سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا| دولت وزیري

خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا| دولت وزیري

ژبه د انسانانو تر منځ د اړیکو ټینګولو یا هم پوهاوي راپوهاوي یو منظم سیسټم دی. د نړیوالو ویبسایټونو د معلوماتو له مخې نن سبا په نړۍ کې تر ۷۰۰۰ ډېرې ژبې شته، چې خلک ورباندې خبرې کوي، خو هر کال د ژبو شمېر هم بدلېږي رابدلېږي، .

 انسانان دغه ډول اړیکې د خبرو، اشارو، نښو، انځورونو او لیکنو له لارې سره ټینګوي او یو تر بله د پوهاوي تر پولې پورې رسېږي.

ژبې د تاریخ په اوږدو کې بشپړې شوې دي. همغه دی، چې د پېړیو- پېړیو په اوږدو کې ژبې د تکامل او جوړښت لوړو پوړيو ته رسېدلې دي. همدغه د تکامل د لوړو پوړیو په پايله کې ډول، ډول ژبې، ډول- ډول غږونه، ډول- ډول ليکدودونه او ډول- ډول توري رامنځته شوي دي.

ډېر پوهان او څېړونکي په دې باور دي، چې د ژبې منشا او یا سرچینه له یوه ځایه ده، خو د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو د ډېرېدو، کوچېدلو او کډوالۍ له امله سره جلا او بېلې شوې دي.که د مور کلمې ته ځير شو په ډېرو ژبو کې د مور کلمه په (م) تورې پیل شوې ده. د بېلګې په توګه:

په پښتو ژبه کې د مور، په دري ژپه کې د مادر، په انګرېزۍ ژبه کې د مادر، په روسي ژبه کې د مات یا مام، په فرانسوي ژبه کې د میري، په الماني ژبه کې د موتیر، په هندي ژبه کې د ماجي، یا ما په ایټالوۍ ژبه کې د مادري، په بلاروسۍ ژبه کې د ماتکا، په هالنډۍ ژبه کې د مادر، په يوناني ژبه کې د مانا او په داسې نورو ژبو کې هم په میم تورې پیلېږي.

که وګورو په نړۍ کې ډېرې ژبې د قومونو او ملتونو په نامه یادېږي، لکه پښتو د پښتنو، روسي د روسانو، انګریزي د انګرېزانو، ازبکي د ازبکانو، فرانسوي د فرانسویانو، جرمني د جرمنیانو او داسې نورې ډېرې ژبې د یوه ملت، قوم او یا توکم په نامه یادېږي. علت یې همدا دی، چې د هرې ډلې په ژبه کې د تاریخ په اوږدو کې بدلونونه راغلې دي او ځان ته يې د نوې ژبې بڼه غوره کړې ده.

اوس مهال هم په یوه واحده ژبه کې تغییرات لیدلای شو. که د پښتو ژبې په هکله وګورو، د غږ، تلفظ او ليکدود له مخې ډېر تفاوتونه لري، لکه د کندهار د خلکو د تلفظ غږ، تلفظ او ليکدود د ننګرهار د خلکو له لهجې سره ډېر تفاوت لري. په همدې توګه د خوست د خلکو له لهجې د پېښور د خلکو لهجه ښکاره تفاوت لیدلای شو.

مخکې مو وویل، چې ژبه د پوهېدلو او پوهولو لپاره ده، نه د رټلو او نه پر یوه یا بله ژبه د برترۍ لپاره. دا سمه ده چې ځينې ژبې به د تکامل له مخې ډېرې پر مختللې وي. لکه عربي، انګریزي، فرانسوي، دري، پښتو او داسې نورې، خو دا په دې مانا نه ده چې نورو ژبو ته د سپکاوي په سترګه وکتل شي.

 هر توکم د خپلې ژبې د بقا او پرمختيا لپاره حق لري چې هلې ځلې وکړي، په دې شرط چې د بلې ژبې حرمت له پښو لاندې نه کړي.

د ژبو له تفاوت څخه ناوړه ګټه پورته کول د انساني کړنو له مخې ستره ګناه بلل کېږي. که د ژبې له تفاوت څخه د تعصب، برترۍ او یا د مقابل لوري د ټیټولو لپاره ګټه پورته شي، مانا دا چې له ژبې څخه په اصلي مانا ګټه نه ده پورته شوې.

ځينې انسانان خپله ژبه ځان ته کلا او بیا ځينې يې ځان ته بلا ګرځوي. ځکه وایې، چې: «خپله ژبه ژبه هم کلا او هم بلا.»

زموږ له ستر لارښود حضرت محمد”ص” څخه روايت دی چې وایي:

” ډېره ښه صدقه د ژبې ساتنه ده.”

عبدالقادر خټک به ویل:

“ژبه عادت کړه په ښو خبرو

خبرې ښې دي، ښې تر شکرو

د خوند مثال یې شکرې وایم

قدر يې ډېر دی تر مرغلرو”

ځينې انسانان تل په ګډو وډو سر وي او خپله ژبه په خپله ځان ته بلا ګرځوي.

خوشال بابا وایي:

“په واک چې نه لري په کام کې ژبه

که ګنګ شي ښه دی په لويه تبه

په بده ژبه ځان ځي جهان ځي

ایمان لا هم ځي واوره طالبه”

خوشال بابا وایي:

“هم دا ژبه ده چې غم ده

هم دا ژبه ده ښادي ده

که څوک خپله ژبه ښه کاندي

نور يې هېڅ نه شته بدي”

1 COMMENT

  1. محترم وزیری صاحب
    د تاسی لیکنی په مینه او دقت لولم، زموږ د ټولنی او حکامو د تعمیر او اصلاح لپاره ډیر څه لری۰
    خو دا ټوکه ورزیاتوم چي دا ژبه په کلا کی بلا ده۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب