جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه نړۍ کې د اېډز د کنټرول لپاره څلور لسیزې مبارزه؛ مهم...

په نړۍ کې د اېډز د کنټرول لپاره څلور لسیزې مبارزه؛ مهم پړاوونه او وروستۍ اندېښنې

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۱ مه) د اټکلونو له مخې، اوس مهال په ټوله نړۍ کې نژدې ۴۰.۸ میلیونه انسانان د HIV له ویروس سره ژوند کوي، هغه ویروس چې تېر کال یې شاوخوا ۶۳۰ زره انسانان وژلي دي.

له ۱۹۸۸ کال راهیسې، نړیوال ساینسپوهان، ډاکټران، کورنۍ او فعالان د دسمبر لومړۍ نېټه د اېډز د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي، څو د HIV/اېډز د وبا قربانیان هېر نه شي او د دې وبا د پای ته رسولو لپاره هڅې نورې هم پیاوړې شي.

د بحران له پیل راهیسې، شاوخوا ۴۴.۱ میلیون کسان په نړۍ کې د HIV اړوند ناروغیو له امله مړه شوي او نژدې ۹۱.۴ میلیون کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

که څه هم په وروستیو لسیزو کې د HIV د مخنیوي او درملنې په برخه کې لوی پرمختګونه شوي، خو د روغتیا نړیوال کارپوهان خبرداری ورکوي چې له دې ویروس سره د مبارزې لپاره د بډایو هېوادونو له لوري د بودجې کمښت به ښایي په هغو سیمو کې د ویروس د بیا خپرېدو سبب شي چې له مخکې سختې اغېزمنې دي.

د ایډز په ۳۷ کلونو کې له دې وبا سره د مبارزې اته مهم تحولونه دلته په لنډیز بیانوو:

۱۹۸۱: د اېډز د لومړنیو پېښو راپورونه

د ۱۹۸۱ کال په جون کې، د امریکا روغتیايي چارواکو د یوې ناپېژندلې ناروغۍ راپور ورکړ چې همجنس‌خوښو او نارینه وو ته یې مرګونی زیان رسولی و. وروسته په نورو ډلو کې هم د ورته پېښو راپور ورکړل شو: د نشه‌يي موادو په کاروونکو، هیموفیلي ناروغانو او د وینې د انتقال په ترلاسه کوونکو کې.

په اروپا کې د اېډز د څار لومړنی راپور په ۱۹۸۴ کال کې خپور شو، او تر ۱۹۸۵ پورې په بریتانیا کې د HIV ټیست پیل شو.

دا مهال نړۍ پوه شوه چې له یوې لویې وبا سره مخامخ ده، هغه وبا چې وروسته د HIV/اېډز په نوم ونومول شوه او د لسیزو لپاره یې ساینس او ټولنې بوختې وساتلې.

۱۹۹۶: د مرګونو د کمېدو لپاره انقلابي درملنه

تر کلونو څېړنو او تجربو وروسته، ساینسپوهانو وموندله چې درې‌ګونې درملنه، چې HAART بلل کېږي، د HIV په کنټرول کې ډېره اغېزمنه ده.

HAART د ویروس د فشار په کمولو سره د انسان معافیتي سیستم بېرته پیاوړی کوي او د HIV پرمختګ ورو کوي. دا درملنه، په هغو هېوادونو کې چې خلکو یې توان درلود، HIV له یوې مرګونې ناروغۍ څخه یوې اداره کېدونکې مزمنې ناروغۍ ته بدله کړه.

په همدې کلونو کې د اېډز اړوند مړینې په بډایو هېوادونو کې په چټکه کمې شوې، خو د ازموینو د زیاتېدو او د ویروس د دوامداره خپرېدو له امله د اخته کسانو شمېر لوړ شو.

۲۰۰۳: د امریکا د PEPFAR ستر پروګرام

امریکا د ولسمشر د بیړنيو مرستو پروګرام PEPFAR اعلان وکړ؛ د یوه پنځه کلن پروګرام په ترڅ کې یې ۱۵ میلیارده ډالره د هغو هېوادونو لپاره ځانګړي کړل چې د HIV/اېډز له لوړې ناروغۍ سره مخامخ وو.

تر ۲۰۲۵ پورې ویل کېږي چې PEPFAR د ۵۰ هېوادونو تر ۲۶ میلیونو ډېر انسانان ژغورلي او د یوې ناروغۍ لپاره د نړۍ تر ټولو لویه روغتیايي هڅه ګڼل کېږي.

۲۰۱۱: ARV درملنه د ویروس د خپرېدو مخنیوی هم کوي

په یوه نړیواله غونډه کې ساینسپوهانو اعلان وکړ چې تروویروسي ضد درمل نه یوازې ناروغۍ کنټرولوي، بلکې د ویروس د لېږد احتمال هم په حیرانوونکې کچه کموي.

۲۰۱۲: د PrEP لومړنی درمل تصویب شو

امریکا د Truvada په نوم د PrEP لومړنی درمل تصویب کړ، او اروپايي ټولنې دا ګام په ۲۰۱۶ کې واخیست. PrEP هغه کسانو ته ورکول کېږي چې د اخته کېدو لوړ خطر لري، او څېړنې ښيي چې د جنسي اړیکو له لارې د اخته کېدو خطر ۹۹٪ راکموي.

په ARV درملنې او PrEP د بډایو هېوادونو د وبا لوری بدل کړ. یوازې په بریتانیا کې د ۲۰۱۵–۲۰۲۰ ترمنځ په همجنس خوښو او دوه‌جنسي نارینه وو کې د نوو پېښو شمېر په درو کې دوې برخې کم شو.

۲۰۲۰: نړۍ د ۹۰–۹۰–۹۰ هدفونو ته نه رسېږي

UNAIDS د ۲۰۱۴ کال په موخه ټاکلې چې تر ۲۰۲۰ پورې باید ۹۰٪ کسان د خپل HIV له وضعیت خبر، ۹۰٪ یې تر درملنې لاندې او ۹۰٪ یې د ویروس فشار ټیټ وي.

سویډن په ۲۰۱۶ کال کې دا هدفونه پوره کړل، خو تر ۲۰۲۰ پورې یوازې ۱۹ هېوادونو نژدې بشپړ یا ټول هدفونه ترلاسه کړل.

۲۰۲۴: د PrEP نوې ستنه بدلون رامنځته کوي

څېړنو څرګنده کړه چې د لینکاپاویر ستنه کولی شي په هر ځل تر شپږو میاشتو پورې د HIV مخه ونیسي—حال دا چې پخوانۍ درملنه یوازې دوې میاشتې اغېز درلود.

اروپايي ټولنې په ۲۰۲۵ کې دا ستنه تصویب کړه، او نړیوالې ډلې هڅه کوي چې تر ۲۰۲۷ پورې یې ارزانه بڼې ټیټ عاید لرونکو هېوادونو ته ورسوي.

۲۰۲۵: د بودجې کمښت نړیوالې مبارزې ته ګواښ پېښوي

په روان کال کې د امریکا د ناڅاپي پرېکړو له امله د ګڼو هېوادونو د HIV خدمتونه ګډوډ شوي او د اروپايي هېوادونو — لکه بریتانیا، جرمني او فرانسې — د روغتیايي بودجې کمښت یې ستونزې لا زیاتې کړې دي.

روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا کمښتونه به د HIV/اېډز او نورو اوږدمهالو ناروغیو لکه ملریا او نري رنځ پر وړاندې څو کلنې هڅې زیانمنې کړي.

نن ورځ اټکل کېږي چې په نړۍ کې نژدې ۴۰.۸ میلیون کسان له HIV سره ژوند کوي، او ویروس یوازې په تېر کال کې د ۶۳۰ زرو کسانو ژوند واخیست. تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه افریقا ده چې د ټولو پېښو دوه پر درې برخه جوړوي.

ایډز په افغانستان کې

د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایچ آی وي ویروسو اخته دي چې دا د افغانستان د ټول نفوس تر صفر اعشاریه یو سلنې کم دي.

خو له دې سره سره د ستنو له لارې د مخدرو موادو د کاروونکو، همداراز بندیانو او همجنس‌خوښو په منځ کې د ایچ آی وي د ویروسو خپرېدا په ځلونو زیاته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب