جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهخوست کې د ۱۳ لکو ډالرو بېلابېلې ټولګټې پروژې پیل شوې

خوست کې د ۱۳ لکو ډالرو بېلابېلې ټولګټې پروژې پیل شوې

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏ په خوست کې یونیسف ادارې د (OCHR ) مؤسسې په همکارۍ د ۱۲ لکو امريکايي ډالرو په مالي لګښت ټولګټې پروژې پیل کړې.

ځايي طالب چارواکو ویلي، چې پر دغو پيسو د څلورو ولسواليو لپاره د څښاک پاکو اوبو د ۱۳ سولري شبکو او د ۶۴۰ مبرزونو د پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

طالب چارواکو ویلي، يادې پروژې به د خوست ولایت د اسمعيل خېلو مندوزيو، تڼيو، سپېرې او نادرشاه کوټ ولسواليو کې ۵۳۲۳ کورنيو لپاره ترسره شي چې د ۱۲۰ کاري ورځو په موده کې به ۱۶۸۶۹ ماهرو او غيرو ماهرو کاريګرو ته د کار اومزدورۍ زمينه برابره کړي.

د سپېرې ولسوالۍ لپاره ۱۰۰۰ لاسي کراچۍ، بېلچې، کثافت دانۍ او د روغتيا قوطيو د توزيع تر څنګ به ورته د حفظ الصحې په برخه کې عامه پوهاوی هم ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...