جمعه, اپریل 19, 2024
Home+رییس/اجمل پسرلی

رییس/اجمل پسرلی

د دفتر رییس له لاسه ونیولم:

-راځه چې کافي وڅښو

کله یې داسې بلنه نه وه راکړې. په زړه کې راتیر شول چې د څه لپاره. کفتریا مو د دفتر په دریم منزل کې ده. په لفټ کې ده د دفتر د کار کیسه راواخیسته:

-دفتر داسې دی لکه ماشین که یې یوه پرزه خرابه شي ټول ماشین ممکن جام شي…

ده نور ورته مثالونه هم ورکړل، خو ما دې ته چرت واهه چې دا څو ورځې مو په دفتر کې همکاران وایي چې رییس مو لکه چې لرې کیږي. داسې اوازې پخوا هم څو ځله خپرې شوې بیا پسې ورکې شوې…

ده راته وویل:

-کوم  ډول کافي څښې

لکه په غونډه کې چې دې پام نه وي او بل درباندې غږ کړي که یې په خبره پوه شوی هم نه یې تایید یې کړې، ماهمهغه کافي ته لاس کړ چې رییس اخیستې وه.

یوه میز ته دی ورټیټ شو چې کښیني بیرته نیغ شو:

-په هاغه تراس کې به بهر ته کښینو ګوښه ځای دی

د کافي پیاله یې په دوو لاسونو خولې ته پورته کړه. د ده له غوړپ سره څړپ شو. پیاله یې له خولې لرې کړه:

–وړې خبرې کله سره یوځای شي یوځای شي سره غوټه شي غټ جنجال ترې پيدا شي

ما راپورته کړې پیاله بیرته کیښوده، چوکۍ مې میز ته لږ ورلنډه کړه. ده وویل:

-زما میرمنه اوس پښیمانه ده چې ولې یې زه پریښودم له طلاقه لس کاله وروسته یې یوه ورځ راته ویل چې ښه ونه شو چې سره بیل شو

-ستاسو لیدو ته راغلې وه

-نه، له طلاق وروسته زه د ماشومانو لیدلو ته هامبورګ ته ورغلی وم

رییس عینکي له سترګو لرې کړې، خپله ښي سترګه یې کله کلکه وموښله:

-اوس ډير وخت وشو چې نه مو دي سره لیدلي

شمال ته یې د غوږ پر سر پاتې سپین ویښته ببر شول. ما ورته وویل:

-تاسو مخکې وویل چې وړې خبرې په جنجالونو اوړي، څرنګه؟

-زما د میرمنې خورلڼه نوې له وطنه راغلې وه یوه ورځ یې زما همدې میرمنې ته زما مخې ته وویل چې ته د شهزاده وړ یې .. د دې ښځي تر تګ وروسته مې میرمنې ته وویل چې دا ښځه ستا خیر نه غواړي نوره یې مه ورسره پاله، خو دې ضد وکړ همدا ضد پسې زیات شو زیات شو، خبره دې ته راورسیده چې سره بیل شو.

په لفت کې چې بیرته راښکته کیدو بیا له ما سره همدا فکر و چې د دفتر رییس څرنګه کافي راباندې وڅښله.

ده د خپل دفتر ور پرانیست، زه د ده د دفتر په خوله کې وچ ودریدم. شاته یې راته وکتل، لکه څه ته چې چرت وهي بیا یې ورپسې پورې کړ.

اوف مې کړل:

«مننه خو به دې کوله»

«څه خبره وه چې کافي یې درته واخیسته؟…»

رییس راووت:

-ته لا دلته ولاړ یې څه دې ویل

-نه نه صاحب…په خبرو شو رښتیا له کافي ډیره مننه

رییس پرته له دې چې څه ووایي، د نکټایي ګل یې پورته ټیله کړ، په نري دهلیز کې ژر ژر روان شو، له جیبه یې یو کاغذ راوایست هغه ته تم شو چې ویې ګوري ما مخ بلې خواته واړاوه چې بیرته مې ورته وکتل دی تللی و، د تش نري دهلیز له شاوخوا دا سوال زما په ذهن کې ګرځیده چې د رییس هدف څه و چې کافي یې راته واخیسته؟!

تشو دیوالونو سوال کاوه، ځواب یې نه درلود.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب