي.

د بېلګې په توګه:

رام، سيتا په سويمبر ( دلرغونو هندوانو يو دود و، چې جينۍ به ځان ته مېړه په خپله خوښاوه)  کې ګټلې وه. د ګل اندامې د ګټلو لپاره هم، بهرام څو دېوان (يو ډول خيالي ځناور) ووژل. د هېلن خاوند هم د هغې لاس ته راوړلو لپاره له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو.

رام، د خپلې خور د بې عزتۍ او د ورور د غچ اخيستنې لپاره، سيتا وتښتوله. ترابان دېو، ګل اندامه دې لپاره وتښتوله، چې بهرام د هغې د لاسته راوړلو په پار، د نوموړي دوه ورونه وژلي وو. د ټرای شهزاده سيرس يا الګزاندر، هېلن دې لپاره وتښتوله، چې له يوناني کوچني آسيا (اناتوليا) څخه (يوروپې) نومی شهزاده تښتول شوی و.

سيتا په (لنکا) نومې ځای کې ساتل کېده، چې ور رسېدل، له سر سره لوبې وې. ګل اندامه کوه قاف ته وړل شوې وه او هېلن د بحر ها غاړې، د ټرای په کلا کې خوندي شوې وه، چې ليدل يې ناشونی و.

راون د اسوريانو واکمن و، کوم چې له پېړيو راهيسې د انسانانو دښمنان وو. ايرانيانو خپلو دښمنانو ته (دېو) وايه او د يونانيانو له (هريام) نومي پاچا سره يې دښمني وه.

هسې خو د هېلن په افسانه کې د اروپايي او آسيايي توکمونو ترمنځ توپير ښودل شوی دی؛ خو راون او دېو بېل مخلوق وو. په اصل کې ايرانيانو خپلو دښمنانو (هندي آريايانو) ته دېو وايه؛ ځکه چې د نوموړو د خدای نوم دېو و او په ځواب کې هنديانو، ايرانيانو ته اسور ځکه وايه، چې ايرانيانو د اهور يا اهور مزدا عبادت کاوه.

له همدې امله دوی يو پر بل دا نومونه ايښي وو، حال دا چې دواړه انسانان وو؛ خو وروسته په خيالي بڼه، له دېو او اسور څخه يو بېل غير انساني کردار ساز شو.

د درې واړو هيروينو يعنې مېړوښو ښځو له انتقامي تښتونې وروسته، لويې نښتې پېښې شوې، چې د ځناورو له کرکټرونو څخه هم په کې مرسته اخيستل شوې ده. د رام په نکل کې د بيزوګانو د يوه خيالي سردار او د بهرام په داستان کې د يوه ستر مرغه، سيمرغ او د هېلن په افسانه کې د يوه لرګين اس (ټروجان اس) يادونه شوې ده، چې پر مټ يې اصلي کرکټر يا اتلان خپلې موخې ته رسيږي.

3 COMMENTS

  1. ستاسې دې کور ودان وي ښاغلی جميل کمالي. ستاسو لورينه ده. که ستاسو او ستاسو په څېر د ملګرو مينه او هڅونه وي؛ نو يو څه به راجوړ کړو. خوشاله اوسئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب