جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهعمران خان د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر دریځ نیوکې...

عمران خان د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر دریځ نیوکې کړي

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏ د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان، چې د صدراعظمۍ پر مهال یې طالبان بيرته پر افغانستان واکمن شول، د دغې ډلې رژيم سره د پاکستان د اوسني حکومت پر اړیکو نیوکې کړي.

نوموړي په یوه وینا کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له لوري د پاکستاني طالبانو د ځپلو په پلمه پر افغانستان د پاکستان د برید خبرداری نامسوولانه ګڼلی او ویلي، چې که د پاکستان حکومت له ترهګرۍ څخه خوندیتوب غواړي، د افغانستان حاکمې ادارې سره دې ښې اړيکې وساتي.

د پاکستان دغه سياستوال، چې د طالبانو په دفاع مشهور دی، دغه راز زياته کړې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په توګه د بلاول بوټو زرداري لومړنی سفر باید کابل ته وای.

عمران خان دغه راز د افغان طالبانو په منځګړتوب له پاکستاني طالبانو سره د خپل حکومت پر مهال د سولې خبرو او اوربند د تړون دفاع کړې او وروسته ېې د اوسني حکومت له لوري د دغه تړون په نقض نیوکې کړي.

د پاکستان حکومت د نوموړي د نیوکو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب