Homeخبرونهد امریکا د جمهوريت غوښتونکو پلاوي ترکيه کې ط-لب ضدو څېرو سره...

د امریکا د جمهوريت غوښتونکو پلاوي ترکيه کې ط-لب ضدو څېرو سره لیدلي

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند يو شمېر سناتورانو او پلاوي ترکیې ته سفر کړی او د طالبانو د مخالفو ډلو يو شمېر مشرانو سره يې ليدلي.

د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند وياند احسان نیرو ويلي، چې دغه پلاوي د « افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» ډلې استازو سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړي او ورڅخه د خلاصون لپاره ېې د دوی غوښتنې اوریدلي.

د نیرو په وینا، تر دې مخکې د امريکا د ولسمشر جوبایډن استازو هم دوی سره ليدلي.

د دوستم وياند زياتوي، چې يادې شورا له امریکايي پلاوي غوښتي، چې د افغانستان د بحران ختمیدو لپاره د یوې پراخې غونډې او دغه راز په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړيدو لپاره کیدونکو هڅو سره مرسته وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې دغو غوښتنو ته د طالبانو د نه غاړه ايښودو په صورت کې دوی له دې ډلې سره جګړې ته هم چمتووالی نیسي.

طالبانو او ياد شوي امریکايي پلاوي د دغو ليدنو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. په زړه پوری ساړی تیګی وتړی شرمیدلو مړزانو ولا چی یو طالب ژوندی وی که تاسو بیا دافغانستان پر خاوره پښه کیږدی وطن پلورونکو جاسوسانو الله ج مو تل ذلیل او شرمنده لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...