دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+انلاین کره کتنه او د پنځګر وېره |فهیم بهیر

انلاین کره کتنه او د پنځګر وېره |فهیم بهیر

ارواپوهنه: «پر ځان ویسا مو وېره له منځه وړي».

پر کره کتنه یو نقد دا دی، چې ځینې کسان یې د وېرې له امله لیکنه نه شي کولای.  په دې اساس ډیری نوې لیکوال او شاعر د همدې وېرې په اساس نه شې کولای خپل د تخیل غوټۍ وسپړي؛ بلکې خاوره پرې اچوې او هڅه کوې چې د ودې او ښکاره کېدو مخه یې ونیسي. که هر څومره ښه لیکوال او شاعر وي، د همدې ویرې په اساس نه غواړي چې پنځونې وکړې. په دې سره د پښتو ادب تخلیق اړخ هم کمزوری کېږي او  پښتو ژبه هم ورځ تر بلې له خپلې ښکلا څخه بې برخې او پېکه کېږي.

وېره هم روانې ستونزه ده، هسې وهم  او بې ځایه سوچ دی، چې زموږ د پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنخته کوي. د دې خنډونو د لرې کېدو او لمنځه وړلو له پاره پر ځان باور مهم دی. ډیری پوهان په دې اند دي، چې کله دې د یو کار د ترسره کېدو نیت وکړ او قوي هوډ دې درلوده داسې فرض کا چې نیمايي کار تر سره شو.  شکر موږ مسلمانان یو د هر کار پیل په بسم الله کوو او پر الله (ج) توکل کوو. که چېرې موږ د بریالیو او نومیالو شخصیتونو ژوند لیک ولولو؛ نو څرګندېږي، چې له ماتې وروسته تجربه تر لاسه کېږي او دا تجربې موږ د بریالیتوب تر منزله رسوي. همدا اوسمهال که چېرې د پښتو ژبې د نومیالیو لیکوالو او پوهانو اثار ولولو د هغوی لومړنیو لیکنو هم ستونزې درلودې او اوسمهال هم یو شمېر ستونزې لري، ځکه لیکوال انسان دی او طبعاً  نیمګړتیاوې به هم لري او له سهوې سره به هم مخ کېږي.

د نه لیکلو څخه لیکل غوره دي.  او پرله پسې لیکل  پنځګر تر بریالیتوبه رسوي. د انلاین کره کتنې په رامنځته کېدو سره یو شمېر پنځګر داسې وېره هم لري، چې لیکنه یې فورً خپرېږې او د خلکو نظرونه به حتمي لري. که چېرې نظرونه منفي وي؛ نو پنځګر داسې فکر کوي په ځانګړي توګه ځوان لیکوال او ځوان شاعران  چې د دې فن وړتیا نه لري او باید له لیکوالي او شاعري څخه لاس واخلي؛ مګر مخکې اشاره وشوه، چې د کره کتنې موخه د اصلاح له پاره ده. که نقد په سمه توګه تر سره شي بېرته د لیکوال او شاعر سره د یو ښه اثر په رامنخته کېدو کې مرسته کوي.

په وروسته پاتې ټولنو کې د انلاین کره کتنې څخه کله کله د اثر یا ادبي متن پر ځای د لیکوال پر شخصیت ګزار کېږي. په دې اساس له دې ډول نقد څخه پنځګر زیاته وېره لري. په دې ډول نقد کې نه یوازې پنځګر د خپلې لیکنې په اړه نقد ګوري؛ بلکې د نورو نظرونه هم لولي. په دې نظرونو کې ډېری داسې کسان وې، چې د شعر او نثر سمه پېژندنه هم نه شي کولای؛ بلکې  د لیکوال د لیکنې په اړه سرې کرښې را کاږي او ان پر شخصیت به یې هم ګزارونه وکړي.

په کم وخت کې د  پنځګر د لیکنې په تړاو کمزوري ټکي  د ډېرو کسانو مخ ته  اېښودل کېږي. په دې اساس یو شمېر لیکوال او شاعران نه شي کولای، چې یو څه ولیکې سره له دې چې  انلاین شبکو ډیر کسان هڅولې چې لیکوالي ته مخه کړي. شعر او نثر ولیکي.

انلاین کره کتنې په خپلو پاڼو کې ښه شاعران او عالي لیکوال هم نوروته ور وپېژندل. ډیری داسې لیکوالان او شاعران و چې نه په خپله سیمه کې چا پېژندل  او نه د   خپلې ژبې په فرهنګي حوزه کې. په دې اساس انلاین کره کتنه وتوانېده چې  د هغه د شعر او د لیکنې ښې ځانګړنې او هنري اړخونه وسپړي. د پښتو ادب د یو ځلانده څېرې په توګه وځلېږي او خپل هنر ته لا مخه کړي. انلاین کره کتنه هم وتوانېده، چې د پنځګر لیکنه تر لویو لیکوالو ورسوي او د هغوی مخ ته یې کېږدي. د هغوی نظرونه سره ولري.

د لویو لیکوالو او کره کتونکو نظرونه هم لوړ وي. ډیری مهال ګڼ نوي لیکوال او شاعران هڅوي. ترڅنګ د لیکوال او شاعر په لیکنه د نقد غشی یې مورال ژوبلوي. دا ولې؟ ځکه چې  زموږ په فرهنګي حوزه کې د کره کتنې په تړاو زغم نشته دی.  په خپلو اثارو نقد کول د ځان پر وړاندې سپکاوی بولي. د دې سر بېره کره کتنه د هر چا کار هم نه دی، بلکې هر چا چې ادبیات لوستي دي یا شاعر او لیکوال وي حتی څوک چې یوازې لیکل کولای شي نقد ته مخه کوي. نقد کې یوازې د کمزوریو لټول نه دي بلکې د ښېګڼو ځانګړنو را سپړل او قضاوت به لوستونکی کوي. بل څه چې په دې اړه دي هغه په انلاین رسنیو کې د نورو کسانو کمنټونه او تبصرې دې. په دې کې ډیری کسان کافي اندازه پوه او معلومات په کره کتنه کې نه لري. دوی د کره کتنې وروسته خپلې تبصرې د لیکوال د متن یا د هغه د شخصیت په اړه وړاندې کوې چې دا برخه زهرجنه ده. طبعاً  منفې خبرې د لیکوال او شاعر په روان هم بده اغېزه کوي. د ارواپوهنې ماهرین وايي د یوې منفې کلمې په مقابل کې باید موږ اولس مثبتې کلمې واورو.

اوسمهال په لسګونه ځوانان په پښتو ادب کې زه پېژنم، چې اثار پنځوي د لویو کره کتونکي له خوا هڅول شوې دې. د هغوی له نظریاتو څخه یې استفاده وکړه اوسمهال یې پنځونې معیارې او د پښتو ادب  پانګه یې هم خوندې او ښایسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب