سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د روان وضعیت او راتلونکي په اړه د زاخېلوال تازه...

د افغانستان د روان وضعیت او راتلونکي په اړه د زاخېلوال تازه څرګندونې

تاند (پنجشنبه، د حوت ۳ مه) په پرځیدلي جمهوري نظام کې د افغانستان یوه مهم چارواکي حضرت عمر زاخېلوال د یوې تازه مرکې پرمهال د افغانستان د روان وضعیت او راتلونکي په اړه خپل دریځونه په ډاګه کړل.

زاخېلوال لندن ته د سفر پر مهال په دې مرکه کې وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانستان امن شوی او خلک هر چېرته ډاډه سفرونه کولی شي؛ خو دا د ده په وینا، د خلکو د اطمینان په مانا نه ده.

هغه زیاته کړه، چې خلک رواني امنیت نه لري، اقتصادي فرصتونه یې محدود شوي او دا وېره شته چې که واکمن رژیم ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه او روانه کشاله حل نه کړي، افغانستان به بیا له بدو پایلو سره مخ شي.

د زاخېلوال په وینا، سمدستي په افغانستان کې جګړه او د طالبانو وسله وال مخالفان نه ویني، خو که طالبان ملي روغې جوړې ته کېنني، واک مشروع، اساسي قانون رامنځته او ټولو قشرونو، قومونو او خلکو؛ په ځانګړې توګه ښځو ته د هغوی حقونه ورنه کړي، افغانستان به بیا د استخباراتي جګړو لومو ته ولوېږي.

دغه پخواني چارواکي دا هم وویل، چې په کابل کې د ده او نورو پخوانیو سیاسي څېرو موجودیت د طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه دي او دوی طالب چارواکو سره په مخامخو لیدنو کې د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکوي.

زاخېلوال زیاته کړه: مخکې توپ د جمهوري نظام د مشرانو په میدان کې و، چې سمه استفاده یې ترې ونه کړه، اوس د طالبانو په میدان کې دی، دوی باید مخکېنۍ تېروتنې تکرار نه کړې.

طالبانو د زاخېلوال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ورته نورو ډېرو غوښتنو او خبرو ته په غبرګون کې تل وایي، چې د دوی رژیم مشروع، نړیوالو سره یې اړیکې ټینګې او د جګړې او وضعیت خرابیدو کومه اندېښنه ورته  نشته.

طالب چارواکي دغه راز د زاخېلوال په ګډون د نورو منتقدانو هغه ادعا نه تاییدوي، چې ګواکې د یوې ډلې ملایانو په ملتیا یې واک انحصار کړی او د دوی رژیم په فساد اخته دی او چا ته ځواب نه وایي.

عمر زاخېلوال په دې مرکه کې یو ځل بیا د سولې او خبرو له لارې د افغانستان د قضیې پر حل ټینګار کړی او ویلي، چې بهر مېشتي سیاستوال هم تر ډېره د همداسې یوه حل پلوي دي، ځکه په خبره یې هره جګړه که افغانستان کې پلانیږي، تر شا به یې بهرني لاسونه وي او افغانستان ته به ناوړه پایلې ولري.

5 COMMENTS

  1. “هره جګړه که افغانستان کې پلانیږي، تر شا به یې بهرني لاسونه وي او افغانستان ته به ناوړه پایلې ولري.”
    دا هم شو تحلیل او وړاندویینه! دا د دؤو پښو ټټو او د آئ اېس آئ اجیر تر اوسه نه پوهیږې چي دا د پرزولو او ورانولو توطيې او دسیسې د شاه شجاع، امیر دوست محمد خان، امیر شیرعلي خان او آن د غازي شاه امان الله خان په ضد په وختونو کي د هغوی د راپرزولو او افغانانو د وژلو او کړولو د پاره د انګریزانو لخوا د ده( عمر زاخیلوال) جاسوسانو په وسیله عملي کیدی او د ١٣٥٧ ه.ج. کاله را پدیخوا بیا تر ننه پوري نور سیمه ایز او نړیوال استخباراتي سازمانونه د زاخیلوال په څیر خپل جاسوسان پکې لوبوي خو دا بی عقله او افغان دښمنه د تحلیلګر او سیاستمدار په څیره کې د یو مقام د ترلاسه کولو د پاره نن مونږ ته د ٢٠٠ کلنو روانو جګړو او دسیسو د پیش بینۍ یادونه کوي.

  2. په دې چار چاپېر چه اوس افغانستان نومېږي له ۳۲۰۰ کلونو نه راهیسې د غربي اروپا لاس ګډ سره وینې توېدلي دي او تویېږي، هغه محال د نني افغانستان په بدخشان چه چینایي کلمه ده وروسته له دې چه مصر او بین النهرین یعنی ننی عراق او ایرا فتح شول تر بدخشانه او په بدخشان که د قلعی معدن اول وارې ومیندل شو چه پوه شول چه قلعی سره خپل وسلې روشانه ، سپین یا صیقلي کړي چه د مسو دوره خلاصېږي او د صیقل جهاني دوره شروع کېږي او دوی نور بېڅاري معادن ؤمیندل خو وسایل ورسره نه ؤ چه یې وباسي خو سترګو لاندې یې ونیول او تر اوسه! د کوکچې سیند پر یو بې څاری د طلا پر معدن تېرېږي، دا لاندې کتاب او دې غوندې نور غربي تحقیقاتي کتابونه سره د اسکندر خبیث د مقدونیانو نوم لاندې د غربي اروپا تاریخ ووایاست، له خوبه بېدار شئ، بیا به پوه شی چه دا تاجکان او ازبک و عرب او نور ولې ځانونه یې افغانستان کې چه په اصل یوازې د پښتنو تر اتکه او په شمال کې د هزارګانو وطن دی او دا نور دلته څه غواړي، دا نور ځانونو ته خپل «ستان» لري!!!1177 B. C. +The alexander imperium

  3. تر هر څه لومړي دا جناب دی مهرباني وکړی د بیت المال غلا کړي پیسۍ دی واپس کړي. دا سوخته مورې په ملت کې نور ځاې نلري. د جمهوریت درجه اول غلو په ډله کې یو همدا جناب دی.
    دا جناب باید په دې پوه شي چې نور ملت د دغو غلو په خبرو نه غولیږي. دا چې دا خپله ناولي غوله پټه ونیسي دا به ورته ښه وي

    • سید محمده تاسی په هدایت تښتیدلو چورکوونکیو اوداجنبیو غلامانو څخه کوم توپیر نلرۍ اول په افغانی او حقیقی اسلامی شرائیطو ځان اعیار کړه او ځان د غلامو غلامی څخه خلاص کړه بیا که دداسی مضرو کسانو مسلکی غلامی باره کښی خپل نظر ښکاره کړی نو لږ څه به د ستا نظر جدی ونیول شی اوس د غلامو کوکره ئی نو د غولولو چرندیات پریږده !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب